28/06/2022
د ډبرو سکاره
د ډبرو سکاره د طبیعي نه نوې کیدوونکو سرچینو له ډلې دي. په اوسنۍ نړۍ کې د انرژي د تولید په موخه ځينې ګټنه کيږي، له دې سربیره په coke باندې بدیلږي چې د نړۍ 70 سلنه اوسپنه تولید کوي. د ډبرو سکاره د بريښنا د تولید یوه ښه او اقتصادي سرچینه ده چې د نړۍ 36 سلنه بريښنا تولید کوي نو په دې اساس ورته د بريښنا د ملا تیر یا backbone of electricity هم وايي. د 2016 زیږدیز کال د يوې څيړنې له مخې افغانستان د ډبرو سکرو 73 ميليونه ټنه زیرمه لري، چې په نړۍ کې ۶۲ مه لویه زیرمه ده. تر دې دمه یوازې په ابتدایه ډول په بټیو او ځینې کوچنيو کارخونو کې کارول کيږي.
له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو یو ټن به 7,000 پاکستانۍ کلداري صادريږي (د یو سوداګری د وینا له مخې)، په داسې حال کې چې په نړيوال بازار کې د يو مټیریک ټن ډبرو د سکرو بیه 392 امريکايي ډالر دی. د Trade Economics د وړاندوينې په اساس په 2023 زيږدیز کال کې به د ډبرو سکرو د يو مټریک ټن بیه 420 امریکايي ډالرو ته لوړه شي. نو په موجوده وخت کې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادرات خورا زیانمن دي. لومړی خو دا چې په ډیره ټيټه بيه پلورل کيږي. دوهم دا چې په کلدارو پلورل کيږي، او دریم دا چې په ډیر زیات مقدار پلورل کيږي. د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې د نوي نظام په راتګ سره 2 ميليونه مټريک ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادر شوي دي، په دومره کم وخت کې دا نو ډیر لوړ مقدار دی. د ډبرو سکرو د استخراج لپاره د اقتصاد پوهانو، بريښنا د برخې انجینرانو، جيولوجي او معدن ماهرینو او د محطي علومو ماهرینو يو ګډ کميسنو ته اړتیا ده؛ تر څو پریکړه وکړی شي چې د متوازنې ګټنې په صورت کې باید څومره اندازه په مياشت کې استخراج شي؟ په څو وپلورل شي؟ په کوم پولي واحد و پلورل شي؟ څومره داخلي مصرف شي؟ څومره صادر شي؟ څه ډول بريښنا ځينې تولید شي؟ او د پايښت لرونکې پراختيا لپاره ترې څنګه ګټنه وشي؟
لیلام دی په تاوان دی.
انځور: په نړیوال بازار کې په کلني ډول د ډبرو سکارو د نرخونو لوړوالی ښايي. کاپی