Frish News

Frish News دتازه او دقيقو معلوماتو لپاره له موږ سره اوسى... Khost Afghanistan

لوبډله څنګه ارزوئ څپل نظر نظر مو راسره شريک کړئ..
27/08/2023

لوبډله څنګه ارزوئ څپل نظر نظر مو راسره شريک کړئ..

کرکټنن ورځ به افغان کریکټ بورډ اسیا جام ته خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړي..زه خو احسان جنت ته په انتظار يم تاسو هم خپل ن...
27/08/2023

کرکټ
نن ورځ به افغان کریکټ بورډ اسیا جام ته خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړي..
زه خو احسان جنت ته په انتظار يم تاسو هم خپل نظر راسره شريک کړئ..

09/08/2023

د پاکستان پر وړاندې د سوپرکولا جام یو ورځنیو سیالیو لپاره افغان لوبډله بشپړه چمتو ده.
د اګست په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه به افغان اتلان د سیالې لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته شي
یادې سیالۍ د سریلانکا پر همبنټوټا او کولمبو لوبغالو کې ترسره کېږي.


-----
ملی پوشان کریکت برای سه مسابقه یک روزه بین المللی جام سوپرکولا مقابل پاکستان آماده گی کامل دارند.
بازیکنان کریکت تاریخ ۲۲، ۲۴ و ۲۶م ماه جاری اگست مقابل تیم پاکستان وارد میدان خواهند شد
این مسابقات در شهرهای همبنتوتا و کولمبو سریلانکا برگزار میشود.
Frish News

افغان اتلان د پاکستان پر وړاندې د سوپرکولا جام دريو نړيوالو يو ورځنيو سياليو په موخه نن له غرمې وروسته سريلانکا ته ولاړل...
09/08/2023

افغان اتلان د پاکستان پر وړاندې د سوپرکولا جام دريو نړيوالو يو ورځنيو سياليو په موخه نن له غرمې وروسته سريلانکا ته ولاړل.
-----
ملی پوشان کشور بعد از ظهر امروز برای سه بازی یک روزه بين المللی جام سوپرکولا مقابل پاکستان عازم سريلانکا شدند.
-----
Here we come, Sri Lanka 🛫

AfghanAtalan are off to Sri Lanka for the Super Cola Cup Afghanistan vs Pakistan three-match ODI series 🤩

| | | Frish News

نن ٢ بجې  افغان کرکټ بورډ د پاکستان خلاف لوبډله اعلانوي له موږ سره پاتي شئ..Frish News
06/08/2023

نن ٢ بجې افغان کرکټ بورډ د پاکستان خلاف لوبډله اعلانوي
له موږ سره پاتي شئ..
Frish News

کريکټ.دهند کريکټ بورډ اعلان کړى چي دَ 2024کال جنورى مياشت کي به افغانستان سره 3شل اوريزي سىالئ ترسره کوي...Frish News
26/07/2023

کريکټ.
دهند کريکټ بورډ اعلان کړى چي دَ 2024کال جنورى مياشت کي به افغانستان سره 3شل اوريزي سىالئ ترسره کوي...
Frish News

چیپ سلېکټر ښاغلي اسدالله خان ته په کامِل احترام!نوموړي په لومړی ورځ وویل چې د ملي لوبډلې لوبغاړو لپاره چې مهم او کلیدي ل...
24/07/2023

چیپ سلېکټر ښاغلي اسدالله خان ته په کامِل احترام!
نوموړي په لومړی ورځ وویل چې د ملي لوبډلې لوبغاړو لپاره چې مهم او کلیدي لوبغاړي یې راشد خان، نبي عیسی خېل، مجیب ځدراڼ، رحمن الله گربز، نوین الحق او نوراحمد لکڼوال چې دا د لوبډلې د ملا تیر حیثیت لري.
له دې ورهاخوا قیس احمد، فضل الحق فاروقي، عضمت عمرزی، کریم جنت او د حضرت الله ځاځی پڅېر کرکټ بورډ چې راز کې یې سلېکشن کمېټه ده دغو لوبغاړو ته یې څه ډول #کرایټیرایه جوړه کړې . کله چ د ملي لوبډلې لوبو ته کم تر کمه میاشت یا له دې زیاته موده پاتې وي او په داسې حال کې له دې مخکې دې پاکستان او ویسټ انډیز لوبډلو سره سریزونه راروان وي او همهاله دې د ODI اېشیاکپ او ولډکپ هم درته پروت وي دواړه کپونه دې هم په اېشیا کې وي! مېنوال دې ورته شپې او ورځې شمېرې او ستا لوبغاړي دې په لس اوریز او شل اوریز لیگونو کې لوبیږي؟
ولې په کوم معیار ولې ورته کمپونه نه ترتیب کوې؟
بهرني روزونکي کې دې په کور د ننه او بهر مصروف کړي او په لکونه امرېکایي ډالر معاشونه ورکول کیږي سرنشوت یې تراوسه مالوم نشو؟
#

07/07/2023

سبا ورځ دافغانستان او بنګله دېش ترمنځ دلوبي په محال 80% د باران اټکل شوى...
#

07/07/2023

افغان لوبډلمشر
«فضل فاروقي د سختې تودوخې له امله درد لري او د نن ورځې تمریناتو وروسته به د سبا دوهمې یو ورځنۍ لوبې لپاره د هغه د شتون په اړه پریکړه وکړي.

د بنګله دېش د کرېکټ لوبډلمشر تیم اقبال له نړیوالو لوبو تقاعد اعلان کړ. ښاغلي اقبال داسې مهال په یوه خبري ناستې کې د خپل ...
06/07/2023

د بنګله دېش د کرېکټ لوبډلمشر تیم اقبال له نړیوالو لوبو تقاعد اعلان کړ. ښاغلي اقبال داسې مهال په یوه خبري ناستې کې د خپل تقاعد خبر ورکړ چې له افغانستان سره یې د یوه ورځنیو لوبو لړۍ روانه ده.

د دې اعلان پرمهال، د نوموړي له سترګو اوښکې روانې وې.

نوموړي خبریالانو ته وویل "دا زما د لوبو پای دی، تر خپله وسه مې هڅه کړې. له همدې شېبې له نړیوالو لوبو تقاعد کېږم." د بنګله دېش دغه وتلي کرېکټ ستوري تېر کال له ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو سره مخه کړې وه.

ښاغلي اقبال په یوه ورځنیو لوبو کې د بنګله دېش لپاره ۸۳۱۳ منډې کړې دي او په ټېسټ لوبو کې یې بیا ۵۰۸۳ منډې جوړې کړې دي.
Frish News پىج فالو کړئ

کريکټسبا دافغانستان پروخت 12:30بجيافغان کريکټ لوبډله دبنکله دیش پر وړاندې لومړۍ 50 اوريزه لوبه ترسره کويFrish News پيج ف...
04/07/2023

کريکټ
سبا دافغانستان پروخت 12:30بجي
افغان کريکټ لوبډله دبنکله دیش پر وړاندې لومړۍ 50 اوريزه لوبه ترسره کوي
Frish News پيج فالوکړئ
دنورو معلوماتو لپاره له موږ سره اوسئ

د بنګله دېش پر وړاندې د دوه شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ! د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې ج...
02/07/2023

د بنګله دېش پر وړاندې د دوه شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ!

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې جولای میاشتې له ۱۴مې تر ۱۶مې نېټې پورې د یاد هېواد په سیلهیټ لوبغالي کې ترسره شي.
#

02/07/2023

کريکټ
نن ممکن افغان کرېکټ بورډ دبنکله دیش پر وړاندې د50اوريزو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړي...
له موږ سره اوسئ. Frish News پيج فالو کړئ

افغان کرکټ بورډ  دبنکله دیش پر وړاندې  د راتلونکو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه.د کرکټ بورډ مسوولین وايی چې دغه ۱۹ کسیزه ل...
18/06/2023

افغان کرکټ بورډ دبنکله دیش پر وړاندې د راتلونکو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه.
د کرکټ بورډ مسوولین وايی چې دغه ۱۹ کسیزه لوبډله تر راتلونکې نړۍوال جام پورې وساتي او خاص بدلون به پکې رانه شي....
Frish News

18/06/2023

څو شيبي وروسته به افغان کرکټ بورډ د بنګلدېش کريکټ لوبډلې خلاف دپنځوس اوریزو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړي

باختر آژانس ته د کابل ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ؛ نن د کابل ښار په بازارونو کې د لومړنيو او سون توکو بيې په لاندې ډول دي...
12/06/2023

باختر آژانس ته د کابل ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ؛ نن د کابل ښار په بازارونو کې د لومړنيو او سون توکو بيې په لاندې ډول دي:

یوه ۵۰ کیلويي بورۍ قزاقي اوړه(۱۵۳۰)افغانۍ

يو ۱۶ ليتره پيپ غوړي(۱۵۸۰) افغانۍ

يوه ٢۵ کيلويي بورۍ اعلى وريجې (۲۹۰۰) افغانۍ

يو من شوله يي وريجې(۳۵۰) افغانۍ

يو من بوره ( ۵۱۰) افغانۍ

يو من وطني لوبيا(۸۸۰) افغانۍ

يو من وطني مۍ(۴۲۰) افغانۍ

يو من وطني نخود(۶۵۰) افغانۍ

یو کیلو مایع ګاز ۵۶ افغانۍ یو لېټر ډيزل ۶۲ افغانۍ او یو لېټر پټرول ۶۴ افغانۍ پلورل کېږي.

10/06/2023

په کندهار کې د انارو یو شمیر بڼوال وايي، چې سږکال انارو ښه ګل نیولی او دوی هیله لري چې سږکال به د کندهار د انارو حاصلات زیات وي.
تېر کال د بڼوالو اندېښنه داوه چې د وچکالۍ له امله یې بڼونه ته په کافي اندازه اوبه نه رسیدلې.
بڼوال وایې چې باغونو ته پر وخت اوبه او کیمیاوي سره د انارو پر کمیت او کیفیت دواړو ژور اغېز لري.
محمد الله د انار بڼوال دی وايي:”تېر کال د انارو باغونه تږي وو، اوبه مو لږ وې، ځکه ټول انار خراب شول. خو سږکال اوبه هم شته او موږ یې پالنه هم په ښه ډول کوو. دا دی ښه ګل یې نیولی او د غبرګولي د میاشتي ګل هم ونې نیسي. سږکال په ټوله کې انارو ښه حاصل نیولی“.
انار په کندهار کې د کرنیز پیدا وارو لویه برخه جوړه وي چې د هیواد پر اقتصاد هم اساسي اغېز لري.
سره له دې چې هر کال د انارو د حاصلاتو د رسیدو پر وخت د بازار موندنې ستونزه وي، خو د سودا ګرۍ خونو اداره وایې چې دوی د حاصلاتو له رسیدو وړاندي د سیمي او نړی په بازارونو کې سره له اوسه د بازار موندنې په لټه کې دي.

د راشد خان او عظمت الله عمرزي په اړه دافغانستان کريکټ بورډ سپىنوىد افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان ته د ...
07/06/2023

د راشد خان او عظمت الله عمرزي په اړه دافغانستان کريکټ بورډ سپىنوى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان ته د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکې ټیسټ لوبه کې ارام ورکړل شوی دی. دغه افغان ستوري یوه اونۍ وړاندې د ملا په برخه کې درد پیدا کړ چې له امله یې د سریلانکا پر وړاندې په لومړیو دوه سیالیو کې ونه لوبېد. نوموړی که څه هم په دریمه لوبه کې د لوبډلې برخه و، خو د لوبډلې د مدیره هیئت، فیزیو یا ډاکټر او غوراوي کمېټې د غړو ترمنځ له اوږدې سلا مشورې وروسته دا پرېکړه وشوه چې د نوموړي اوږدمهالې روغتیا ته باید پاملرنه وشي او له همدې امله د بنګله دېش پر وړاندې د راتلونکې یوازېنۍ ټيسټ لوبې لپاره په لوبډله کې ندی اخیستل شوی.

دا چې افغان لوبډله په راتلونکو څو میاشتو کې د اسیا جام او نړیوال جام په څېر مهمې سیالۍ په مخ کې لري نو د افغانستان کرکټ بورډ هم غواړي چې د راشد خان د روغتیا په اړه محتاط واوسي، د نوموړي د ژر بیرته راتګ لپاره بیړه نه کوي او غواړي چې پوره ارام وکړي او له بشپړې روغتیا وروسته د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو د لوبلړیو ترڅنګ د راتلونکو سترو او مهمو سیالیو لپاره په بشپړه توګه چمتو واوسي.

د راشد خان ترڅنګ د ملي لوبډلې بل ځلانده لوبغاړي عظمت الله عمرزي هم د ورانه (Groin) په برخه کې درد پیدا کړی و چې له امله یې نن د سریلانکا پر وړاندې وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې ونه لوبېد. د لوبډلې د ډاکټر په وینا چې نوموړی به له بشپړې درملنې لاندې وي ترڅو ژر تر ژره روغ او بیاځلې له لوبډلې سره یوځای شي.

خپل اتلان په دعاګانو کې یاد ساتئ ترڅو په بشپړه توګه روغ او بیاځلې لوبو ته را وګرځي!
Frish News

  شنبه_1402_جوزا 17یوامریکایی ډالر… 86,45 افغانی۱۰۰۰ افغانی…3600 کالداری1000 کالداری… 278 افغانییوامریکایی ډالر 311,20 ک...
07/06/2023

شنبه_1402_جوزا 17
یوامریکایی ډالر… 86,45 افغانی
۱۰۰۰ افغانی…3600 کالداری
1000 کالداری… 278 افغانی
یوامریکایی ډالر 311,20 کالداری
یوه یورو…. 91,50 افغانی
یوپونډ …… 104 افغانی
یوسعودی ریال…..22,80, افغانی
یودوبی درهم …23,30 افغانی
یوه ترکی ریله ….. 4,60 افغانی
یومیلون ایرانی تومن.. 1700 افغانی
Frish News

د بنګله دېش پر وړاندې ټیسټ لوبې ته افغان لوبډله وټاکل شوهد افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د بنګله دېش پر و...
07/06/2023

د بنګله دېش پر وړاندې ټیسټ لوبې ته افغان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکې یوې ټیسټ لوبې لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالي د روانې جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې به بنګله دېش د پلازمېنې ډهاکې اړوند په شېر بنګله کرکټ لوبغالي کې دوام ومومي.

29/05/2023

د افغانستان د بدني ښکلا او فزیکي تکړښت فدراسیون خبر ورکړی چې بل افغان لوبغاړي زمري احمدي هم د بدني ښکلا په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی.

دغه سیالي د مې میاشتې په ۲۸مه نېټه په پولنډ کې ترسره شوې ده.

یاد فدراسیون زیاتوي، زمری احمدي چې په سویډن کې مېشت دی له څو کلونو راهیسې د بدني ښکلا او فزیکي تکړښت په برخه کې سیالۍ کوي او دا مډال یې مهمه لاسته راوړنه ده.

د ویلو ده چې د مې میاشتې په ۲۷مه نېټه د پولنډ د بدني ښکلا په سیالیو کې بل بهر مېشتي افغان لوبغاړي شریف علي خان هم د سرو زرو مډال ګټلی و.
Frish News

د سوپرکولا زرغون افغانستان جام دویم پړاو سیالیو له پیله وړاندې د ګډون کوونکو څلورو لوبډلو لوبډلمشرانو او استازو نن ماښام...
28/04/2023

د سوپرکولا زرغون افغانستان جام دویم پړاو سیالیو له پیله وړاندې د ګډون کوونکو څلورو لوبډلو لوبډلمشرانو او استازو نن ماښام په خوست کرکټ لوبغالي کې په خبري ناسته کې ګډون وکړ او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

28/04/2023

سبا په خوست کې دافغانستان زرغون جام يو ورځينى سيالى پيليږي.
دکريکټ بورډ په وينا دغه جام به دنورو جامونو او ليکونو سره زيات توپير ولري ويل کيږي چي داځل به په يوه نوي بڼه لوبغاړي په ميدان کي دمينوالو لپاره لوبي ترسره کړي.
يادي لوبي به دملي سپورټ تلويزيون لخوا په ژوندۍ بڼه په لوړ معیار خپري شي او دخوستيو ځوانانو او مينوالو لخوا به له نيږدي ننداره او بدرګه شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنجشنبه اپریل ۲۷ (غوایي۷) په یو پریکړه لیک کې د رایو په غوڅ اکثریت د طالبانو لخوا د افغان میرم...
27/04/2023

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنجشنبه اپریل ۲۷ (غوایي۷) په یو پریکړه لیک کې د رایو په غوڅ اکثریت د طالبانو لخوا د افغان میرمنو او نجونو په تعلیم او کار کولو بندیزونه وغندل او د دې ډلې څخه یې د دې بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه وکړله. د نړۍ څه باندې ۹۰ هیوادونو د دې پریکړه لیک ملاتړ کړی.
د دې خبر نور جزیات لږ وروسته خپاره شي.

26/04/2023

تازه...👇
شير يى کړئ.. Frish News پيج درسره فالوو کړئ
د افغانستان په اړه د نړیوال بانک د تازه راپور پر اساس افغانۍ د خارجي اسعارو په وړاندې پیاوړې شوې ده.
افغانۍ د ډالر په وړاندې 5.4%
د هندي روپۍ په وړاندې 0.7%
د پاکستانۍ کالدارې په وړاندې 10.7%
د یورو په وړاندې 4.3%
د ایراني تومن په وړاندې 22.2% پیاوړې شوې ده.
راپور زیاتوي چې
په افغانستان کي ګراني کمه شوي ده او
ټولو دولتي مامورینو ته پر خپل وخت معاش ورکول کیږي او عواید هم د پخوا په پرتله ډېر لوړ شوي دي.
راپور مخته لیکي چې د افغانستان صادرات او وارداتو هم وده کړي او د افغانستان په صادراتو کې د تیرکال د لومړۍ ربع په پرتله ۷% او وارداتو کې ۳۲% زیاتوالی راغلی دی.

د قوي او خپلواک اقتصاد پر لور.

26/04/2023

تازه:
اروپايي اتحادیه د مهاجرینو لپاره دوبلین قانون لغوه کوي.
د یادې اتحادیې غړو د دوبلین قانون لغوه کولو لپاره ۴۱۳ مثبتې رایې وکارولې، چې له تصویب وروسته به عملي بڼه غوره کړي.

تر دې وړاندې، څوک به چې د دوبلین قانون لاندې راغی د ګوتو نښانونه به یې اخیستل کېدل، یواځې هماغه هېواد کې پاتې کیدلی شو او بل هېواد ته یې د تګ اجازه نه درلوده.
***

26/04/2023

د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې نن، سبا او بله ورځ د اوبو کچې لوړېدو سېلابونو راوتلو او په ځینو سیمو کې د اورښت اټکل شوی دی. د اوبو او برېښنا وزارت ویلي، چې د غويي مياشتې له شپږمې تر اتمې نېټې پورې د هېواد د سينديزو حوزو په ځينو ځايونو کې د اوبو کچې لوړېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی. یاد وزارت ویلي، د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د پنج آمو، کابل او هلمند په سينديزو حوزو کې شوی دی.
خبر درسره شيرکړئ ترڅو ټول هيوادوال خبر شي

23/04/2023

د امرېتپال سنګ نوم د روان کال فبرورۍ هند کې تر هغې وروسته د خبرونو په سرټکو کې ځای ونیو، چې د خپل یوه همکار راخلاصولو لپاره یې له سلګونو ملاتړو سره د پولیسو پر یوه مرکز چپاو وروړ. دغه ګام په ۱۹۸۰ یمه لسیزه د هند پنجاب کې د سکانو د بېلتونپالنې غورځنګ یاد را تازه کړی.

Address

Khost

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Frish News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share



You may also like