15/08/2022
شارجې لوبغالي ریکارډ
دا چې راتلوونکي اشیا کپ سيالۍ د اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره کیږي،د شارجې لوبغالي له ریکارډ مو خبروم!
اشیا کپ سيالۍ چې د اګسټ په ۲۷مه نېټه په شارجې لوبغالي پيلیږي.
په شارجې لوبغالي کې تراوسه هندوستان تراوسه شل اوریزې لوبې ندي کړي او ټول مینه وال به د دوی لوبې ته انتظار وي.
په شارجې لوبغالي تر ټولو ډيرې لوبې افغانستان کړي او دغه لوبغالي د افغانستان کورنۍ لوبغالی هم وو.
پاکستان- څلور لوبې یې پرې کړي چې درې یې پکې ګټلي.
بنګله دېش- دوه لوبې یې پرې کړي او دواړه یې بایللي.
سریلانکا- څلور لوبې یې پرې کړي،دوه یې ګټلي او دوه یې بایللي.
افغانستان ـ ۱۳ لوبې پرې کړي چې ۱۰ یې ګټلي او درې یې بایللي.
په شل اوریزو لوبو کې په شارجې میدان زیاتې منډې محمد شهزاد محمدي جوړې کړي چې ۴۳۰ دي.
همداشان په همدې لوبغالي کې په یوه لوبه کې زیاتې منډې هم شهزاد کړي چې ۱۱۸ دي.
زیاتې شپږیزې هم پرې شهزاد وهلي چې ۲۲ دي.
زیاته د منډو ملګرتیا پر ایون مورګن او باټلر کړي چې ۱۱۲ ده.
زیاتې ویکټې پرې سمیع الله شینواري اخیستي چې ۱۳ دي.
ښه بالینګ هم پرې شینواري کړی چې د ۱۳ منډو بدل کې د پنځو لوبغاړو سوځول دي.
ښه اقتصادي بالینګ ریکارډ له شعیب ملک سره دی چې هر اور کې په اوسط ډول یې تر ۴ پورې منډې ورکړي دي.
زیات هدف په همدې لوبغالي د افغانستان لخوا ۶/۲۱۵ جوړې شوي.
ټيټ هدف،نیدرلینډ ورکړی چې ۴۴ سوځیدلي وو.
زیات کیچونه،محمد نبي او کولینس اوبویا ۶،۶ کړي.
زیاتې لوبې شهزاد او نبي په همدې میدان کړي چې ۱۳ دي.
شارجې لوبغالي په ۱۹۸۲ کال کې جوړ شو او دغه میدان د ۱۶ زرو څخه نیولې تر ۱۸زرو پورې کسانو ځایولو ظرفیت لري.
عزیزي
کاپي