Pashto News پښتو خبرونه

Pashto News پښتو خبرونه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Pashto News پښتو خبرونه, Media/News Company, Kabul.

04/04/2023

د پوهنې وزارت د شهادتنامو لوی ریاست:
د دولسمو ټولګيو فارغانو د نتايجو ټول جدولونه برېښنايي کوو او د ټولو کلونو د فارغو زده کوونکو لپاره برېښنايي شهادتنامې چاپ او توزيع کوو.

سعودي عربستان له افغانستان سره د ١٠٠ ټنه (فاخره) خرما مرستې خبر ورکړ٠ د افغانستان لپاره د سعدي عربستان سفارت پر خپل ټويټ...
01/04/2023

سعودي عربستان له افغانستان سره د ١٠٠ ټنه (فاخره) خرما مرستې خبر ورکړ٠
د افغانستان لپاره د سعدي عربستان سفارت پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې دغه خرما د سعودي د پاچا ملک سلمان د بشري مرستو او انساني کارونو مرکز لخوا ډالۍ شوې وه٠

ياد سفارت چې له اسلام اباد څخه د افغانستان لپاره فعاليت کوي زياته کړې" د افغانستان د حکومت د سرې میاشتې د ټولنې استازی محترم غلام حبیب حسام ته، د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان د بشري مرستو او انسانی کارونو د مرکز له خوا ډالۍ شوې غوره (فاخره) خرما چې (100) ټنه ده وسپارله."

د پاکستان په مالي چارو کې د دولت وزیره عایشه غوث پاشا:د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پورونو ورکړه ځنډولې ده.وایي، پر پ...
31/03/2023

د پاکستان په مالي چارو کې د دولت وزیره عایشه غوث پاشا:
د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پورونو ورکړه ځنډولې ده.
وایي، پر پاکستان یې باور نه کېږي.

31/03/2023

‏د پاکستان د خوراکي توکو او تولیداتو لومړنۍ محموله اسراییلو ته ورسېده.
وایي، ټول تولیدات مو د یهودانو له قوانینو سره سم چمتو او استولي.

Media/news company

کاناډا:یو سیک سروان سېنګ د ۲،۵۴ متره ږیرې په لرلو د نړۍ تر ټولو اوږد ږیري سړي ریکارډ خپل کړ.
31/03/2023

کاناډا:
یو سیک سروان سېنګ د ۲،۵۴ متره ږیرې په لرلو د نړۍ تر ټولو اوږد ږیري سړي ریکارډ خپل کړ.

د خوست ولایت په علیشرو ولسوالۍ کې د ۱۷۵ زره ډالرو په ارزښت د یوه کانال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. ...
29/03/2023

د خوست ولایت په علیشرو ولسوالۍ کې د ۱۷۵ زره ډالرو په ارزښت د یوه کانال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا کانال د ۱۳۲۰ جرېبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

نن چهارشنبه د  #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي👇
29/03/2023

نن چهارشنبه د #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي👇

ګردېز ښاروالۍ یوه قصابي کشف کړې چې غیر صحي او د مړو څارویو غوښه به یې پلورله.
28/03/2023

ګردېز ښاروالۍ یوه قصابي کشف کړې چې غیر صحي او د مړو څارویو غوښه به یې پلورله.

برېټانیا:د لندن ویکټوریا ـ البرټ تاریخي موزیم کې مسلمانانو ته د روژه ماتي مېلمستیا ورکړل شوه.
28/03/2023

برېټانیا:
د لندن ویکټوریا ـ البرټ تاریخي موزیم کې مسلمانانو ته د روژه ماتي مېلمستیا ورکړل شوه.

27/03/2023

مصر ـ سکندریه:
یو کس د جومات له ملا مؤذن نه اجازه غوښتې چې نن به د روژه ماتي اذان زه وکړم.
هغه ورته ویلي چې ستا کورنۍ ګنهګاره ده ته یې حق نه لرې، کس ملا ځای پر ځای د چاکو په ګوزارونو وژلی.

د پاکستان په وړاندی افغانستان دوهمه شل اوریزه لوبه هم وګټل ټولو افغانانو ته دي مبارک وي.ژوندی دي وي افغانستان.ژوندي دي و...
26/03/2023

د پاکستان په وړاندی افغانستان دوهمه شل اوریزه لوبه هم وګټل ټولو افغانانو ته دي مبارک وي.
ژوندی دي وي افغانستان.
ژوندي دي وي اتلان.

د کابل – کندهار لارې ۱۱۳ کیلومتره برخه- چې د زابل له مرکز کلات تر شاه‌جوی ولسوالۍ غځېدلې- د دوه‌نیم میلیارد افغانیو په ل...
26/03/2023

د کابل – کندهار لارې ۱۱۳ کیلومتره برخه- چې د زابل له مرکز کلات تر شاه‌جوی ولسوالۍ غځېدلې- د دوه‌نیم میلیارد افغانیو په لګښت په اساسي ډول جوړېږي.

د صدام حسین لور رغد صدام:د پلار مړی مې له اعدام وروسته عراق نه وویستل شو خو یو وخت به یې بیرته هډونه عراق ته راوړو.دې څر...
26/03/2023

د صدام حسین لور رغد صدام:
د پلار مړی مې له اعدام وروسته عراق نه وویستل شو خو یو وخت به یې بیرته هډونه عراق ته راوړو.
دې څرګندونو جنجالونه پارولي چې د صدام مړی څه شو؟ ځکه تازه د عراق پخواني لومړي وزیر مصطفی کاظمي ویلي وو، صدام مو ۲۰۰۶ کال کې خپله هدیره کې ښخ کړ.

د امریکا په مسیسیپي  ایالت کې د توپان له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
26/03/2023

د امریکا په مسیسیپي ایالت کې د توپان له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

26/03/2023

‏د لوړو زده کړو وزارت سرپرست:
تېر نظام د تحصیلي سیسټم کیفیت ته توجه نه لرله، موږ تحصیلي عدالت ته خاصه پاملرنه لرو.

26/03/2023

ترکیې په تازه اقدام کې دوه زره غیر قانوني مهاجر وشړل.
۵۹۸ تنه په کې افغانان دي.

امنیه قومانداني۰۶ / وری / ۱۴۰۲د فراه ولایت د فراهرود ولسوالي د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د امنیتي او کشفي ځو...
26/03/2023

امنیه قومانداني
۰۶ / وری / ۱۴۰۲
د فراه ولایت د فراهرود ولسوالي د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د امنیتي او کشفي ځواکونو له لوري یو (۱) جریب کرل شوي تریاک واړول سوه.
#پژواک

*د ورکي اعلان !*دغه ماشوم هلک چې په چونک مشهور دی د عبدالمنان زوی د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ چاه میرزا د چهار راهی اوس...
26/03/2023

*د ورکي اعلان !*

دغه ماشوم هلک چې په چونک مشهور دی د عبدالمنان زوی د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ چاه میرزا د چهار راهی اوسېدونکی دی. نوموړی چې د میرګي مرض درلود، د تیري دوشنبې په ورځ نادرکه سوی دی.

که هر څوک یې په هکله مالومات ولري نو موږ ته دي په لاندي شمېره خبر راکړي.

د اړیکي شمېره:
0702142312

*نوټ: یاد ماشوم چې یتیم دی، چې مور ډیره پسي ستړې ده، نو که هر مسلمان یې په هکله مالومات ولري د مهربانۍ له مخې دي په پورته لیکل سوې شمېره اړیکه ونیسي او خبر دي ورکړي.*

26/03/2023

هلمند ـ نوزاد، خاشرود:
سیلابونو ۱۰ کوچیان مړه کړي او ۲۰۰ سره مالونه یې ترې وړي دي.

Media/news company

‏افغان ځواکونو د نیمروز په کنګ ولسوالۍ کي له ایراني ځواکونو سره په جګړه اوښتي!دې جګړه کي یو افغان سرتېری شهید سوی او بل ...
31/07/2022

‏افغان ځواکونو د نیمروز په کنګ ولسوالۍ کي له ایراني ځواکونو سره په جګړه اوښتي!

دې جګړه کي یو افغان سرتېری شهید سوی او بل ټپي دی!
تر اوسه د جګړې لامل او ایراني ځواکونو ته د زیان معلومات نسته.

د اروزګان ولایتي مسوولین وایي، په ګېزاب ولسوالۍ کې سېلابونو يو کوماز موټر وړى چې پکې سپاره پنځه کسان مړه شوي دي.
28/07/2022

د اروزګان ولایتي مسوولین وایي، په ګېزاب ولسوالۍ کې سېلابونو يو کوماز موټر وړى چې پکې سپاره پنځه کسان مړه شوي دي.

بي بي روبینه چي سرې جامې یي اغوستي دي نن دریمه ده لښکرګاه  ښار د کندهار اډې له سیمې نادرکه سوي که هر چاته یي معلومات وي ...
28/07/2022

بي بي روبینه چي سرې جامې یي اغوستي دي نن دریمه ده لښکرګاه ښار د کندهار اډې له سیمې نادرکه سوي که هر چاته یي معلومات وي کورنۍ سره یي اړیکه ونیسی

0747703612
پوست شیر کړی

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره د مکالماتي او انټرنټي بېو پر ټیټوال...
28/07/2022

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره د مکالماتي او انټرنټي بېو پر ټیټوالي خبرې کړې دي.

28/07/2022

د مالیې وزارت:
‏د ننګرهار او کندهار ګمرکونه به نور ۲۴ ساعته پرانیستي وي.

28/07/2022

‏د ماليې وزارت وايي،
د مخکني حکومت د بېلابېلو ودانيزو پروژو څه باندې سل 100 ميليارده افغانۍ پورونه ور پاتې دي چې دوی يې د کيفيت او فزيکي شتون په اړه د ډاډ له ترلاسه کولو وروسته ورکړې ته ژمن دي.

د کابل هرات عمومی لارې د اساسي جوړونې چاری به ۹ افغاني شرکتونه تر سره کوي هر افغانی شرکت به سل سل کیلومټره لار په اساسی ...
28/07/2022

د کابل هرات عمومی لارې د اساسي جوړونې چاری به ۹ افغاني شرکتونه تر سره کوي هر افغانی شرکت به سل سل کیلومټره لار په اساسی ډول پخه وي، اول پړاو کې به له کندهار تر زابل د سړک پخولو چاري په څلورو میاشتو کې تر سره شي.

یادونه: نوی سړک به دری متره له پخوانی سړک پراخ وي.

تازه! د پکتيا ولايت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د يوې شپږ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی چې د پلار په وينا يې، په ډبرو سنګسار شوې...
28/07/2022

تازه!
د پکتيا ولايت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د يوې شپږ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی چې د پلار په وينا يې، په ډبرو سنګسار شوې ده.

07/06/2022

په مسکو کې د ط البانو استازی د سینټ پیټرزبورګ په نړیوال اقتصادي غونډې کې ګډون کوي.

06/06/2022

‏د پوهنې وزارت سبا ۷ زره د ښوونکو او اداري پنځم او شپږم بستونه په شلو ولایتونو کې آزادې سیالۍ ته سپاري.

تازه خبـــر!                                                                                                        د کا...
19/04/2022

تازه خبـــر!
د کابل په لویدیزي سیمي کي په دوو ښوونځیو کي دوې چاودني سوي او مرګ ژوبله یې اړولې.‏
سرچینې وايي، یوه چاودنه په قلعه نو کي د ممتاز په نوم ښوونځي او دوهمه یې د دشت برچي په عبدالرحیم شهید ښوونځي کي سوې.

Address

Kabul

Telephone

+93748933301

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashto News پښتو خبرونه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Pashto News پښتو خبرونه:

Videos

Share



You may also like