31/08/2023
دخصوصي رسنیو مدیرانو او ملي راډیو تلویزون د ولایتي آمرینو ګډه غونډه ترسره شوه
۸ سنبله ۱۴۰۲
۳۰ اګست ۲۰۲۳
د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو اتحادیې"AIJU" په نوښت او کوربتوب د یوشمیر خصوصي رسنیو د مسئول مدیرانو او ملي راډیو تلویزون د ۳۴ ولایاتو ولایتي آمرینو د همغږۍ او کاري بهیر په تړاو د همغږۍ غونډه د اتحادیې په مرکزي دفتر کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د ملي راډيو ټلويزيون عمومي ریس قاري يوسف احمدي، د ملي راډيو ټلويزيون مرستيال او د هېواد د ټولو ولايتونو د ملي راډيو او ټلوېزيون آمرینو، د پژواک، اریانا نیوز، کلید گروپ، سلام وطندار، ژوندون، چشم افغانستان، وطن، جهان، سر آهنگ، صفای دلها، گردش اطلاعات، ملی پیوند او عینک د رسنیو مسوولانو او خبریال فرید الله محمدي ګدون درلود او د اغیزمن کاري اړیکو په پار، خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه تر څو غوره کاري اړیکې او د همغږۍ رامنځته کولو په برخه کې اغیزمن ووسي
د افغانستان د خپلواکو ژورناستانو اتحادیی رییس حجت الله مجددی د غونډې هدف د ښو کاري اړیکو او چاپیریال را منځته کیدل، د خصوصي خپلواکو ـ او ـ ملي رسنیو ترمنځ ښه همغږي پیداکول په ګوته کړل.
ښاغلي مجددي د ملي راډیو تلویزون له ولایتي آمرینو وغوښتل چې په اړوندو ولایاتو کې له خپلواکو ژورنالستانو او سیمه ییزو رسنیو سره خپله همکاري پراخه او دوامداره کړي.