ناکــــامي هیلي

ناکــــامي هیلي ثمره افغان پاڼه او خپل لیکل سوي
پښتو شعرونه یی ښکلي تصویرونه
تفریحي ?

که مي ژوند ژغورې راته راسهد بیلتانه زیندی په غاړه ګرځومه S A
24/11/2023

که مي ژوند ژغورې راته راسه
د بیلتانه زیندی په غاړه ګرځومه

S A

ځمههو! ځمه خو په مات زړههغه د پخو اشور او تلوسه را سره نسته S.P
21/09/2023

ځمه
هو! ځمه خو په مات زړه
هغه د پخو اشور او تلوسه را سره نسته

S.P

زه پوه نه وم چي ګلان اغزي لري خوله کي ژبه د جانان اغزي  لري سپیرې دښتي او شېلې ځای د اغزیو اوس د  زړونو   ګلستان  اغزي  ...
27/07/2023

زه پوه نه وم چي ګلان اغزي لري
خوله کي ژبه د جانان اغزي لري

سپیرې دښتي او شېلې ځای د اغزیو
اوس د زړونو ګلستان اغزي لري

الله ولی دا نړۍ سوله بدله
ظاهر پوست خوپه وجدان اغزي لري

ته یی سم کړې زموږ د توانه دي وتلي
یو خو ندی هر انسان اغزي لري

ثمره

زه به تا وبخښمه خیر دیزړه اعتبار درباندي نه کوي مینه عجیب غریب زړه ازرده دیهرڅه کومه خندا نه راته کوینه  ثمره
08/06/2023

زه به تا وبخښمه خیر دی
زړه اعتبار درباندي نه کوي مینه

عجیب غریب زړه ازرده دی
هرڅه کومه خندا نه راته کوینه

ثمره

لږ خفه سم ټول غمونه ذهن ته راسياوښکي څاڅي په ګریبان زړه بهانې لټويثمره
09/05/2023

لږ خفه سم ټول غمونه ذهن ته راسي
اوښکي څاڅي په ګریبان زړه بهانې لټوي

ثمره

هرڅه کوه هر څه که کړمه نه به ګیلې رانه کوې نه یی کومهثمره
09/05/2023

هرڅه کوه هر څه که کړمه
نه به ګیلې رانه کوې نه یی کومه

ثمره

05/05/2023
د يـوه آدم اولاد يــو يـوه مـــور مو ده حـــوايوه خـداي يو پيـــدا کړي يو د بل نه يو جـداد فطرت نه د يـو ذات يو يو مخلـو...
29/04/2023

د يـوه آدم اولاد يــو يـوه مـــور مو ده حـــوا
يوه خـداي يو پيـــدا کړي يو د بل نه يو جـدا

د فطرت نه د يـو ذات يو يو مخلـوق يو د الله
غم خوښي مو سره يو ده يو مو درد يو مو دوا

يو تر بله بهــــــــتر نه يو يو قانون يو مو سـزا
ورور د ورور سره جنګيږي د خالق نه کړي حيا

کشمکش دی نه خلاصيږي ورځ په ورځ اخلي هوا
ګاه د ليري طوفان راشي ګاه خپل کورنه شي بينا

بر ناحقه دښمني کړي آخـــــرت مو کړ خطا
بس دی بس دی فايده نکړي که هر څو وکړي جفا

خون په وينه نه پاکيږي زړه په مينه کړئ صفا
څه وطن کي نه دي پاته کـه هرڅه وه د هرچا

که مادي که معنوي وه سرمايه ولاړه هر خوا
نور ملکونو ښه په کيږي زموږ خولې وازي په هوا

که همت لري افغان ياست وحدت ژر راولئ بيا
د پاي ټکي جنګ ته کښيږدي خپل ملک جوړ کړئ تر هرچا

ثمره

زړه ياغي شوی اوس زاري ورته کـــوم نه راځي ښه به دي ساتم دا وعدې ورته ورکــړم نه راځيځي تيروتلي بيــــوفا يار پســــــې م...
28/04/2023

زړه ياغي شوی اوس زاري ورته کـــوم نه راځي
ښه به دي ساتم دا وعدې ورته ورکــړم نه راځي

ځي تيروتلي بيــــوفا يار پســــــې منـــډي وهي
د حقيقت نه که هر څـــــو يــې خبروم نه راځي

ثمره

که بازو کـــــــــــي یم کمزوره هر یو کار مـي زورورچا ویل ناقص العقله مګــــــــــــــــــر ګوره مي هنرطبعت کي که شنه کی...
08/03/2023

که بازو کـــــــــــي یم کمزوره هر یو کار مـي زورور
چا ویل ناقص العقله مګــــــــــــــــــر ګوره مي هنر

طبعت کي که شنه کیږي رنګارنګ ګلان او بوټــــي
زما وجود کي ژوندي کیږي د الله مخلوق بشـــــــر

بیا نه میاشتي په کـــــوګل کي د زړه ویني ورکومه
ښایسته ماشوم ترې جوړ شي آینده کي وي باتور

هـــــــــم د کور مسوءلیتونه هم د ده کــــوم روزنه
هم سهار وځـــــــم له کوره وظیفې ته د دفتــــــر

هم دیګلی ور پخومه هـــــــــــم جارو ورته کــــومه
هـــــــــــــم ماموره د دولت یم پټکه وړم د آمـــــــر

په کالو پریولو می مټی درد کوی شپه تــــــر سهاره
ټول زحمت می بیهوده وی هر ساعت وی شوروشر

څښتن راکــــــــــــړي چپلاخه پر کله باندي په زوره
کله وخـــــــــــــورمه لغته د خســــــــــــر او د لیور

کله کله راته وایي چــــــــــــي زه بل واده کــــومه
په دا سختو کلمو مـــــــــي تر زړه و باســـي خنجر

عاجزې او د سیاسري په نومونو مي خطاب کــــړي
مګــــــــــــــر زما په یوه چغه بری مومي په سنګــر

که وجــــــــود کي یم کمزوره هر عمل مـــي زورور
چا ویل ناقص العقله مګــــــــــــــر ګوره مي هنــــر
شعر: ثمره پوپل

چي جانان دی وی تر څنګه جنت څه کړې هغه سوځي چي بې میني کړي ژوندونثمره
05/03/2023

چي جانان دی وی تر څنګه جنت څه کړې

هغه سوځي چي بې میني کړي ژوندون

ثمره

ژوند دی نو انسان هر حالت ویني ددعا په هیله
08/02/2023

ژوند دی نو انسان هر حالت ویني
ددعا په هیله

Address

London

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ناکــــامي هیلي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category

  • 457Games

    457Games

    92 the larches, Palmers Green

Other Publishers in London

Show All