08/08/2024
هغه غله نيول شوي، چې په نهمه حوزه کې يې لاينونه غلا کول.
باختر، پنجشنبه، ۴ صفرالمظفر ۱۴۴۶ هـ ق
د امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلی وايي؛ د جلال آباد ښار نهمې امنيتي حوزې منسوبينو د دغه حوزې په مربوطاتو کې هغه دوه کسان نيولي، چې ۱۰۹ کيلو ارميچر لاين، چې نږدې دوه سوه زره افغانۍ ارزښت لري غلا کړي وو. همدارنګه امنيتي ځواکونو هغه دوکاندار هم نيولی، چې يادو غلو پرې غلا کړی لاين پلورلی و.
د هغه په وينا؛ نيول شوي کسان اوس مهال په ياده اداره کې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دې، چې وروسته به رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.