Afghan News Agency

Afghan News Agency News Agency

25/04/2024
02/01/2024
اجڑتے دیکھے ہیں آنکھوں سے آشیاں اپنے بکھرتے دیکھا ہے اس زندگی کا شیرازہ‎  مستونگ
29/09/2023

اجڑتے دیکھے ہیں آنکھوں سے آشیاں اپنے
بکھرتے دیکھا ہے اس زندگی کا شیرازہ
‎ مستونگ

7 بہنوں کا اکلوتا بھائی صلاح لہڑیجسکے والدین بھی نہیں۔مستونگ سانحے میں sہید
29/09/2023

7 بہنوں کا اکلوتا بھائی صلاح لہڑی
جسکے والدین بھی نہیں۔مستونگ سانحے میں sہید

24/09/2023

رات اتنی بڑی تو نہیں ہوتی لیکن بیمار شخص کے لیے بہت بڑی ہوتی ہے اللّٰہ تمام بیماروں کو شفاء عطا فرمائے.
🤲🤲

15/11/2022
دې ته وايي غیرت او احساس ✌‏‏ کندهار: یوه کس له ښار څخه ۵۰ سوالګرې او کونډي مېرمني راټولي کړي او د کار زمينه يې ورته براب...
01/08/2022

دې ته وايي غیرت او احساس ✌

‏‏ کندهار:
یوه کس له ښار څخه ۵۰ سوالګرې او کونډي مېرمني راټولي کړي او د کار زمينه يې ورته برابره کړې.
دغه مېرمنيې چي زیاتې د کورنۍ سرپرستي لري، وايي: د کور د ډوډۍ پخولو هنر لري او د ډوډۍ پخولو په بدل کي معاش ورکول کیږي.
یاد کس د همدې ښځو په وسیله هره ورځ ۳۵۰۰ ډوډۍ پخوي.
***
Aseer Mushwani

د واخان دسرحد دټاکلو ستر قهرمان او اتل افسر ګل احمد خان تره کی تاریخی یاد او ویاړنه !په کال 1353هجری شمسی کال کی دچین ده...
29/07/2022

د واخان دسرحد دټاکلو ستر قهرمان او اتل افسر ګل احمد خان تره کی تاریخی یاد او ویاړنه !
په کال 1353هجری شمسی کال کی دچین دهیواد او افغانستان ترمنځ د واخان دسرحد دټاکلو پریکړه رامنځ ته شوله ځکه دامیر عبدالرحمان خان دوختونو کرښه نور نه څرګندیدله ۔نو دسردار محمد داود خان چی صدراعظم له خوا ددی موخی لپاره پياوړی هيات (دکارتو ګرافی ۔فوتو ګرافی ۔زنګوګرافی او کادستر )په برخه کی وټاکل شو ۔چی ددغی هیات په راس کی مرحوم خدای بخښلی ډګروال ګل احمد خان تره کی چی دپورتنی ټولو علمي برخو کی استاد او پیاوی افسر وو وګمارل شو ۔دا هیات شل کسیزه هیات وو او په همدغی کال له کابل څخه یی واخان خوا حرکت وکړ ۔چی تر بدخشان پوری په موټرو او وروسته له هغي دواخان په خاوره کی دچین تر سرحده د غژګاوو په سپرلیو چین او افغان سرحد ته ورسیدل ۔هغو جګو سیمو کی اکسیجن کم او ځنو ځایو کی پرته له مصنوعی اکسیجن دماشین څخه ژوند نا ممکنه ۔وو ۔جالبه دا چی په یوه ورځ کی په دغو سیمه کی چی سرحد ټاکل کیده څلور فصلونه (ژمی۔اوړۍ۔منی او پسرلۍ )رامنځ ته کیدو هوا طوفانی او په خورا مشکل سره دسرحد چاری دهیات په میړانه پر مخ بیول کیدی ۔چین هیات افغانی هیات سره خورا زیاته مرسته په انجنیری برخه او حتی دخوراک او پو ښاک په برخه کی زمونږ هیات سره کوله ۔لنډه داچی دغه کرښه یا سرحد په 85 کیلو مترو کی په قوی پیلرونو او نورو انجنیری پخو نښو په یوه میاشت مرګونی کار او مقاومت کی وټاکل شو ۔او (11)کیلومتره په منځنی برخه کی په انجنیری نښو نښانو پشپړ شو ۔چی یعنی ټول 96 کیلومتره سرحد په پوره کارتوګرافی او کادستر دانجنیری له پلوه داسی قوی پشپړ شو چي تر ننه پر ځای ټینګ پاتی دی ۔په دی کار په سرته رسیدو سره هر کال دچین په سفارت کابل کی همدغه هیات میلمه کیدو او نازول کیدو۔افغان حکومت دهیات غړو ته يوه يوه رتبه ورکړه او په ښه خدمت مډالونو یی ونازول ۔له هیات څخه دوه کسه دکار په جریان کړی په ګړن کي ولویدل او مړه شول ۔
دټولو هغو رښتینو قهرمانانو روح دی ښاد او یادونه یی تل پاتی ۔
Sharif Gul

هلمند بست روغتون کې  هیموډالایز نصب کړل شونور به ان شاءالله دهلمند څخه څوک دهیموډالایز لپاره کندهار اوهمسایه هیواد ته نه...
28/07/2022

هلمند بست روغتون کې هیموډالایز نصب کړل شو
نور به ان شاءالله دهلمند څخه څوک دهیموډالایز لپاره کندهار اوهمسایه هیواد ته نه ځې
په دی سره به ان شاءالله ډیر دپښتورګو مریضان دمصارفو څخه خلاص شی

واخان او اغا خان:څو کاله مخکې په لندن کې ځينې افغانانو راته وويل چې: انګریزان غواړي په بدخشانونو کې د اغا خان په مشري د ...
28/07/2022

واخان او اغا خان:
څو کاله مخکې په لندن کې ځينې افغانانو راته وويل چې: انګریزان غواړي په بدخشانونو کې د اغا خان په مشري د اسماعيليانو خپلواک دولت جوړ او په سیمه کې د اسیا اسرائیل رامنځته کړي.
ما هغه وخت دغه ګنګوسې هسې يو خوب یا په اصطلاح؛ خیال پلو باله، نن چې مې په لاندې څو پاڼو کې په تاجکستان کې د افغانستان د پخواني سفیر د هماغه وخت دغه رسمي مکتوب( که کوم تقلب نه وي پکې شوی) ولوست او هم مې له څو کلونو راپدېخوا په رسنیو کې د پاکستاني مبصرینو تبصري او پدې وروستیو کې د هغوئ جدي هلې ځلې ورسره پرتله کړې، سم دم يې وارخطاء کړم.
دا ځکه چې که څه هم افغانان په صورت عموم پر وطن سر ږدي خو يوه لویشت يې چاته نه ور پرېږدي، مګر له بده مرغه تل يې پدغه ډول مواردو کې يواځې له ډبي کار اخیستی؛ د نړیوالو لوبو، سیمه ایزو دسیسو او د وږو ګاونډیانو د آزمندانه طرحو په وړاندې یې پر وخت او پیشګیرانه اقدامات ندي کړي، له همدې امله بالاخره داسې تر خوږو ګوتو نیول شوي چې یا یې خپلې ګوتې، آن لاسونه او ککرې بایللې او یا یې د خپل لوى هیواد لاسونه او پښې پکې بایللي، پنجده، اټک، کوږک او خیبر ټول ددغه ډول يواځې پر سوټي او هغه هم پر کمزوري سوټي ولاړو سیاستونو او د غلیمانو لخوا تر خوږ ګوتو نیونو قرباني شوي دي.
له دې امله نظام، خلکو او عام ولس ته په کار دي چې دغه نوې لوبه عادي ونه ګڼي، يواځې د پنځه زره کلن تاريخ له بړستنې په لاپو غاړه ونه باسې، بلکې ټول خپله ملي او تاريخي وجیبه درک، یو پر بل له مسؤلیت اچولو، تخریب، له دغې لویې غایلې څخه د پخواني یا اوسني نظام د تخریب او بد نامولو له عقده ګشائیو تیر، ټول سره په یوه خوله، یو د بل ملاتړ او د افغانستان پر شمله؛ واخان باندې لرې او نژدې تيري کونکو یا د تيري خوب لیدونکو ته داسې د عبرت درس ورکړي چې د انګریز، روس، ناټو او امریکا د منډو تاريخ بیا پرې را تازه کړي.
ددغې احتمالي لوبې اصلي سیمه ایز لوبغاړی پاکستان دی، بناء د هغوئ په وړاندې سمدستي په دو ډګرونو کې لاندې اقدامات اړين دي:
الف: په پوځي ډګر کې: باید سمدستي په ټول واخان او په ځانګړې توګه د ډیورنډ پدر لعنتي فرضي کرښې ته څيرمه سرحدي او دفاعي ځواکونه د پخوا په پرتله څو چنده زیات، هر ډول تیری کونکی تحرک په ټول ځواک او شدت سره وځپل شې، لکه تېره ورځ چې يوشمير اتلو سرتېرو د هغوئ لخوا یو تجاوزکارانه څلی په چکشونو چپه کاوه دغه ډول نور اړين چکشونه هم ور خطاء او سم دم خپل سور او بر ورپه ګوته کړي، ددې ترڅنګ دفاع وزرات چې دمګړۍ تر ټولو زیات هغوئ ته د خلکو د تمې سترګې ور اوړي، باید د نورې کرښې پشان په دغه سیمه کې هم هر څومره ژر چې کیدای شې خپلې پوستې او استحکامات ایجاد او مستقیمه څارنه يې وکړي.
ب: په دیپلماتیک ډګر کې: که د خرم صاحب له خبرې سره سم او بالفرض هغوئ دغه آزمندانه غوښتنه چارواکو ته وړاندې کړي، ډیر آسان، ساده، خوندور او ګټور ځواب يې دا دی چې ورته وویل شې: پر دواړو سترګو بسم الله کړئ! تاسې مونږ ته له هلمند یا نيمروز څخه بحر ته مستقیمه لاره را کړئ مونږ به تاسې ته مرکزي اسیا ته لاره درکړو، په هرو شرائطو، کمیت او کیفیت چې مونږ بحر ته له خپلې لارې استفاده کوله، په عین بڼه به تاسې منځنۍ اسیا ته له خپلې لارې ګټه واخیستلی شئ!
زه خرم او کرزي صاحب ته رښتيا هم تعجب یووړم، څنګه هغوئ دومره جرأت کاوه چې په دومره وړه خوله يې دومره غټه او استعماري غوښتنه ورته وړاندې کوله او بیا که یې ورته وړاندې کړې وي دوئ ولې دغسې يو ځواب نه ورکاوه چې بیا یې والله که په تاریخ کې پر خوله راوړې وای؟
هغوئ پدې پوهیږې چې ګوادر او له هغه تر هلمنده سیمه تر مونږ زیاته د افغانانو او خلک يې له هغوئ سره زیاتې ریښې لري، یادې سیمې ته په رسمي بڼه د افغانانو پښه ورخوشې کول دوئ له ټولې سیمې څخه له خپلو لاس پرېمينځلو سره مرداف بولي او په هیڅ قیمت غاړه نه ورته ږدي، ددې ترڅنګ دوئ واخان د افغانانو له بالمثل تقاضاؤ څخه د خلاصون او د تل لپاره د هغوئ او پاتې افغانستان په ستونې کې د پښې ايښودلو په موخه غواړي، نو دېته خو بیخې نه حاضریږي چې له افغانانو سره د: لار په لار معامله وکړي، ځکه که دا کار وکړي، بیا پاکستان دومره خپل ستراتېژيک موقعیت له لاسه ورکوي لکه خدای مکړه د واخان په غوڅېدو چې یې افغانستان له لاسه ورکوي؛ تاجکستان او نوره منځنۍ اسیا به د پاکستان خوا ته ګوري هم نه؛ همدا د افغانستان له لارې او له افغانستان سره به لنډ او ګڼډ راکړه ورکړه شروع کړي.
دغو ټولو ټکو ته په پام واخان هسې يوه عادي تړانګه نه، بلکې د افغانستان د تاريخ شمله، د ستراتېژيک موقعیت او اهمیت مرکز او د سیمې د ګټو د تقاطع اصلي نقطه یا د ترازو شاهین دی، که خدای مکړه واخان له لاسه ورکړو افغانستان به د هغه زمري مثال ولري چې سر، داړې او پنجې نلري، پاکستان اوس خو لا لږ تر لږه د زغال لپاره دروازه راته پرانېزي، بیا یې قسم دی که جنازې ته هم درته پرانېزي، د اسیا له زړه به هسې تش د اسیا خوړین لړمون جوړ، لسګونه نورې بلاوې به هم سرونه راته را پورته او آن لرې نده چې د هیواد په ککرۍ کې به مو سم دم د اسیا اسرائیل را جوړ کړل شې.
ځکه یې نو همدا وخت دی، چې د مرحوم میرویس نیکه له وصیت سره سم:
بلا د سر تر را پورته کولو مخکې؛ په خوب کې مړه کړو.
وما علینا الا البلاغ.
مولوی عبدالرحمن ہوتک

دفاع وزارت:د سرحداتو د لا ښې ساتنې لپاره، درې جیټ الوتکې له روسیې څخه اخلو.Aseer Mushwani
27/07/2022

دفاع وزارت:
د سرحداتو د لا ښې ساتنې لپاره، درې جیټ الوتکې له روسیې څخه اخلو.

Aseer Mushwani

توجه توجه در مورد واخان #د حکومت د مشرانو د پام وړ!د واخان کریدور چی  هم په استراتیژیک لحاظ او هم اسیا کی  هم د اوبو د س...
27/07/2022

توجه توجه در مورد واخان #

د حکومت د مشرانو د پام وړ!

د واخان کریدور چی هم په استراتیژیک لحاظ او هم اسیا کی هم د اوبو د سرچینو له اړخه دافغانستان د خاوری ځکه مهمه برخه ده چی د آمو دریایی حوزه د شرقی تاریم حوزې څخه جلا کوی او هلته موږ د چین سره ۹۶ کیلومتره رسمی، غیرمتنازع رسمی او منل سوی سرحد لرو او پنځه پیلرونه یا سرحدی نښی چی د ۱۳۴۳ ه ش (۱۹۶۴م)کال راهیسی کاملا واضح، پخپل ځای ولاړي او تاسو ته د ملی نوامیسو په توګه امانت او ساتنه یی پر تاسو فرض دی تاسو ته سپارل سویدی.
دا پیلرونه یا نښی په لاندی ډول دی:
۱- لومړۍ پیلر :
کوردینات۰۵۷۴۲
۲- دویم پیلر :
کوردینات ( ۴۳۵۴SDB۱۸۹-۰۵۹۵۵
ارتفاع: ۴۸۶۴،۹متره ۵۸ کاله کیږی پخپل ځای دی.
۳- دریم پیلر:
په ۴۳SDB۶۳۲۶۷-۲۱۴۵۰ او ۵۲۴۶،۱۳ متره ارتفاع کی صفری نقطه کوچنۍ پامیر کی قرار لری چی د برف کوچ له امله لږ تخریب اما ټوټی یی ځای پر ځای پرتې او د چینایانو غټه کامره په ۳۳۸ متری کی قرار لری.( د ترمیم ځنډیډو دلیل یی داوو چی پدی چی همدغه ټوټه څو سانتی د چا خاوره کی لویدلی یا صفری نقطه کی د چین او افغانستان توافق ته ضرورت درلود)
۴- څلورم پیلر:
SDB ۷۶۴۱۴ او ۴۹۵۸ متره
ارتفاع کی ثابت دی.
۵-پنځم پیلر:
۴۳-SDB۸۹۰۸۳-۱۹۵۲۳ارتفاع یی ۵۲۱۰،۴۶متره
په څنګ کی یی د چین غټه امنیتی کامره شته.

کله چی زه دجمهوریت دسقوط نه دری میاشتی مخکی د څه باندی دریو کلنو لپاره د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکې معین وم دواخان موضوع یو ځل د تاجیکستان پامیر باندی د چین د ارضی ادعا په اړه د چینایی ادرس څخه لومړۍ مقاله خپره سوه چی بیا ویل کیږی د کرزی صاحب د سفر په ترځ کی د تاجیکستان ولسمشر لخوا د پامیر سیمی دلیدنی پر مهال همدغی موضوع ته اشاره سویده .د روسانو لخوا تیر کال کی د ناقصې نقشی چاپیدل، سیمه کی د اسماعیلیه فرقی د بډای مشر صدارالدین اغا خان د پانګونې لیوالتیا، د ۱۵۰۰ قیرغیز افغانانو قرغیزستان ته د مهاجرت تابیاوی او اوس هم په خواله رسنیو کی د پاکستان لخوا د بد نیت په اړه اندیښنې زیاتی سوی دی.

زما مشوره او د حل لاره:
د چین - تاجیکستان او افغانستان تر مینځ دری کونجه واضح نقطه چی پاول شیوکوفسکووا نومیږی د دریو لورو لخوا منل سوی او واضح ده او په هغه کی هیڅ لورې بیځایه تصرف نشی کولای او مکمل ۹۶ کیلوًمتره سرحد کی ۵ پیلرونه پخپل ځای دی .( نقشه)

د سرحدونو او قبایلو وزارت د تحقیق او مطالعاتو ریاست همدارنګه د کشف او بررسی ریاستونه ټول تخنیکی او علمی پیاوړ تیا او مډرن وسایل لری، د بهرنیو چارو وزارت سرحدی ریاست او امنیتی سکتور سره په ګډه د دواړو هیوادونو دتخنیکی تیمونو په همږغی، هرکال یی دا سرحدی نښی رنګ، بررسی او تازه
کړیدی.

تاسو مهربانی وکړئ د سرحداتو وزارت د کشف، بررسی او تحقیق او مطالعاتو دریو ریاستونو او معین په شمول ، د بهرنیو چارو وزارت سرحدی ریاست او معین ، ملی دفاع او امنیتی سکتور مسلکې ټیم یوه کمیټه عاجل راوغواړئ او پدی مسله باندی خاصتا وزیر خارجه او مشران په جزئاتو ځانونه خبر کړئ او بیا همدا کمیټه د واخان او سرحدی نښو د لیدو په خاطر واخان ته واستوئ.
د همدی کمیسیون ټول ګذارش او وړاندیزونه د کابینی اجنډا کی همدی اونۍ کی ونیسئ او د ملت سره یی شریک کړئ او ملت ته اطمینان ورکړی چی دا پنځه پیلرونه چی ۵۸ کاله ثابت پر ځپل ځای دی ستاسو په واکمنۍ کی به هم د ملی ناموس په حیث ساتل کیږی.

چینایانو ته د مجلسونو پر مهال په ډاګه کړئ چی د چین او افغانستان اړیکې د تاربخ په اوږدو کی دوستانه وی او دی او دا به تر هغه وخته دوام کوی چی تاسو زموږ ارضی تمامیت ته چی سره کرښه او رموږ ناموس بلل کیږی احترام ولرئ

بله کمیټه مو د مهاجرینو وزارت، بهرنۍ چارو، سرحداتو او قبایلو ، عامی روغتیا ، انکشاف دهات څخه جوړه او سیمی ته واستوئ تر څو د قرغیز افغانانو چی د پامیر بی معاشه ساتونکی دی خبری وکړی او د مهاحر کیدو د مخنیوی طرحه عاحل ترتیب کړی.

هو رښتیا :
د پوهنې وزارت ټیم هم ور واستوئ او هر څومره ژر چی کیدای سی د نجونو مکتبونه پرانیزئ. پدی ترتیب سره به الله(ج) راضی ، ملت خوشحاله او پر تاسو به د همدی منحوس لاس د مداخلی چانس او فشارونه کم سی.
د واخان کریدور چی د ظاهر شاه بابا زمانه کی تثبیت او د خلقیانو ، پرچمیانو، مجاهدینو، ستاسو تیره دوره او جمهوریت څخه د ناموس په حیث تاسو ته امانت دی ، د امنیتی سکتور، محلی اداری او ولس په مرسته یی په کلکه وسانئ.
نوټ: ځکه دواخان بحث ډیر تخنیکی دی عزتمند هیوادوال او د رسنیو درانه استازی دی لطف وکړي د تبصرو پر ځای همدا د واخان موضوع نظارت او د چارواکو څخه دی د همدی او نورو عملی ګامونو غوښتنه او پوښتنه وکړي.
ومن الله توفیق فریدون بارکزئ

کاپي

27/07/2022

‏په بلخ کې د قوشتېپې کانال چارې په چټکۍ سره روانې دي. مسوولین وایي چې دمګړۍ ۱۲۰ شرکتونه او ۲۳۰۰کسان په دغه پروژه کې کار کوي،خو دوی هڅه کوي چې شرکتونه اوکاریګر نور هم زیات کړي.
چارواکي وایي چې د یادې پروژې پر وړاندې هېڅ ستونزه اوخنډ نشته او دغه پروژه به په ټاکل شوي وخت کې بشپړېږي.

نن او سبا چهارشنبه د افغانستان ١٩ ولايتونو کې د بارانونو او سېلابونو را وتلو په اړه خبردارى٠په دغه ولايتونو کې ننګرهار، ...
26/07/2022

نن او سبا چهارشنبه د افغانستان ١٩ ولايتونو کې د بارانونو او سېلابونو را وتلو په اړه خبردارى٠
په دغه ولايتونو کې ننګرهار، نورستان، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، ميدان وردګ، خوست ، پکتيا، پکتيکا، غزني، دايکندي، ارزګان، غور، زابل، کندهار، هلمند، نيمروز او فراه شامل دي٠
د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې نن سې شنبه ويلي چې د ورښت کچه به په بېلابېلو سيمو کې له ١٠ څخه تر څلوېښت ملي مترو پوري وي٠

Afghan روزنامه

26/07/2022

یو څو مفتې مشورې درواخلئ:🫵

۱ - د کرایه په کور کې ځان ډېر مه ستړی کوئ، ځکه بې له دې چې کرایه درباندې جګه کړي، بله کومه ګټه درته نه کوي.
۲ - چې د موبایل شمېره یې په میاشت کې یو ځل تبدیلوله، او يا يي شل شماري استفاده کولي پوه شئ چي لغړی دی نور ځان راغونډوئ.
۳ - چې کومې انجلۍ پسې په مرکه ولاړي او ومو ولیدل چې پلار یې غلی او مور یې ږغیږي، نور په عزت راپاڅېږه.
۴ - چې د واده په سهار چاه درته وویل چې د ښځې تر ښایست اخلاق ډېر مهم دي، یوازې سر ورته وښوروئ! د بدبخته زوی نور مه ږغوئ.
۵ - چې شاګرد د استاد د پوښتنې وروسته خپل څټ وګراوه، نور وخت پرې مه ضایع کوئ او ځيني تېرېږئ.
۶ - چې تخلص او لباس یې د عمر او حیثیت سره نه وو برابر، نور یې دعقل پوښتنه مه کوی.
۷ - چې له ځان څخه کښته کس سره یې زیاتی وکړ، نور یې نوم په خوله مه اخلئ.
۸ - چې یو څوک د خپلې مور څخه خوشحاله نه وي او د هغې احسان نه مني، نور یې رنګ ورکوئ، ځکه چې زما او ستا د ټول عمر احسان د هغې د یوې ورځې احسان ته نه رسیږي.
۹ - د هرې ډلې ټپلې ملاتړی د هیچا ملاتړی نه وي. فلهذا دداسې کس په دوستۍ او دښمنۍ هیڅکله مه غولېږئ.
۱۰- چي دځان او فاميل صفت يي ډير کاوه او خپله يي ځان غټ، لوي او ښه معرفي کاوه ځان تري ټول که ايله سوډر دی او د ډيري سپکي کورني سړي دی, نادیده دی دخپل ځان صفت خوند ور کوي.
۱۱ - اخیر دا چې مفتو مشورو والا ته په سپکه سترګه مه ګورئ، ځکه چې دوی درته هغه څه مفت درکوي چې په ډېر لوړ قیمت یې ترلاسه کړي دي.

يوه غوښتنه:دا چې نه مو نړيوال په رسميت پېژاني، نه کوم نړيوال قوانين عملي کيږي او نه پوله ساتونکي لرو، نو ښه حل لاره دا د...
25/07/2022

يوه غوښتنه:

دا چې نه مو نړيوال په رسميت پېژاني، نه کوم نړيوال قوانين عملي کيږي او نه پوله ساتونکي لرو، نو ښه حل لاره دا ده چې له همدې موقع نه په استفادې ټول هيوادوال نورو سيمو ته د چکر پر ځای واخان طرف ته په چکر ولاړ شي‌. يوې خوا به مو د خپلې خاورې ساتنه شوي وي او بل خوا به مو د هغې سيمې خلکو سره چې ډېر بې وزله دي مرسته کړي وي ځکه چې چېرته سېلانيان زيات وي هلته ابادي زياتيږي او بل خوا به مو د خپل واخان مساحت او حدودو درته معلوم وي.
واخان په ايرو کې پټ الماس دی!

Address

Quetta

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan News Agency posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share