25/01/2022
عنوان : ډوزې
ليک : عبدالله کهنډېوال
ستر سکتر قام قلم صوابۍ
________________________________
په منظوم ادب کښې يو ادبي صنف دے چې هغې ته " ډوزې وايي ، په اردو کښې ورته " لوري " وايي ، کله چې يو مور خپل ماشوم بچے د ژړا او انګولا په وخت قلاروي ، او ورسره څۀ داسې شعرونه وايي چې ماشوم ته پرې سکون او ارام ملاو شي ، او ماشوم په خپلو دواړو خپو ، د زانګو په شکل اودۀ کړي ، او بيا خپې ټاټۍ کوي ، او ورسره وايي ، ټاټۍ زنګوټۍ ،، الله هو لَلِې لَلو ،، پشې شه پيشو ، نو ماشوم ارام اومومي او چپ شي ، خو د دې تعريف د " لوري " پشان نۀ دے ، لوري د ماشوم د اودۀ کولو دپاره وئيلے شي ، او دا "ډوزې " صرف د ماشوم د قلارولو دپاره وئيلے شي ، دا خبره لازمي نۀ ده چې ګنې د "ډوز " وئيلو په وخت کښې دې خامخا شعرونه هم قافيه اوئيلے شي ، بلکې بعضې وخت کښې دا بې قافيو هم وئيلے شي . او دا هم د منظوم ادب موضوعاتي صنف دے .
په عوامي اصطلاح کښې "ډوزې " دروغو ته وئيلے شي ، او د دې ويونکي ته ډوزمار وئيلے شي ، کوم سړے چې يو غر او بل غر جنګوي ، او د ځان د اوچت ثابتولو دپاره دروغ خبرې کوي نو خلق وايي " مړه ! دے هسې ډوزې اوولي .
_______________________________________________