Zhman Radio/ژمن راډيو

  • Home
  • Zhman Radio/ژمن راډيو

Zhman Radio/ژمن راډيو ژمن راډيو د افغانستان د جنوب ختيځ خوست ولايت څخه پر 90.9 څپو.

03/01/2025

د ځوانانو راډیو کرکټ جام سیالیو نیمه پایلوبې او پایلوبه تېره ورځ د کندهار ولایت په قریشي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې
، چې په پایله کې یې د هلمند ولایت لوبډلې بلخ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي ترلاسه کړه. د هوا د خرابوالي له امله ټولې لوبې په ۱۰ اوریزه بڼه ترسره شوې.
په لومړۍ نیمه پایلوبه کې هلمند د خوست ولایت لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماته ورکړه، او په دویمه نیمه پایلوبه کې د بلخ ولایت لوبډلې په سوپر اوور کې د کابل لوبډلې ته ماته ورکړه.

25/12/2024

د ځوانانو راډیو کرکټ جام سياليو په ۴مه لوبه کې د هلمند لوبډلې کندهار لوبډلې ته د ۳ ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

د ځوانانو راډیو کرکټ جام سیالۍ د کندهار او هلمند لوبډلو ترمنځ د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د کندهار کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
په دې زړه پورې لوبه کې هلمند لوبډلې د ۳ ویکټو په توپیر سره بریا خپله کړه.

16/12/2024

شمال ختیځ زون کې د بلخ او کندز کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ.
د ځوانانو راډیو په نوښت او د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ د هیواد په شمال ختیځ زون کې د ځوانانو راډيو کرکټ جام سیالیو په لړ کې د کوربه کندز او بلخ ولایتونو اړوندو لوبډلو ترمنځ په زړه پورې سیالي ترسره شوه، چې په پایله کې میلمه بلخ لوبډلې په ۴۳ منډو توپیر بریا خپله کړه.

02/12/2024

د ځوانانو راډیو کرکت جام سیالۍ چې د اتو ولایتونو ترمنځ ترسره کیږی لومړۍ لوبه یې د کابل ولایت اړوندې لوبډلې وګټله.
د ځوانانو راډیو په نوښت د یادو کرکت شل اوریزه سیالیو لومړی پراو د ننګرهار په کوربه توب د کابل او د ننګرهار ولایت اړوندو لوبډلو ترمنځ په لوبه پیل شو.

14/10/2024

خپرونه: د سبا استازي
د سبا استازي د تاندو ماشومانو لپاره د ژمن راډیو تلویزیون ځانګړې شوې خپرونه.

12/10/2024

د ځوانانو راډیو سوپر جام.
د ځوانانو راډیو سوپر جام سیالۍ د هېواد په کچه د اتو زونونو د اتو اتلو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو راډیو او د افغانستان فوټسال کمېټې په کوربتوب په کابل کې د میهن ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

05/09/2024

جنوب ختیځ زون کې د فوټسال یو ورځنۍ لوبې تر سره شوې.
د فوټسال یادې سیالۍ د خوست په کوربتوب پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو منتخبو لوبډلو تر منځ د ځوانانو راډیو له لوري تر سره شوې، چې له دې وروسته به له اتو زونونو څخه د اتو غوره لوبډلو دوهم پړاو هم پیل شي.

خبریال: شاهد

01/09/2024
17/08/2024

د ځوانانو راډیو فوټسال جام سیالۍ په لویدیځ زون کې د هرات په کوربه توب د فراه، بادغیس، هرات او غور ولایتونو ترمنځ ترسره شوې.

04/08/2024

د ځوانانو راډیو د فوټسال جام سیالۍ د شمال زون اړوند بلخ په کوربتوب د جوزجان، سمنګان، سرپل، فاریاب او بلخ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.

27/07/2024

د ځوانانو راډیو فوټسال جام سیالۍ شمال شرق زون کې د تخار په کوربتوب پای ته ورسېدې.

21/07/2024

د ځوانانو راډیو د فوټسال جام سیالۍ له کابل او غزني زونونو وروسته دا ځل د ختیځ زون اړوند ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوې

Address

Khost

Telephone

+93776207220

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zhman Radio/ژمن راډيو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share