30/01/2023
امام منظرصيب
وينی وينی ګډ د موسمونو انقلاب کښې يؤ
زۀ او ته پراته د خپلې خاؤرې پهٔ ګلاب کښې يؤ
مرو خو د صبا ورځې پهٔ يو اخبار کښې نه راځو
نه مو څوک پهٔ شمار کښې راولي نه پهٔ حساب کښې يؤ
مه وايه پهٔ زور پهٔ ما وطن ته جنت مه وايه
هسې پهٔ مات زړۀ به خوند او نه کړي پهٔ عذاب کښې يؤ
چرته ځو د خپل شعور پهٔ ورکې پسې څۀ ګورو
زۀ او ته خو دا يو د الله پهٔ لوﺉ کتاب کښې يؤ
اوښکې مې اوړي خوالو کښې ډوب د وينو غاړې ته
يه سيلابه مونږ خو رالوﺉ شوي پهٔ سيلاب کښې يؤ
دوه ګوتې قميص سرتور سرونه پيغلې څنګ پهٔ څنګ
رور مې تپوس اوکه پيښور دي که پنجاب کښې يؤ
بيا دي سور پهٔ شونډو غل زما د څاندو تال ته دي
بيا چا پهٔ تارونو اړولي پهٔ رباب کښ يؤ
زۀ که نه وي ستا جهاد به سر ته رسيدو پهٔ چا
يه مولا حقدار دي ښه پوره پوره ثواب کښ يؤ
مونږ د شهيدانو د تاريخ کتاب کښې اوکوره
مونږ به ئي بيښي د اخيرﺉ صفحې پهٔ باب کښې يؤ
Ek taraf beshawar dosri taraf kohat 😭😭😭 watana pa kam kam gam de wazaroo
څۀ ګيله منظره د پردو ژبو نه اوکړمه
ورک د خپل مکتب د خپلې ژبې پهٔ نصاب کښې يؤ