07/10/2022
د جرمني په کولن ښار کې د مسلمانانو مرکزي مسجد ښايي د اکتوبر له ۱۴ ڼېټې څخه د جمعې د لمانځه آذان په لاوډسبیکر کي وکړي.
د کولن ښار یوې ویاندي د "Rheinischen Post" ورځپاڼي د پوښتني په جواب کې تایید کړې ده چي اوس لاهم یو څو کوچنۍ پوښتني لاجوابه پاته دي خو بیا به هم په دې برخه کي په اصطلاح زرغون څراغ ورکول سي.
د آذان کولو له پاره معمولي شرط یوازي د کولن ښار او دیتیب مسجد ترمنځ په رسمي ډول د یوه قانوني تړون رامنځته کول دي. که دغه تړون په راتلونکو څو ورځو کي لاسلیک سي، بیا به د اکتوبر له ۱۴ مي څخه په کولن کي په لوړ آواز لومړنی آذان واوریدل سي. خو دغه آذان ته به یوازي د جمعې په ورځ له ۱۲ بجو څخه تر ۳ بجو پوري د پنځو دقیقو له پاره اجازه ورکړل سي.
د کولن ښاروالۍ د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر مياشتي په سر کي اعلان وکړ چي د نوموړي مسجد ټولني کولای سي خپله غوښتنه وړاندي کړي چي تر مشخصو شرایطو لاندي د جمعې آذان د لاوډسپیکر له لاري خپور کړي.
هغه شرطونه دا دي چي آذان به تر پنځو دقیقو ډیر دوام نه کوي، د لاوډسپیکر د ږغ لوړوالی به د مسجد د موقعیت له مخي ټاکل کیږي. علاوه پر دې د مسجد ټولني باید هره یوه، د اعلامیو له لاري پر سم وخت شاوخوا خلکو ته خبر ورکوي او داسي څوک وټاکي چي د خلکو پوښتنو او شکایتونو ته جواب وویلای سي. نوموړي پروژې ته په اول سر کي فقط د دوو کلونو له پاره وخت ټاکل سوی دی.