Paktika Mili

Paktika Mili د پکتيکا، هيواد او نړۍ مهم خبرونه

03/02/2025

د حج فريضې اداء کولو په موخه پکتيکا کې د یو زر او ۶۰۰ کسانو ترمنځ پچه اچونه يا قرعه کشي ترسره شوه.
نور جزيات راپور کې
#ملي‌تلویزیون

نن دوشنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي⬇️ #ملي‌تلویزیون
03/02/2025

نن دوشنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي⬇️
#ملي‌تلویزیون

تهران کې د افغانستان سفیر د ایران بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو له رئیس جواد معبودي‌فر سره کتلي.تهران کې افغان سفارت وایي...
03/02/2025

تهران کې د افغانستان سفیر د ایران بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو له رئیس جواد معبودي‌فر سره کتلي.

تهران کې افغان سفارت وایي چې، دواړو خواوو کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر وروستی سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو مهم پړاو ګڼلی او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
#ملي‌تلویزیون

د نن دوشنبې ورځې تاریخ! #ملي‌تلویزیون
03/02/2025

د نن دوشنبې ورځې تاریخ!
#ملي‌تلویزیون

ټولګټو وزارت وايي، چې د تېرې مرغومې مياشتې له پيله تر پايه د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارې ۴۰۸ زره او ۸۷۶ مټریک ټنه انتقا...
02/02/2025

ټولګټو وزارت وايي، چې د تېرې مرغومې مياشتې له پيله تر پايه د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارې ۴۰۸ زره او ۸۷۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
دغه انتقالات د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف-هرات اوسپنې پټلیو له لارې شوې دي.
#ملي‌تلویزیون

02/02/2025

د پکتيکا ولايت عدليې رياست لپاره نوی ټاکل شوی رئیس نن معرفي او خپله دنده يې رسماً پيل کړه.
نور جزيات راپور کې👇
#ملي‌تلویزیون

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۱ افغانان د پاکستاني پولیسو له بنده ازاد ا...
02/02/2025

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۱ افغانان د پاکستاني پولیسو له بنده ازاد او تېره ورځ (شنبه، د سلواغې ۱۳مه) هېواد ته راستانه شول.

د یاد وزارت په وینا، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله له دوو څخه تر ۱۵ ورځو پورې د پولیسو په بند کې وو.
#ملي‌تلویزیون

نن یکشنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي⬇️ #ملي‌تلویزیون
02/02/2025

نن یکشنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي⬇️
#ملي‌تلویزیون

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین تروډو د ټرمپ له خوا د دغه هېواد پر وارداتي توکو د ۲۵ سلنې تعرفې د وضعه کېدو په غبرګون کې ویلی...
02/02/2025

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین تروډو د ټرمپ له خوا د دغه هېواد پر وارداتي توکو د ۲۵ سلنې تعرفې د وضعه کېدو په غبرګون کې ویلی، چې کاناډا به هم په ورته اقدام لاس پورې کړي.
هغه د یوې خبري ناستې پرمهال ویلي، چې په لومړي قدم کې به د امریکا د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پر وارداتي توکو ۲۵ سلنه تعرفه وضعه کړي او ور پسې به دا تعرفه د امریکا د ۱۲۵ میلیارده ډالرو په ارزښت وارداتي توکو هم پلي شي.
ټاکل شوې چې د کاناډا له خوا پر امریکایي وارداتو تعرفه سه شنبه ( د فیبروري پر څلورمه) پلي شي.
#ملي‌تلویزیون

‏د نن یکشنبې ورځې تاریخ! #ملي‌تلویزیون
02/02/2025

‏د نن یکشنبې ورځې تاریخ!
#ملي‌تلویزیون

نن شنبه د  #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینې بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.⬇️ #ملي‌تلویزیون
01/02/2025

نن شنبه د #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینې بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.⬇️
#ملي‌تلویزیون

د پاکستان له يوه زندان ۹۱ افغانان ازاد شول.د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له يوه زندان څخه ...
01/02/2025

د پاکستان له يوه زندان ۹۱ افغانان ازاد شول.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له يوه زندان څخه ۹۱ افغانان ازاد او تېرو دوو ورځو کې بېرته هېواد ته راستانه شوي.

د یاد وزارت په وینا؛ دغه افغانان د قانوني اسنادو د نه شتون له امله له دوو څخه تر ۲۷ ورځو پورې په بند کې وو.
#ملي‌تلویزیون

د امریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ (جمعه، د سلواغې ۱۲مه) اعلان کړی، چې له کاناډا او مکسیکو څخه به د توکو پر وارداتو ۲...
01/02/2025

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ (جمعه، د سلواغې ۱۲مه) اعلان کړی، چې له کاناډا او مکسیکو څخه به د توکو پر وارداتو ۲۵ سلنه او د چین پر وارداتو به ۱۰ سلنه تعرفه وضعه کړي.
اسو شيټېډ پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې، ټرمپ دا اقدام د غیري قانوني کډوالو او د"فنتانیل" په نوم د کیمیاوي توکو د قاچاق مخنیوي لپاره ترسره کړی.
#ملي‌تلویزیون

د نن شنبې ورځې نېټه! #ملي‌تلویزیون
01/02/2025

د نن شنبې ورځې نېټه!
#ملي‌تلویزیون

کام ایر هوايي شرکت خوست ته الوتنې پيل کړې.د ترانسپورټ او هوایي، چلند وزارت وایي، چې د کام ایر هوايي شرکت له لورې له کابل...
31/01/2025

کام ایر هوايي شرکت خوست ته الوتنې پيل کړې.

د ترانسپورټ او هوایي، چلند وزارت وایي، چې د کام ایر هوايي شرکت له لورې له کابل څخه خوست ته لومړنۍ الوتنه ترسره شوه.

د یاد وزارت په وینا: دغه هوایي شرکت به له دې وروسته له کابل څخه خوست ته په اونۍ کې دوه ځلي دوه اړخیزه الوتنې ولري.
#ملي‌تلویزیون

ګرانو هېوادوالو!په کورنیو راکړو ورکړو کې د افغانۍ په کارولو سره د افغانۍ د ثبات او ارزښت په ساتلو کې ونډه واخلئ. #ملي‌تل...
30/01/2025

ګرانو هېوادوالو!
په کورنیو راکړو ورکړو کې د افغانۍ په کارولو سره د افغانۍ د ثبات او ارزښت په ساتلو کې ونډه واخلئ.
#ملي‌تلویزیون

نن پنجشنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.⬇️ #ملي‌تلویزیون
30/01/2025

نن پنجشنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.⬇️
#ملي‌تلویزیون

خوست کې د څلورو نيمه پاتې روغتيايي مرکزونو د جوړولو چارې پيل شوې.د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه وزارت د روغتیایي خدم...
30/01/2025

خوست کې د څلورو نيمه پاتې روغتيايي مرکزونو د جوړولو چارې پيل شوې.
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال خوست ولایت ته د سفر پرمهال د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو نیمه پاتې روغتیایي مرکزونو د رغنیزو چارو پرانیسته وکړه.
د وزارت په وینا، یادو روغتیایي مرکزونو ته تر بشپړولو وروسته طبي وسایل او مسلکي پرسونل هم په پام کې نیول شوی.
#ملي‌تلویزیون

Address

Sharan

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Paktika Mili posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share