10/05/2024
بغلان کې د وروستیو سیلابونو له امله د مړو شمېر ۵۰ ته ورسیده
د بغلان ولایت بیړنیو پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د لومړنیو معلوماتو له مخې بغلان کې د ننیو راوتولو سیلابونو له امله د مړو شمېر ۵۰ کسانو ته رسیدلی.
Bringing you truthful news, especially about Afghan women's challenges. Get in touch with us: [email protected]
بغلان کې د وروستیو سیلابونو له امله د مړو شمېر ۵۰ ته ورسیده
د بغلان ولایت بیړنیو پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د لومړنیو معلوماتو له مخې بغلان کې د ننیو راوتولو سیلابونو له امله د مړو شمېر ۵۰ کسانو ته رسیدلی.
بغلان کې سیلابونو ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي
د بغلان برکې ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله تر دې دمه ۲۸ تنه مړه شوي او لسګونه کورونه له منځه تللي دي.
کرن ډیکر: امریکا به د افغان میرمنو له دفاع په شا نه شي
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، امریکا د افغان ښځو له دفاع لاس نه اخلي.
ډېکر همدا راز خوښي ښودلې، چې د افغان ښځو او نجونو په استازولۍ د خپل کار په اړه له مسوولو چارواکو سره خبرې کوي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په تېرو درې ورځو کې د هرات، فراه، لغمان، روزګان، سرپل او خوست په ګډون د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۴ تنه مړه شوي او یو تن لادرکه دی.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې د دغو سېلابونو په پایله کې د استوګنې ۱۴۰ کورونه وران شوي او تر دوو زرو ډېر څاروي هم لهمنځه تللي دي.
ننګرهار کې د موټر چپه کېدو له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي وايي، پرون له غرمې وروسته د جلال اباد ښار غازي امان الله خان ښارګوټي اړوند سیمه کې د یوه موټر چپه کېدو له امله دوه تنه مړه شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.
زابلي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بللې.
سنګان کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د سمنګان ولايت روغتيايي چارواکو په خبره، چې د یادې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه وژل شوي او ٢١ نور ټپيان دي.
نړیوال بانک د افغانستان معیشتي پروژو تمویل لپاره ۸۴ میلیون ډالره مرسته کوي.
په همدې موخه خپور شوی بیان زیاتوي چې دغه پیسې به د اقتصادي ناورین د مخنيوي، د معيشتي پروژو د عملي کولو، د افغان ښځو او کډوالو د ملاتړ او اقليمي بدلون د ناوړه اغېزو د مخنيوي په برخو کې ولګول شی.
ملګري ملتونه: لا هم د پخواني حکومت پوځیان او کارکوونکي ځورول کیږي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" په یو راپور کې د روان ۲۰۲۴ کال د پیل څخه مارچ د میاشتې تر پای پورې د افغانستان بشري وضعیت ارزولی چې په کې د سرپرست تر واکمنۍ لاندې د افغانانو د بشري حقونو څخه د سرغړونو د دوام یادونه شوې ده.
کندزو کې ۲۳۴ راستنو شویو کډوالو نجونو د قابلګۍ ازموینه ورکړه
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په کندوز ولایت کې ۲۳۴ نجونو چې هېواد ته راستنې شوې دي، په کندوز ولایت کې د قابله ګۍ په درې کلن پروګرام کې د شاملېدو په آزموینه کې برخه اخیستې ده.
د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو
د افغانستان کرکټ بورډ د راتلوونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره د راشد خان په لوبډلمشری رحمن الله ګربز، اسحان رحیمي، ابراهیم ځدراڼ، نحیب ځدراڼ، عضمت عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، ننیګال خروټی، مجیب الرحمن، نور احمد، نوین الحق، فضل حق فاروقي او فرید ملک په ګډون ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړي.
افغان کرکټ وایي، چې د نړيوال جام سيالۍ په امريکا او ويسټ انډيز کې د روان کال د جون مياشتې په دویمه نېټه پيليږي چې په لړ کې به يې افغان لوبډله په دریمه نېټه د یوګاندا لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.
نیوزیلنډ له افغانستان سره ټېسټ لوبه کوي
د نیوزیلند کریکټ ادارې ویلي دي چې له افغانستان سره به د روان کال په سپتمبر میاشت کې ټیست لوبه وکړي. تر دې یوه میاشت مخکې بیا استرالیا له افغانستان سره خپلې پلان شوې لوبې لغوه کړې وې.
د هېواد د کرېکټ الف لوبډلې، د سریلانکا پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه هم د ډياېلاېس (DLS) میتود پر بنسټ د ۸ ویکټو په توپير بایلوله.
پکتیا کې د ځنګلونو بیا احیا لپاره ۶۶ زره نوي نیالګي کېنول شوي
د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د ځنګلونو د بیا احیا کولو باندې کار کوي او د دغه ولایت په ۷ ولسوالیو کې يې په سلګونه هکتاره ځنګلونه بیا احیا کړي دي. د یاد ریاست د مسؤلانو په خبره، چې په تېرو ۵ کالو کې يې شاوخوا ۹۳۰ هکتاره ځنګلونه بیا احیا کړي، چې نیمايي يې جلغوزي او نیمايي یې غوزان دي.
یوناما د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د اهل تشیع پر جومات د تېرې شپې برید چې د یوه ماشوم په ګډون پکې ۷ تنه وژل شوي، غندلی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي، د دغه برید بېړنۍ پلټنې ته اړتیا ده.
لغمان کې د دیوال لویدو له امله یوه میرمن مړه شوې
لغمان کې پېښو ته د رسېدو ریاست وايي چې د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار په بصرام سیمه کې د یوه کور دېوال نړېدلی چې له امله یې یوه مېرمن مړه شوې ده.
هېواد کې وروستیو سیلابونو د ۸ کسانو ژوند اخیستی
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې په وروستیو درې ورځو کې د بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د راتلو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې اته تنه مړه شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، پلخمري ښار کې د ښځو ځانګړي سوداګریز مارکېټ له پرانیستې وروسته، دغه ولایت کې دوه زره نجونو د لاسي صنایعو کارخونو کې کار پیل کړی دی.
د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د ۵۰ اوریزو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د ۸ منډو په توپير سره د سریلانکا الف لوبډلې ته وبایلله.
لومړۍ سریلانکایۍ لوبډلې چې افغان لورې ته یې ۳۰۴ منډې هدف ټاکلی و، افغان لوبډلې په ۴۸ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۷ منډې جوړې کړي؛ خو د باران د ورښت له امله د DLS میتود د پرېکړې له مخې د سریلانکا لوبډله د ۸ منډو په توپير بریالۍ اعلان شوه.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي افغانستان کې یې شپږ میلیونه کسانو سره مرسته کړې
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې د روان د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې یې هره میاشت په افغانستان کې د شپږ میلیونو کسانو سره د خوړو او نغدو پیسو مرستې کړي دي.
په هېواد کې د نجونو پر مخ د زده کړو له بندیز وروسته اکثره نجونو د مسلکونو زده کړې ته مخه کړې
په همدې حال کې د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ښوونځي یوې زدهکوونکې په مرسته د غالۍ اوبدلو کارګاه په جوړولو سره ۷۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نړیوال جام ته لار ومونده
افغانستان د اسیا څخه د فوټسال نړیوال جام د پلي اف په پایلوبه کي 5-3 قرغزستان ته ماته ورکړه او په دې سره مستقیم نړیوال جام ته ووته
دا لومړی ځل دی، چي افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
بلخ کې د ښوونځي یو بس د چپه کیدو په پېښه کې یو زده کوونکی مړ او پنځه ټپیان شوي
د بلخ په چهارکنت ولسوالۍ د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکو موټر چپه شوی چې له امله یې یو زدهکوونکی مړ شوی او پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د کابل - جلال اباد لویه لار کې غر ښویدنې څلور کسان مړه کړي
د شدید باران اورښت لۀ امله د درونټـې پۀ ساحه کې غر ښوییدلی چې لۀ امله یې څلورو تنو خپل ژوند بایللـی.
پاکستان د کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوله
په پاکستان کې د راجستر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د چنګاښ میاشتې تر لسمې نېټې تمدید شوه. دا پرېکړه د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ پرون د کابینې په غونډه کې شوې ده. پاکستان وايي چې د دې مودې په غځولو سره کډوال کولی شي چې زدهکړو، بانکي او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د روان کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د اپریل تر ۲۰ مې نیټې پورې د شري ناروغۍ له امله ۹۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په راپور کې د یادې ناروغۍ د مشکوکو پېښو شمېر په بلخ، سمنګان، خوست او فراه ولایتونو کې د نورو ولایتونو په پرتله ډېر ښودل شوی دی.
سمنګان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.
د دې ولایت په خرم او سارباغ ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله کورونه، کرنیزې ځمکې، د اوبو لسګونه بندونه، پلچکونه، لارې او سړکونه تخریب شوې دي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې پای لوبه ته لار ومونده
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ازبېکستان کې نړیوال جام ته د لارموندنې پړاو په نیمه پایلوبه کې عراق ته ۵ پر ۳ ماتې ورکړه او د دغه سیالیو پایلوبې ته یې لار ومونده.
د افغانستان فوټسال لوبډله به په پای لوبه کې د ویتنام او قرغېزستان تر منځ له ګټونکې لوبډلې سره لوبه کوي.
تېره ورځ هېواد ته له بېلابېلو لارو څه دپاسه ۳۰۰ افغان کورنۍ راستنې شوي.
د کډاوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې پرون د تورخم له لارې ۷۷، سپین بولدک له لارې ۸۹، د پکتيکا د انګور اډې له لارې يوه، د نيمروز د روېښمو پله له لارې ۵۰ کورنۍ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۹۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په فراه کې سرحدي ځواکونو ایراني سرتیري نیولي
په ټولنیزو رسنیو کې د هغو ایراني سرتیرو انځورونه خپاره شوي چې د فراه مزر میل ۷۸ کې د افغانستان خاورې ته داخل شوي و. یاد سرتیري د فراه د سرحدي ځواکو لخوا نیول شوي دي.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د چین د «یلو ریور- پاور چینا» شرکت له رییس سره د باغدرې پر برېښنا بند خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د یاد شرکت رییس ویلي، چمتو دی، چې د کاپیسا د باغدرې برېښنا بند پر رغولو پانګونه وکړي.
Kabul
Be the first to know and let us send you an email when TAT Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.
Send a message to TAT Pashto: