د امریکا وحشت؛ د کابل له هوایي ډګره یې کباړخانه جوړه کړې.
امریکایي ځواکونو له افغانستانه تر وتلو وړاندې د کابل په هوایي ډګر کې ډیر شمیر وسلې، طیارې او نور وسایل ویجاړ کړې دي.
کابل ښار په یوه کور توغندی لګیدلی.
د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند سیمه کې د هستوګنې په یوه کور توغندی لګېدلی دی.
د کابل امنیه قومندانۍ تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې یو شمېر مېرمنې له هېواده د تګ پر مهال له ډېره درد او خفګانه چې هېواد پرېښودنې ته اړې شوي، داسې هماسي سندره زمزمه کوي.
جلال آباد ښار کې د ملي بیرغ په ملاتړ د ځوانانو لاریون 🇦🇫🇦🇫
Hayat Radio Live
حیات راډیو لایف
Hayat Radio Live
حیات راډیو لایف
په کندز ښار کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله د خلکو هټيو اور اخيستى او ګڼ زيانونه يې اړولي دي.
ويډيو له ټولنيزو شبکو څخه
حیات راډیو
کابل افغانستان
ولسمشر غني د هراتيانو د تېرې شپې کړنه وستایله.
هغه وویل، هراتيانو د الله اکبر په ویلو سره خلکو وښوده چې د اسلام څخه څوک رېښتینې استازیتوب کوي.
د طالب کار، له فتنی، ظلم، زیاتي، وژلو او بربادۍ بل څه نشته.
ټاکل شوې چې دا ناره نن شپه ۹ بجې په کابل او ننګرهار کې هم پورته شي.
حیات راډیو
کابل افغانستان
حیات راډیو
کابل، افغانستان
حیات رآډیو
د بریا لار خپرونه
حیات راډیو لایف
حیات راډیو له کابل افغانستان خپرونې کوي
د کندهار امنیه قوماندان جنرال سالم احساس وایي، د پولیسو په لیکو کې به اصلاحات راولي، هغوی چې په بېلابېلو جرمونو تورن دي د پولیسو له لیکو ایستل کېږي او قانون ته سپارل کېږي.
په داسې حال کې چې کندهار ولایت دې وروستیو کې د سختو جګړو شاهد و او د سپین بولدک تر څنګ ګڼې سیمې طالبانو نېولې وې.
احساس خلکو ته ډاډ ورکوي چې د امنیت برخه کې به هلې ځلې کوي او خلکو ته به د ارام ژوند زمینه برابروي.
د حیات راډیو امتحاني خپرونې
حیات راډیو