11/07/2024
افغان شهید ګیله منه!
ستا ټولې حماسي او انقلابي ویناوې چې د شعر په ژبه دې پښتون ولس د ویښتابه لپاره غږولې دي، دا به د راتلونکو څو نسلونو په فکر او زړه کې ژوندئ پاتې وي.
ستا د لارویانو شمېر دومره ډېر دی څ ستا قاتل یې خپلو راتلونکو نسلونو راتونکي ته اندېښمن کړی دی.
شهید ګیله منه ستا جنازې ته ملایکې هم حیرانې دي، د جنازې د بازو کې د نیولو ځای نشته، ټوله دنیا ژاړي لوی، وړوکی، ځوان سپین ږیری مېرمنې او نارینه ټول د ژړا په ټغر ناست دي.
ګیله منه تا داسې یو میراث پرېښود چې یواځې پښتانه نه بلکه د ټولې نړئ ځوانان به په کورونو او د ژوندانه په ټولو چارو کې ستا د مېړانې تمثیل کوي. شهید ګیله منه تا رښتیا هم د (حب الوطن من الایمان) کلمه په عمل کې ثابته کړه.
تا خپل ژوند لکه د شمع په څېر نذرانه کړ، ستا بدل به ډېرهپه ګرانه تمامه شي.
شهید ګیله منه ستا لاره به ادامه لري، په مخه دې زیړي ګلونه، شهادت دې مبارک او ټولو پښتنو ځوانانو او ولسونو ته د لوی افغانستان په مبارزه کې لا ډیر توفیق!
انالله و اناالیه راجیعون
کاپی Mohammad Sami