30/08/2024
په مرکزي بغلان کې د ( نوي بغلان کانټیننټال) په نوم لومړنی د ودونو معیاري تالار جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شو.
کره او پر وخت د سیمې او نړۍ خبرونه
https://www.youtube.com/
په مرکزي بغلان کې د ( نوي بغلان کانټیننټال) په نوم لومړنی د ودونو معیاري تالار جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شو.
په مزارشریف ښار کې نن یو مسجد چې اقصې ته ورته د الفتح په نوم مسجد ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
او ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی چې د کامیر شرکت له خوا ورکړل شوي دي.
دوه پوړه دی چې لومړی پوړ یې مدرسه او دوېم پوړ یې د لمانځه لپاره دی.
#الفتح #مسجد #مزارشریف #کامګار #کامیر
بلوچستان کې د وسله والو بریدونو له امله تېره ورځ ۵۰ پاکستاني ځواکونه او پنجابیان هلاک شوي.
د پاکستان حکومت په ناڅاپي ډول اعلان کړیو عزم استحکام پاکستان عملیاتو ته ۲۰ ملیارده نوره بودیجه ورکړې.
د کندوز د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تېرو پنځو میاشتو کې له شېر خان بندره مرکزي اسیا ته د څه باندې پنځو میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د افغانستان سوداګریز توکي ته صادر شوي.
په لندن کې فزیکپوهانو داسې کوچنۍ پنل یا په عامه اصطلاح (شمسي) جوړه کړې چې د اوسنیو غټو شمسيګانو یا سولرونو دوه برابره برېښنا تولیدولی شي.
دوی وايي، نور اوسنيو غټو سولرونو ته اړتيا نشته چې ډېره ساحه ونيسي يا زموږ او ستاسو بامونه وپوښي.
د بلخ په شولګره، بلخ او چمتال ولسوالیو کې د ناروې کمېټې لخوا د څښاک اوبو شبکې جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان سیروس امانالهي له ایراني رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، د روان کال تر پایه به له افغانستان سره د ایران د ختیځې پولې د ۳۳۰ کیلومټره بندولو پروژې چارې به بشپړې شي.
د ټولګټو وزارت:
د کابل- جلال اباد او کابل - غزني پر دویم لین سړکونو کار پیلیږي.
د مزارشریف، روضې مبارکې موزیم،
پخواني بېلابېلو تاریخي اثار دلته کتلی شئ!
او زموږ چینل هم درسره سبسکرایب کړئ!🙏❤
د ورته خپرونو او ویډیوګانو لپاره زموږ یوټوب چینل درسره سبسکرائب کړئ.❤🙏https://www.youtube.com/------------------------------------------------...
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خپل اېکس د دې ولایت په زرین اباد سیمه کې
د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د پلټنې او تطبیق مسوولینو او د استخباراتو د استازو له لوري د یوې پاکستانۍ ډاکټرې د کتنځي د تړلو خبر ورکړی.
ویل کیږي چې نوموړې د عامې روغتیا وزارت څخه رسمي جواز نه درلود او د خپل نوم څخه په ګټې اخیستنې یې له ناروغانو ډېرې پیسې اخیستې.
مسوولین وایي، تېرو څلورو ورځو کې د کرښې دواړو غاړو ته سلګونه مسافر او ناروغان او لسګونه باروړونکې لارۍ بند پاتې وو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکس لیکلي چې د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د لزیز قدرتوف په مشرۍ د ازبېکستاني پلاوي ترمنځ په دغه غونډه کې د ټرانزیټي هوکړو اړوند او د ګڼو سیمه ییزو اقتصادي مسایلو په اړه خبرې وشوې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټينګار کړی چې دا ډول تخنیکي-مذاکراتي غونډې به دوام ومومي.
مکمله ( پوره )خپرونه:
د حضرت علي (ض) روضې مبارکې ته له کوم کوم ځایونو څخه خلک چکر او زیارت ته راځي دا راسره نن په دې خپرونه کې وګورئ!
بلخ، مزارشریف، افغانستان
د ورته خپرونو لپاره زموږ یوتوب چینل هم درسره سبسکرایب کړئ.🙏❤
https://www.youtube.com/
د قوشتپې کانال د دوېم فاز چارې هم په بشپړېدو دي، نور حال یې راسره په دې خپرونه وګورئ!
د پوره خپرونې لیدلو لپاره په لاندې لینک کلیک کړئ!
https://youtu.be/dfhoOA0vJEY?si=Zm_2b1WCaLdS0JJ4
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب وايي چې، له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو ناوړه چلند د منلو نه دی.
د افغانستان د لوې پروژې قوشتپې کانال د دوېم فاز کارونه څومره مخکې تللي؟ دا راسره په دې خپرونه وګورئ!
د ورته خپرونو او ویډیوګانو لپاره زموږ یوټوب چینل درسره سبسکرائب کړئ.❤🙏https://www.youtube.com/------------------------------------------------...
که مزارشریف مو تراوسه له نږدې نه وي لیدلی نو بېلابېلې ښکلاګانې یې راسره په دې خپرونه کې وګورئ.
د پوره خپرونې لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ!
https://youtu.be/M__-anojX7g?si=89cIaF7FeJB8sRoZ
يو تن له ۱۲ کيلو خامو چرسو سره نيول شوی.
مسؤلين وايي؛ نوموړی هغه مهال نيول شوی، چې غوښتل يې دغه توکي له فرضي کرښې پورې غاړې ته ولېږدوي.
سږ کال د افغانستان ټول نفوس ۳۵ اعشاریه ۷ میلیونه اټکل شوی.
د احصایې ملې اداره وایي، ۱۸ اعشاریه دوه میلیونه سړي او ۱۷ اعشاریه ۵ میلیونه ښځې دي.
۹ اعشاریه دوه میلیونه خلک په ښارونو او ۲۵ میلیونه په کلیو کې ژوند کوي او یو اعشاریه پنځه میلیونه یې کوچیان تشکلیوي.
د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو او هوټلونو مالیه کې کمښت راغلی چې د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو د في لېتر مالیه له ۰.۶ څخه ۰.۳ افغانیو ته راټیټه شوې او د سیار هوټلونه او رسټورانټونو د انتفاعي مالیې کچه ۲ سلنې ته راکمه شوې ده.
مفتي شاکر د خپلو وروستیو څرګندونو په اړه ویلي، پاکستان لپاره نه بلکې د پښتنو او پښتونخوا لپاره قربانۍ ته تیار دی او هغه څرګندونې یې په غوسه کې کړې وې.
د بنګله دیش د نوي صدراعظم لومړی بیان:
هند مو هېواد کې غلطو خلکو سره رابطې لري خو دا هېواد باید د بنګله دیش په اړه خپله خارجه پالیسۍ باندې بیا غور وکړي.
د رویټرز راپور له مخې؛ د بنګلهدېش ولسمشر محمد شهابالدین له لاریون کوونکو او د نظامي ادارو له مشرانو سره کتنې وروسته محمد یونس د لنډمهالي حکومت مشر ټاکلی دی.
یونس ته ۲۰۰۶ کال کې له بېوزلو بنګالیانو سره د مرستې او همکارۍ له کبله د نوبل جایزه ورکړل شوې وه.
د کندهار د ۱۴مې حوزې په ملا علم آخند کلي کې يو زوم د خپل خسر لخوا په ډزو وژل شوی.
وايي، زوم يې غوښتل چې خپله ميرمن له واده پرته خپل کور ته بوځي، خو خسر يې مخنيوی کړی او زوم يې وژلی.
د افغانستان شمال، مزارشریف، د روضې مبارکې بېلابېلې ښکلاګانې راسره په دې خپرونه کې وګورئ.
د ورته خپرونو او ویډیوګانو لپاره زموږ یوټوب چینل درسره سبسکرائب کړئ.
❤🙏https://
www.youtube.com/
د ورته خپرونو او ویډیوګانو لپاره زموږ یوټوب چینل درسره سبسکرائب کړئ.❤🙏https://www.youtube.com/------------------------------------------------...
د کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې د کابل په مرنجان تپه کې یو لوی تفریح ځای جوړ کړي.
د پاسپورت ریاست وايي، د پاسپورټونو د ویش د درېیو نویو څانګو له جوړیدو سره، د پاسپورټ د ورکړې لړۍ چټکه شوې ده.
د بلخ ولايت امنيه قومندانۍ وایي:
په بلخ ولسوالۍ کې يو کس د (۸۰) ليتره شرابو سره نيولی دی.
د اندريس په نوم يو امريکايي سيلاني چې غوښتل يې باميانو ته ولاړ شي، میدان وردګو، جلریز ته د رسيدو پر مهال يې د اسلام په مبارک دین ايمان را وړی او مسلمان شوی.
هغه ته اسلامي نوم محمود کېښودل شوی.
پاکستان پوځ په ګوادر سیمه کې د بلوڅو پر سوله ییز لاریون بریدونه کړي دي.
د دغه لاریون مشرې، ماهرنګ بلوڅ ویلي پاکستاني لوري له دوی سره د مذاکراتو پر ځای، پر لاریون ډزې کړي چې تر اوسه پکې د مرګ ژوبلې شمېر روښانه نه دی.
ماهرنګ بلوڅ ادعا کړې چې پاکستاني پوځ یې ګڼ شمېر ملګري نیولي او له ځان سره یې بیولي چې د هغوی په اړه هم مالومات نه ورکول کیږي.
هغې زیاته کړې چې لاریون کوونکو او د هغی ملګرو ته که تر دې وروسته لا زیات زیان ورسیږي او پایلې یې هرڅه وي، مسوولیت به یې د پاکستان حکومت پر غاړه وي.
Kabul
234
Be the first to know and let us send you an email when Afghan News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.
Send a message to Afghan News:
د قوشتپې کانال د دوېم فاز چارې هم په بشپړېدو دي، نور حال یې راسره په دې خپرونه وګورئ! د پوره خپرونې لیدلو لپاره په لاندې لینک کلیک کړئ! https://youtu.be/dfhoOA0vJEY?si=Zm_2b1WCaLdS0JJ4
که مزارشریف مو تراوسه له نږدې نه وي لیدلی نو بېلابېلې ښکلاګانې یې راسره په دې خپرونه کې وګورئ. د پوره خپرونې لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ! https://youtu.be/M__-anojX7g?si=89cIaF7FeJB8sRoZ
مفتي شاکر د خپلو وروستیو څرګندونو په اړه ویلي، پاکستان لپاره نه بلکې د پښتنو او پښتونخوا لپاره قربانۍ ته تیار دی او هغه څرګندونې یې په غوسه کې کړې وې.
دغه ماشوم د دايکنډي ولايت په نيلي ښار کې «خالق» نومي کس له دې وجې څلور شپې او ورځې پخپل کور کې بندي ساتلی او شکنجه کړی و، چې د چوپانۍ پر مهال ترې پسونه ورک شوي وو او د تاوان اداء کولو وس يې نه درلود. دی تېره ورځ له دې کورني بند څخه خلاص شو.
کونړ کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله پنځه تنه مړه شوي دي. د کونړ پېښو ته د رسېدو چارو ریاست د زیانونو د ارزونې مدیر احسان الله احسان رسنیو ته ویلي، نن سهار د سختو ورښتونو له امله د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې سیلابونه را وتلي چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې پنځه تنه مړه کړي دي. ښاغلی احسان زیاتوي؛ دغو سیلابونو د ۳۸ استوګنیزو کورونو د وېجاړولو ترڅنګ په سلګونه جریبه ولاړ فصلونه، سړکونه، پلچکونه، ویالې او د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې تخریب کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي چې ګيله من وزير ته دا مهال په روغتون کې د ژوند ژغورنې او ساه برابرولو مشين لګېدلی دی. پښتون ژغورنې غورځنګ په اسلام اباد کې د شمالي وزیرستان د يو تن ازاد داوړ په خلاف د پولیسو سره اېف ای ار درج کړی. د پولیسو سره په درج شوي راپور کې دعوه شوې چې د جولای پر اوومه، داوړ له ګڼو نورو کسانو د يو پلان له مخې پر ګيله من وزير حمله کړې ده. تر اوسه د اسلام اباد پولیسو په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم په دې اړوند څوک نيول شوي دي. د ازاد داوړ هم څه دريځ مخې ته نه دی راغلی. د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ غړي دا وخت په اسلام اباد کې د پيمز روغتون مخې ته ناست دي. نور حال یې په دې ويډيو کې وګورئ.
ماشومان ولې مجبوره شي چې شاقه کارونو ته مخه کړي. د پوره ویډیو کتلو لپاره په لاندې لینک کلیک کړئ! https://youtu.be/dbqiamAUs-Y?si=ZWh-MnJY2agZjy1h د ورته ویډیوګانو لپاره زموږ پاڼه لایک او یوټوب چینل درسره سبسکرائب کړئ.
د غزني اوسېدونکي او هټۍوال وایي، چې د مالیاتو په معافیت او کموالي سره به د خوراکي او غیرې توکو بیې ټیټې شي.
د سعودي جوړ کړي لومړني ځیرک روباټ بداخلاقي کړې. دغه روباټ چې یوې خبریالې ته یې عام محضر کې لاس ور اچولی، په اړه یې انجینرانو له خبریالې بخښنه غوښتې او دا یې تخنیکي ستونزه بللې ده.
یوه فرانسوي میرمن چې سارا نومیږي، په فرانسه کې پښتو ژبه یې زده کړې او کتابونه یې هم پرې لیکلي. #دپښتو ژبې نړيواله ورځ
ګيلامن وزیر په خپله فیسبوک پاڼه افغانانو ته پیغام ورکړی. خپل وطن کې مړه شئ خو دلته ته مه راځئ. Momand News
پر ډیورنډ کرښې له افغانې مېرمنې سره د پاکستاني مامور لخوا ناوړه چلند. Momand News
د هند، برهان پور کې درې کلن ماشوم صدام د پولیسو د ځایي حوزې مشرې پریانکا نایک ته ورغلی او په خپله مور یې عریضه کړې. وایي، مور مې ونیسئ، زما چاکلیټ یې رانه پټ کړي او یوه څپېړه یې هم وهلی یم.
په بنو کې پښتون قامي جرګې په خپل پرېکړه ليک کې ۲۵ غوښتنې کړې دي. د پښتونخوا مليعوامي ګوند په بلنه د مارچ له ۱۱مې تر ۱۴مې شوې په دې جرګه کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړو، مدني فعالان او وکيلانو ګډون کړی وو. په جرګه کې ګڼو ښځو هم برخه اخیستې وه. ټاکل شوې وه چې درې ورځنۍ جرګه د مارچ پر ۱۳مه پای ته ورسي، خو پر پرېکړه لیک یې کار نه وو بشپړ شوی نو ځکه د مارچ تر ۱۴مې وغځېده. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پرېکړه ليک د لوستلو په وخت وويل، "دا جرګه غوښتنه کوي چې د ميانوالي او اټک په شمول دې د جنوبي پښتونخوا او شمالي پښتونخوا په يو ځای کولو سره د پښتنو يوه متحده قامي صوبه جوړه کړل شي." جرګې د افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني پوځ لخوا لګول شوی اغزن تار هم رد کړی او غوښتنه یې کړې چې تجارت او تګ راتګ ته دې بغیر له کوم کاغذه اجازه ورکړل شي. د پښتنو قامي جرګې بله غوښتنه د پښتنو په سيمو کې د څو لسیزو جګړې څېړنې کول دی. د دې لپاره یې وړاندیز کړی چې د حقیقت موندنې او پخلاینې يو داسې کمېشن دې جوړ شي چې سرپرستي یې جرګه وکړي. همداراز جرګې په افغانستان کې د لویې جرګې او انتخاباتو له لارې د حکومت د جوړېدو سپارښتنه کړې ده. د يادونې ده چې په افغانستان کې طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د محمد اشرف غني په مشر