PTM LUNI

PTM LUNI پښتون ږغورنې غورځنګ
´´´´لوڼې فیسبک پانړه````

07/12/2023

نن به د خوشحال د قبر ړنګه جنډۍ څه وايي
نن به د ایپي د مورچل هېره مرمۍ څه وايي
واورۍ له ارغند تر اباسین پوري پرتو خلکو
قام ته د منظور پښتین ویاړلې ابۍ څه وايي
شعر دا Abdul Bari Jahani صیب

Manzoor Ahmad Pashteen





PTM LUNI

مشر منظور پښتون په چمن کې د جابر رياستي ادارو له ډزو وروسته ګرفتار کړو. دا ناروا ظلم په سختو ټکو کې غندنه کوم، بايد چې د...
04/12/2023

مشر منظور پښتون په چمن کې د جابر رياستي ادارو له ډزو وروسته ګرفتار کړو. دا ناروا ظلم په سختو ټکو کې غندنه کوم، بايد چې د دې خلاف په ټوله لر او بر افغان وطن او په ټوله نړۍ کې پښتانه راپورته شي، او د مشر دپاره غږ پورته کړي. داسې باتوره اتلان په پيړيو کې يو نيم پيدا کېږي.

Manzoor Ahmad Pashteen
PTM LUNI

 پې ټې ایم مرکزې کمیټه لخوا په ملک کښې چمن پرلت په حمایت کې اعلان سوې لاریونو په رنړا کښې به سبا ماپښین څلور (4) بجې پې ...
30/11/2023



پې ټې ایم مرکزې کمیټه لخوا په ملک کښې چمن پرلت په حمایت کې اعلان سوې لاریونو په رنړا کښې به سبا ماپښین څلور (4) بجې پې ټې ایم دکۍ سازمان له اړخه پیاله هوټل ځخه لاریون وځې له ټولو وطنوالو ځخه ګډون هیله کوو
PTM LUNI
Manzoor Ahmad Pashteen

افرین د دکې اولسه د پښتون ږغورنې غورځنګ او د پښتون ملت پالو ګوندونو له خوا د افغان کډوالو وروڼو په جبري توګه له پښتونخوا...
16/11/2023

افرین د دکې اولسه
د پښتون ږغورنې غورځنګ او د پښتون ملت پالو ګوندونو له خوا د افغان کډوالو وروڼو په جبري توګه له پښتونخوا وطن او ملک څخه اېستلو پر ضد او د چمن پرلت په حق کې احتجاجي جلسه عام په دکې بازار کی د پښتونخوا ملی عوامی پارټې مرکزې سیکریټرې اطلاعات عېسۍ روشان په صدارت کی تر سره سوا
وه دي جلسه عام ته اې این پی مابت کاکا د این ډی ایم اسفندیار خان او د پی ټی ایم ملک مجید کاکړ سید زبیر شاه اغا اونورو مشرانو وینا وکړې

PTM LUNI
Manzoor Ahmad Pashteen

  پي ټي ايم ټولو ملګرو ته خبرتيا ورکوو چې سبا به زموږ ده غورځنګ درانه او قدرمن مشران صوبايي کوارډنيټر نور باچا او مرکزي ...
15/11/2023


پي ټي ايم ټولو ملګرو ته خبرتيا ورکوو چې سبا به زموږ ده غورځنګ درانه او قدرمن مشران صوبايي کوارډنيټر نور باچا او مرکزي کومېټې غړی محترم ملک مجيد کاکړ او نور ملګري ضلع دکۍ ته ده ملتپاله ګوندونو او بشمول پشتون ژغورنې غورځنګ ايتحادي لاريون ته راځي ټول ملګري دي سبا ده جمعرات په ورځ په 1 بجه ده حاجي پير جان دفتر بای پاس ته ځان را ورسوي چې ده مشرانو استقبال وکړو
#نوټ:
سباه به په دکۍ ښار کې دا افغانانو تنګاول او پر چمن دروازه دا پاسپورټ په خلاف یو لوﺉ احتجاجې جلسه کیږې له تاسو ټولو ښاروالو په زیات تعداد دا ګډون په هیله
PTM LUNI

د   24 ورځ:په چمن کي د آل پارټيز تاجر لغړي اتحاد له لوري د پاکستاني حکومت له خوا د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر دروازه د ...
13/11/2023

د 24 ورځ:
په چمن کي د آل پارټيز تاجر لغړي اتحاد له لوري د پاکستاني حکومت له خوا د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر دروازه د پاسپورټ د پريکړي په خلاف احتجاجي پرلت لا هم 24 ورځ دوام لري.
دغه پرلت ته نن له وزيرستان څخه د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او دا پی ټی ایم مخکش غړې علي وزير او حنيف پښتون او دا جنوبې پښتونخواه پی ټی ایم صوبائی او مرکزې مشرانو هم ګډون لرالو
علي وزير د پرلت و ګډون والو ته وويل چې د چمن د پرلت غوښتني به دا رياست خامخا مني ځکه چې د دې خلکو رزق او روزي له دې دروازې سره تړلې ده ، هغه زياته کړه چې نور د پښتنو په خاوره د يوې او بلي سيمي د اوسيدونکي سوچ له مينځه تللی دی ، د وزيرستان او چمن پښتانه يو پښتانه دي ، د چمن په ستړې به د وزيرستان خلک هومره خوا بدوي لکه څومره چې د چمن خلک په بدوي.

 #دکۍپې ټې ایم،ټول ګوندونو او انجمن تاجران له اړخه د پاکستان امنیتې ادارو لخوا افغان کډوالو سره روان غیر انسانې او غیر ق...
03/11/2023

#دکۍ
پې ټې ایم،ټول ګوندونو او انجمن تاجران له اړخه د پاکستان امنیتې ادارو لخوا افغان کډوالو سره روان غیر انسانې او غیر قانونې عمل پر ضد نن په 3 بجې مرحوم درمحمد ناصر چوک دکۍ بائ پاس باندې لاریون (مظاهره) کیدونکۍ دا له ټولو انسانیت دوست ملګرو او ښاروالو ځخه د ګډون هیله کوو
PTM LUNI

02/10/2023

د تحريک‌ د راتلونکی لايحه عمل، د مشر بيلابيلو ضلعو ته د تنظيمى دورې اعلان او د تحريک ملګرو زمه واري په هکله د پي ټي ايم مشر منظور پشتين ويډيو پيغام.
Manzoor Ahmad Pashteen 💚
PTM LUNI

19/09/2023

هر څومـــــره الزام کـه لګوې ثبوت راوړی نه شې
لمــر يمه هېڅکلـــه مې په ګوتــــــه پټوی نه شې
💪

‏د ایف آئی اے په دروغځن او اخري کیس کی د ګران علي وزیر او اولس يار زمانتونه منظور شول د کاغزي کارواي وروسته به راخوشي سي...
18/09/2023

‏د ایف آئی اے په دروغځن او اخري کیس کی د ګران علي وزیر او اولس يار زمانتونه منظور شول د کاغزي کارواي وروسته به راخوشي سي
ټولو ته دي مبارک وي
بریا به همیش د حق وي

18/09/2023

زه پښتون دا خپل تاریخ نه ناخبر
دا خپلې جغرافيائې نه ناخبر
دا خپل وطن دا مسلو نه ناخبر
تقسيم در تقسیم پروت یم
دا مشر 1:30منټ ویډیو کې ډیرې حقیقت خبرې لازمې یه واورې
PTM LUNI
Manzoor Ahmad Pashteen ❤

ده جميعت علماء اسلام مخکښ غړې او دا پی ډی ایم ترجمان حافظ حمدالله صاحب باندي ده حملے په سختو ټکو غندنه کوو.په دي حمله کې...
14/09/2023

ده جميعت علماء اسلام مخکښ غړې او دا پی ډی ایم ترجمان حافظ حمدالله صاحب باندي ده حملے په سختو ټکو غندنه کوو.
په دي حمله کې حافظ حمدالله او ورسره نور ملګرو هم سخت زخمې سوي دي
الله تعالی دي ټولو زخمیانو ته صحت ورنصیب کې
اخر کمه وجه ده چي بريدونه ا حملے صرف پر پښتنو مشرانو ، علماء اؤ اولس باندي کيږي.
نه مو ډاکټر په امن دي
نه مو استاد په امن دي
نه مو علماء په امن دي
نه مو سیاسې په امن دي
نه مو غیر سیاسې په امن دي
پکار دئ چي ټول پښتون اولس ده دغې ترهګرئ په خلاف راپاڅي او یو سخت قدم واخلې
PTM LUNI

11/09/2023

مشر علی وزیر او اولس یار جیل څخه راوتو سره پولیس يو ځل بيا ګرفتار کړل.

09/09/2023

ضرور یی واورئ
دا څه موده کيږي د منظور پشتين او پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه خلکو سره ځيني شکونه او پوښتنې راپيدا شوي‌‌دي.
هيله ده دا ويډيو يې شکونه ختم او پوښتنې ورځواب کړي.
PTM LUNI

سلامونه ټولو ملګرو تهامید لرم چې ټول به روغ جوړ او سلامت یاست ملګرو انشاءالله ډیر زر به د لوڼې PTM کابینه جوړیږېپه لوڼې ...
08/09/2023

سلامونه ټولو ملګرو ته
امید لرم چې ټول به روغ جوړ او سلامت یاست
ملګرو انشاءالله ډیر زر به د لوڼې PTM کابینه جوړیږې
په لوڼې کې چې کم هم دا PTM ملګرې دي اغه دي خپل واټس اف نمبر پر میسنجر را تر کې
موږ واټس اف ګروپ جوړ دي الته به ټول ملګرې حال سره کاو او مخته لاعمل به ټاکو
نو یوار بیا له تاسو ټولو دا PTM له ملګرو هیله لرو چې خپل نمبران را ولیږې
#مننه
PTM LUNI

منظور پښتین څۀ وکړل؟ او څوک دے؟د منظور احمد پښتین کردار ته کۀ مونږ د تاریخ په اوږدو کې وګورو نو منظور پښتین د وزیرستان د...
07/09/2023

منظور پښتین څۀ وکړل؟
او څوک دے؟
د منظور احمد پښتین کردار ته کۀ مونږ د تاریخ په اوږدو کې وګورو نو منظور پښتین د وزیرستان د پیر روښان او د اشنغر د باچاخان د روحونو او د ارمانونو مجسم تصویر دے.

پیر روښان د خپل وخت د مغل سره جنګ کولو او باچاخان د خپل وخت د پیرنګ سره جنګېدلے دے. منظور پښتین د هغه اورنګ پیرنګ او مغل کردارونو پر خلاف په مېدان ولاړ د نن وخت پیر روښان او باچاخان دے.

کۀ خبره د مخالفینو د الزامونو شي نو د پیر روښان مخالفینو پیر روښان ته پیر تاریک وئیلو، یعني د تورتمونو پیر خو د پیر روښان کردار روښانه دے، پیر روښان چې د مغلو خلاف کومه مبارزه کړې وه هغه مبارزه نن هم د پښتنو د تاریخ رنګین باب دے.

بل اړخ ته کۀ د باچاخان خبره وکړو نو باچاخان ته ځینې خلکو هندو وې، چا به ورته د هندوانو دلال وئیلو، ځینې خلکو به ویل دا د هندوانو په پیسو د مسلمانانو خلاف د هندوانو سره مشترکه تحریک چلوي، او دغه پراپېګنډې دومره زورورې وې چې نن هم د خلکو په ذهنونو کې پرتې دي خو د باچاخان کردار د پښتنو د تاریخ سپین باب دے.

همدغه شان زمونږ د وخت منظور د پیر روښان او باچاخان د کردارونو مجموعه ده، تر کومه چې منظور احمد پښتین دغه خپله تګلاره بدله نکړي، دغه خپل سپيځلي کار او کردار ته شاه نکړي نو منظور احمد پښتین به زمونږ لپاره د نن وخت پیر روښان او باچاخان وي.

څومره چې د منظور خلاف د بې بنیاده الزامونو او پراپېګنډو خبره ده نو دغه خبرې زمونږ د پخوانو اتلانو پسې هم کېدلې، خو د هغوي هغه سپيځلي کردارونه د چا تورو الزامونو تور نکړل، نن به منظور هم د هغه پیرنګي او مسلم لیګي الزامونه سره مخ کېږي. او ځینې خلک به د پیرنګي او مسلم لیګي الزامونو هغه تور روایت ژوندے ساتي.

خو تر کومه چې منظور خپل تاریخ ته،
خپل قام ته،
خپل وطن ته،
خپل اولس ته،
دغه شان وفادار وي نو داسې هیڅ یو طاقت نشته چې د منظور دغه سپيځلے کردار دې د پښتنو د تاریخي کتاب نه وباسي، هغه ځکه چې منظور پښتین په خپل ځان کې دننه د پیر روښان او باچاخان د رهبرۍ هغه سپيځلي کردارونه لري، دغه کردارونه پرون هم د قام د بقا ضمانت وۀ او نن هم منظور پښتین د قام د ژغورنې او د پښتنو د خپلواکۍ ضمانت او علامت دے.
PTM LUNI

Address

Quetta

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when PTM LUNI posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share


Other Media/News Companies in Quetta

Show All