د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څار لاندې د پښتنو لویې جرګې کې ځینې لاندې مهمې پرېکړې وشوې.
۱. په راتلونکو دوو میاشتو کې باید ټول امن خرابونکوي وسـلـه وال د پښتنو له سیمو ووځي.
۲. د پښتنو سیمو کې چې هر څومره معدنیات او کانونه دي باید ځايي خلکو ته پکې پوره پوره ونډه ورکړي.
۳. په قبایلي او پښتون مېشته سیمو کې باید د برېښنا یو یونټ د ۶۰ کلدارې پر ځای ۵ کلدارې شي، که چېرې داسې ونشي پنجاب ته غځول شوي لاینونه به پرې کېږي.
۴. په راتلونکو ۲ میاشتو کې پر ډیورنډ لاین باید ازاد تګ راتګ وشي، ویزې او پاسپورټ باید لکه پخوا ختم شي.
۵. د جرګې مشران به هغو ټولو پښتنو ترمنځ سوله راولي چې خپلمنځي اختلافات او دوښمنۍ لري.
۶. داخلي کډوال چې د جګړو له امله بېځایه شوي د جرګې مشرانو لخوا به بېرته خپلو سیمو ته لېږدول کېږي او که چا یې هم مخه ونیوله د پښتنو عدالت به یې ځواب وايي.
۷. پنجاب کې که له پښتنو مزدورانو یا هم پښتنو محصیلنو سره ظلم او زیاتی کېده دغه جرګه به کلکه له هغو پښتنو سره اوږه په اوږه ودرېږي.
۸. د پښتنو چې څومره ورک شوي بندیان دي او یا هغه کسان چې د جرګې یا پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دي باید ژر تر ژره خوشې کړای شي.
۹. په بدۍ یا دوښمنی کې به هېڅ پښتون خپله خور او لور بل ته په بدل کې نه ورکوي.
Torkham News تورخم نیوز
پرون ورځ چمن ښار کې پاکستاني چارواکو د لارې خلاصېدو وعده کړې وه خو نن د سپین بولدک خلکو ته د تګ اجازه بیا نه ورکوي.
ګیله من:
ځکه په ټولو ګران دی، چې هغه له افغانستان سره بې سارې مینه کوله.
ګیله من؛
مرګ یوه ورځ خامخا ټولو ته راتلونکی دی، خو دومره د عزت، د ننګ، د غیرت او مېړانې شهادت د ډېرو کمو خلکو نصیب کېږي.
ژوند او مرګ دواړه یې ښه په عزت تېر کړل.
د کابل-جلال اباد په لاره درونټې ساحه کې غر راښویدنه رامنځته شوې, فعلاً له سفر کولو ډډه وکړئ.
Torkham News تورخم نیوز
تورخم کې د نننۍ لانجې ویډیو: پاکستان خواته خپل منځي نښته کې د ایف سي عسکرو لخوا د FIA کارمندان وهل شوي دي. #تورخم_نیوز
تورخم کې د نننۍ لانجې ویډیو:
پاکستان خواته خپل منځي نښته کې د ایف سي عسکرو لخوا د FIA کارمندان وهل شوي دي.
Torkham News تورخم نیوز
د موټر سیټ پټۍ (سیټ بیلټ) تړل خپل عادت کړئ:
په لویو لارو د سفر کولو په وخت د سیټ بند (Seat Belt) تړل خپل عادت وګرځوئ، څېړونکي وايي چې د سیټ بېلټ تړل د حادثې په وخت ۵۰٪ د مرګ خطر کموي.
دا ویډیو له خپلو ملګرو سره شریکه Share کړئ.
Torkham News تورخم نیوز
د پاکستان ویزو جعل کاران:
دغه ویډیو یو هېوادوال رالېږلې، غږ زموږ د ټیم لخوا پرې ثبت کړی. په دغه ویډیو کې د ویزې غوښتونکي ته ښودل شوي چې ستاسو ویزه راغلې او د ویزې په عوض کې ترې ۵۰ زره کلدارې غوښتل شوې، دا چې نن سبا د پاکستان ویزې په عاجله توګه توګه سختې شوې نو جعل کاروانو او کمېشن کارانو ته ښه بازار ګرم شوی، که زموږ په مرسته یو وګړی هم له مالي تاوان څخه بچ کېږي دا موږ خپله لویه لاسته راوړنه ګڼو، ویډیو کې ورته یو کلنه فامیلي ویزیټ ویزه ښودل شوې چې اوس مهال دا ویزه په مکمله توګه بنده ده.
نو بیا هم له تاسو مو غوښتنه ده چې د داسې جعل کارانو لخوا دوکه نشئ، دغه یې رسمي ویب سایټ ده تاسو یې پخپله چېک کړئ.
هېڅکله نابلدو شرکتونو ته خپل اسناد مه لېږی، ستاسوله اسنادو غلطه ګټه هم اخیستلی شي.
دا ویډیو له خپلو ملګرو سره شریک Share کړئ.
Torkham News تورخم نیوز