Watan Guand وطن ګوند

Watan Guand وطن ګوند Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Watan Guand وطن ګوند, News & Media Website, Khost.

دهندوستان پخوانۍ مشره وزیره (وزیر اعظمه ) ایندراګاندي د ډیلي په نړیوال هوایي ډګر کې باچاخان بابا ته هرکلی او   درناوی کو...
15/01/2024

دهندوستان پخوانۍ مشره وزیره (وزیر اعظمه ) ایندراګاندي د ډیلي په نړیوال هوایي ډګر کې باچاخان بابا ته هرکلی او درناوی کوي.

دمصر هیواد په پلا زمېینې قاهره کې د ازادۍ په مشهور پارک کې د افغانستان د وتلي متفکر علا مه سید جمال الدین افغان مجسمه
15/01/2024

دمصر هیواد په پلا زمېینې قاهره کې د ازادۍ په مشهور پارک کې د افغانستان د وتلي متفکر علا مه سید جمال الدین افغان مجسمه

کارتِ سخي کابل
15/01/2024

کارتِ سخي

کابل

زمـــا شـــډل بـــډل بـــادشـــاه وزیـ‍ــره یـــاره.
14/01/2024

زمـــا شـــډل بـــډل بـــادشـــاه وزیـ‍ــره یـــاره.

14/01/2024

موږ داسې نه وايو چې تا به وي وطن خر،څ کړی
خو ددې خاورې سود،اګر ولي له تا تاويږي؟

موږ داسې نه وايو چې غ،ل به يې بخښنه غواړو
د هرې غلا پل چې راواخلې ستا تر کوره درځي

موږ داسې نه وايو چې ستا محل اباد ولي دی
خو دا زموږ راوړی حق اخير پر کومه ولاړو؟

موږ داسې نه وايو چې ستا بچيان بهر کې ګرځي
خو دا زموږ د بچو غم ولي چا نه وخوړو؟

موږ داسې نه وايو چې ستا دومره دولت د څه وو؟
موږ هم ددې کښتۍ سپاره وو دا موږ خوار ولي يو؟

موږ داسې نه وايو چې تاته ولي خنډ نه دی جوړ
دا په موږ ولي زندانونه او قبرونه ډک دي؟

موږ داسې نه وايو چې ته به د خانۍ شوقي يې
خو دا د بل کلي خانان ولي په کاڼو ولې؟

موږ داسې نه وايو چې ته هم سره ټوپۍ په سر کړه
خو دا زموږ سره چې څه کيږي ته ولي چپ يې؟

موږ داسې نه وايو چې ته د اقتدار وږی يې
خو ددې قام پر هره پېښه ته خاموش ولي ئې؟

دغه سړي په چا چا ګران دی په ما خو د خپل ځان نا هم ګران دی
14/01/2024

دغه سړي په چا چا ګران دی
په ما خو د خپل ځان نا هم ګران دی

دنــیا به ســــتا لـه ســـره جــــار کـــــړمستا یو دیدن په درست جهان نه ورکومهAli Wazir
14/01/2024

دنــیا به ســــتا لـه ســـره جــــار کـــــړم
ستا یو دیدن په درست جهان نه ورکومه
Ali Wazir

نظم (محصله)خبریاله! حوصله د کیسو نه شتهژوند دیوال دی، زه لوېدلې ترېنه خښتهپوهنتون مې دا دی کال وشو چې بند دیاو وجود مې چ...
14/01/2024

نظم (محصله)
خبریاله! حوصله د کیسو نه شته
ژوند دیوال دی، زه لوېدلې ترېنه خښته
پوهنتون مې دا دی کال وشو چې بند دی
او وجود مې چا تړلی بند په بند دی
ټولګیوال مې ټول فارغ شول، هلکان وو
په چپنو تکو تورو کې روان وو
له خوښۍ یې خولۍ پورته غورځولې
ما مې خپلې هیلې اور ته غورځولې
***
خبریاله! پلار مې سخته نازولم
له تعلیم چې به خپلوانو ګرځولم،
دی مې مخه کې ولاړ لکه د ډال و
دومره نر نه و چې ده سره به سیال و
ویلې ته به پوهنتون وایې بچکې
جوړوې به وران وطن، دښتې، پلُچکې
خو دی وخوړ د هېواد غمونو مړ شو
چې ټیټ شوی چا ته نه و، مرګ ته پړ شو
***
زه د پلار مشر اولاد یم، څه که لور یم؟
پیدا شوې د خدای پاک له ښکلي نُور یم
را له غاړې یوه پنډه خېلخانه ده
نارینه نه شته د ښځو جېلخانه ده
ما ویل خلاص چې پوهنتون کړم کار کومه
کورنۍ په ښځنو به زه ساتمه
خو چې بندې دروازې د پوهنتون شوې
ساه مې بنده، شېبې ختم د سکون شوې

***
پلاره کاشکې ته ژوندی وای، ستا اوږه وای
له درس ستړې پر ځنګون دې بیا ویده وای
کاش چې دا ټول نارینه دې تا په شان وای
پوهنتون ته خپلو لوڼو سره روان وای
***
پام چې کور ته خپه نه شې، کور ساتمه
هم مې خور هم مې ناروغه مور ساتمه
وظیفې پسې ګرځېږمه خو نه شته
دیواله نه یې ګوزار یم لکه خښته
وارخطا نه شې، ستا لور یمه، امسا یم
او له سر تر پښو غیرت یمه، حیا یم
***
اوس د نر جامو کې کار کوم، نیستي ده
را له غاړې پوهنتون نه، مزدوري ده

#شفق

ده باچاهي لائقه ياره د مزاحمت و مقامت يو ځلاند ستورئې د پشتونخواه د غرو نيمئ زخمي،باغي،ياغي سردار علی وزير
14/01/2024

ده باچاهي لائقه ياره
د مزاحمت و مقامت يو ځلاند ستورئې د پشتونخواه د غرو نيمئ زخمي،باغي،ياغي سردار علی وزير


19/12/2023

نظم (محصله)
خبریاله! حوصله د کیسو نه شته
ژوند دیوال دی، زه لوېدلې ترېنه خښته
پوهنتون مې دا دی کال وشو چې بند دی
او وجود مې چا تړلی بند په بند دی
ټولګیوال مې ټول فارغ شول، هلکان وو
په چپنو تکو تورو کې روان وو
له خوښۍ یې خولۍ پورته غورځولې
ما مې خپلې هیلې اور ته غورځولې
***
خبریاله! پلار مې سخته نازولم
له تعلیم چې به خپلوانو ګرځولم،
دی مې مخه کې ولاړ لکه د ډال و
دومره نر نه و چې ده سره به سیال و
ویلې ته به پوهنتون وایې بچکې
جوړوې به وران وطن، دښتې، پلُچکې
خو دی وخوړ د هېواد غمونو مړ شو
چې ټیټ شوی چا ته نه و، مرګ ته پړ شو
***
زه د پلار مشر اولاد یم، څه که لور یم؟
پیدا شوې د خدای پاک له ښکلي نُور یم
را له غاړې یوه پنډه خېلخانه ده
نارینه نه شته د ښځو جېلخانه ده
ما ویل خلاص چې پوهنتون کړم کار کومه
کورنۍ په ښځنو به زه ساتمه
خو چې بندې دروازې د پوهنتون شوې
ساه مې بنده، شېبې ختم د سکون شوې

***
پلاره کاشکې ته ژوندی وای، ستا اوږه وای
له درس ستړې پر ځنګون دې بیا ویده وای
کاش چې دا ټول نارینه دې تا په شان وای
پوهنتون ته خپلو لوڼو سره روان وای
***
پام چې کور ته خپه نه شې، کور ساتمه
هم مې خور هم مې ناروغه مور ساتمه
وظیفې پسې ګرځېږمه خو نه شته
دیواله نه یې ګوزار یم لکه خښته
وارخطا نه شې، ستا لور یمه، امسا یم
او له سر تر پښو غیرت یمه، حیا یم
***
اوس د نر جامو کې کار کوم، نیستي ده
را له غاړې پوهنتون نه، مزدوري ده

10/12/2023

نن قطر د افغانو نجونو د زده کړو د حق اړوند د نړیوالې غونډې کوربه دی.

پو،ليس هغه دي ستا دفاع کړي او زما لاس راتړيله دې مالومه ده چې زه د قام غمخوار سړی يم؟🤔
10/12/2023

پو،ليس هغه دي ستا دفاع کړي او زما لاس راتړي
له دې مالومه ده چې زه د قام غمخوار سړی يم؟🤔

لاس چي دفرغون ږیرې ته اچوي موسی منم
10/12/2023

لاس چي دفرغون ږیرې ته اچوي موسی منم

09/12/2023
په ژوب تاريخي خاوره به سبا مشر منظور خلاصون لپاره مرکزي جلسه ترسره کيږي ټولو پښتنو افغانانو  څخه د ګډون هيله لرو✌️
09/12/2023

په ژوب تاريخي خاوره به سبا مشر منظور خلاصون لپاره مرکزي جلسه ترسره کيږي ټولو پښتنو افغانانو څخه د ګډون هيله لرو✌️

09/12/2023

د جنتونو سردار شې رهبره 😢

سلامونه دوستانو سياست  بيدارۍ  پوهاویۍ او زړورتيا  ته اړتيا لري ، او منظور  پوهه زړور  او بيدار انسان دی  ، د منظور مبار...
05/12/2023

سلامونه دوستانو
سياست بيدارۍ پوهاویۍ او زړورتيا ته اړتيا لري ،
او منظور پوهه زړور او بيدار انسان دی ،
د منظور مبارزې د کوزو پښتنو ځوانانو فکرونه د حقيقت خواته واړول ، د پښتون بلوڅ او نورو ملتونو د ژوند د بقا لپاره يې هغه ټولې بهرنۍ دسيسې رسوا کړې چه ددوې ژوند يې تريخ کړی وو ،
د پښتون ژغورنې غورزنګ هيڅکه هم د خپل قوم سره بې وفايي نده کړې ،
او پښتون قوم يې هم بايد لاسنيوی وکړي ، يواځې يې پرينږدي ،

نوټ ،
دا ياد ساتۍ چه پاکستانی پوځ نور نه غواړي چه پښتانه او بلوچان دې د پاکستان حصه وي ، خو کوزو پښتنو او بلوچانو لا تر اوسه په دې حيرانوونکې خبرې فکر نه دی کړی ، حيرانوونکې پدې ده چه پاکستاني پوځ ته پاکستان هيڅ معنی نلري هوي ته فقط د خپل بادار امر عملي کول اړين دي ،

05/12/2023

تور اسرایل ته به د منظور نیول ډیر ګران پریوزی 💔

ډېر وخت راهیسې مي د منظور پښتون خبرې اورېدې. تر نیول کېدو لږ مخکي یې د چمن پرلتوالو ته یوه وینا کړې وه چي په هغې کي څو خ...
05/12/2023

ډېر وخت راهیسې مي د منظور پښتون خبرې اورېدې. تر نیول کېدو لږ مخکي یې د چمن پرلتوالو ته یوه وینا کړې وه چي په هغې کي څو خبري خورا مهمي وې. یوه یې د بلوڅو او پښتنو پر . نورو قومونو په څېر ددې هیواد بچیان دي. په ملي سرود کي ځانګړی پام ورته سوی، د پښتنو سره د پيوستون او یووالي ټاکلې ورځ لري چي هر کال لمانځل کیږي. دغسي که د بلوڅ قوم په لویه سطحه بحث کوو نو افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه ډېر نور مشترکات هم ورسره لري چي لمخي یې مزل او منزل تر ډېره یو بريښي. مثلاً په لر کي دواړه قومونه له لسیزو راهیسي محکوم ساتل سوي، له دواړو هر ډول بشري او ”ایيني“ حقوق اخیستل سوي، دواړه ظاهراً له یوه دښمنه چي پاکستان دی، وهل کیږي؛ د دواړو پر وسایلو او خزانو سندیانو او پنجابیانو چور ګډ کړی، درد او رنځ د دواړو یو دی، کلی او سیمه هم مشترکه ده. په همدې او نورو دلایلو دا دوه لوی قومونه نور هم مجبوره دي تر څو خپل یووالی وساتي او لا سره نږدې سي. منظور پښتون همدا مشترکات درک کړي چي نن یې د بلوڅو یوه پرلت ته د تګ نیت درلود چي په لاره کي پاکستانۍ ملیشو لومړی برید پر وکړ او بیا ونیوه. پاکستان او نړیوال همغاړي يې پوهیږي چي ددې دوو قومونو اتحاد حتمي زیان ور رسولی سي. په همدې خاطر یې د پښتنو په منځ کي یو شمیر زاړه ملتپالان هم دې ته ګمارلي تر څو ددې دوو قومونو ترمنځ په مختلیفو طریقو د یووالي او اتحاد مخنیوی وکړي.
لهاذا بلوڅو مشرانو ته هم پکار ده چي د منظور پښتون پر بیرته او ژر را خوشې کېدو احتیجاجونه وکړي او هر څومره ژر د منظور په وسیله د پښتون قام سره ځانونه وصل کړي او د مشترک دښمن پنجاب پر وړاندي د مخته تګ طرحي جوړي او تطبیق کړي.
پر ملتونو بدي ورځي تل نه وي، پښتانه او بلوڅ ملتونه دي، که په یووالي او اتحاد مخته ولاړ سي، د ازادۍ ډېر اوږد او سخت مزل به را لنډ او اسانه کړي. دا کیږيپه خلاصو سترګو لالی بایلم
د بېوسۍ زور مې رګونه پرې کوینه💔
مشر😭

 یاد کس په خټه جاپانۍ دی مګر د بدن او فکر ټوله انرژي یې د افغانستان لپاره استعمال کړه.دا سړۍ له ډیرو جعلي پر وطن مئېنو ا...
05/12/2023



یاد کس په خټه جاپانۍ دی مګر د بدن او فکر ټوله انرژي یې د افغانستان لپاره استعمال کړه.
دا سړۍ له ډیرو جعلي پر وطن مئېنو اشخاصو غوره او خوارا زیات د ارزښت وړ سړی وه.
زمونږ له حقه دې خدای ج وبخښي !
موږ وطن ته یې ډیر ستر خدمت کړی .
د افغانستان په تاریخ کې به د یو خدمتګار او خواخوږي انسان په نوم یادیږې.

27/11/2023

😢

06/11/2023

😢😢

25/10/2023

مست خوست

25/10/2023

سپین ږیری بابا

25/10/2023

که دې ياري راسره وکړه
لکه منظور پښتون پر سر دې ګرځومه
باچا ذوالقرنین

مشر منظور نن 29کلن شو!کلیزه یې مبارک د لوی افغانستان تر جوړیدو پورې ژوند ورته غواړو.
25/10/2023

مشر منظور نن 29کلن شو!
کلیزه یې مبارک د لوی افغانستان تر جوړیدو پورې ژوند ورته غواړو.

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Watan Guand وطن ګوند posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share