30/08/2024
د لوګر په مرکز پل علم کې د کتابونو نندارتون د یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پرانیستل شو. د دغه نندارتون د پرانیستلو پرمهال د د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس، له کتاب او مطالعې سره مینه د یوې ټولنې د پرمختګ او ښېرازۍ بنسټ بولي او زیاتوي، چې د سرپرست حکومت له بیا وکمنېدو سره په دې ولایت کې د ځوانانو، زده کوونکو، محصلینو او خلکو ترمنځ د کتاب مطالعې فرهنګ ښه شوی او ورځ تربلې مخ په لوړېدو روان دی.