ویاند مجله Wayaand Magazine

  • Home
  • Khost
  • ویاند مجله Wayaand Magazine

ویاند مجله Wayaand Magazine ویاند د ژورنالېزم آرونو او اصلونو ته ژمن نوم

زه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر بایللو یوه ذره هم نه یم خفه!زه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر ماتې چې د پاکستان د ...
30/10/2021

زه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر بایللو یوه ذره هم نه یم خفه!
زه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر ماتې چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې له خوا تېره ورځ ورکړل شوه یا ماته شوه، یوه ذره هم نه یم خفه، بلکې پرې ویاړم. خفه دې ته یم چې زموږ هېواد وال ولې دوی په دغه کړکېچنو حالاتو کې په کنځلو او بدو خبرو ... نازوي؟
زموږ ملي لوبډله تر زیات ذهني فشار لاندې ده، موږ باید دوی تشویق کړو نه دا چې ذهني فشار یې لا زیات کړو.
په لوبه کې ګټل او بایلل شته دي؛ ګټل او بایلل د یوې سکې دوه مخه دي، موږ باید دا دواړه حالته د لوبې نه مخکې او د لوبې په جریان کې په نظر کې ونیسو، په هغه لوبه کې چې ستا د ګټلو چانس ستا د مقابلې لوبډلې څخه زیات وي، هغه لوبه نه لوبه ده، په هغه لوبه کې چې ستا د ګټلو چانس کم وي، لکه د افغانستان د ګټلو چانس چې د پاکستان د لوبې پر وړاندې مخکې له مخکې یې وړاندوینه شوې وه کم و، د داسې لوبې کتل او اورېدل بیا بېل کیف او خوند کوي.
زموږ ملي لوبډلې نسبتا د هندوستان او نېوزیلنډ څخه ښه لوبه وکړه، دا چې لوبغاړو تېروتنې او سهوې وکړې لوبه د پاکستان د ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده، هېره دې نه وي چې ملي لوبغاړو بهترینه لوبه وکړه، موږ ته یې دغه پیاوړې مبارزه تر کټلو ډېر اهمیت لري، ان شاء الله چې په راتلوونکو کلونو کې به نه ماتېدونکې لوبډله وي.
د ملي لوبډلې د لوبغاړو تېروتنې او سهوې باید په سړه سینه ومنو، هغوی هم زموږ او ستاسو په شان انسانان دي، تېره ورځ د جنرال مبین خبرې، د ګران هېواد دا نامعلوم برخلیک، د پرمختللو وسایلو کمی، د تکړه روزنکو نشتون او داسې نور په سلهاوو مشکلات زموږ د ملي لوبډلې د بریا په لار کې لوی خنډونه دي، که چېرته موږ د ذهني پلوه لوبې ته چمتو ونه اوسو جسمي تیاری یا پیاوړتیا هېڅ ګټه نلري او نه مو کوم درد ته درمان کېدای شي.
زموږ په ټولنه کې دا ډېر بد دود دی؛ کله مو چې لوبډله لوبه وګټي تشویقوي یې او کله یې چې وبایلي بیا ورته کنځلې او بدې خبرې کوي، د دوی د سپکولو لپاره سره لاسونه ورکوو، ولې؟ که د لوبې له بایللو وروسته د دوی د سپکولو، کنځلو، بد خبرو... پر ځای بیا هم دوی تشویق کړو، آیاد دا به بده وي؟
موږ باید په دواړو حالتونو کې خپل لوبغاړي تشویق کړو.
ولې موږ دوی د خپلو ځانونو په شان درک نه کړو؟
ولې موږ داسې یو، ولې موږ داسې کوو؟؟
زموږ لوبغاړو خپلې ټولې هڅې د لوبې د ګټلو لپاره وکړې، خو چې ومو نشوای کولای چې لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوو دا زموږ د لوبډلې بدمرغي او د مقابلې لوبډلې نېکمرغي وه.
موږ ماتې ته ولې د شرم په سترګه ګورو، ولې د یوې تجربې په سترګه نه ورته ګورو؟!
پاکستان چې د هندوستان په شان، نېوزیلنډ په شان پیاوړو لوبډلو ته ماته ورکولای شي، نو موږ چې د دوی په شان نه دومره زیات امکانات لرو او نه د ذهن دومره ارامتیا لرو چې لوبه دې وګټو، بیا هم وایم؛ چې موږ ولې ماتې ته د شرم په سترګه ګورو، ولې د تجربې په سترګه نه ورته ګورو.
په هر صورت موږ باید خپل احساسات کنټرول کړو، په هر وخت او هر حال کې باید خپل ملي لوبغاړي او خپله ملي لوبډله تشویق کړو و یې هڅوو تر څو له ماتې نه تجربه واخلي او نورې لوبې راته وګټي.
اوس زموږ فوکس باید په تېره لوبه نه وي زموږ فوکس اسو باید په راتلونکو لوبو وي.
د ملي لوبغاړو او ملي لوبډلې تر شا د غره په شان ودرېږﺉ، تشویق یې کړﺉ. موږ یې په هر صورت کې حمایت کوو او دوی مو د افتخار سمبولونه دي موږ پرې ویاړو.
په اخر کې دا ویل غواړوم:
زموږ په ټولنه کې ستر مصببت دا دی؛ کله چې د چا ستاینه کېږي، ټول به غلي ناست وي او د هېڅ ځایه به د بل چا غږ نه اورې، خو کله چې د چا بد یاد شي د هر ځایه نه به خدایي خدمتګاران را پیدا شي او خبرې به ورپسې شروع کړي.
#شبانه دوران
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
د یوه تلپاتي، خوشحاله، سوکاله، آرامه، باسواده او ويښ ګران هېواد افغانستان په هیله!
ــــــــــ
لیکنه: مطیع الله ''صاحب زاده''

ڪله باید مطالعه وڪړو؟لیڪنه: مطیع الله "صاحب زاده" د افرادو لپاره د مطالعې وخت متفاوت دی، ځینې د سهار پر وخت چې انرژﻱ لرو...
04/08/2021

ڪله باید مطالعه وڪړو؟
لیڪنه: مطیع الله "صاحب زاده"
د افرادو لپاره د مطالعې وخت متفاوت دی، ځینې د سهار پر وخت چې انرژﻱ لرونڪي وﻱ مطالعه ڪوﻱ، ځینې په شپه ڪې او ځینې بیا چې هر وخت آرامه وﻱ.
د مطالعې تر ټولو ښه وخت هماغه دی چې یادول پڪې وشي، خو پوهانو چې په دې اړه ڪومې څېړنې ڪړﻱ دي په پایله ڪې یې د شپې له ٨ تر ۱۲ پورې او د سهار په پیلېدو له شپږو بجو وروسته د مطالعې لپاره غوره وخت گڼلی دی. ډېری هغه خلڪ چې د شپې له ۱۲ بجو څخه تر ناوخته مطالعه ڪوﻱ په ژور خفگان اخته ڪېږﻱ.
د مطالعې لپاره تر ټولو غوره وخت هماغه ده چې ورسره روږدﻱ شوﻱ یاست.
نو په اخر ڪې دې پایلې ته رسېږو چې د مطالعې لپاره غوره وخت سهار له خوبه وروسته او د شپې له خوب څخه مخڪې وخت دی.
د سهـار وخـتي مـطالـعه:
۱- ڪله چې په سټنفورډ پوهنتون ڪې د خوب په اړه څېړنه ڪېده، نو د گارډنر په نوم یو ڪس باندې تجربه ترسره شوه. نوموړﻱ پوره ۱۱ ورځې خوب ته پرېنښودل شو، بالاخره د یادې څېړنې او تجربې څخه دوه په زړه پورې پایلې ترلاسه شوې:
لـومړی:
ڪله چې موږ ویده یو نو په دې وخت ڪې مو په مغز ڪې ( مغزﻱ حجرې) تولیدېږﻱ، یادې حجرې د مطالعې او په ځانگړې توگه د ترسره شوې مطالعې د اخذ لپاره ډېرې غوره دﻱ.
نو د سهار وخت هغه وخت دی چې زموږ مغزﻱ حجرې نوې تولید شوې وﻱ او په ښه توگه اخذ ڪولای شي. له همدې امله به د نړۍ ډېرو مشهور ڪسانو هم سهار وختي مطالعه ڪوله چې د هغوی غوره بېلگې؛ همینگوﻱ، بارڪ اوباما، جېمز واټ او داسې نور دﻱ.
دویـم:
دویمه پایله چې له دغې څېړنې لاسته راغلې، دا وه چې د خوب پر وخت زموږ مغزﻱ فشار(Tension) له منځه ځي او د همدې فشار د نشتوالي وخت د مطالعې لپاره تر ټولو غوره وخت دی.
د نړۍ ډېرو نامتو وگړو د یادې تجربې او څېړنې پایله مثبته او گټوره وبلله.
۱- د ایت شریف ژباړه ده چې؛ ( او خوب مو ستاسو لپاره د ارام او راحت سبب گرځولی دی).
له پورته ایت څخه څرگندېږﻱ چې زموږ ټولې ستړیاوې د خوب پر مټ له منځه ځي او له خوب څخه وروسته د ارام او راحت احساس ڪوو چې همدا راحت د مطالعې لپاره غوره وخت دی.
۲- علماء په دې باور دﻱ چې اوزون گاز د سهار پر مهال تر بل هر وخته ډېر وﻱ. یاد گاز د عصبي عضلو د خوښۍ لامل ڪېږﻱ، له همدې امله سهار وخت د مطالعې لپاره ښه وخت ڪېدای شي.
۳- حضرت محمد "ﷺ" هم له الله "ﷻ" څخه د خپل امت لپاره د ښه سهار غوښتنه ڪړې نو غوره ده چې سهار په لوستلو پیل ڪړو.
۴- د سهار وختي مطالعې یوه بله گټه دا ده چې په دغه وخت ڪې د هاضمې سېستم فعالیت نه ڪوﻱ، ځڪه چې یاد سېستم د بدن تر ټوله ډېره انرژﻱ مصرفوﻱ، نو دا چې دغه وخت د څو پرله پسې ساعتونو لپاره خوراڪ نه وﻱ شوی، د هاضمې سېستم هم فعالیت نه ڪوﻱ او یاد وخت د مطالعې لپاره غوره وخت بلل ڪېږﻱ.
۵- د سهار وختي مطالعې یوه ښېگڼه د بوختو ڪسانو لپاره دا ده چې ڪه چېرې دغه ڪسان د ورځې لخوا مطالعې ته وخت نه لرﻱ، نو ڪولای شي له دې وروسته د نورو ورځو په پرتله خپلې ورځې وختي پیل ڪړﻱ او دغه وخت چې له خوبه وختي پاڅېدلی، دغه وخت مطالعې ته وقف ڪړﻱ.
د یادو ڪړنو د ترسره ڪوونڪو غوره بېلگې؛ جمېز واټ او بېل گېټس دﻱ.
د شپـې لخوا مــطالـعه:
۱- دا چې یوویشتمه پېړۍ د مطبوعاتو او مالوماتو پېړۍ ده او مالومات پڪې تر بلې هرې مخڪینۍ پېړۍ څو چنده زیات لاسته راځي، په همغه اندازه ورسره وخت هم ڪمېږﻱ، نو ښایي ډېر ڪسان له همدې امله مطالعې ته زړه نه ښه ڪوﻱ چې وخت ڪم او ڪتابونه ډېر دﻱ. خو دا خبره له دې امله منطقي نه بلل ڪېږﻱ چې ان د نړۍ تر ټولو شتمن ڪس ( بېل گېټس) اوس هم هره ورځ یو ساعت مطالعه ڪوﻱ.
نوموړی په اونۍ ڪې یو ڪتاب لولي چې په یوه ڪال ڪې شاوخوا ۵۲ ڪتابونه مطالعه ڪوﻱ. نو د وخت د ڪموالي پلمه معقوله او پر ځای نه ده.
د دې پلمو د جوړولو پر ځای ڪولای شو له خپل هغه وخت څخه چې په رېښتینې توگه مو په واڪ ڪې دی، گټه واخلو.
خو هغه ڪوم وخت دی؟
د شپې له ویده ڪېدو مخڪې وخت هغه وخت دی چې موږ ڪولای شو ڪابو یو ساعت یې مطالعې ته ځانگړی ڪړو.
۲- بل دا چۑ د شپې له خوب څخه مخڪې چې ڪومه مطالعه ڪېږﻱ، نو سهار یې پایله خورا گټوره وﻱ.
ډېری هغه ڪسان چې پر بریالیتوب یې نړۍ ویاړﻱ، د هغوی د بریا لوی راز او لامل همدا د شپې لخوا مطالعه ڪول وو، چې د یادو ڪسانو غوره بېلگې ابو نصر فارابي، بنجامین فرانڪلېن او داسې نور دﻱ.
۳- له عبدالله ابن مسعود "رض" څخه روایت دی چې حضرت محمد "ﷺ" به موږ د شپې تر ډېره ڪېناستو څخه منع ڪولو، پرته له هغه ڪسانو چې مطالعه به یې ڪوله.
نو په پای ڪې یو ځل بیا دا ویل غواړم چې د افرادو لپاره د مطالعې وخت متفاوت دی، ځینې د سهار پر وخت چې انرژﻱ لرونڪي وﻱ مطالعه ڪوﻱ، ځینې په شپه ڪې او ځینې بیا چې هر وخت آرامه وﻱ.
د مطالعې تر ټولو ښه وخت هماغه دی چې یادول پڪې وشي.
نو اوس ستاسو خوښه چې له ویده ڪېدو مخڪې مطالعه ڪوﺉ او ڪه سهار وختـي مطالعه ڪوﺉ؛ خو مطالعې ته باید په ورځ ڪې یو ساعت حتمن ورڪړل شي.
مطالعې له پاره وخت وټاڪئ، دا مو د پوهې ترلاسه ڪولو سرچينه ده.
پای

د ملي بیرغ ورځ مو مبارک شه!د افغانستان د اوسني بيرغ په اړه د هېواد اساسي قانون نولسمه ماده دا ډول صراحت لري: د افغانستان...
29/07/2021

د ملي بیرغ ورځ مو مبارک شه!

د افغانستان د اوسني بيرغ په اړه د هېواد اساسي قانون نولسمه ماده دا ډول صراحت لري:
د افغانستان بيرغ له دريو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دی. درې واړه ټوټې په مساوي ډول له کيڼ نه ښي لورې ته په عمودي ډول سره پرتې دي او د هر رنګ سور د هغه د اوږدوالي نيمايي دی، چې په منځ کې يې د افغانستان ملي نښان ځای پرځای شوی دی.
د افغانستان د بيرغ رنګونه د لومړي ځل لپاره د غازي امان الله خان لخوا داسې تشريح شوي دي: تور رنګ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنګ د هېواد د ازادۍ د مجاهدو شهيدانو نښه ، زرغون رنګ د هېواد د ازادۍ د ترلاسه کولو وروسته د پرمختګ او زرغونيدو نښه. په بله وينا د ښکېلاک په تور تم کې د هېواد د ازادۍ لپاره شهيدو مجاهدو وينه توی کړه او ازادي يې وګټله اوس د هېواد د بيا زرغونيدو او پرمختګ وخت دی.
د يوه هېواد لپاره د ملي بيرغ د درلودو ارزښت:
1. ملي بيرغ د يوه هېواد د ملي وياړ نښه ده.
2. دا د يوه هېواد د سياسي پرمختګ نښه وي.
3. دا د يوه هېواد د اتحاد او يووالي نښه وي.
4. دا د يوه هېواد د ازادۍ د ګټونکو کارنامې او قربانيانې رايادوي.
5. دا موږ ته رايادوي، چې بايد خپل هېواد ته وفادار اووسو.
6. دا د ازادۍ نښه او سمبول دی.
7. دا د يوه هېواد سياسي او ټولنيز کلتور انځوروي.
8. دا د يوه هېواد وګړي د يوه واحد بيرغ لاندې ملت سازي ته رابولي.
9. بيرغ د يوه هېواد سياسي، ټولنيز او اقتصادي پرمختګ نورې نړۍ ته ښيي.
10. بيرغ نورې نړۍ ته د يوه هېواد ازادي انځوروي.
11. دا د يوه هېواد کلتور او اډيالوژي نورې نړۍ ته ورپيژني.
12. دا د يوه هېواد د ارزښتونو، فرهنګ او تاريخ ښکارنديي کوي.

د شیخ زاید پوهنتون استاد: پوهنیار فاروق جان منګل
له فیسبوک پاڼې څخه.

اختر مو مبارک شه!عید تان مبارګ!EID MUBARAKویاند مجله د نیکمرغه لوی اختر مبارکي خپلو ټولو درنو هیوادوالو ته وړاندې کوی!
19/07/2021

اختر مو مبارک شه!
عید تان مبارګ!
EID MUBARAK
ویاند مجله د نیکمرغه لوی اختر مبارکي خپلو ټولو درنو هیوادوالو ته وړاندې کوی!

د عرفې په ورځ روژه نیول:رسول الله ﷺ وینا ده؛ چا چې د عرفې د ورځې روژه ونیوله، زما له الله تعالی څخه امید دی، چې د يوه کا...
18/07/2021

د عرفې په ورځ روژه نیول:

رسول الله ﷺ وینا ده؛ چا چې د عرفې د ورځې روژه ونیوله، زما له الله تعالی څخه امید دی، چې د يوه کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه به ورته معاف کړي.

دمطالعې تګلارېلیکنه: مطیع الله "صاحب زاده"د مطالعې تعریف:مطالعه هغه پېچلی سیستم دی چې لوستونڪی د لیکوال له لوري په انځور...
12/07/2021

دمطالعې تګلارې
لیکنه: مطیع الله "صاحب زاده"

د مطالعې تعریف:
مطالعه هغه پېچلی سیستم دی چې لوستونڪی د لیکوال له لوري په انځوریزه یا لکینیزه بڼه رمز د ورکړل شوي پیغام بیا رغونه کوي.

په فرهنګ معین کې له مطالعې څخه متعدد تعریفونه ښوي دي
مطالعه د لا ډېرې پوهې تر لاسه کولو په پار یو څیز ته په دقت کتل دي. له همدې امله به مطالعه تل له لیدلو، دقت او پوهېدو سره یو ځای وي.
مطالعه او د پوهې ترلاسه کول په هېواد کې د پراختیا او پرمختګ بنسټ دی.

مطالعه له ویلو سره څه توپیر لري:

مطالعه د طللع له ریښې څخه اخیستل شوی، یعنې داسې کار سرته رسول چې ضمیر مو پکې فعالیت ولري، خو ویل بیا د کتاب کرښو ته کتل او په موضوع کې یې له ژور تفکر پرته تلفظ کول دي.
مطالعه باید موخه ولري څو پوه شو چې له مطالعې څخه زمونږ موخه څه ده.

موخه:
۱ـ هیله او موخه دوه نېږدې کلمې خو متفاوتې ماناوې لري، هیله یعنې هغه څه ته رسېدل چې نه یې لرو خو موخه په زماني چوکاټ کې یو مشخص اوو د اندازه کولو وړ یو څه ده چې فرد هغه ته د رسېدو لپاره هڅه کوي، او که هغه ته په رسېدو کې هحه ونکړي موخه نه ګڼل کېږي او یوازې یوه هیله او آرزو ده.

۲- خپل ځان ته له درسو ویلو څخه موخه مشخصه کړئ. ستاسو موخه څه شی ده؟ کله چې تاسو یوه مشخصه موخه ولرئ، نو بیا په ډېرې اسانۍ سره هغه ته ورسیدلی شئ.

۳- هر څومره چې موخه ستره وي هغې ته د رسېدو لپاره داخلي انرژي ډېریږي.
که چېرې موخه دې کوچنۍ وي، نو بیا سستېږې او نشې کولی چې کوچنۍ موخې ته په اسانۍ ورسېږې، نو موخه مو باید ستره وئ.

۴- سترو موخو ته د رسېدو لپاره باید لومړی هغه په کوچنیو موخو ووېشل شي او کوچنیو موخو ته د رسېدو لپاره وخت وټاکئ. وخت باید مشخص وي کنه بیا دې زړه ترې تورېږي.

۵- هرې جزئي موخې ته له رسېدو وروسته خپل ځان وهڅوئ. ځان ته تلقین ورکړئ، او دا خبرې تکرار کړئ: چې « زه یې کولی شم، زه یې کولی شم.»

۶- هېڅکله هم ځان ته له مبهمو موخو سره د حرکت اجازه مه ورکوئ. که چېرته ستا موخه معلومه نه وي، نو ته به هېڅکله خپلې موخې ته ونه رسېږې.

د مطالعې اصول او تګلاره:

لکه څنګه چې په مطالعه کې د اشخاصو سني توپیر رول لري او توپیر کوي، وړتیاوې هم له یو او بل څخه توپير لري او په یو ټاکل شوي حد کې وي، نو په داسې شرایطو کې باید د مطالعې لپاره مناسب اصول او تګارې په نظر کې ونیول شي. څوک چې د مطالعې له اصولو څخه اړینه خبرتیا نه لري د هغه کس په څېر دی چې د سیند په غاړه تږی ناست دی او نشي کولای چې د سیند له اوبو څخه اوبه واخلي او ویې څښي. له همدې امله باید په مطالعه کې هغو اصولوته پاملرنه وشي چې ډاکټر حسن ملکي ( صلاحیت های حرفه ای معلمی) د کتاب په ۹۸ مخ کې په مطالعه کې د اساسي نکاتو په اړه لنډ ډول داسې بیان کړي دي:

۱ـ تشکیول
۲ـ نښه اېښودل
۳- لنډیزول (خلاصه کول)

له تشکیلولو څخه موخه د ټولیزې کچې او جزئي مطالبو ټاکل دي. چې د مطالبو دا کچه په لاندې ډول ده:

ـ اصلي موضوع
ـ اصلي ټکي
ـ جزئي موارد

د مطالعې شرایط

د پوهې ترلاسه کولو لپاره باید مطالعې ته شرایط چمتو شي. په وړ شرایطو کې ښه مطالعه او زده کړه کېږي، چې لاندې مواردو ته شامل دي:

د مطالعې ډولونه:
مطالعه کول او لوستل بېلابېل دولونه لري او هر یو د ځانګړیو موخو د ترلاسه کولو مستلزم دي، لکه:

۱ـ اجمالي لوستل:
د مطالعې په دې تګلاره کې، مطالعه کوونکی یوازې د څپرکیو عنوانونه او د څپرکیو ځیني عنوانونه لولي او په ټول کتاب سطحې مرور کوي. هغه عنوان یې چې خوښ شي لولي او بعضې خلک خو یوازې د کتاب سرسزه لو پایله لولي.

ـ چټک لوستل: د کتاب له موضوعاتو سره د بلدیت په موخه په چټکتیا سره د کتاب مررو دی.

ـ دقیق لوستل: هغه تګلاره ده چې لوستونکی ټول مطالب زده کوي چې په وروستیو کارونو کې یې په ساد راوستل آسانه دي.

۲ـ تجسسي لوستل:

دا د لوستلو هغه تګلاره ده چې له مطالعې وړاندې او وروسته لوستونکی پوښتنې طرخ کوي او د پوښتنو د ځواب لپاره تحلیل او څېړنه کوي، دا تګلاره د یادولو ژور والی ډېروي.

۳ـ انتقادي لوستل:

دا د معانیو د تجزیې او تحلیل د څېړولو تګلاره ده، چې د مطالبو د ژور یادولو، په هکله یې د سم او ناسمواليؤ د مطالبو په پیاوړو او کمزورو ټکو قضاوت او پرېکړې لپاره ترسره کېږي.

د مطالعې ځای:

زده کړیالان، زده کوونکي او نور د مطالعې شوقیان له مطالعې څخه هغه وخت خوند او فیض ترلاسه کوي چې د مطالعې ځای بې غالمغاله او آرامه فضاء وي او هېڅ ډول کرکېچ شتون ونلري، ددې فضاء شرایط عبارت دي له:

۱ـ د خونې د حرارت درجه اذیت کوونکې نه وي، یعنې معتدله وي څو د ګرمۍ او یخنۍ احساس ونشي.

۲ـ په کافي اندازه په خونه کې روښنایي وي، د نور د ځلا کچه سترګو ته زیان ونه رسوي، د مطالعې لپاره تر ټولو غوره رڼا د ژیړ رنګ رڼا ده، که د مطالعې په خونه کې سپین ګروپ لګول شوی وي په څنګ کې یې داسې یو ګروپ چې ژیړه رڼا ولري بند شي، د مطالعې پر وخت باید له څراغ سره په ډېر نژدې واټن کې ونه اوسو، بلکې د ۲ مترو په حدودو کې داسې چې له شا او کیڼ لوري رڼا راشي او د کاغذ له سطحې انعکاس وکړي. د لوستلو لپاره وړ تو او نیلي (آسماني شین) رنګونه دي، نو له تور او نیلي قلم څخه باید کار واخیستل شي.

۳ـ د هوا د بدلون لپاره باید مجرا یا لاره شتون ولري، څو د زړې هوا پر ځای تازه هوا راشي.

د مطالعې وخت:
د افرادو لپاره د مطالعې وخت متفاوت دی، ځیني د سهار پر وخت چې انژري لرونکي وي مطالعه کوي، ځیني په شپه کې او ځیني بیا چې هر وخت آرامه وي. د مطالعې تر ټولو ښه وخت هماغه دی چې یادول پکې وشي. خو پوهان چې په دې اړه کومې څېړنې کړي په پایله کې یې د شپې له ۸څخه تر ۱۲ بجو پورې او د سهار په پیلېدو له شپږو بجو وروسته د مطالعې لپاره غوره وخت ګڼلی دی. هغه خلک چې د شپې له ۱۲ بجو څخه تر ناوخته مطالعه کوي په ژور خپګان اخته کېږي. د مطالعې لپاره تر ټولو غوره وخت هماغه ده چې ورسره روږدي شوي یاست.

د مطالعې مېز او سم کېناستل:
د مطالعې مېز او سم کېناستل د مطالعې له اړینو شرایطو څخه یو دی، چې نه مراعاتول یې د مطلوبې پایلې د نه ترلاسه کولو سربېره جسمي ستونزې هم په مخ کې لري.

د اوږدې مطالعې لپاره د مناسب مېز نه شتون د بېلابېلو جسمي عوارضو لکه د ملا، مفاصلو او غاړې د درد او د ملا په تیر باندې د فشار راتلو لامل ګرځي. د مطالعې مېز دې داسې وي چې د مطالعې پر وخت د انسان ملا په بشپړه ډول له څوکۍ سره نښتې وي چې د کتاب او مطالع کوونکي تر منځ واټن له ۳۰ تر ۴۰ سانتي مترو لږ نه وي.

د څوکۍ فاصله دې داسې تنظیم شي چې د مطالعې پر وخت غاړه او ملا ټیټه نه شي او د تعادل په حالت کې وي، څو د بدن هېڅ غړی هم د ناراختۍ احساس ونلري او په مستقیم ډول پّ مېز او څوکۍ باندې قرار ولري.

د مطالعې لپاره د څوکۍ لوړوالی داسې وي چې ورنونه د خونې له غولې سره په موازي ډول یا له موازي څخه لږ لوړ وي.

د مطالعې پر وخت د کېناستلو وضعیت:

د مطالعې پر وخت د سم کېناستلو د حالت لپاره د اورتوپیدي ډاکټرانو سپارښتنې په لاندې ډول دي:

تر ټولو ښه حالت د مناسب مېز او څوکۍ ټاکل دي. څوکۍ دې له مېز سره نېږدې وي او لاسونه ځوړند ونه اوسې.

له یو ساعت مطالعې وروسته له ښي څخه کیڼ او له کیڼ څخه پر ښي لور بدن ته حرکت ورکړل شي، دا حرکت سره له دې چې لنډ دی خو غړو ته د وینې رسولو له جریان سره مرسته کوي. هېڅکله د کتاب پر لور سر تیټ نه شي، دوامداره په پلترۍ مطالعه ونشي او همدا راز د څملاستلو په حالت، په یو اړخ کېدلو په حالت کې د بدن غړو ته صدمه رسیږي.

څنګه کولای شو د مطالعې مهارتونه وروزو؟

۱ـ د مطلب اصلي ټکي ولیکئ (یاد داشت یې کړئ).
۲- هغه څه چې لیکئ په اړه یې فکر او تمرکز وکړئ.
۳ـ هر هغه څه چې په موضوع پورې تړاو لري په یاد راولئ.
۴ـ د مطالعې وخت کموي.
۵ـ د یادولو کچه لوړوي.
۶ـ مطالب او معلومات په اوږد مهاله حافظه کې ځای پر ځای کړئ.
۷ـ هر هغه څه چې وایئ له خپل شخصي ژوند سره ورته تړاو ورکړئ.
۸ـ د اطلاعاتو راټولول آسانوي.

دلته ځیني مهارتونه دي چې د مطالعې لپاره غوره او مناسب دي معرفي کوو:

د ویلو ډول:

د ځینو زده کړیالانو او زده کوونکو د مطالعې سرعت ډېر لږ وي او په هره کلیمه کې تر حده دېر تمرکز کوي، په داسې مطالعه او له حده ډېر تامل زده کړیال یا زده کوونکی د موضوع انسجام له لاسه ورکوي، دې افرادو ته سپارښتنه کېږي چې د سرعت په چټکوالي د مطالعې کچه لوړه کړي حتی که یوه یا دوه نکتې له لاسه هم ورکړي.

ځیني نور زده کړیالان او زده کوونکي په دومره چټکتیا مطالعه کوي چې مطالبو ته سم نه متوجه کېږي او ښه یې نه درک کوي، دا ډول ویل هم د نه یادولو لامل ګرځي، د مطالعې د تنظیم لپاره غوره ده چې د مطالعې چټکتیا نه ډېره زیاته وي او نه هم هم ډېره کمه، د ښوونې او روزنې متخصصین د لوستلو لپاره قدم په قدم د لاندې درې پړاوونو سپارښتنه کوي:

۱ – سرسري لوستل: په سرسري لوستلو کې په عنوانونو سطحي مرور کېږي او د موضوعاتو وېش ته توجه کېږي، یوه ټولنیزه پوهه ترلاسه کوي چې ډېره کره نه وي.

۲- کره لوستل: په دې پړاو کې ټول څپرکی په کره ډول لوستل کېږي او شخص هڅه کوي چې له درک او پوهېدو وړاندې له یو مطلب څخه تېر نه شي، د لوستلو په دې پړاو کې باید له هر اړین مطلب لاندې کرښه کش شي او یا په های لایټ (رنګه مارکر) سره نښه شي.

۳- بیا لوستل او بیا ځلي په یاد راوستل: په دې پراړ کې شخص له ځانه پوښتنې مطرح کوي او هڅه کوي چې ځواب ورته ووایي، که ځواب یې ونشو ویلای معلومېږي چې نه دي یاد شوي، په دې پړاو کې اړین مطالب مرور کېږي.

په بریالي لوستلو کې اړین او اساسي ټکی له موضوع سره په فعال ډول مخ کېدل دي، غوره ده چې د لوستلو پر وخت د موضوع په هکله له ځانه ځیني پوښتنې طرح او خپله ځواب ورته ووایي.

_په _ځان_ باور ولره!_لیڪنه: مطیع الله "صاحب زاده"زه په دې باور لرم، چې ټول خلڪ په خپل ځان ڪې د بریالیتوب تخم یا زړی لرﻱ....
07/07/2021

_په _ځان_ باور ولره!_
لیڪنه: مطیع الله "صاحب زاده"

زه په دې باور لرم، چې ټول خلڪ په خپل ځان ڪې د بریالیتوب تخم یا زړی لرﻱ. اوس څه چې باید ترسره شي هغه د دغه تخم ڪرل او ورته وده ورڪول دﻱ. اوبه باید ورڪړل شي او تغذیه شي، چې په وده ڪولو پیل وڪړﻱ. اوس پوښتنه دا ده، چې ولې ډېر خلڪ خپلې ودې ته د رسېدو په لاره ڪې له ماتې سره مخ ڪېږﻱ؟
زه یې تر ټولو اساسي لامل پر ځان باور نه لرل بولم. ډېری ڪسان په ځان باور نه لرﻱ او د همدې خلا له وجې وده نه ڪوﻱ. دوی د ودې د ڪرلو او پاللو لپاره سلگونه هڪټاره ځمڪه لرﻱ، خو تر اوسه یې په ڪې هېڅ هم نه دﻱ ڪرلي، دا ځڪه چې دوی باورﻱ دﻱ او ځان ته یې په دې ټڪي قناعت ورڪړی، چې وړتیا یې نه لرﻱ، دوی یې نشي ڪولی، ډارېږﻱ او دې ته ورته په ډېرو نورو خبرو یې ځان ته قناعت ورڪړی.
دوی مات شوﻱ او له وړاندې یې ماته منلې ده.

پر نفس باور د ځان په اړه زموږ قضاوت دی.
یوه بزگر چې په خپله ڪرونده ڪې یې ڪدوان ڪرلي وو، له هر ډول دلیل پرته د ڪدو یوه پلته "ڪوچنی ڪدو" چې بیارې ځړېدلی و، په یوه ښیښه یې لوښي ڪې واچاوه. د حاصل په وخت ڪې متوجه شو چې نوموړی ڪدو د هماغه ښیښه یي لوښي په اندازه لوی شوی، یانې تر نورو ڪوچنی دی. له دې ڪبله چې د ڪدو د لویېدو چاپیریال ڪوچنی و، ڪدو هم په هماغه اندازه لوی شوی و؛ نو تاسې هم نشئ ڪولی د ځان په اړه د خپل قضاوت تر دایرې لوی شئ.
لڪه یو عالم چې وایي: ( ڪه فڪر ڪوې چې ترسره ڪولی یې شې او یا هم نشې ترسره ڪولی، په دواړو حالاتو ڪې حق له تا سره دی.)
ڪه چېرته موږ پر خپل ځان باور ولرو نو هر ڪار ڪولی شو، خو ڪه پر ځان باور ونه لرو نو یو گام هم مخڪې نشو تللی.

دلته به زه د خپلې یوې ټولگیوالې ڪیسه درته وڪړم:
زموږ یوه ټولگیواله وه، ښه لایقه وه، درس یې ښه زده ڪولو، له آزموینې مخڪې به یې درس داسې درته تشریح ڪولو چې خوله به دې وازه پاتې شوه، خو ڪله چې به د آزموینو پایلې معلومې شوې، نمرې به یې زموږ او د هغې د تمې برعڪس وې. هر ځل به همداسې ورسره ڪېدل. یو ځل مې په دې اړه خبرې ورسره وڪړې، چې ته خو پخپلو درس ڪې ښه ڪوښښ ڪوې نو دا نمرې دې ولې دومره ټیټې وﻱ؛ له یو څه فڪر وروسته یې وویل: زه هم نه پوهېږم؟ خو له آزموینې څو شېبې مخڪې یا د آزموینې په صحنه ڪې مې په ذهن ڪې رنگارنگ خبرې ځي او راځي، زه وایم چې پلانڪي ډېر درس ویلی ما دومره نه دی ویلی زه په دې مضمون ڪې چانس نه شم، حتی تر دې چې پر ځان مې هېڅ باور نه راځي چې زه دې بریالۍ شم؛ نو رښتیا هم ڪه هر څومره ڪوښښ وڪړې خو چې پر ځان دې باور نه وه، بیا نو پوه شه چې ناڪام یې.

ڪه ته خپل رښتینی ارزښت او وړتیا درڪ نه ڪړې او پرې پانگونه ونه ڪړې، نو ته به هېڅ وخت مناسب ځای پیدا نه ڪړې، څو د خپل ځواڪ د ودې هڅه په ڪې ونڪړې.
پخپل نفس د باور زیاتېدو لپاره لاندې ڪرښې باید په نظر ڪې ونیول شي.

۱- پخپل نفس باور د شخص د چلند تر ټولو مهمه ڪیلي ده:

زیگ زیگلار وایي: ( دا بیخي امڪان نه لرﻱ، چې موږ له خپل ځان سره متفاوت چلند وڪړو.)
ڪه تل د ځان په اړه منفي فڪر ولرو، نو ډېر ڪم به مثبت ڪارونه وڪړای شو. ڪه ته په دې باور لرې، چې بې ارزښته یې، نو نه شې ڪولای ځان ته ارزښت ورڪړې.

۲- پر ځان بې باورﻱ دې پر ودې سیوری غوړوﻱ:

ڪه لېوالتیا دې ۱۰ سلنه وﻱ او پر ځان دې باور ۵ سلنه وﻱ، نو ته هېڅ وخت نه شې ڪولای چې د ۱۰ سلنې په اندازه یو څه ترسره ڪړې. ته د ۵ سلنه یا تر دې هم ڪم هغه ڪار ڪولای شې، چې غواړې ترسره یې ڪړې. خلڪ به هېڅ وخت په دې ونه توانېږﻱ، چې خپل ځان له خپل تصوره پورته وگڼي.
ته چې څومره پر ځان باور ولرې په همدغه ڪچه ڪار په ښه ډول ترسره ڪولی شې.

۳-هغه ارزښت چې موږ یې د ځان لپاره ټاڪو معمولاََ هغه ارزښت دی، چې نور یې زموږ لپاره ټاڪي:

زه په دې خواشینی یم چې دا وایم، ډیری خلڪ خپل ژوند د نورو په باور تېروﻱ. دا ځڪه چې دوی د نورو خبرو او نظر ته دومره ارزښت ورڪوﻱ چې هومره یې خپل نظر ته پام نه وﻱ دی خپل ژوند د نورو خلڪو په خبرو پر مخ بیایي، او خپل ته هېڅ ارزښت نه ورڪوﻱ. ڪه نور خلڪ له ده دا تمه ولرﻱ، چې هېڅ دې هم نه ڪوﻱ، نو دی هم له ځانه د یو څه ترسره ڪولو تمه پرې ڪوﻱ. د دې ڪار د مخنیوﻱ لپاره به غوره وﻱ، چې له داسې ڪسانو څخه ځان وساتئ او پر ځای یې د هغو ڪسانو سره ناسته ولاړه وڪړئ، چې ستا پر وړتیا باور ولرﻱ.
یو عالم څومره ښه وایي: ( څنگه چې یاست هماسې اوسئ، هیڅ وخت د نورو لپاره خپل ځان مه پرېږدئ. له ځان سره روانېدل تر ځان پرېښودو ډېر آسانه دﻱ.)
ته باید هېڅڪله هم پر دې خواشینی نه شې، چې نور ستا په اړه څه فڪر ڪوﻱ، بلڪې د تشویشونو پر ځای د ځان په اړه مثبت فڪر وڪړئ. ڪه ځان ته ان ډېر ڪم ارزښت هم ورڪړې، ډاډ اوسه، چې په نړۍ ڪې تر دې بل لوی څه نشته. ڪه غواړې ته د خپلې خوښې په ڪس بدل شې، نو لومړی باید ځواڪ ومومې. ته باید باور ولرې، چې ڪولای یې شې.

څنگه پخپل ځان باور پیدا ڪړو؟
۱- د فردﻱ ځواڪمنو وړتیاوو یو لېست دې جوړ ڪړه، یانې د هغو وړتیاو لېست چې ته یې لرې، هغه ڪه هر څه وﻱ او یا په هره برخه ڪې وﻱ. ڪه ته په ځان باور ولرې، نو دا هر څه به حتمي درته اسانه وﻱ، خو ڪه پر ځان باور ونه لرې، نو د لېست جوړول به دې په ورځو شپو حتی په اونیو وخت ونیسي. تر هغو یې مه بس ڪوه، چې د ځان په اړه دې ښه او مثبت ڪار په ڪې نه وﻱ لیڪلی او بیا هره ورځ د خپل ارزښت لوړولو لپاره دغه لېست په لوړ غږ اوره. دا لېست لڪه غشي د تختې په توگه ڪاوره. په یوې ڪلمې هوڪړې ته ورسېږه. دا باید هغه ڪلمه وﻱ، چې تا په ټوله مانا معرفي ڪوﻱ. له دې ڪلمې د شمال ستوری جوړ ڪړه او داسې یې پیل ڪړه، چې ستا ټاڪلي ارزښتونه زیات ڪړﻱ.

۲- په ځان د باور پیدا ڪولو لپاره دې څو مسایل مشخص ڪړه، چې د ځان پېژندنې لپاره اغېزناڪ وﻱ. اوس دې پوښتنې ته ځواب ورڪړه.
ته له دې خبر یې چې ځان څنگه خبر ڪړې؟
د خپلو ڪارونو دغه لېست دې په ځیرڪ ټلیفون یا وړه ڪتابچه ڪې ولیڪه او تل یې له ځان سره لره. په دې سره به ته ډېر ژر وتوانېږې پوه به شې، چې د ځان په اړه ستا فڪر مثبت دی او ڪه منفي. پر دې ټولو سربېره آیا ڪولای شې له نږدې ملگرو او د ڪورنۍ له غړو دې وپوښتې، چې زه ځان په مناسبه روښانتیا ڪې وینم او ڪه نه؟

۳- ڪه تر دې وړاندې دې ته ورته ڪارونه نه وﻱ تر سره ڪړﻱ، نو یوه داسې لاره پیدا ڪړه، چې په یوه اونۍ ڪې له نورو خلڪو سره مرسته وڪړې. څو تاته څه ارزښت درڪړﻱ. پخپل ځواڪ یو ڪار ترسره ڪړه. چې نورو ته یې گټه ورسېږﻱ او ته ترې ښه احساس وڪړې. له ڪوچني ځایه یې پیل ڪړه. ڪه وړاندې دې د خلڪو خدمت ڪاوه، نو اوس یې زیات ڪړه. نورو ته ارزښت ورڪول او له دوی سره مرسته هغه څه دﻱ، چې تاته د پوره ارامتیا احساس درڪوﻱ.
د بېلگې په توگه، ڪه ته په اونۍ ڪې څلویښت ساعته ڪار ڪوې، د دې وخت څلور ساعته د نورو د خدمت لپاره ځانڪړﻱ ڪړ.

پر نفس د اعتماد د تقویت لارې چارې:

۱- د خپلو موفقیتونو یاداښت ڪول!
۲- د نورو خلڪو تائیدې ته نه منتظر ڪېدل!
۳- په فڪر او ڪار ڪولو ڪې استقلال لرل!
۴- د نورو څخه تقلید نه ڪول!
۵- په دې ڪې شهامت یا زړورتیا لرل، چې نه پوهېږم!
۶- د بیلا بیلو امراضو په مقابل ڪې مقاومت ښودل!
۷- په خپلو غلطیانو او اشتباهاتو باندې د اعتراف ڪولو وړتیا لرل!
۸- په خدای تعالی توڪل لرل!
۹- د منفي گرایۍ څخه ځان ساتل!
۱۰- په ڪارونو ڪې د ځان نه ستومانه ڪول!
۱۱- د تنبلۍ او سستي نه ځان ژغورل!
۱۲- د ناڪامیو او یا شڪست نه وېره نه لرل!

پر نفس د لوړ باور ځینې گټې:
د افرادو د احساس او مؤلدیت ترمنځ مستقیمه اړیڪه ده. پر نفس لوړ باور له ځان، نورو، شتمنۍ، حقوقو او هېواد سره د ڪس له چلند څخه څرگندېږﻱ. د دې برعڪس هم صدق ڪوﻱ.

۱- قوﻱ باور رامنځته ڪوﻱ.
۲- د مسؤولیت منلو لېوالتیا رامنځته ڪوﻱ.
۳- د ښو اړیڪو او خوشاله ژوند لامل ڪېږﻱ.
۴- سړی د نورو د اړتیاوو په اړه حساس او د مراقبت حس پیاوړی ڪوﻱ.
۵- په انسان ڪې د داخلي انگېزې لامل ڪېږﻱ.
۶- انسان هڅوﻱ چې د نویو فرصتونو او ننگونو هرڪلی وڪړﻱ.
۷- وړتیا لوړوﻱ او د گواښ منلو وړتیا روزﻱ.
۸- انسان ته د دې وړتیا وربښﻱ چې په اسانۍ نیوڪه او ستاینه ومني.
نورې هم ډېرې گټې لرﻱ، خو همدومره به ڪافي وﻱ.
پر نفس د ټیټ باور ځینې زیانونه:
څنگه ڪولای شو چې پر نفس ټیټ باور تشخیص ڪړو؟
د هعو ڪسانو نښې ڪومې دﻱ چې پر نفس د باور ڪچه یې ټیټه ده؟
په لاندې نوملړ ڪې یاد شوﻱ موراد د هغو ڪسانو ځانگړنې دﻱ چې پر نفس ټیټ باور لرﻱ. دا ښایي دقیق او حساب شوﻱ نه وﻱ، خو د یوه شاخص په توگه گټه ترې پورته ڪېدای شي.

۱- دوی په ټولیز ډول اوازه اچوونڪي دﻱ.
۲- دوی نیوڪه ڪوونڪی طبیعت لرﻱ. په داسې بڼه نیوڪه ڪوﻱ، ته به وایې چې ڪومه سیالي ده او په ډېرې نیوڪې سره یې دوی گټي.
۳- مغروره دﻱ او فڪر ڪوﻱ چې پر هر څه پوهېږﻱ. دوی نه له چا سره او نه هم د چا لپاره ڪارڪولی شي.
۴- دوی تړلی فڪر لرﻱ او ځان محوره دﻱ.
۵- تل پلمې ڪوﻱ او خپلې ماتې توجیه ڪوﻱ.
۶- هېڅڪله مسؤلیت نه مني او تل نور ملامتوﻱ.
۷- جبرﻱ لیدلوری لرﻱ، ابتڪار نه ڪوﻱ او تل په دې تمه وﻱ چې په ژوند ڪې به یې یو څه په خپله پېښ شي.
۸- په ذاتي ډول حسود دﻱ.
۹- د مثبتې نیوڪې زغم نه لرﻱ او تل هڅه ڪوﻱ چې دفاعي حالت خپل ڪړﻱ.
۱۰- پر نفس د ټیټ باور له ڪبله خپل اصلیت له لاسه ورڪوﻱ.
۱۱- دوی نه پوهېږﻱ چې څه وخت اخلاقي ارزښتونو له لاسه ورڪوﻱ او د پستۍ پر لور ځي.
۱۲- دوی رښتیني ملگرﻱ نه لرﻱ، ځڪه دوی خپله رښتیني نه دﻱ.

په پای ڪې ویلی شو چۑ پر نفس باور د بریالیتوب او د ماتې اصلي ټاڪونڪی عامل دی. پر نفس لوړ باور د خوشاله ژوند، هدفمندۍ او رضایت سبب ڪېږﻱ. تاسې ڪولی شئ پر نفس لوړ باور ولرئ، په دې شرط چې ځان ته ارزښت ورڪړئ. پر نفس باور تاسې ته داخلي انگېزه درڪوﻱ. د نړۍ پر مخ او په ټول بشرﻱ تاریخ ڪې ستر استادان دې پایلې ته رسېدلي چې هر ڪس د بریا لپاره داخلي تحرڪ و انگېزې ته اړتیا لرﻱ. هغه ڪسان چې پر نفس لوړ باور لرﻱ په یقین وده ڪوﻱ او د مسؤلیتونو منلو لېوالتیا لرﻱ.

هغوی په په خوشبینۍ له ژوند سره مخ ڪېږﻱ، غوره ڪارﻱ او ڪورنۍ اړیڪې او له خوښیو او بریالیتوبونو ډڪ ژوند پر مخ ڪې لرﻱ. دوی متحرڪ، باهمته او حساس دﻱ چې له همدې ڪبله یې ورځ تر بلې ڪړنې او د گواښ منلو وړتیا لوړېږﻱ. دغه ڪسان نویو فرصتونو ته هرڪلی وایي او له ننگونو سره د مخ ڪېدو جرئت لرﻱ. دوی معقولې نیوڪې ڪوﻱ او په مدبرانه ډول د نورو نیوڪې او ستاینې زغمي.
ڪله چې پر دې پوه شوې چې ڪوم ڪار ښه دی او هغه ترسره ڪړې، پر نفس باور مو لوړېږﻱ.

پای

څنګه خپل کاروبار ته په کتو له ټولنیزو شبکو ګټه واخلو؟اول معلومه کړئ چې ستاسې هدف څه دی؟ ولې ټولنیزې شبکې کاروئ؟ کومه یوه...
05/07/2021

څنګه خپل کاروبار ته په کتو له ټولنیزو شبکو ګټه واخلو؟

اول معلومه کړئ چې ستاسې هدف څه دی؟ ولې ټولنیزې شبکې کاروئ؟ کومه یوه تاسې ته ‌‌‌‌‌‌ډېره ګټه کولی شي؟ مثال: که کاروبار مو اشپزي، نجاري، خیاطي، هنر، رسامي، عکاسي او پېر او پلور دی نو انسټګرام ستاسې لپاره ښه شبکه ده ځکه تاسې نورو ته د خپل کار عکسونه ښیئ او هغوی سودا لپاره تماس درسره نیسي. که له پنځو دقیقو ‌‌‌‌‌‌ډېره وی‌‌‌‌‌‌ډیو جوړوئ نو بیا یوټیوب ښه دی. که بهرنۍ نړۍ سره غواړئ په انګلیسي په تماس کې اوسئ نو ټوېټر ښه دی او که هدف مو د افغانانو عامه پوهاوی وي نو فېسبوک مناسب دی ځکه ‌‌‌‌‌‌ډېری افغانان فېسبوک کاروي.

#ثنا ساپۍ

ستاسې ليکنې موږ خپروو!خپلې علمي، فرهنګي، ټولنیزې او بېلابېلې ادبي پنځونې موږ ته پۀ لیکلي، تصویري او غږیزه توګه راواستوئ،...
04/07/2021

ستاسې ليکنې موږ خپروو!
خپلې علمي، فرهنګي، ټولنیزې او بېلابېلې ادبي پنځونې موږ ته پۀ لیکلي، تصویري او غږیزه توګه راواستوئ، ویاند مجله یې پر خپلو ټولنیزو رسنیو درته خپروي.
د همدغه فیسبوک پانۍ له لارې موږ ته پیغام(مسج) ولیږئ.
مننه

ولې افغان کورنۍ لږې نوښتګرې دي؟۱:-  ځکه چې نالوستې دي او نوښت معلومات غواړي.۲:-  ځکه چې د نوښت پۀ اړوند ځانګړی فکر نۀ کو...
01/07/2021

ولې افغان کورنۍ لږې نوښتګرې دي؟

۱:- ځکه چې نالوستې دي او نوښت معلومات غواړي.
۲:- ځکه چې د نوښت پۀ اړوند ځانګړی فکر نۀ کوي.
۳:- ځکه چې ښوونځي او پوهنتونونه ورته لږ پام کوي.
۴:- ځکه چې بدلون نۀ مني او ډېری توپیري چلند کوي.
۵:- ځکه چې د ټولنې پۀ وده کې له ونډې نه خبر نۀ دي.
۶:- ځکه چې نۀ پوهیږي ژوند ټول نوښت او خوند دی.
۷:- ځکه چې نۀ پوهیږي نوښت پۀ اړیکو کې سمون راولي.
۸:- ځکه چې نۀ پوهیږي یوه بڼه یې، ژوند کمرنګه کوي.
۹:- ځکه چې ډېری بریالۍ ټولنې پۀ نوښت پیاوړې شوي.
۱۰:- ځکه چې نۀ پوهیږي نوښت وړوکی خو تلپاتې ګام دی.
۱۱:- ځکه چې فکر کوي؛ نوښت کول د هر چا کار نۀ دی.
۱۲:- ځکه چې د نوښتګرۍ پروګرامونو ته لږ وخت ورکوي.

د کابل پوهنتون استاد: شرف الدین عظیمي

29/06/2021

د ارګ تاریخچه

د ارګ له جوړیدو دمخه ددې سیمې پیژندنه

کابل ښار پخوا شپږ دروازې لرلې، ځینې هغه دیوالونه چې اوس هم د کابل دغرونو پر سرونو ښکاري، لاندې را ښکته شوې وو او دغه دیوالونه ترکابل ښار را چاپیر شوي وو. دیادولو وړ ده چې د کابل پر پخوانیو دیوالونو سربیره هغه دیوال چې د احمدشاه بابا په امر جوړ شوی و یوولس پوړۍ یې درلودې چې په همدغو دیوالونو کې شپږ دروازې جوړې شوې وې او دکابل په ښار کې ځینې دروازې په دې نومونو مشهورې وې : په دهمزنګ کې د کندهاریانو دروازه، دسردار جهان خان دروازه، دسلامخانې په برخه کې سپینه دروازه، د عیدګاه جومات تر شا د پیت دروازه ، د ګذرګاه دروازه او د بالاحصار خواته لاهورۍ دروازه.د دغو دروازو عمومي اداره په اوسني ششدرک کې وه چې کیدای شي همدا نوم هم پرې په همدې خاطر ایښودل شوی وي. له دې دروازو څخه یوه هم په اوسني پښتونستان واټ کې راوتلې وه چې اوسنی ارګ دغې دروازې ته څیرمه جوړ شو.د ارګ په ساحه کې پخوا ودانۍ نه وې او دا یوه دښته غوندې وه په ځینو ځایونو کې کروندې او بڼونه وو، شاوخوا یې هم یا بازار و او یا هم دښتې وې. مثلآ د اوسني ده افغانانو سیمه یوکوچنی بازار و او اوسنۍ وزیراکبرخان مینه یوه دښته وه چې بیا وروسته د غازي امان الله خان په وخت کې دلته د افغانستان لومړنی هوایي ډګر جوړ شو. امیر عبدالرحمن خان ۱۲۹۷هـ،ق کال کې پخوا تر دې چې د اوسني ارګ دجوړولو کار پیل کړي پاچهي استوګنځی یې د اوسني انتر کانتینیتال هوټل دشمال لویدیځې برخې د غرګوټي پر سر ودان کړ( دغه کلا پخپل حال پاتې ده او د باغ بالا پاچهي ماڼۍ هم ډیر زیان نه دی لیدلی) همدا ځای د پاچهي دفترونو په توګه کارول کیده.

د ارګ جوړول

پخوا د حکومت مرکز یا ارګ په بالاحصار کې و چې پر بالاحصار د افغان – انګلیس دوه جګړې تیرې شوې، ارګ سوځیدلی و او هم شیرپور چې تر دې دمخه به افغان شاهانو ترې ګټه اخیستله زیانمن شوی و او دپاچا لپاره یو دایمي ځای نه و، نو امیر عبدالرحمن خان وغوښتل چې اوسنی ارګ جوړ کړي.تر امیر عبدالرحمن خان د مخه امیر شیرعلي خان هم نیت درلود چې د بې بې مهرو غونډۍ پرسر ارګ، ددې غونډۍ شا وخوا چې هغه وخت کرنیزې ځمکې او جبه زار و د کابل نوی ښار جوړ کړي او د غونډۍ پر سر د ارګ شاوخوا یې پوځونه ځای پر ځای کړي. دده په وخت کې د شیرپور کلا د جوړولو کار پیل شو په ۱۸۷۸ کال کې انګریزانو پر افغانستان یرغل وکړ امیر مزار ته ولاړ پلانونه یې نیمګړي پاتې شول او د بې بې مهرو غونډۍ پرسر د ارګ د جوړیدو طرحه هم عملي نه شوه.
کله چې امیر عبدالرحمن خان واک ته ورسیده او د هیواد له شماله کابل ته راغی د پاچا لپاره ځای نه و، نو لومړۍ شپه یې د خپل باجه غازي عبدالله خان وردګ په کور کې تیره کړه. دغه کورپه ده افغانانو کې د اوسني پوهنې وزارت په ځای کې و.امیر عبدالرحمن خان دخپلې واکمني په لومړیو کې په دې ځای کې چې هم یې ښه موقعیت او هم ښه اب وهوا لرله او هم له ښاره ډیر لیرې نه و او مرکزیت یې درلود، دارګ جوړولو پریکړه وکړه.
امیر عبدالرحمن خان په ۱۲۹۹ هجري قمري کال کې چې له ۱۸۸۲ میلادي کال سره سمون لري د دولت دقرارګاه لپاره د« ارګ دارالسلطنه کابل» په نامه د ارګ د جوړولو طرحه جوړه کړه. په دې وخت کې دی د امنیتي چارو د تنظیمولو لپاره ننګرهار ته تللی و او هلته څه موده اوسیده نو خپل مشر زوی سردار حبیب الله خان ته یې پیغام واستاوو چې له مخکینۍ نقشې سره سم د ودانیزو چارو له کار پوهانو سره په مشوره د ارګ د تهدابونو د کیندلو کار پیل کړي. نو دارګ د جوړولو کار د سردار حبیب الله خان تر څارنې لاندې پیل شو. چې د ارګ د کار دپیلولو کره نیټه ۱۳۰۰ هجري قمري کال ښودل شوی دی. دا چې د امیر عبدالرحمن خان هر امر او فرمان به بې له ځنډه عملي کیده نو امر یې وکړ چې په هیواد کې دننه هر ځای چې نامتو او وتلی بنا، اینجنیر او ترکاڼ وي باید د ارګ په جوړولو او ښکلي کولو کې برخه واخلي.هغه وو، چې دهیواد له بیلابیلو سیمو څخه وتلي کارکوونکی راټول او په ارګ کې یې په کار پیل وکړ، او دکابل اوسیدونکو او ځینو ځمکه والو به د بیګار په ډول د ارګ او اړوندو ودانیو په جوړولو کې کار کاوه. ویل کیږي امیر عبدالرحمن خان به پخپله هم د ارګ دجوړولو کار څاره او ټول کار یې د مخکې طرحه شوې نقشې له مخې بې له ځنډه پر مخ بیول کیده.
امیر عبدالرحمن خان چې کله معماران را وغوښتل پخپله یې د کاغذ پر مخ نقشه رسم کړه او هغوی یې وپوهول چې دا ډول یوه کلا جوړه کړي، ددې نقشې د طرحه کولو په وخت کې یاقوت شاه خان هم حاضر و او په دې برخه کې یې خپل نظرهم ورته وړاندې کاوه، سره له دې چې یاقوت شاه د سردار عبدالقدوس خان او ملک اصغرغوندې د امیر عبدالرحمن خان د دربار له نږدې او اعتمادي کسانو څخه و، خوممکن دده دښو نظریاتو له مخې امیر هغه د ارګ د جوړولو دچارو سرپرست مقرر کړی وي.
د ارګ د جوړولو کار دسید یاقوت شاه خان تر نظر لاندې تر سره کیده چې له نورو کارګرانو سره به یې اوږه په اوږه کار کاوه او دارګ د جوړولو لازم مواد لکه خښتې، چونه، ګچ، صندل او ساروج به یې په ټاکلي وخت برابرول.
د ارګ د کار له پیل سره په یوه وخت کې د ګنبد نغاره خانه بنسټ هم کیښودل شو، چې دا هم په کابو ۶۳ متر مربع ځمکه کې یوه ستره وداني وه چې دیوالونو یې پنځه متره سور او ۵۲ متره جګوالی درلود.
د کابل سلطنتي ارګ په یوه هواره ځمکه کې په هغه ساحه کې چې ختیځې خواته یې ده افغانان او شمال لویدیځې خواته یې د مرادخاني ساحه ښودل شوې ده جوړ شو. دارګ لومړنۍ داخلي وداني د کوتي باغچې په نامه یادیږي چې په ۱۳۰۴ ه،ق کال کې یې کار بشپړ شو. دا ځای چې وروسته نور تاسیسات هم پرې ورزیات شول لکه د ارګ ودانۍ، سلامخانه ماڼۍ، ګنبد نقاره خانه، د ارګ بازار او کوټوالي، شاهي چاوڼۍ یعني قرارګاه رساله شاهي، شاهي حمام، د مستوفی الممالک دفتر، د سلامخانې ماڼۍ مخکنی واټ ددغه امیر د فرمان له مخې د«ارګ مبارکه دارالسلطنه» په نامه یاد شول. او د کابل په ارګ مشهور شول. د دارګ په جوړولو کې کابو دیرش کاله افغاني او بهرنیو انجنیرانو، معمارانو، ترکاڼانو او نورو کارکوونکو کار وکړ.

په اوس وخت کې دارګ شاوخوا ته دغه ودانۍ پرتې دي:

د ارګ مخې ته له پښتونستان واټ څخه تر مکروریانو سیمې پورې یو لوی سرک غځیدلی چې بلې غاړې ته یې د کانونو وزارت، دچارو اداره او دملي دفاع وزارت ودانۍ پرتې دي.د ارګ شمال ختیځې خواته د اریانا څلور لارې بلې غاړې ته اریانا هوټل او داحصاییې مرکزي اداره موقعیت لري. له شمال لوري هم د ارګ د وړو دیوالونو خواته دښار یو مرکزي سرک غځیدلی او دسرک ور ها خوا اماني لیسه او د وزیراکبرخان مینې اړوند ځینې کورونه شته.د ارګ لویدیځې خواته د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت، دچین سفارت او د ملګرو ملتونو دسازمان ځینې دفترونه دي. په جنوب لویدیځه خوا کې یې عزیزي سنتر او ورپسې د استقلال عالي لیسه ده او جنوب او جنوب لویدیځ لور ته یې دافغانستان بانک او پښتونستان واټ موقعیت لري.

دارګ اړوند ې پخوانۍ ودانۍ:

دارګ له جوړیدو سره سم ځینې نورې ودانۍ هم جوړې شوې، پخوا د ارګ ترڅنګ دوه نورې ودانۍ هم وې چې یوه یې بستان سرای بلله چې په اوسني زرنګار پارک کې وه او د امیر عبدالرحمن خان مزار هم هلته دی. امیر عبدالرحمن خان به دلته هم اوسیده او بله یې د ګلستان سرای په نامه وه چې د پوهنې اوسني وزارت مخامخ د کابل ښاروالي په مربوطاتو کې پرته ده. چې دا دواړه دهغه وخت مهمې ودانۍ وې. او دارګ اړوند ګڼل کیدې.د ارګ ځینې تاسیسات په ښاري نقشه کې له منځه تللي او یو شمیر نور یې تر اوسه یا په اصلي شکل یا هم په ترمیم شوي شکل یا د ارګ په ساحه یا هم دباندې موجود دي. دستوري ماڼۍ اوس د بهرنیو چارو وزارت اړوند ده. د ناکباغ په ماڼۍ کې اوس ملي ارشیف دی، د زین العمارت ماڼۍ همدغه د عظمی صدارت اوسنۍ ماڼۍ ده چې د نایب السلطنه نصرالله خان له خوا جوړه شوې وه. د عین العمارت ماڼۍ د امیر حبیب الله خان په وخت کې خو د عین الدوله سردار امان الله خان په حکم جوړه شوې او دده داوسیدو ځای و، چې په وروستیو کلونو کې له منځه تللې ده.

Address

Khost

Telephone

+93771686629

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ویاند مجله Wayaand Magazine posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to ویاند مجله Wayaand Magazine:

Videos

Share

Category