Rohi News

Rohi News په هر ساعت کې يوه؛ هره ورځ ۱۵ علمي او مالوماتي ژباړې او ليکنې په روهي وېب پاڼه کې

روهي ولولئ؛ هره ور

روهي سره اړیکه
روهي وېب پاڼې ته کوم ډول ليکنې رالېږلی شئ؟
د روهي خپلواکې، ناپېيلې، ټولنيزې، فرهنګي او خبري وېب پاڼې د درندو قلمي همکارانو، سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ

روهي وېب پاڼه له لومړۍ ورځې بيا تر نن پورې د خپلو قلمي همکارانو پر مټ وادنه او پر مخ روانه ده. زمونږ غښتلي قلمي همکاران په اسلامي، سياسي، ټولنيزو، اقتصادي، علمي، تحليلي، هنري، فرهنګي، ادبي، ټېکنالوژۍ او ورزشي مسايلو او پېښو لېکنې

او ژباړې کوي؛ د روهي په پته يې استوی، چې مونږ يې هم له کتنې وروسته نشر ته سپارو او په دې برخه کې له خپلو قلمي همکارانو، ليکوالانو او ژباړونکو مننه کوو.
نو په دې پار له تاسو ګرانو قلمي همکارانو په پوره درنښت هيله کوو، چې لاندې ټکي په نظر کې ونېسئ:
- ليکنې او ژباړې بايد د اسلام سپيڅلي دين، د هېواد ملي ګټو او رسنيو اصولو سره په ټکر کې نه وي؛
- ليکنو او ژباړو کې بايد د يو شخص توهين او سپکوی نه وي شوی؛
- هڅه دې وشئ چې ليکنې او ژباړې په مروج پښتو ليک وشي او املايي تېروتنې په کې نه وي؛
- د لېکوال او ژباړن لېکنې او ژباړې، په مکمل ډول روهي وېب پاڼې سره خوندي دي او همدارنګه هر لېکنه او ژباړه په مستقيم ډول په لېکوال او ژباړن پورې اړه لري، روهي وېب پاڼې يې مسووليت په غاړه نه اخلي؛
- غوره به دا وي، چې له لېکنې او ژباړې سره انځور تاسې په خپله وټاکئ او مونږ ته يې راوليږئ، که چېرې تاسې انځور نه وي ټاکلی، نو بيا مونږ د لېکنې او ژباړې د محتوا سره سم انځور ټاکو.
______
- تاسو کولی شئ، روهې وېب پاڼې ته په لاندې لارو ليکنې او ژباړې راولېږئ.
۱- برېښنليک : [email protected] / [email protected]
۲- فېسبوک پاڼه: روهي - Rohi
۳- واټس آپ: 0766900007 (+93)
۴- تلي ګرام: روهي - Rohi

لیکنه: تعليم او تربيه لیکوال:  ضياء الحق کړوخېلروهي وېب پاڼه کې د  ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93309___...
15/01/2025

لیکنه: تعليم او تربيه
لیکوال: ضياء الحق کړوخېل
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی:
https://rohi.af/news/93309
_____________
تعلیم د پوهې او مهارتونو ترلاسه کولو پروسه ده چې له لارې یې یو انسان د ژوند د مختلفو اړخونو په اړه زده کړه کوي. دا پروسه په منظمه توګه د ښوونځي، پوهنتون یا نورو تعلیمي ادارو په وسیله ترسره کیږي. تعلیم د سواد زده کړه، علمي پوهه، او تخنیکي مهارتونه وړاندې کوي چې د یو فرد د ژوند د ښه کولو، ټولنې سمه ولو او د هیواد د پراختیا لپاره اړین بلل کیږي...

_______لیکنه: له ملګري سره په اوږد مهاله مالي موضوعاتو کې  لیکلی سند اړین دی لیکوال:  عبدالاول بشارت روهي وېب پاڼه کې د ...
03/01/2025

_______
لیکنه: له ملګري سره په اوږد مهاله مالي موضوعاتو کې لیکلی سند اړین دی
لیکوال: عبدالاول بشارت
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93309
_____________
په معاملاتو کې له لیکلي سند پرته، له هېچا سره هم، یو قدم مه اخلئ! لیکلی سند مو حق، حیثیت او باور خوندي کوي. له جنجال، دوکې او تاوان څخه مو ژغوري. په معاملاتو، شراکتونو او کاروبار کې د واضح سند لیکل د تاسو خپل منل شوی حق دی، له دې حق څخه نن استفاده کول مو ؛ د سبا له تاوان او پېښماني څخه ساتي...

لیکنه: دولتونه څنګه د ډېرو پورونو (قرضونو) له امله سقوط کوي؟ لیکوال:  محمد سليم سليمان روهي وېب پاڼه کې د  ليکنې د بشپړ ...
02/01/2025

لیکنه: دولتونه څنګه د ډېرو پورونو (قرضونو) له امله سقوط کوي؟
لیکوال: محمد سليم سليمان
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93308
_____________
لنډه دا چې له نورو هېوادونو پور اخيستل د يو هېواد لپاره هم ګټې لري او هم زیانونه لري. تر ډېره دا په دې پورې تړاو لري چې پور څنګه،د کومې موخو لپاره، او په کومو شرایطو اخیستل شوی دی. دلته یې ځینې زیانونو باندې رڼا اچوم:

لومړی: که یو هېواد په بې ځایه ډول او بې له پلان څخه پور اخلي، نو د پورونو بار کولی شي د اقتصادي ستونزو لامل شي. دا پورونه د اوږدې مودې لپاره د هېواد پر مالي چارو فشار راوړي او په نهایت کې یې د قرض ورکولو لپاره قسطونه ورکول ستونزمن کیږي او لکه څنګه چې د ډېرو پورونو له امله شخص ډوپه کېږي، هېواد هم ډوپه کېدای شي.

دويم: که پور په ناسم ډول مصرف شي، نو هېواد به د اړتیا وړ زیربناو او پروژو پر ځای په غیر ضروري پروژو مصرف کړي، چې دا د اوږدمهاله پرمختګ لپاره زیانمن دی.

درېيم : کله چې یو هېواد د خارجي پورونو لوی برخه له نورو هېوادونو یا نړیوالو مالیاتي ادارو څخه اخلي، نو هغه هېواد ته د بهرنیو هېوادونو یا نړیوالو سازمانونو پر سیاستونو اغیزې زیاتیدلی شي. دا کېدای شي د ځینو ملي پریکړو او پالیسیو ته محدودیتونه راوړي چې موږ پورته په دې ليکنه کې پرې وغږېدو.

څلورم: د پورونو زیاتوالی ممکن د يو هېواد مالي پایداري ته ګواښ رامنځته کړي. د پورونو د ډیرو قسطونو او سودونو ورکول کولی شي د داخلي مصرف کم کړي او اقتصادي فعالیتونه محدود کړي.

پينځم: که هېوادونه د بهرنیو پورونو لپاره ډیری بهرني اسعار وکاروي، نو دا کیدای شي د ملي پیسو ارزښت راکم کړي، چې په نتیجه کې یې د وارداتو قیمتونه لوړ شي.

لیکنه: د کتاب پاڼې لیکوال: محمد مصطفی سمونروهي وېب پاڼه کې د  ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93307________...
02/01/2025

لیکنه: د کتاب پاڼې
لیکوال: محمد مصطفی سمون
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93307
_____________
د کتاب له لوستلو وروسته دا د لوستونکي کار دی، چې دا اثر څنګه ارزوي. خپلې د ذوق خبرې د اثر د کمزورۍ لامل کېږي. لوستونکی له ټکني حالت سره مخ کوي، چې د کتاب پاڼې څنګه داسې په کمزرو الفاظو او بې ځایه قضاوتونو تورې شوې دي. دا کار د اثر د کمزورۍ لامل ګرځي. موږ باید له موضوعاتو او په خاصه توګه په کتابونو کې دا احتیاط وکړو. له موضوعاتو سره باید علمي چلن وکړو نه ذوقي، د خواخوږۍ او عاطفې له مخې چلن اثر کمزوري کوي...

لیکنه: د حافظې د پیاوړایا لپاره دغه ټکي په پام کې ونیسئ‎ لیکوال: عبدالاول بشارت روهي وېب پاڼه کې د  ليکنې د بشپړ متن تړو...
02/01/2025

لیکنه: د حافظې د پیاوړایا لپاره دغه ټکي په پام کې ونیسئ‎
لیکوال: عبدالاول بشارت
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93306
_____________
د حافظې د ښه کار کولو لپاره له عطرو ګټه واخلئ: ممکن جالبه درته ښکاره شي خو ارواپوهان وايي چې د مطالعې په وخت ښه بوی د حافظې د ښه کار کولو لامل کيږي...

لیکنه: زکات لیکوال: ضیاء الله کړوخیل روهي وېب پاڼه کې د  ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93304_____________...
01/01/2025

لیکنه: زکات
لیکوال: ضیاء الله کړوخیل
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93304
_____________
زکات د اسلام یو مهم څلورم رکن دی چې په شریعت کې هغه عبادت ته ویل کېږي چې مالدار خلک د خپل مال یو ټاکلی برخه د مستحقو کسانو لپاره ورکوي. په لغت کې زکات پاکوالي، زیاتوالي او برکت ته ویل کېږي، او په اصطلاح کې هغه عبادت دی چې په شریعت کې د الله تعالی د امر سره سم د مال یوې ټاکلې برخې مستحقینو ته ورکول کیږي...

ټېکنالوژي: د وريجې له دانې کوچنۍ آله چې پانکراس سرطان له منځه وړي د Houston Methodist پوهنتون پوهانانو يوه کوچنۍ آله اخت...
13/12/2024

ټېکنالوژي: د وريجې له دانې کوچنۍ آله چې پانکراس سرطان له منځه وړي

د Houston Methodist پوهنتون پوهانانو يوه کوچنۍ آله اختراع کړې کومه چې د پانګراس سرطان د له منځه وړلو وړتيا لري. دغه آله د وريجې له دانې کوچنۍ ده، وجود ته دننه کېږي او تر هغه وخت پر سرطاني حجرو حملې کوي، ترڅو چې يې له منځه نه وې وړي.

لیکنه: مهارتونه  لیکوال: امين الله فیضي روهي وېب پاڼه کې د  ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93302__________...
07/12/2024

لیکنه: مهارتونه
لیکوال: امين الله فیضي
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93302
_____________
مهارت خپله په يو کار کې ځان برلاسې ته ويل کيږي یوازې ته په دې کار کې ښه هنر ولرئ نورو ستا نه اوچت نه وي هر څه ستا په لاس کې وي ته کامياب بلل کيږي . مهارت يو خدايي استعداد دی په ټولو کې دا ځانګړنه نه وي لږو ته په ډالۍ کې مهيا کيږي په کمو وګړو کې دا شان استعدادونه موجود وي دا ډول انسانان فوق العاده فکر څخه برخمن وي چې ځانګړنې يې خاص دی...

لیکنه: "د ذهنونو نړۍ: د هوښیارتیا نهو رازونو ته کتنه"څېړنه او لیکنه: ذبیح الله رحمانيروهي وېب پاڼه کې د  ليکنې د بشپړ مت...
07/12/2024

لیکنه: "د ذهنونو نړۍ: د هوښیارتیا نهو رازونو ته کتنه"
څېړنه او لیکنه: ذبیح الله رحماني
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93301
_____________
د څوګوني هوښيارتیا نظریه موږ ته دا روښانه کوي چې انسانان په بېلابېلو برخو کې ځانګړې وړتیاوې لري. د ټولنې د پرمختګ لپاره اړینه ده چې د دې وړتیاوو سمې روزنې او ودې ته پاملرنه وشي. زموږ تعلیمي سیسټم باید داسې وي چې د هر ډول هوښيارتیا لپاره زمینه برابره کړي...

لیکنه: د ملي ژبې په توګه د اردو په اړه د پاکستان ژبنۍ پالیسيڅېړونکی: جمیل الله حیران ؛ لارښود استاد: پوهاند دوکتور اجمل ...
06/12/2024

لیکنه: د ملي ژبې په توګه د اردو په اړه د پاکستان ژبنۍ پالیسي
څېړونکی: جمیل الله حیران ؛ لارښود استاد: پوهاند دوکتور اجمل ښکلی
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93300
_____________
له ۲۰۲۱ ز کال را په دې خوا په نړۍ کې اردو یو ویشتمه لویه تکلمي ژبه وه، چې نږدې ۱۶.۹ میلیونه مورني تکلم کوونکي یې درلودل. د ایتنولوګ د ۲۰۱۸ ز کال د اټکلونو پر بنسټ: اردو په نړۍ کې لسمه پراخه تکلمي ژبه ده، چې د دویمي ژبې په توګه د تکلم کوونکو په ګډون یې ټول تکلم کوونکي ۲۳۰ میلیونه وګړي دي...

لیکنه: د هر انسان شخصیت مثبت او منفي اړخونه لري، خو هر سړی غواړي چې یو ښه او ټولمنلی شخصیت ولري! لیکوال: عبدالاول بشارت ...
06/12/2024

لیکنه: د هر انسان شخصیت مثبت او منفي اړخونه لري، خو هر سړی غواړي چې یو ښه او ټولمنلی شخصیت ولري!
لیکوال: عبدالاول بشارت
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93299
_____________
له خپل ځان سره فکر وکړئ، چورت ووهئ، او له ځان څخه وپوښتئ چې زه ولې ښه شخصیت نه یم؟
تاسو څوک یئ؟
کومې ځانګړتیاوې لرئ؟
کومې نیمګړتیاوې لرئ؟
په ملګرتيا، مسافرت، دفتر، سوداګریز ژوند ، په کلي او ګاونډ کې په فرهنګي، اقتصادي، سیاسي او نورو مسئلو کې ستاسو ارزښتونه څه دي؟
ستاسو لومړیتوبونه څه دي؟
خپل ارزښتونه او لومړیتوبونه مو دقیق وپېژنئ !
او یو منظم لیست یې جوړ کړئ.
لاسته راغلي لغاتونه بې ځایه کلمې نه دي بلکې همدا ارزښتونه ستاسو د شخصيت اصلي ټکي دي...

لیکنه: په کابل کې د علامه عبدالشکور رشاد بابا شلم تلین په انلاین بڼه ولمانځل شو ليکوال: قاضي نجیب الله جامع روهي وېب پاڼ...
06/12/2024

لیکنه: په کابل کې د علامه عبدالشکور رشاد بابا شلم تلین په انلاین بڼه ولمانځل شو
ليکوال: قاضي نجیب الله جامع
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93298
_____________
استاد عبدالخالق رشید زیاتوی چې د علامه رشاد په افکارو، څېړنو او تحقیقاتو کې درې خبرې نهایت د پام وړ دې، لومړی داچې علامه رشاد د هند او د هندوکوش د تمدن مفسر وو، دویم داچې علامه رشاد بابا ژور هندپوه وو او درېیم داچې د علامه رشاد په اثارو او افکارو کې د ار هستوګنو خلکو ژوند، تاریخ، فرهنګ او ادب اړوند ډیرې مهمي څرګندونې شته...

لیکنه: په سوریه کې د عَلوي اقلیت د نیمې پېړۍ واکمني ليکوال: ولي الله ملکزی روهي وېب پاڼه کې د  ليکنې د بشپړ متن تړونی: h...
05/12/2024

لیکنه: په سوریه کې د عَلوي اقلیت د نیمې پېړۍ واکمني
ليکوال: ولي الله ملکزی
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93297
_____________
د تېرکال د احصائې له مخې، د سوریې نفوس ۲۵ میلیونو ته رسي او د دمشق ترڅنګ ۱۳ ولایتونه لري چې حلب یې ترټولو ګڼ نفوسه ولایت او دوهم سیاسي او اقتصادي مرکز بلل کیږي. د دې ویاړلي هېواد پخوانی نوم بِلادُ الشَام دی کوم چې د اُمَوِي خِلافت پلازمېنه او د لسګونو زرو علمي او عرفاني شخصیتونو ټاټوبی دی. یو له دغو مهمو وروستنیو پوهانو څخه د iPhone او Apple کمپیوټر مخترع، سټیف جابز/ Steve Jobs دی چې پلار یې، عبدالفتاح جندالي د سوریې له حِمص څخه کلېفورنیا ته کډه شوېدی...

لیکنه: رقابت که شوق؟ ليکوال: خلق‌الله خلق روهي وېب پاڼه کې د  ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93296________...
30/11/2024

لیکنه: رقابت که شوق؟
ليکوال: خلق‌الله خلق
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93296
_____________
زموږ د تدريس مېتود داسې دئ چې بايد ښوونکی ځان او هغه علم چې تدريسوي يې، مهم وګڼي او وېرېږي که داسې ونه کړي نو زده‌کوونکی به يې زده نه کړي او علم به هسې ټوکې ورښکاره شي.

په يوه ټولنه کې مختلفې عقيدې او فکرونه حاکم دي چې هره عقيده او فکر غواړي د ټولنې په مهماتو (ښوونځي، پوهنتون او...) کې ځان وويني او که نه منل کېږي پلويان يې جنګونه جوړوي او خلک تنګوي. په داسې ټولنو کې زده کوونکی مجبورېږي چې هغه څه چې نه يې غواړي، هم واوري او هم يې زده کړي...

لیکنه: سوريه او افغانستان شننه: محمد سليم سليمان روهي وېب پاڼه کې د  ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93295_...
30/11/2024

لیکنه: سوريه او افغانستان
شننه: محمد سليم سليمان
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93295
_____________
افغانستان او سوریه دواړه د ګڼ شمېر قومونو، ژبو او مذهبونو ترمنځ وېشل شوي دي. افغانستان د پښتنو، تاجیکانو، هزاره‌ګانو، او ازبکانو په ګډون ګڼ قومي ټولنې لري. په سوریه کې هم مختلف مذهبي او قومي ډلې شتون لري، لکه: سني مسلمانان، شیعه مسلمانان، علويان، کردان، او مسیحي اقلیتونه...

لیکنه:  ديارلس ښکلې او له مانا ډکې جملې ژباړه: عبدالاول بشارت روهي وېب پاڼه کې د  ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.a...
29/11/2024

لیکنه: ديارلس ښکلې او له مانا ډکې جملې
ژباړه: عبدالاول بشارت
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93294
_____________
۱. د یوه کار د پیلولو لپاره مهمه نه ده عالي واوسېږئ؛ مهمه دا ده، هغه کار پیل کړئ او ځان په کې عالي وښیئ.

۲. باور داسې یو شی دی، چې جوړول یې کلونه وخت ته اړتیا لري، خرابول یې څو ثانیې غواړي، خو ترمیم یې د تل لپاره سخت دی.

۳. ولاړ و اوسېږئ، څو روښنايي خوره کړئ؛ پرتې شمعې مړې کېږي.

۴. له هر هغه چاسره مینه وکړئ، چې مینه درسره کوي آن تر دې که هغه ستاسې د دربار غلام هم وي؛ له هغه چاسره مینه مه کوئ، چې له تاسې سره مینه نه کوي، آن که د زړه پاچا مو هم وي.

۵. له موږ څخه هېڅ یو هم د «کاشکي» وروستۍ مرحلې ته نه یو رسېدلي.

۶. «وخت او زمان» د یوه کس وفاداري ثابتوي، نه د هغه «ژبه».

۷. تل باید په یاد ولرو، چې نا ویل شوې خبرې ویلی شو؛ خو ویل شوې خبرې بېرته نشو اخستی.

۸. ځان ښودنه د ځان لوړول نه، بلکې د نورو بې قدري ده.

۹. هېڅ ډول سینګار ناوړه شخصیت نشي پوښلی.

۱۰. له انسانانو سره د دوی د وړتیا په اندازه مینه او د دوی د ظرفیت سره سم ورسره د زړه خواله وکړئ.

۱۱.کله، چې له چا سره مرسته نه شئ کولای، نو بې ځایه د دروغو وعدې مه ورکوئ، دا کار مو دروند شخصیت ته ډېر زیان رسوي .
۱۲. له ملګرو سره، په وعده کې، متعهد، ژمن او مسئول واوسئ، کله، چې له چا سره وعده کېږدئ، د وخت، ځای، ټایم او هر څه کلک په نظر کې ولرئ،

۱۳. هیڅ وخت هم د ملګري د راز او پټو خبرو او کارونو باندي د پوهېدنې او خبرېدلو هڅه مه کوئ! ځکه هغه څه چې د ملګری مو نهٔ غواړي تاسي پرې خبر او پوه شئ، هغه همداسي پټ ښه دي…

لیکنه:  د تاریخ‌ په تاخچو کې، د رڼا څرکونه ليکوال: ولي الله ملکزی روهي وېب پاڼه کې د  ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://ro...
29/11/2024

لیکنه: د تاریخ‌ په تاخچو کې، د رڼا څرکونه
ليکوال: ولي الله ملکزی
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93293
_____________
د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د پوهاند حبیبي همدا تاریخي شاهکار د افغانستان د علومو اکاډمۍ شمله ور لیکوال، څېړنپوه ډاکټرعبدالقیوم زاهد مشواڼي له دري څخه پښتو ته ژباړلی دی. ډاکټر مشواڼی په ۱۳۵۶ لمریز هجري (۱۹۷۷م) کال کې د کونړ د غازي آباد ولسوالۍ د بارګام په هغه ښکلي کلي کې زېږېدلی چې د دنګو غرونو لمنې یې د ختریزو، ګورګرو او غوړاسکو خوشبویه بوټو پوښلې دي. لېسه یې د کوزې پښتونخوا په تېمرگرې کې لوستې، لېسانس او ماسټري یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه اخيستې او تېر کال یې د پېښور پوهنتون، پښتو اکاډمي څخه خپله ډاکټري/ PHD ترلاسه کړېده....

لیکنه:   همګټي هیوادونه  (تاریخ، جوړښت او اوسنی وضعيت) ليکوال: حميدالله بسيا روهي وېب پاڼه کې د  ليکنې د بشپړ متن تړونی:...
20/11/2024

لیکنه: همګټي هیوادونه (تاریخ، جوړښت او اوسنی وضعيت)
ليکوال: حميدالله بسيا
روهي وېب پاڼه کې د ليکنې د بشپړ متن تړونی: https://rohi.af/news/93292
_____________
دوی د برتانوي امپراتورۍ د تاریخ یوه برخه ده او په اصطلاح له موزمبيق او کامرون هېوادونو ماسوا نور ټول هغه هېوادونه دي چې يو وخت پرې برتانيا راج کاوه . زموږ د افغانستان د شاوخوا هېوادونه لکه پاکستان، هند، بنګله دېش، نيپال سريلنکا څخه ان تر زمبابوې پورې یې ۵۶ هېوادونه غړيتوب لري چې په دې ډول دي....

Address

Kabul

Telephone

+93766900007

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rohi News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Rohi News:

Share