Kabul Press Club

Kabul Press Club KPC stands for excellence in journalism and communications and works to protect the rights of J
(1)

د آمو ټلویزیون اجراییوي رییس لطف الله نجفی زاده د افغانستان د ازادو ژورنالستانو په استازیتوب د کاناډا او بریتانیا د رسنی...
28/09/2024

د آمو ټلویزیون اجراییوي رییس لطف الله نجفی زاده د افغانستان د ازادو ژورنالستانو په استازیتوب د کاناډا او بریتانیا د رسنیو د ازادۍ ګډه جایزه ترلاسه کړه.

د جایزې ورکولو مراسم په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شول.

ښاغلي نجفي زاده دغه جايزه د کاناډا د بهرنيو چارو له وزيرې ميلاني جولي او د بريتانيا د مرستيال لارډ کولنز هايبري څخه ترلاسه کړه.

کابل پریس کلب د افغانستان ازادو ژورنالیستانو او ازادو رسنیو مالیکانو ته د دغه جایزي مبارکي وايي.
او همدارنګه کابل پریس کلب هیله لري چي په افغانستان کې رسنۍ دپخوا په څیر ازادې او اطلاعاتو ته لاسرسي حق ولري.

اختریز پیغام!دکابل پریس کلب مشرتابه او کارکوونکي د نيکمرغه لوی اختر په را رسېدو، درسنیو کارکوونکو ،خبریالانو او افغان ول...
16/06/2024

اختریز پیغام!
دکابل پریس کلب مشرتابه او کارکوونکي د نيکمرغه لوی اختر په را رسېدو، درسنیو کارکوونکو ،خبریالانو او افغان ولس ته د زړه له کومې د لوی اختر مبارکي وايي.
الله تعالی مو ټول عبادتونه او قربانۍ دالله په دربار ڪې قبولې او منظورې سه،

په درنښت
کابل پریس کلب اداره

د هغه ورځې په هیله چې افغانستان کې بیا د خبریال او مطبوعاتو ازادي قایمه شي.
17/03/2024

د هغه ورځې په هیله چې افغانستان کې بیا د خبریال او مطبوعاتو ازادي قایمه شي.

اختریز پیغام!دکابل پریس کلب مشرتابه او کارکوونکي د نيکمرغه لوی اختر په را رسېدو، درسنیو کارکوونکو ،خبریالانو او افغان ول...
27/06/2023

اختریز پیغام!
دکابل پریس کلب مشرتابه او کارکوونکي د نيکمرغه لوی اختر په را رسېدو، درسنیو کارکوونکو ،خبریالانو او افغان ولس ته د زړه له کومې د لوی اختر مبارکي وايي.
الله تعالی مو ټول عبادتونه او قربانۍ دالله په دربار ڪې قبولې او منظورې سه.

په درنښت
کابل پریس کلب اداره

ملګري ملتونه دې په مزارشریف کې پر خبریالانو د برید پلټنه وکړي.مطبوعاتي اعلامیهکابل پریس کلب مارچ/۱۱/۲۰۲۳کابل پریس کلب اد...
11/03/2023

ملګري ملتونه دې په مزارشریف کې پر خبریالانو د برید پلټنه وکړي.

مطبوعاتي اعلامیه
کابل پریس کلب
مارچ/۱۱/۲۰۲۳

کابل پریس کلب اداره له ملګرو ملتونو او د بشر د حقونو له نړېوالو سازمانونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چي ژر تر ژره دې په بلخ ولایت کي پر خبریلانو د برید بیړنۍ او دقیقه څیړنه وکړي.

په مزار کې پر خبریالان برید یو بشري جنایت دی او کابل پریس کلب اداره دغه برید په کلکه غندي او ټپیانو سره د عاجلو رغتیا يي مرستو غوښتنه کوي.

کابل پریس کلب یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوو چي د بیان ازادۍ ته ژمن پاته شي او له خبریالانو سره پر وخت او رښتیني‌ معلومات شریک کړي.
او همدا راز یو ځل بیا ددغه پېښې پر پلمه له طالبانو غواړو چي خپل وسله وال د خبریالانو پر حقونو و پوهوي، ځکه خبریالان د ملت او حکومتونو تر منځ د پل حثیت لري،‌ د ولس معلومات تر مسوولینو رسوي نو په کار ده چي په کلکه یې خوندیتوب وشي.
په مزار کې د کابل پریس کلب د همکار عبدالطیف سهاک چي رغتون ته د خبریالانو د پوښتنې لپاره ور غلی و، ورستي‌ معلومات یې دا و چي برید کې ۱۲ خبریالان ټپیان شوي، چی د پنځو کسانو رغتیا یی وضعیت تر نورو یوڅه د اندېښنې وړ دی؛ خو ډاکټرانو د ټولو د رغتیا ډاډ ور کړی.

درنښت
د کابل پریس کلب اداره

Kabul Press Club Calls for International Investigation into Attack on Journalists in Balkh Province.Kabul, Afghanistan -...
11/03/2023

Kabul Press Club Calls for International Investigation into Attack on Journalists in Balkh Province.
Kabul, Afghanistan - March 11, 2023
The Kabul Press Club strongly condemns the heinous attack on journalists in Balkh province, which resulted in multiple casualties, and urges the United Nations and international human rights organizations to launch an investigation into the incident immediately.
This brazen attack on journalists in Mazar-e-Sharif is a crime against humanity and the Kabul Press Club administration firmly demands that the injured receive prompt medical attention. We reiterate our call for the Taliban to honor their commitment to press freedom and share timely and accurate information with journalists.
Moreover, we implore the Taliban to educate their militants on the rights of journalists, who serve as a critical link between the people and the government, conveying public information to the authorities. Therefore, journalists must be afforded the highest level of protection and respect.
According to our sources, 12 journalists were injured in the attack, with the condition of five individuals more serious than the others.
The Kabul Press Club stands in solidarity with the families of the victims and the media community in Afghanistan during this challenging time. We demand justice for the victims and call for an immediate end to the violence and intimidation against journalists in the country.
Sincerely,
Kabul Press Club Administration

اعلامیه فدراسیون خبرنگاران و نهادهای رسانه‌ای افغانستان در پیوند به اظهارات عبدالحق حماد رئیس نظارت بر رسانه های اداره  ...
03/01/2023

اعلامیه فدراسیون خبرنگاران و نهادهای رسانه‌ای افغانستان
در پیوند به اظهارات عبدالحق حماد رئیس نظارت بر رسانه های اداره طالبان
مؤرخ :
٣ جنوري ٢٠٢٣

محکمه‌ی غیابی در اسلام فقط در تضییع حق جایز است. در هیچ حالت دیگر محکمه‌ی غیابی در اسلام جواز ندارد. قوانین بین‌المللی حقوق بشری نیز این روند را فقط در تضییع حقوق به رسمیت می‌شناسد. رئیس نظارت بر رسانه های اداره‌ی طالبان در وزارت اطلاعات و فرهنگ اعلام داشته است که این‌گروه مسوولان رسانه‌هایی را که به‌خارج از کشور پناه برده اند، به‌گونه‌ی غیابی محاکمه می‌کند.
به باور فدراسیون خبرنگاران و نهادهای رسانه‌ای افغانستان هر نوع اقدام طالبان دراین زمینه غیر شرعی وغیرقانونی است. چون در اینجا تضییع حق مصداق روشن ندارد. از سوی دیگر تمامی قوانین افغانستان به‌جزء قوانین نظام کمونیستی، محکمه‌ی غیابی را در موارد ضایع شدن حق مصداق پذیر دانسته و سوء استفاده‌ی سیاسی از این امر را غیر قانونی شمرده است. در کنار این حقیقت، در حال حاضر هیچ قانونی مرئی‌الاجرا نبوده و تمامی قوانین افغانستان به حالت تعلیق قرار دارد. طالبان فقه حنفی را اصل رفتار‌های حقوقی خویش می‌پندارند. فقه حنفی در مورد محاکم غیابی اصل تضییع حق را به رسمیت می‌شمارد. پناه‌برپن به خارج و یا داشتن رسانه‌ در افغانستان هیچ‌کدام مصداقی برای تدویر محکمه‌ی غیابی در فقه حنفی شمرده نمی‌شود.
اضافه باید کرد که محاکم غیابی همیشه از سوی نظام‌های خودکامه به عنوان یک حربه‌ی فشار بر آزادی های فردی و اجتماعی در جامعه به‌کار رفته و در روشنایی قوانین بین‌المللی نقض حقوق بشر پنداشته می‌شود.
فدراسیون خبرنگاران نهاد های رسانه‌ ی افغانستان مصرانه از سازمان ملل متحد ، کشور های که به دیموکراسی و حقوق بشر به عنوان ارزش جهانی التزام وسایر سازمان هایکه ماموریتهای مدافع آزادی های مدنی دارند می طلبد تا جلو اقدامات خشونت بار این گروه را گرفته نگذارند گروه طالبان به‌گونه‌ی دیگری حقوق بشری جامعه‌ی رسانه‌ای کشور را ضایع نماید.
همچنان از مردم آزاده‌ی جهان می خواهیم که در کنار مردم افغانستان وارزش های حقوق بشری و مدنی قرار گرفته با هر وسیله‌ای که ممکن است جلو اعمال خشونت از سوی این گروه را بگیرند .
ما متعهد به اطلاع رسانی آزاد وبیطرفانه بوده و چرخش آزاد معلومات به هیچ وجه متوقف نخواهد شد.

د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت په ۱۳ ولایتونو کې د ازادي راډیو پر خپرونو بندیز ولګوئ. مطبوعاتي اعلامیهکابل پریس کلبډسم...
01/12/2022

د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت په ۱۳ ولایتونو کې د ازادي راډیو پر خپرونو بندیز ولګوئ.
مطبوعاتي اعلامیه
کابل پریس کلب
ډسمبر۱/۲۰۲۲
تیره ورځ د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه خبر خپور شو چې د ژورنالیستیکو اصول د نه مراعت کولو په خاطر یې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د ازادي او امریکا غږ راډیو خپرونې د اف ام امواجو له له لوري وتړلې.
چې په دې کار سره یو ځل بیا طالبانو خپله کمزوري و ښودله او دا یې څرګنده کړله چې دوی په هیڅ ډول د بیان او مطبوعاتو ازادۍ ته ژمنتیا نلري او په دې برخه کې له استبداد څخه کار اخلي.
د ازادي راډیو مسؤولین یواځې دا تایيدوي چې د راډیو خپرونې بندې شوې نور ورته د طالبانو له لوري په رسمي توګه کوم څه ندي ویل شوي.
دا چې په افغانستان کې تلویزیونو ته لاس رسی محدود دی نو له همدې کبله ازادي او امریکا غږ راډيو ګانې د افغانستان د خلکو لپاره د خبرونو او ورځنیو پېښو یواځینی سرچینې وې چې طالبانو یې تازه پر خپرونو بندیز اعلان کړ.
تر دې وړاندې د طالبانو اوسني نظام په افغانستان کې د بي بي سي او اشنا تلویزیونو خپرونې هم بندې کړې وې او په افغانستان کې دننه رسنیو پالیسي یې هم پر خپله خوښه جوړه کړه او پر خبریالانو یې مطلق سانسور ولګوي.
د یادو رسنیو د نشراتو بندیز په داسې وخت کې اعلان شو ، چې د طالبانو د کلتور وزارت د نشراتو یوه مسؤول عبدالحق حماد د ازادۍ راډیو پر هغه خبر غوسه ښودلې وه چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني د کابل د سفر په اړه خپور شوی و.‌
ازادي راډی په دغه خبر کې له ټولنیزو رسنیو څخه د افغان ښځو تبصرې او غبرګونو را اخیستې و چې
وروسته له هغې عبدالحق حماد پر خپل ټویټر پاڼه د ازادي راډیو په اړه خواشینونکې خبرې کړې وې او هغوی یې پر دې تورن کړي و چې ګواکې خبري ارزښتونه یې په پام کې ندي نیولی.
د کابل پریس کلب اداره د طالبانو دغه عمل د بیان د ازادۍ او بشري قوانینو خلاف کار بولي او وایې چې له ولس څخه د بیان د ازادۍ او ا طلاعاتو ته د لاس رسي‌ حق اخیستل جرم بلل کیږي او ژر تر ژره دې د ټولو تړل شو رسنیو نشراتو ته اجازه ورکړل شي.

د الیاس داعي د شهادت دوه کاله پوره شول، خو کورنۍ یې له ټولو هېره دهکابل پریس کلب(۲۲/۸/۱۴۰۱)هلمند کې د شهید شوي خبریال مح...
12/11/2022

د الیاس داعي د شهادت دوه کاله پوره شول، خو کورنۍ یې له ټولو هېره ده
کابل پریس کلب(۲۲/۸/۱۴۰۱)
هلمند کې د شهید شوي خبریال محمد الیاس داعي د شهادت دوه کاله پوره شول؛ خو نه يې په جمهوریت کې د قاتلینو په نیولو او سزا ورکولو کې هڅې شوې او نه هم له اوسني حاکم نظام څخه تمه کیږي چې د هغه کورنۍ ته د عدالت غوښتنه وکړي.
دغه وتلي او نامي خبریال د تیر حکومت پر مهال د مرګ ګڼ ګواښونه تر لاسه کړي وو، په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کال کې یې څو څو ځله د وژولو هڅه هم وشوه چې له بده مرغه د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۲ نیټه د خپل کور مخ ته د چسپکي ماین له کبله شهید او مشر ورور مجتبی محمدي سخت ټپي شو.
شهید محمد الیاس داعي د تیرو ۱۵ کالو راهیسي په رسنیو کې یو بااستعداده او مسلکي خبریال پاتې شو او پوره یولس کاله یې په جنوب کې له ازادي راډیو سره د یوه مسلکي، غښتلي او سپیڅلي خبریال په توګه کار وکړ.
نوموړي په یاده موده کې د ازدۍ راډیو سربیره له یوشمیر نورو نړیوالو رسنیو سره هم دخبریال په توګه کار کاوه، د فساد، نشیې توکو دقاچاق او نا امنیو په اړه د ارواښاد څیړنیز رپوټونه د پام وړ وو او د همدې رپوټو له کبله به وخت ناوخته ورته د مرګ ګواښونه کېدل.‌
د شهید شوي خبریال محمد الیاس داعي له کورنۍ سره د نوموړي تر وژنې وروسته نیږدې ټولو هغو ادارو او بنسټونو اړیکه پرې کړې چې ده ور سره کار کړی و، د جهموریت له سقوط وروسته د نوموړي دکورنۍ د امنیتي او اقتصادي ستونوزو پوښتنه کوم چا نده کړې او دا مهال یې کورنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده.
د هلمند د خبریالانو پخواني مشر زین الله ستانکزي کابل پریس کلب ته وویل چې د ازادي راډیو ادارې مشرتابه هم په خپله ژمنه ونه درېدل ځکه هغوی د نوموړي له کورنۍ سره د مرستې ژمنې کړې وې او همدارنګه په لښکرګاه کې د الیاس داعي په نامه د څلور لارې د جوړېدلو مالي لګښت یې منلی و چې له بده مرغه هغوي‌ هغه مرسته ونکړه او د څلور لارې کار په نیمه پاته شو.
ارواښاد داعي په ۳۴ کلنۍ کې په شهادت ورسېد، چې له نوموړي څخه یوه میرمن یوه لور،مور، وروڼه او خوندې پاتې شول،‌ چې د نومړي له مرګ وروسته دغه لوی کهول له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ شول.
د شهید محمد الیاس داعي کورنۍ چې د نوموړي په ژوند کې يې یوه دولتي کور په کرایه نیول و او هلته یې د ارواښاد د خاطرو سره ژوند کاوه؛ خو د طالبانو دبیا واکمن کیدو سره سم یې هغوی مجبور کړل چې له کوره کډه وباسي.

په پکتیاکې د خبریالان سره د شوي چلند په خاطر کابل پریس کلب ادارې ملګرو ملتونو ته لیک لیږلی. مطبوعاتي اعلامیهسپټمبر ۱۱ /۲...
11/09/2022

په پکتیاکې د خبریالان سره د شوي چلند په خاطر کابل پریس کلب ادارې ملګرو ملتونو ته لیک لیږلی.
مطبوعاتي اعلامیه
سپټمبر ۱۱ /۲۰۲۲
تیره ورځ د پکتیا ولایت د پریس کلب خبریالان د طالبانو د استخباراتو ریاست بندیان کړي، د هغوی شخصي‌ ټلفونونه او د خبریالۍ وسایل یې ترې اخیستي، او سپک چلند یې ور سره کړی.
په ګردیز کې د پکتیا پریس کلب غړي خبریالان او د افغانستان د مطرحو رسنیو خبریالان په داسې حال کې د طالبانو محلي ادارې بندیا کړي چې دوی تیره ورځ په یاد ولایت کې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو او نه پرانیستلو په تړا و خبري مواد له خپلو رسنیو سره شریک کړي وو.
د طلوع نیوز، پژواک، سلام وطندار او اریانا نیوز محلي خبریالان وايي چې دوی ته د طالبانو ځايي چارواکو ويلی چې خبریالانو ته امنیتي ګواښ متوجه دی او هر څومره ژر چې کیږي باید له دوی سره ولاړ شي او بیا دې پریس کلب ته هم نه ځي او پر کور دې کیني.
خبریالان وایی چې د طالبانو د استخباراتو د دغه سپک او توهین کووونکي چلند پوښتنه دې وشي او دوی ته دې د تهدید جزیات څرګند شي.
کابل پریس کلب په تیره یوه میاشت کې ۱۹ داسې قضیې ثبت کړې چې د طالبانو له لوري خبریالان وهل شوي، توهین شوي او بندیان شوي دی.‌ او له بده مرغه چې د هرې پېښې د ثبت پرمهال خبریالانو د خپل خوندیتوب په خاطر غوښتنه کړې چې د دوی مسله دې نه رسنیزه کیږي.

پر همدې اساس کابل پریس کلب د یوه لیک سره د خبریلانو قضیې ملګرو ملتونو بشري څانګې، نړېوالو رسنیزو بنسټونو، د بشری حقونو د څار سازمان او د بښنې نړېوال سازمان ته لیږلې، او ور څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانستان د اوسنۍ ادارې پر چارواکو دې تر هغه یو شمیر بندیزونه اعلان کړي تر څو د رسنیو او خبریالانو له توهین او سپکاوي څخه یې لاس نه وي‌ اخیستی او هغوی ته یې خوندي کاري ‌چاپریال نه وي رامنځته کړی.
درناوی
د کابل پریس کلب اداره.

اختریز پیغام!دکابل پریس کلب مشرتابه او کارکوونکي د نيکمرغه لوی اختر په را رسېدو، درسنیو کارکوونکو ،خبریالانو او افغان ول...
08/07/2022

اختریز پیغام!
دکابل پریس کلب مشرتابه او کارکوونکي د نيکمرغه لوی اختر په را رسېدو، درسنیو کارکوونکو ،خبریالانو او افغان ولس ته د زړه له کومې د لوی اختر مبارکي وايي.
الله تعالی مو ټول عبادتونه او قربانۍ دالله په دربار ڪې قبولې او منظورې سه،
الله (ج) دې وڪړي چې روان کال دافغان خبریالانو لپاره د تاوتریخوالي څخه خالي کال سی.

په درنښت
کابل پریس کلب اداره

افغانستان کې د سارک خبریالانو د ټولنې څانګه پرانستل شوهد کابل پریس کلب په دوامدارو هڅو سره افغانستان کې د سارک خبریالانو...
13/06/2022

افغانستان کې د سارک خبریالانو د ټولنې څانګه پرانستل شوه

د کابل پریس کلب په دوامدارو هڅو سره افغانستان کې د سارک خبریالانو ۱۱ کسیزه ټولنه جوړه او د ټاکنو له لارې یې د مشرۍ، مرستیالۍ، جنرل سکرټریت او سکرټریت لپاره خبریالان وګومارل.

د سارک خبریالانو د افغانستان څانګې ټول غړي یولس کسان دي چې خلیل الرحمن امید یې د مرکزي دفتر د بورډ غړی، ګل محمد ګران یې د افغانستان څانګې لپاره تازه مشر، بېنظیر بکتاش مرستیاله ، آمنه عزیزي جنرل سکرټره، نورالله ستانکزی سکرټر، صدیق الله پوپل منشي او همدارنګه اکرام الله اکرام، سیرت نوري، عصمت مرادي، ګل احمد احسان او ضمیر صافی یې د غړو په توګه پېژندل شوي دي.

د سارک خبریالانو ټولنه (SAARC Journalist Forum) د ۲۰۱۹ کال په سمپټمبر میاشت کې رامنځته شوه چې له هماغه مهاله ورسره د کابل پریس کلب همکاري موجوده او په دوامدارو هڅو سره یې افغانستان کې څانګه پرانستله.

په یاده ټولنه کې د افغانستان، هند، سريلانكا، مالديف، بوتان، نیپال، بنګله دېش او پاکستان یو شمېر خبریالان غړیتوب لري چې د همدې سیمې د خبریالانو له حقونو څخه د دفاع په موخه جوړه شوې ده.
د SJF مشر له نیپال څخه راجو لاما، مرستیال یې له هند څخه رامنات ویدروهي، جنرال سکرټر یې له بنګله دېش عبدالرحمن او سکرټر یې له افغانستان څخه خليل الرحمن امید دی.

18/03/2022
د طالبانو حکومت د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنيزو بنسټونو د فدراسیون خبري غونډې لغوه کړې دهد کابل پرېس کلب مطبوعاتي ا...
27/01/2022

د طالبانو حکومت د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنيزو بنسټونو د فدراسیون خبري غونډې لغوه کړې ده
د کابل پرېس کلب مطبوعاتي اعلامیه
کابل: /۰۱/۲۷/۲۰۲۲
د طالبانو حکومت د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون خبري غونډې ته اجازه نه ده ور کړې. د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون چهارشنبې په ورځ په کابل کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه مطبوعاتي کنفرانس را بللی و چې د طالبانو د استخباراتو له غبرګون سره مخ شول.
د فدراسیون استازي وايي چې طالبانو د غونډې تالار ته ورغلي وو او د دوی همکاران یې د څېړنو او ګروېږنو لپاره له ځان سره کېنولي وو.
دوی زیاتوي چې طالبانو له کومې قانوني سرغړونې پرته د فدراسیون مسوولان ګواښلي او ورته ويلي يې دي چې د دوى له اجازې پرته هېڅوک خبري کنفرانس نه شي راغوښتى.
د کابل پرېس کلب اداره د طالبانو د حکومت دغه کړنه غندي او ورته وایي چې رسنۍ د حکومتونو هېنداره ده. که غواړئ چې خپل مخ پکې وګورئ، ښه به وي چې رسنۍ ازادې پرېږدئ او د هغوى د تقویې لپاره هڅې وکړئ.
پرېس کلب پر دې باور دى چې ښه حکومتونه مسلکي رسنۍ او خبریالان ساتي او هغوى نه مجبوروي، څو هېواد پرېږدي او یا هم رسنۍ وتړي.
کابل پرېس کلب پر ټولو کورنیو او نړېوالو رسنیزو بنسټونو غږ کوي چې پر طالبانو فشار زیات کړي، څو خبریالان او رسنۍ پرېږدي چې په ازاده توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
همدارنګه، پرېس کلب پر ټولو رسنیو غږ کوي چې د طالبانو د دا ډول اعمالو په مقابل کې ودرېږي او د طالبانو د اوسني حکومت چارواکي پرې نږدي‌ چې د رسنیو پر وړاندې دا ډول نامسلکي او ناقانونو اقدامات وکړي.
د پرېس کلب اداره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو اړوندو ویاندویانو څخه جدي غوښتنه کوي‌چې پر کوم دلیل دوی د رسنیزو بنسټونو او د افغانستان د ژورنالېستانو غونډه لغوه کړې او هغوی ته یې د بندي کولو ګواښ کړى دى.

درنښت
د کابل پرېس کلب اداره

اسلامي امارت د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنيزو بنسټونو د فدراسیون خبري غونډه لغوه کړهټاکل شوې وه چې د افغانستان د رسن...
27/01/2022

اسلامي امارت د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنيزو بنسټونو د فدراسیون خبري غونډه لغوه کړه

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د رسنیو او د خبریالانو بنسټونو فدراسیون په هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو وضعیت په اړه یوه غونډه جوړه کړي، خو د یاد فدراسیون غړي وايي چې د ناستې د جوړېدو اجازه نه ده ورکړل شوې او د اسلامي امارت مسوولانو دغه غونډه لغوه کړه.

د فدراسیون مشرتابه غړی سید‌علي اصغر اکبرزاده وايي چې غونډې ته یې کورنۍ او بهرني رسنۍ وربللې وې، خو د اسلامي امارت د مسوولانو له لوري یې مخه نیول شوې ده.

د دغه فدراسیون غړي وايي، د اسلامي امارت مسوولانو له‌خوا ورته لارښوونه شوې چې تر بلې خبرتیا پورې د هر ډول ناستې ترسره کولو حق نه‌لري.

دوی اسلامي امارت څخه غواړي چې د دغو ستونزو د رامنځ ته کېدو مخنیوي لپاره، هر څه ژر په دې برخه کې د قانون یا طرزالعمل رامنځ ته کولو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

د شهید الیاس داعي‌ کورنۍ بیړنۍ‌ پاملرنې ته اړتیا لري د کابل پریس کلب مطبوعاتي اعلامیه کابل- افغانستان/۱۱/۱۲/۲۰۲۱د شهید ا...
12/11/2021

د شهید الیاس داعي‌ کورنۍ بیړنۍ‌ پاملرنې ته اړتیا لري

د کابل پریس کلب مطبوعاتي اعلامیه
کابل- افغانستان
/۱۱/۱۲/۲۰۲۱
د شهید الیاس داعي د شهادت د تلین له پوره کیدو سره همهاله د نوموړي ‌کورنۍ یوځل بیا له ازادي راډیو او د ژورنالیستانو د نړېوالو ملاتړو مرکزونو څخه غوښتنه وکړه چې د ارواښاد داعي د ماشومې لور او کونډې مېرمنې ژوند وژغوري.
الیاس داعي تیر۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۲ نېټه د هلمند په لښکرګاه ښار کې په یوه بمي چاودنه کې شهید شو او نن یې د شهادت لومړی تلین دی، ‌ارواښاد داعي د ژورنالیزم په پنځه لس کلنه دوره کې د هلمند او بې وزله افغانانو رسا غږ بلل کیدی.
‌کابل پریس کلب د شهید داعي‌ د موربي بي د غږ بدرګه کولو سره همغږې د ازادۍ راډیو او د ژورنالیستانو د نړېوالو ملاتړو بنسټونو څخه په درنښت غوښتنه کوي‌ چې د الیاس داعي‌ او ورته نورو شهیدانو کورنۍ دې نه هیروي.‌
د جمهوریت تر ړنګیدو وروسته که څه هم په افغانستان کې د بیان ازادي محدوده شوې او په هیواد کې موجوده خبریالان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی؛ خو د شهید الیاس داعي د کورنۍ په ګډون د ګڼو نورو شهیدو شو خبریالانو کورنۍ له سخت امنیتي‌ او اقتصادي حالت څخه ځوریږي.‌

که څه هم د جمهوریت په دوره کې د خبریالانو پر وړاندې هر کال د تاوتریخوالي او وژنو ډیرې قضیې ثبتېدلي؛ خو بیا هم د یوې با صلاحیته کمېټې له لوري یې د قضیو څړنه کېدله او ډیر کله به پخواني حکومت د خبریالانو د وژنو تور پر طالبانو پورې کوی چې طالبانو په بیا بیا دغه تورونه رد کړي؛ خو اوس مهال د طالبانو په واکمنۍ کې هم خبریالان ځان خوندي نه ګڼي او له تیرو دو میاشتو راهیسي یې پر وړاندې ګڼې د تاوتریخوالي قضیې ثبت شوي‌ دي.‌
د تیر ۲۰۲۰ کال په ورستیو کې د هدفي وژنو په ترڅ کې په پرله پسې توګه د خبریالانو له کورنۍ څخه مشهور کسان، یما سیاوش، الیاس داعي، ملاله میوند،‌ بیسم الله عادل او رحمت الله نیکزاد په پرله پسې توګه ووژل شول چې له بده مرغه د وژنو مسوولیت یې هیڅ کومې ډلې په غاړه وانخیست.
کابل پریس کلب د خبریالانو د خوندیتوب په خاطر یوځل بیا د خبریالانو له نړېوالو ملاتو بنسټونو څخه غوښتنه کوي‌ چې په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت له نیږدې وڅاري او له طالبانو غواړي چې د بیان د ازادۍ درناوی وساتي.‌
پای
درنښت
د کابل پریس کلب اداره

د مبارکۍ پيغام!دکابل پریس کلب مشرتابه او کارکوونکي د نيکمرغه لوی اختر په را رسېدو، درسنیو کارکوونکو ،خبریالانو او افغان ...
20/07/2021

د مبارکۍ پيغام!
دکابل پریس کلب مشرتابه او کارکوونکي د نيکمرغه لوی اختر په را رسېدو، درسنیو کارکوونکو ،خبریالانو او افغان ولس ته د زړه له کومې د لوی اختر مبارکي وايي.
قربانۍ او عبادتونه مو د الله ج په دربار کې قبول سه!
الله (ج) د وکړي چې روان کال دافغان خبریالانو لپاره د تاوتریخوالي څخه خالي کال سی

په درنښت
کابل پریس کلب اداره

Address

Kabul
26000

Telephone

+93707727800

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kabul Press Club posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Kabul Press Club:

Videos

Share