د پسرلي باران

د پسرلي باران ګلونو دوستانو باران را سره بدرګه کړئ او یارانو ته یې هم درسره ورسوی

03/04/2024

يارانو ! د سرکشو احساساتو باوجود
ژوندے ووم د تيکه تيکه حالاتو باوجود

مونږ ټول عمر ملګري په اوږو وګرځول
خفه دي د دې دومره عناياتو باوجود

دې ښار کښې دوکانونه دي بې شمېره د خوږو
او دوي پکښې زقم اخلي د شاتو باوجود

مونږ چرته په دې حال کښې نه فرياد وکړو نه شور
د هجر د دې تورو شپو ميراتو باوجود

مونږ نه ورکوو بعضې بعضې خلقو له جواب
مونږ سترګې پټوو د اختياراتو باوجود

باران کښې پرې د خاؤرو کوټڼۍ را څڅېده
بې وسه وو يو پير د کراماتو باوجود

ما وباخښو ما خوشے کړو قاتل زما د سر
اقباله ! د پښتو د رواياتو باوجود

اقبال

02/04/2024
02/04/2024

له ټولو ګلونو یارانو څخه د زړه له تله مننه کوم چې د پسرلي باران پاڼه راسره بدرګه کوی

دا ټول ټیلیفوني شرکتونه ظالم دي. دوی زمونږ وینه څښي. د دوی لګښت ډیر زیات او خدمتونه ډیر ضعیف دي. له دوی نه د پوښتنې کولو...
16/03/2024

دا ټول ټیلیفوني شرکتونه ظالم دي. دوی زمونږ وینه څښي. د دوی لګښت ډیر زیات او خدمتونه ډیر ضعیف دي. له دوی نه د پوښتنې کولو هیڅوک نشته

16/03/2024

غزل
هوس مې د چا خامې شوندې خوري په نیمه شپه کې
احساس د پاکې مینــې رانه مري په نیمـــــــه شپه کې

هغه زړه مې اوس نشتـه په سیــنه کــــې چې مې و
هغه ارمـــان چې نه راتلو، راځـي په نیمه شپـــــه کې

لګيــا یمــــه خپــــــــــــل زړه لکــه ماشـوم کــــراروم
لګيـــا یمــــه کومـــه پرې خواري په نیمه شپـــه کې

په لېـــــچو کې يې شرنــــــګ د طــــراوت و، غـږېده
تاو کړې رانه غېږ وه پســـــــــرلي په نیمه شپــه کې

شرره چې دې خوب لکه غرڅه تښتې له سترګو
نو خامخا یو څوک دې یادوي په نیمه شپه کې

شرر ساپی

14/03/2024

پـري زاده! زړه مې چوي له اضــطرابه
کوم جادو به تا راپورته کړي له خوابه

پــــري زاده! زړه هــم تاتـــه د ســـپړدو دی
ستا په وړاندې څه حجاب، څه بې حجابه

پـري زاده! يو تپوس مې په مخ ليک دی
اخلــم ســاه، کــه راتېرېـږم لـــه غذابــه؟

پـري زاده! له ځنگلو تېرېده دي
څـه خبر يې د ځنگلو له ادابـه؟

پـري زاده! د فــرات په ژۍ ولاړ يم
مودې وشوې تنده غواړم له دريابه

پـري زاده! بس په پونده تاوېدل دي
زندگي ده بس سـاتو يې له سېلابـه

پـري زاده! په قدم کې ځکه ورو ځم
زه خــبر يــم د دې لارې لــه سرابـــه

پــــري زاده! زه کـــــه دا وارې وُده شــــــوم
هېڅ يو ور به مې راويښ نه کړي له خوابه

پـري زاده! لاس مې ايښی دی په سترگو
پـــال راوباســـه زمــــا هــــم لـــه کتابـــه

پـري زاده! څه خوبي راکې ضرور شته
بې ســببه خـارج نــه يــم لـــه نصــــابه

پـري زاده! د هوا او خاورې شور نه
تـا خـبر کـړم لـه آتشـه، هـم لـه آبــه

پـري زاده! ځان مې ښکل کړه ائينه کې
دا کـوم رنـگ مـې کشـيد کـړی له گلابـه

پـري زاده! زړه څراغ وړم په تلي کې
لـرې گــرځم، لـه افتابـه، لــه ماهتابـه

پــري زاده! د کــاروان اخــري گـرد يــم
دا دی يم او د رنگ ساعت له يم نايابـه

پـري زاده! خاموشۍ مې هم نعرې کړې
د تسنيم په زړه کې درد دی بې حسـابـه

ریاض تسنیم

13/03/2024

يو ګُوټ مې کړے څۀ دے دَ جمال دَ مېخانې نه
لا هغسې خراب يمه دَ ډېرې زمانې نه

واپس دَ خپلو خپو په خاپو څو څو ځله لاړم
په لاره کښې ورک شوے يم دَ خپلې قافلې نه

زخمې تندے مې ستا دَ لاس په سُور رومال تړلے
په ډېرو لېونو کښې به مې پېژني لۀ دې نه

هم داسې دَ ښائيست لۀ مخه مينه پېدا کېږي
چې څنګه خوشبويۍ ځی دَ ګلونو دَ غنچې نه

په اور کښې اوبۀ ښکاري په اوبو کښې اور بلېږي
جمال او جلال دواړه دي پېدا دَ پلوشې نه

دَ وهم او شک مخ يې دَ تحقيق په علم رنګ کړه
تصوير کۀ سلامت غواړې دَ زړۀ دَ اۤئېنې نه

امير اۤبِ حيات موندلے داغ پرې دَ زړۀ وېنځي
کنګال دَ شين خالۍ دَ مخ راغلے دَ چينې نه

(ارواښاد اميررزاق امير )

27/02/2024

لکه د زهرو مې له ستوني اوړي ځي تیریږي.
زنده ګي بل ډول ترخه لوبه کوي تیریږي.

26/02/2024

نن ورځ په کوانټم فزیک کې ویل کیږي چې د یو نورمال انسان داخلي ځواک، که خوشې شي کولی شي د آرام سمندر اوبه په دوه ثانیو کې د جوش نقطې ته ورسوي همدا راز کائناتو ته د انسان دماغي څپې خپریږي، چې بې له شکه په کائناتو خورا لویه اغیزه لري.
تاسو پوی شوی?

20/02/2024

دادا ووايه باچاته
سوال زاري کومه تاته

زه دې لور يم زه دې خوريم
زه عزت يم زه دې مور يم

علم زده کړه خو رڼاده
زه ډېوه دستا د کور يم

دادا ووايه باچاته
دغه سوال کومه تاته

ښونځي پوهنتون پرېږده
ماخپل درس تعليم ته پرېږده

ژوندۍ هيلې مې مړې نکړې
زما په سر لاسونه کېږده

دادا ووايه باچاته
داخبره کوم تاته

دومره نه يمه نادانه
حق مې غواړمه لتانه

حق خپل ورکړه خپل حقدارته
امر مه غواړه بل چانه

دادا ووايه باچاته
څه ځواب ووايم چاته

ټول جهان را پورې خاندي
ګاونډيان راپورې خاندي

دکفارو پروا نکړم
مسلمان راپورې خاندي

دادا ووايه باچاته
زه خپل درد ووايم چاته

نه همدم نه مې غمخور شته
نه په مټوکې مې زور شته

نه مې څوک خبري اوري
نه مې څوک د زړه ټکور شته

دادا ووايه باچاته
دا وعده درکوم تاته

د حجاب خيال به ساتمه
هر قانون به دې منمه

دخپل پت پرما ډېر ګران دى
داکوم درسره ژمنه

دادا ووايه باچاته
اتمنان درکوم تاته

په ما ګران د خپل عفت دى
څه چې وايم حقيقت دى

د غيرت مثال مې نشته
افغانيت زما هويت دى

دادا ووايه باچاته
اوس ور وښايه دنياته

د قرآن حديث بيان دى
په ذکور اناث يکسان دى

له زانګو تر قبرستانه
علم فرض په هر انسان دى

دادا ووايه باچاته
دا خپل زړه وسپړم چاته

زه افغانه مېړنۍ يم
په خواص لکه زمرۍ يم

د نازو، زرغونې،لور يم
د ايوب، خور ملالۍ يم

دادا ووايه باچاته
نصيحت مه کوه ماته

اوس په هرڅه ښه پوهېږم
په خبرو نه غولېږم

اوس زه ډېره يم هوښياره
له خپل حقه نه تېرېږم

دادا ووايه باچاته
مخ دې مه اړوه شاته

نړۍ درومي مخ په وړاندې
ته خپل کور کې لالهاند يې

افغان زى)فرض که مباح دى
زما قرض دى پرتا باندې

١٤٠١/١١/٣٠مزارشريف
کاپي دحاضرګل حاضرگل افغان زی دپاڼي څخه

18/02/2024

دروېشه خدا مسته ! دَ جهان پۀ زړۀ کښې څۀ دى؟
وئېل ئې ، پۀ خلا کښې تر مطلبه رسېدۀ دى

دروېشه خدا مسته ! دَ وجود نه مې شغلې ځى
وئېل ئې ، محبت خو رنګ اؤ نور کښې الوتۀ دى

دروېشه خدا مسته ! جدائۍ ته مې زړه کيږى
وئېل ئې ، جدائى خو پۀ سکروټو ګډېدۀ دى

دروېشه خدا مسته ! د حدونو حد هم شته دے؟
وئېل ئې ، د حدونو حد نه اخوا ته هم څۀ دى

دروېشه خدا مسته ! قندهار دے اؤ انار دى
وئېل ئې ، دغه خوب دې پۀ جلوه کښې ورکېدۀ دى

دروېشه خدا مسته !حال دَ عشق دَ وطن وايه
وئېل ئې ، سينه داغ وړى ، کۀ ځوانان دى کۀ زاړۀ دى

دروېشه خدا مسته !پۀ صدېو باندې محيط يم
وئېل ئې ، صدۍ څۀ دى خو دَ شګو رژېدۀ دى

دروېشه خدا مسته !لعل دَ هر سړى نه ورک دے
وئېل ئې ، زندګى خو د باړې خړې اوبۀ دى

دروېشه خدا مسته ! دَ تسنيم سترګې نرګس شوې
وئېل ئې ، دَ عشق رنځ خو دعشاقو دَ مخ سرۀ دى

ریاض تسنیم

14/02/2024

څه مينه د منزل څه د حالاتو مجبوري ده
جنون مې په سکروټو قدمونه ږدي، او ځي

د دې غرونو د دغه ګړنګونو نه به لوېږي
چې څوک د لېونو په پلونو پلونه ږدى، او ځي

که نن نه وي سبا به د وفا لارې رڼې شي
مَېن چې پرې د زړونو مشالونه ږدي، او ځي

صاحب شاہ صابر

20/01/2024

ستا د عشق له پاملرنې سور او تال د ترانې شوم
زندګي مې دې سر وخوري تاثر د افسانې شوم

چې جلوو ته دې ورتېږم چې په اوښکو دې ګډېږم
د الوت ارمان مې وخوت سوی بال د پروانې شوم

سپېره ژوند به سپېروم څو په سپېرو حقيقتونو
جاروکش د بتخانې شوم مينجور د ميخانې شوم

نۀ زۀ زۀ يم نه زۀ ته يم نه بل څوک يم نه بل څه يم
سر خوږی يم خپل دانش ته بس کيسه د پندانې شوم

چا چې بېل کړو شل په شله، لا يې ګرځو تر زړۀ سوي هم
لکه ږيره د شيخانو منت باره د شانې شوم

کور مې وران شو، ژوند مې باېلود د تاريخ د پام په تمه
پخپل زعم پخپل زړۀ کې واهي‌ګنج د ويرانې شوم

اوس به ولې هر څوک پلونه بې پروا راباندې نه ږدي
چې له ضعفه په لو لار کې يو ړنګ پل د زمانې شوم

پخپل پوست کې غټېدمه، په پردو کې لويېدمه
د انار غوندې پسرليه په لوی لاس دانې دانې شوم
استاد صدیق پسرلی

20/01/2024

غزل

06/11/2023

ناکامورا یې مړ کړ کلداري مو ور بندې کړي
مهاجر مو بې عزته کوي، د کونړ سیند اوبه باید مهار کړو

ملګرو دا #کمپاین عام کړئ

اذادي مو مبارک شه
19/08/2023

اذادي مو مبارک شه

13/07/2023

خوندور غزل

13/07/2023

دې ته وایي مست سپین ږیری هههههههههههههههه
لایک مو هېر نه شي ګلونو یارانو .

Address

Kabul
25,000

Telephone

+93730440401

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د پسرلي باران posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category

Nearby media companies



You may also like