افغان کرکټ لوبډلې په دویمه تمریني لوبه کې اماراتو ته ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې افغان ایلیون کرکټ لوبډلې په دویمه تمریناتي لوبه کې د اماراتو ایلیون لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان ایلیون لوبډلې د لوبې د پچې په په ګټلو سره لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ۵۰ اورونو کې یې ۲۵۷ منډې ترسره کړې چې له ډلې یې محمد نبي ۹۰، رحمت شاه ۷۱ او اکرام عليخېل ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
په ځواب کې یې د اماراتو ایلیون لوبډلې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره په ۳۴.۴ اورونو کې یوازې ۱۰۲ منډې ترسره کړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته بایلوده.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې یمین احمدزي ۴ او مجیب الرحمن، نور احمد لکڼوال او ګلبدین نایب هر یوه دوه لوبغاړي له ډګره بهر کړل.
دا عبدالمالک همدرد دی، چې سولې د ټينګښت او له جنګه د بېزارپۍ پيغام رسولو د کمپاين په ترڅ کې پکتيا ته پر بايسکېل تللی.
همدرد وايي، د کمپاين پرمهال يې ستړيا نه خپه کوي، خو دا يې لوی ارمان دی، چې په وطن کې جګړه بس شي.
لغمان کې یوې مور په یوه وار څلور ماشومان زیږولي دي
دلغمان په مرکز مهترلام په ولایتي روغتون کې يوې مور په یوه وخت نورمال څلور ماشومان زېږولي او د څلور واړو صحت د ډاډ وړ دی.
د مهترلام ولایتي روغتون رئیس ډاکټر پاینده محمد وویل ((بیګاه شپه ۳:۳۰ یوې مور په یوه وار څلور ماشومان زیږولي چې درې يي نارينه او يوه انجلۍ ده دماشومانو اومور صحي حالت يي د ډاډ وړ دی))
نوموړی وایي د ماشومانو مور د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ د ساو سیمې اوسیدونکې ده چې اوس مهال د مور سربېره یې ماشومان ترځانګړې څارنې لاندې دي او صحت یې د ډاډ وړ دی.
پاکستاني چارواکو په سپين بولدک کې د پرونۍ جګړې دا ويډيو خپره کړې چې ګواکې لومړی افغان سرتېرو ډزې کړي، خو په سپين بولدک کې افغان مسوولين وايي، بريدګر يو درېيم شخص و چې په جعلي توګه يې دغه ځای ته ځان رسولی و او اوس يې په اړه پلټنې روانې دي.
په دغه بريد کې دوه پاکستاني ځواکونه وژل شوي او بل ټپي دی او د پاکستاني ځواکونو په مقابل ډزو کې هم يو افغان ټپي شوی دی.
په ۳۰ ثانيو کې مهم خبرونه وګورئ.
ويډيو شيير کړئ.
افغانستان کرکټ بورډ او ډریم سپورټس د ډیجیټلي ښکېلتیا هوکړه لیک لاسلیک کړ
افغانستان کرکټ بورډ او ډریم سپورټس Dream Sports شرکت له اوږدې مذاکراتي پروسې وروسته د ډیجیټلي ښکېلتیا تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ به یې افغانستان کرکټ بورډ ته د یاد شرکت له لوري د پنځو کلونو په موده کې ۳،۴۷ ملیون ډالر ورکول کېږي او دغه راز به د کاروونکو د ټوکنو یا NFT او عمومي عوایدو له لارې هم لس سلنه ګټه افغان کرکټ بورډ ته ورکوي.
د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکې مېرمنې چې د خپلو لورګانو لپاره د ښوونځيو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه کوي.