11/11/2022
دومره خوږه کيسه به مو په ژوند کې نه وي لوستلې!
یوه چوغکه د الله ﷻ څخه خوابدې وه!
ورځې تېرې شوې خو مرغۍ دالله ﷻسره هيڅ خبرې ونه کړې. ملآیکو به د مرغۍ حال د الله ﷻ څخه پوښته او الله ﷻ به ورته ويل هغه بېرته پخلا کېږي، زه يوازې څوک يم چي گيلې يې اورم ،او يواځنی زړه يم چې دردونه يې ساتم؛
بلا اخره مرغۍ په يو ښاخ کښېناسته،
الله ج ته په گيلو سرشوه ..
کوچنۍ ځالگۍ مې درلودله، زما د ستړيا، بې وسۍ او بې کسۍ يواځنۍ خونه وه،تا هماغه هم رانه واخیسته،دا بې وخته طوفان د څه شي وو؟
څه دې غوښتل؟
زما دې ځالې ستا ددې پراخې نړۍ څه ځای نيولی وو؟..
زړه يې ډک شو، د ډېره درده خاموشه شوه .. دې سکوت عرش په لړزه راوستو... ملایکې حیرانې شوې.
اللهﷻ مرغۍ ته وويل : يو مار دې مخ په ځاله دروان وو، باد ته مې وويل چې په منډه دې ځاله چپه کړي هماغه وو، چې دځالې دچپه کېدو سره ته هم په هوا شوې او د مار د کمين نه روغه ووتلې.
مرغۍ داللهﷻ دې ځواب ته حيرانه او سر ټيټې شوه،
الله ﷻ زياته کړه: څه نورې بلاوې مې هم دخپلې مينې په خاطر له تانه لیرې کړې.،خو تا په ناپوهۍ کې زما بدۍته ملا وتړله!
دمرغۍ ستونی ډک شو او اوښکې يې په سترگو کې ډنډ شوې، وجود يې زیړ شو او چغه هار يې ټوله نړۍ په سر واخيسته ....
یاداښت: حتی د یوې مرغۍ د ژوند دومره غم له الله ج سره وو، نو دا دالله ج وعده ده چې زه مې په خپلو بندګانو باندې ددوئ له خپل مور او پلار څخه ۷۰ ځله مهربانه یم.
#پند!
په انسان هر ډول تکلیف چې راځي په دې کې دالله ج خپل حکمت وي، هیڅ وخت انسان باید د الله ج له درباره نا امیده نه شي!
د نورو اسلامي معلوماتو له پاره زمونږ پاڼه درسره لایک او فالو کړئ 👇
اسلامي خزانه