
13/10/2024
صابر ویلي:
څه د جلوس څه د جلسي څه د غزا شهیدان
مونګ بې هنره پښتنو سره بلها شهیدان
په میدان ما جنګوې ما له شاباشې راکوي
خو د میدان په ویش کې نه مني زما شهیدان
مونږه د یو جنګه خبر نشو چې چا اوګټو
مونږه له هر جنګ نه راوړې دي بلها شهیدان