Cheenar News

Cheenar News چنار نیوز پاڼې ته ښه راعلاست
دخوست په اړه تازه کره معلومات دهر چا څخه وړاندې دقيق پر وخت خبرونه...

09/10/2024

د هر سیاسي ګوند، د هرې سیمې، د هرې پیشې او یونین او ټولو پښتنو مشرانو او ځوانانو ته مهم پیغام.
ټول ځوانان دې خپل کلي کور کې مشرانو ته د پیغام وارواوي.

رڼا د کتاب په نامه لوی نندارتون په خوست ولايت کې پرانيستل شو دغه نندارتون چې خوست ولايت يوه ځوان لخوا پرانيستل شوی دی چې...
10/08/2023

رڼا د کتاب په نامه لوی نندارتون په خوست ولايت کې پرانيستل شو
دغه نندارتون چې خوست ولايت يوه ځوان لخوا پرانيستل شوی دی چې د علم او پوهې يو بې سارې مينې اظهار څرګندويې کوي دغه ډول علمي نندارتون د علم او پوهې په ترويج کې ډير مهم رول لري نندارتون ته راغلیو ځوانانو او ګډونوالو د خوشالۍ اظهار څرګند کړ د خوستیو ځوانانو لپاره دغه ډول علمي نندارتون ډیر ګټور او مثبت وبلل
يادونې وړ ده چې نندارتون به تر دريو ورځو پورې دوام وکړي.
پاتې نه وي چې ماسخوتن مهال پکې له خوند او رنګه ډکه مشاعره هم وشوه.

27/12/2022

مف.تي محمد بشار سياسي چارو شنونکی

#چنارنيوز

#طلوع
#نيوز

پشاور بالاحصار ۱۹۳۰ کال تقریبآ ۹۲ کاله وړاندې دغسې انځور نړی ته وړاندې کولو
04/10/2022

پشاور بالاحصار ۱۹۳۰ کال تقریبآ
۹۲ کاله وړاندې دغسې انځور نړی ته وړاندې کولو

27/09/2022

د فقهې او عقايدو استاد محترم بشير احمد الحنفي د نن ورځ د ځينو چارواکو په اړه چې وايي علم فرض دی او ځينو بيا وايي علم مباح دی استاد محترم د اسلام په رڼا کې يو په زړه پورې وينا کړي ده تاسو هم واورئ او نورو ملګرو سره هم شريک کړئ
دا خبره د فقهي لحاظه سمه نده چي تعلیم مباح دی
بلکې عمومي حکم یې فرض دی په شروع کې ، بیا چي څومره ورته اړتیا وې هغومره بیا فرض کفایې دی
د اسلام دا لویه قاعده باید زموږ په ذهن کې وي:
( مالا یتم الواجب الا به فهو واجب)
د لوړي قاعدې یو مثال درته وایم.
یو شتمن سړی لوڅ دی جامې نلري اوس پر ده د لمانځه وخت را داخل سو ، نو اوس پر دې کس واجب دي چي د ځان لپاره جامې وپلوري ترڅو د لمانځه لپاره خپل عورت په پټ کړي ، که څه هم جامې اخیستل واجب ندي.
قرآن کریم وایې: وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخیل.
ژباړه: تاسو د خپل دوښمن په وړاندي د جګړې لپاره هغه څه تیار کړئ څه چي ستاسو په وسع وي.
اوس تاسو ووایاست د معاصري جګړې آلات څه دي؟
دا ټیکنالوجي چیري او څنګه زده کېږي؟
ایا ددې زده کړه واجب( فرض ) نده؟
راځئ چي په اسلام سرونه خلاص کړو

31/08/2022

زما کور په تا جنت دی،
ما دپاره فرښته یې مورې

‎ژوند له تانه عبارت دی، ته د ژوند د غره چینه یې

‎مور خوږې مورې ، مور خوږې مورې

‎که ته نه وې زه به نه وومه ،
او که وومه زه به څه وومه

‎دا په ما چې نن راحت دی ، دغه ټول ستا برکت دی

‎ستا غمونه ماته یاد دي،ستا فکرونه ماته یاد دي

‎ټوله شپه ماته دعا کړې ،ستا نفلونه ماته یاد دي

‎زه دې گل کړم ،ځان دې خاورې، د سپرلي د باغ وږمه یې

‎مور خوږې مورې، مور خوږې مورې

‎چې به کله شوم ناجوړه ،ستا ژړا ماته یادیږي

‎ما چې ووینې تکلیف کې، ستا زړگی څومره خوږیږي

‎یو یو حق دې په ما غر دی، دا به څنگه پوره کیږي

‎ته چې نه یې ،خدای دې نه کړي، زما ژوند به څنگ تیریږی

‎خدای دې داسې نه کړي چرې ، چې زه یم او ته دې نه یې

‎وایه ځان درته لوگی کړم، که جهان درته لوگی کړم

‎ مال او زر درنه قربان کړم ، که خپل سر درنه قربان کړم

‎ شاعري مې درنه ځار شه، زندگي مې درنه ځار شه

‎خوشالي مې ستا رضا ده، دا ځواني مې درنه ځار شه

‎که سجده درته جایز وای ،نو زما خانه کعبه یې

‎مور خوږې مورې، مور خوږې مورې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بريا د ټولو لر او بر پښتانه وروڼه ته مبارک وي🇦🇫🇦🇫🇦🇫
30/08/2022

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بريا د ټولو لر او بر پښتانه وروڼه ته مبارک وي🇦🇫🇦🇫🇦🇫

د کریکټ آشيا کپ لومړی بريا د لر او بر ټولو افغانانو ته ډير ډير مبارک وي
27/08/2022

د کریکټ آشيا کپ لومړی بريا د لر او بر ټولو افغانانو ته ډير ډير مبارک وي


د افغانستان د خپلواکی 103 کليزه مو مبارک شه  چې غږ د ازادی په جهان خپور کړد امان هغې نارې ته مې سلام  دی 🇦🇫
19/08/2022

د افغانستان د خپلواکی 103 کليزه مو مبارک شه
چې غږ د ازادی په جهان خپور کړ
د امان هغې نارې ته مې سلام دی 🇦🇫

د ډاکټر صاحب اشرف غني د مرکې مهم ټکي .که ډا. لبا. ن په همدې شکل پاتې شي ډېرې سختیاني به راشيد م. لا .ع. مر دوره کې مساوا...
11/08/2022

د ډاکټر صاحب اشرف غني د مرکې مهم ټکي .

که ډا. لبا. ن په همدې شکل پاتې شي ډېرې سختیاني به راشي
د م. لا .ع. مر دوره کې مساوات ؤ.
اسلام په زړونو کې دی نه په ږيره کې
زه د مقاومت هيڅ طرفدار نه يم
زه له ډا. لبا. نو سره سیاسي حل طرفدار يم
ډا. لبا. ن چې څومره خلک سرکوبوي همغومره ورته مقاومتونه ايجاديږي
م. لا .ع.م.ر امر چې څنګه چليده د م. لا هب.ة. الا امر هسې نه چليږي .
دوی دې خپل يو داسې سړی وښيې چې د فکر او کار سړی وي (ټلواله يادوي)
هغوی چې ماته فاشست وایې هغوی دې اول د فاشیست په معنی ځان پوه کړي
ټول سيستم مفسد ؤ دا د يوې ورځې کار نه ؤ دوی هر وخت مداخله کوله.
مطلب انحصار ؤ دوی مشکل جوړوه او ما غوښتل په تدريج لاړ شم
ډاکټر عبدالله پر ما وتپل شو .
زه مجبور وم، دليل مې جنګ نه منل ؤ، دوی د کودتا طرحه جوړه کړې وه.بين المللی ټولنې راغلې
قانون يو بام او دوه هوا ؤ.
د مواد مخدر ريس به پوډر خرڅول چې پرې خبر شولو خپل ولايت ته وتښتيد
زموږ لاسونه تړل شوي ؤ
اساسي دليل د سولې غلط مدیریت ؤ.
د جمهوريت سقوط د اولس لخوا ندی راغلی، ولس سوله غوښتله
وروسته ډاکټر نجيب واقعيتونه درک کړل خو هر څه چې یې اولس ته وويل اولس پرې بې باوره شوی ؤ ځکه دا د خاد ريس پاتې شوی ؤ
حفيظ الله امين شپيته زره کسان ووژل او لست یې خپور کړ
د ډاکټر نجيب دګوند اشتبها دا وه چې په وژلو ټکولو او ځورولو يې شروع وکړه
مشکل جمهوريت کې نه ؤ سياسيونو کې دی.
کله چې بايډن وويل موږ اوځو خليلزاد له ډاره ټول لړزيډه
زما د خليلزاد سره برخورد وګوري او د ده م. نا. فقت وګورئ
خليلزاد م. ف. سد او بې کفايته دی له خپل افغانيت هم تير دی .
زه افغان وم اوسم به
خدای دې کرزي ته صراط مستقيم په نصيب کړي
کرزي صيب ته ما ویناګانې ليکلي پروګرامونه مې ورته جوړ کړل هغه بيچاره په هيڅ نه پوهيده
کرزی صیب د لوستلو او ليکلو سړی ندی يواځې د وينا سړی دی خو خبر یې زر هيريږي
امنيت دفاع داخله او خارجه ددوی سره وه، ۵ مليونه افغانان یې له شمال څخه محروم کړل .
احصاييه دوی نه منله وطن دوی نه منه
عبدالله عبدالله شرميږي نه چې ماته د خاين ملي خطاب کوي دوی په ۲۰۰۱ کې ديکتاتوري ونکړه يوې ولسوالۍ په ټول افغانستان نه وه حاکمه ؟
کابل چا وران کړ، په زرګونو کسان چا ووژل، آبشار له مخې چا وران کړ .
اشاره یې عبدالله عبدالله ته ده.
خليلزاد ډا. لبا. ن نه و پيژندلي ځکه ډا. لبا. نو سره دوی دوکه کړې وه
د خليلزاد طرحه وه چې د جنګسالارانو ترمنځ سوله وشي
ايا خليل زاد دومره احمق او بې کفايته ؤ
ما پرله پسې اوه کاله مقاومت وکړ خو اخر کې يواځې پاتې شوم
زما او د يوکراين زيلينسکي فرق دا دی چې هغه د يو متحد ملت مشر دی ټوله دنيا ناټو او همسايه ګان ورسره ولاړ دی .
موږ تقسيم ؤ
ايموږ او د امریکايانو د جنګ طريقه فرق درلود .
د امريکايانو طرحه وه چې کابل او قندهار وساتئ نور وطن پريدئ
روحي فضا خراپه شوه.
سياسي معامله وشوه
دوستم او عطا نور ځان مسلح کړ خو په دويمه ورځ تاجکستان کې ناست ول
۹ شمالي ولايتونه په داسې چټکۍ سقوط شول چې هيڅ منونکی نده
په کابينه کې هيچا تعهد ونکړ بلکې ټول وتښتيدل او زه يې يواځې پريښودم
امريکا زموږ د امنيت قواوې تخليه کړې او موږ خبر نه ؤ زه آخرنی سړی وم چې له مجبوريت ووتلم
زه تر اخره پاتي کيدم خو ټوله کابينه تښتيدلې وه تر ټولو اول وزير دفاع تښتيدلی ؤ
ما هيڅ افغان ندی پرې ايښی بلکې نړۍ پريښودئ.
دفاع کې بايد زر جنراله وای خو دوی ۳۰۰۰ مقرر کړي ول داخله خو څه کوئ؟
سياسي زلزله راغله چې ټول یې ګنګس کړل .
هغوی ملامت کړئ چې وطن یې اتحاد ته نه پريښود او هر يو خپل حکومت درلود
افغان لورګانو او ځوانانو نه ګيله لرم تاسو زه يواځې پريښودم ما نه ياست پرې ايښې
د امريکا کانګريس کې بحث دا دی چې دا تړون په کوم بنياد شوی څه وکړو او څه بايد وشي
سوال دا دی چې ډا. لبا. ن افغانستان په ا. سلا. مي حر. کتو. نو بدلوي که افغانستان اول کوي
رښتيا هم زه بازاري، دکانداري او جرمي شبکوي سياست ته نه وم جوړ شوی
زه ولسمشر وم خو محدوديتونه مې لرل، هر څه مې په واک کې نه ؤ د فساد ډک کان ماته په ميراث راغلی ؤ.
تصفيه په يو وار ناشونې وه
زه په سلو کالو کې چاته سر نه ټيټوم .
که ډا. لبا. ن د ولس رايه مني بيا کيدای شي لار جوړوه شي
شريعت يو کان دی .
شريعت علماؤ ايجاد کړی نه حکمرانانو
افغانستان يو سياسي ژمن قشر ته ضرورت لري
تر ټولو مهم افغانستان بايد په خپلو پښو ودريږي
زه غواړم د اولس په ارادې واک ځای ناستې ته تسليم کړم .
زه اوس وطن ته په دې شرايطو کې نه ستنيږم او اوس بيرون د کوم ګوند جوړولو اراده نلرم
نه امان الله خان نه داود خان او نه نجيب او نه هم ما دا فصل ناتمام تمام کړ خو اميد لرم
زه جوړولو ته پيدا شوي يم نه جنګ ته نغواړم ايما په نوم او تاريخ د تورې ذکر راشي
راټولونکی استاد میوند جمال صاحب

11/08/2022

او يو شی فکر کوئ چې تاريخ کې به ستاسو نامې سره يو ځای تړلی پاتې شي او تاريخ کې به ثبت وي څه شی وي؟

د شهید ملي بیرغ ورځ مو مبارک شه هغه بیرغ چې خپل هیواد کې درپولو حق نلرو👈🇦🇫😭🥺
29/07/2022

د شهید ملي بیرغ ورځ مو مبارک شه
هغه بیرغ چې خپل هیواد کې درپولو حق نلرو👈🇦🇫😭🥺

Green Khost زرغون خوست
17/07/2022

Green Khost زرغون خوست

17/07/2022

#وطن دې په ما #ګران

#زما ښایسته #جانان ♥️♥️♥️♥️♥️♥️♥️

دغه انځور د خوست ولايت د کومې والسوالی دی؟Green Khost زرغون خوست
03/07/2022

دغه انځور د خوست ولايت د کومې والسوالی دی؟
Green Khost زرغون خوست

02/07/2022
02/07/2022
01/07/2022

Address

Khost
2501-2503

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Cheenar News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Cheenar News:

Videos

Share