01/04/2024
یو ورځ عبدالله بن عمر رض پر لار روان وو😍
چې، ګوري یو غلام ناست دی..!
او غلام ته نږدې یو سپی هم پروت دی،
غلام د خورما سره ګوله خولې ته کړه،
بیرته یې راوویستله او سپي ته یې وروغورځله.
عمر ورته وویل دا سپی ستا دی،
حبشي ځواب ورکړ چې، نه زما نه دی.
ده ورته وویل؛
نو بیا دې ولې له خپلې خولې څخه ګوله راوویستله او سپي ته دې ورکړه؟
حبشي غلام ځواب ورکړ چې،
د سپي له غبرګو سترګو څخه حیا راته دریږي چې،
زه یې خورم او سپی راته ګوري.
عمر بن عبیدالله ورته وویل چې،
ته ازاد یې او که غلام؟
حبشي ورته وویل چې،
زه د بني غاضرة غلام یم.
عمر هغوۍ ته ورغی او سوال یې وکړ چې،
دا غلام د چا دی؟
د غلام خاوند ورته وویل چې،
دا زما دی.
عمر ورته وویل چې،
دا پر ما خرڅ کړه!
هغه ورته وویل چې،
بس ستا شو.
عمر ځواب ورکړ چې،
نه په خدای مې دې قسم وي چې،
یا به یې پیسې اخلې او یا به غلام بیرته ستا کیږي.
بیا ېې غلام په پیسو واخیست.
او ویې ویل چې،
تاسې شاهدان ګرځوم چې،
دی د الله"ج" د رضا لپاره ازادوم.
عمر غلام ته ورغی او زیری یې ورکړ چې، مبارک شه الله"ج" ازادي در نصیب کړه او دا باغچه هم ستا په ملکیت شوه!
حبشي غلام ډیر خوشحاله شو او ویې ویل چې،
بس نو ددې باغچې ټوله میوه دې د مدینې فقیرانو لپاره خیرات ګرځووم
عمر ډیر حیران شو او غلام ته یې وویل چې، درته حیران یم، ټول دې خیرات کړه،
سره له دې چې ته پخپله هم فقیر او ورته محتاج یې.
غلام په ډیر قوي ایمان سره ځواب ورکړ چې، له الله"ج" څخه شرمیږم چې،
هغه پر ما سخا کوي او زه بیا په هغه کې بخل کوم♦
Everyone