ننګرهار تازه خبرونه

ننګرهار تازه خبرونه خبریال

څو ورځې وړاندې د ټولگټو وزارت سرپرست وزير صاحب د غزني_مقر لاټ د ترميم او بيا رغونې پروژې له نژدې ليدنه وکړه او په همدې ت...
06/12/2022

څو ورځې وړاندې د ټولگټو وزارت سرپرست وزير صاحب د غزني_مقر لاټ د ترميم او بيا رغونې پروژې له نژدې ليدنه وکړه او په همدې تړاو يې هلته پرسونل ته يې هدايت وکړ، چې له نوموړي کار سره سره يو سيار او موبایل ټيم جوړ سي، تر څو په عاجله توګه پر سړک د ټپي برخو داغگيري، ترميم او نور اړين اړوند کارونه تر سره کړي، تر څو د اساسي رغونې کار هماغه ځایونو ته پسې رسېږي، تر هغه وخته به هيوادوالو ته هوسايي جوړه سي.
الحمدالله دادی، د وزير صاحب له هدايت سره سم نوموړی ټيم جوړ او په کار يې پيل وکړ.
ياده دې وي، چې دا نوښت او ابتکار د ولس لخوا ډېر ستايل سوی او ورته خوښ دي....

04/12/2022

د جلال آباد درنو ښاريانو!

که څه هم سمدستي عمومي وارداتي لين د يوې تخنيکي ستونزې له امله پرچاو دی خو دا چې ستاسې درنو ښاريانو د اوبو او د ژوند د ځينو نورو اساسي اړتياوو له پاره د برښنا د نشتوالي ستونزې په ډېرېدو وې، د ننګرهار برښنا رهبري د افغانستان برښنا شرکت له مرکزي رهبرۍ سره تر خبرو وروسته په دې وتوانېده چې تاسې درنو ښاريانو ته د خپلو ستونزو د عاجل حل کولو په خاطر له نغلو برښناکوټ څخه د يوه ساعت له پاره له برښنا برابره کړي. نن شپه له 2 تر 3 بجو پورې د وارداتي برښنا شبکه چالانيږي او ټولو رهايشي فیډرونو ته به د يوه ساعت له پاره برښنا ورسيږي. هيله ده په دغه يوه ساعت کې خپلې د اوبو ستونزې حل او ځينې نورې اساسي اړتیاوې پوره کړئ او له دې فرصت څخه ښه ګټه واخلئ. د ننګرهار برښنا رهبري د افغانستان برښنا شرکت له ټولې قدرمنې رهبرۍ نړۍ مننه کوي چې په دغو سختو حالاتو کې یې زموږ غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه او د يوه ساعت برښنا د برابرولو امکانات یې برابر کړل. درنښت.

27/11/2022
27/11/2022

د ااا مشر: قضاء له ټولو ارګانونو خپلواکه او پر ټولو حاکم ارګان دی

د اروپا په لاره ورک مسافر موندلو کې مرسته وکړئ________سلامونه افغانانو هېله کوم د دغه افغان ورور په پیدا کولو راسره خپله...
27/11/2022

د اروپا په لاره ورک مسافر موندلو کې مرسته وکړئ
________

سلامونه افغانانو هېله کوم د دغه افغان ورور په پیدا کولو راسره خپله اسلامي او انساني مرسته وکړي ... 😭🙏
نوم نجیب الله د پلار نوم شاه خان د بلخ ولایت مزار شریف ښار اوسيدونکی ده ،
15/3/2020 کال راهيسې نادرکه دی ،
آخرین ځلې مو چې خبرې کړي دي ، هغه مو د بوسنیا او صربستان هیوادونو په پوله شوي دې.
که هر چا یې په اړه خبر او یا معلومات تر لاسه کړ، نو په ډیره مهرباني سره په دغه شمیرو او واتساپو ورسره په اړیکه شئ..مننه 😭😭🙏🙏
0032465510218 بلژیک
0093795504301 افغانستان

نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې دا عکس د بې وسه نجلۍ په نوم خپریږي. ګڼ خلک یې خپه کړي، خوددې عکس اخیستونکی لونګ کارګر وايي، ج...
24/11/2022

نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې دا عکس د بې وسه نجلۍ په نوم خپریږي. ګڼ خلک یې خپه کړي، خو
ددې عکس اخیستونکی لونګ کارګر وايي، جینۍ نه ده هلک دی او ډېرې خبرې یې ورسره کړي.

د چارو ادارې د تدارکاتو رﺉيس عبدالرحيم رحيمي:له ازبکستان څخه ١٢٥ نوي امبولاسونه د ٦ ميليونه ٤٥١زره او ٦١٢ امريکايي ډالرو...
23/11/2022

د چارو ادارې د تدارکاتو رﺉيس عبدالرحيم رحيمي:
له ازبکستان څخه ١٢٥ نوي امبولاسونه د ٦ ميليونه ٤٥١زره او ٦١٢ امريکايي ډالرو په ارزښت را ونيول.

وتلي افغان سندرغاړي فرهاد دريا داسې کمپاين پيل کړی چې هدف يې د فاطمې اميري‌ د درمنلې له پاره د پيسو راټولول دي. فاطمه ام...
19/11/2022

وتلي افغان سندرغاړي فرهاد دريا داسې کمپاين پيل کړی چې هدف يې د فاطمې اميري‌ د درمنلې له پاره د پيسو راټولول دي. فاطمه اميري هغه نجلۍ ده چې په کابل کې د کاج پر ښوونيز مرکز په بريد کې ژوبله شوې وه. په دغه پېښه کې فاطمې خپله يوه سترګه له لاسه ورکړه او يو غوږ يې هم له کاره لویدلی دی. ډکترانو ويلي چې د فاطمې د غوږ او سترګې درملنه ډېرو پيسو ته اړتيا لري او دا چې کورنۍ يې د لګښت ورکولو وس نه لري.
د دغه خبر په خپرولو سره فرهاد دريا په ټولنيزو رسنيو کې د «وطندارۍ د ننګونې» په نوم کمپاين په لاره اچولی او له شتمنو افرادو يې هيله کړې چې د فاطمې اميري‌ د سترګې او غوږ د علاج له پاره پیسې جمع کړي. فرهاد دریا د جمعې په ورځ پر خپله فسبوک پاڼه باندې لیکلي دي چې تر اوسه پورې له دغه کمپاین سره له ۶۵۰ ډیرو کسانو مالي مرسته کړې.

شپږمه ناحیه کې د یو کیلو مټر سړک چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو!د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د شپږمې ناحیې په مربوط...
19/11/2022

شپږمه ناحیه کې د یو کیلو مټر سړک چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو!

د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د غرفو بازار کانکریټي سړک نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د جلال اباد ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند، د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر دوست محمد چهاردیوال، د شپږمې ناحیې آمر انجنیر عظمت الله امين وکیل ګذرانو سپينږيرو مشرانو متنفذينو او ځوانانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ددې مراسمو پرمهال د جلال اباد ښاروال حاجې ملا نعمت الله اخند د سیمې له خلکو مننه وکړه، چې د پروژې په ښه تطبیق کې یې ناحیې سره هر راز همکارې کړې او وخت په وخت یې ترې څارنه او نظارت کړې دې.
نومړي ژمنه وکړه چې دا او دېته ورته نورې د بیارغونې پروژې په پام کې لري او ژر به یې ولسونه د کار د پېل شاهدان اوسي.
بلخوا یې په ولسونو هم غږ وکړ، چې د عوایدو په راټولیدو، صفایې او نورو برخو کې ښاروالۍ سره همکارې وکړئ، ترڅو د خپلو داخلي عوایدو په مټ دغه ډول پروژې پلي کړو.
په ورته مهال د تخنيکي او سکتوري چارو رئيس انجينر دوست محمد چهارديوال وویل، دا سړک او ویاله د ښاروالۍ پر داخلي عوايدو جوړ شوي، د سږ کال لپاره موږ ۱۴ پروژې پلان کړې چې د هغې له ډلې یوه دا هم وه چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او نږدي ورځو کې به نورې ورته پروژې هم په بېلابېلو ناحیو کې پېل کړو.
په عین حال کې د سیمې اوسیدونکو له جلال اباد ښاروال مننه وکړه، چې د دوی غوښتنه یې ومنله او دغه سړک او ویاله یې ورته په اساسي ډول جوړ کړل.
همدا شان یې ښاروال ته ډاډ ورکړ، چې په ټولو برخو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکوې او په راتلونکې کې يي هم د دغه ډول اساسې پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

یاد سړک یو کیلو مټر اوږدوالي، ۷ متره لنډوالی او دوه کیلو مټره ویاله دواړو طرفو ته لري، چې ۹،۴ میلونه افغانۍ لګښت پري راغلی دی او د څلورو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې.

ساختمان‌های جدید لیلیه (خوابگاه) دانشگاه بلخ با «هزینه ۱۵ میلیون دلار»افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شده است.ندا محمد ندی...
19/11/2022

ساختمان‌های جدید لیلیه (خوابگاه) دانشگاه بلخ با «هزینه ۱۵ میلیون دلار»افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شده است.

ندا محمد ندیم، سرپرست وزارت تحصیلات عالی طالبان در سفری به بلخ این لیلیه‌ها را روز جمعه افتتاح کرده است.

جلال اباد ښاروالۍ مشورتي بورډ لپاره ټاکنې ترسره شوې!د ننګرهار پوهنتون استاد عبادالله ناصري مرستیال او استاد محمد اصف شین...
19/11/2022

جلال اباد ښاروالۍ مشورتي بورډ لپاره ټاکنې ترسره شوې!
د ننګرهار پوهنتون استاد عبادالله ناصري مرستیال او استاد محمد اصف شینواری د منشي په حیث وټاکل شول.

د سریلانکا پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوهد افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سریلانکا ...
19/11/2022

د سریلانکا پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د سوپر لیګ درې یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې نومبر میاشتې پر ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه نېته د سریلانکا په پالیکلي نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

سوپر کولا سره مو د ملي لوبډلې د سپانسر يا مالي ملاتړ اوږدمهاله قرارداد لاسلیک کړ چې په ترڅ کې به یې ياد شرکت د کورني کرک...
19/11/2022

سوپر کولا سره مو د ملي لوبډلې د سپانسر يا مالي ملاتړ اوږدمهاله قرارداد لاسلیک کړ چې په ترڅ کې به یې ياد شرکت د کورني کرکټ او ملي کرکټ مالي ملاتړ کوي.

له شک پرته دا يوه ستره لاسته راوړنه ده چې د یوه ملي او وطني شرکت سپانسر او لوګو په سینه ولرو او له لارې یې نړیوالو ته د افغانستان تولیدات ورپېژنو. د سوپر کولا پیسې هم بېځایه نه ځي، بیرته دوی ته راځي، ځکه خپله لوبډله یې ده چې څومره لګښت کوي پخپله لوبډله يې کوي.
په هرات کې مو نن له نورو ملي سوداګرو او شرکتونو سره ليدنې او ملاقاتونه وشول. راروان کال ته که ژوند و،او بانکي ستونخې حل شوي،په پلان کې لرو چې د کورني کرکټ معیار لا ډېر لوړ کړو. لوبې زیاتې کړو، مختلفو ولایتو ته یې انتقال کړو، او په ژوندۍ بڼه یې نشر کړو. دا کار به له یوه اړخه د هېوادوالو د تفریح سبب شي، له بل لوري به يې لوبغاړي له مالي او تخنیکي اړخه ګټه واخلي.
ټول ملي سوداګر او پانګوال کولی شي چې د خپل کاروبار د پراختیا لپاره د افغانستان کرکټ بورډ او خپلې ملي لوبډلې له لاري مارکټینګ يا بازارموندنه وکړي.
الحمدلله د کرکټ بورډ مشکلات ورځ تر بلې د کمیدو په لور روان دي.د دوو سپانسرو تر لاسه کولو نه وروسته د افغانستان کرکټ بورډ په اړه یو بل ښه خبر هم پر لاره ده.ممکن څو ورځو کې اعلان کړو.
د ولس د دعاګانو په هیله.

اوومه ناحیه کې د الفت مېنې سړک جوړیدو چارو څخه لیدنه وشوه!د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د اوومې ناحیې په مربوطاتو الفت مېنه ...
17/11/2022

اوومه ناحیه کې د الفت مېنې سړک جوړیدو چارو څخه لیدنه وشوه!

د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د اوومې ناحیې په مربوطاتو الفت مېنه کې د سړک چارې په چټکۍ سره روانې دې.
د چارو د ښه تطبیق په موخه نن د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر دوست محمد چهاردیوال چې د اوومې ناحیې آمر بریالي چلند یې ملتیا کوله د دغه سړک له چارو لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې پرمهال د یاد شرکت مسئولینو ته سپارښتنه وشوه، چې د ورکړل شوي پلان سره سم دي کارونه ترسره کړي.
په ورته مهال یې روان کارونه وستایل شول، چې په معیاري توګه پر مخ روان دي.
په عین حال کې یې د سیمې له خلکو غوښتنه وکړه، چې موږ سره د پروژې د ښه تطبیق په موخه څار او کنټرول کې همکارې وکړئ او په پوره ډاډ سره هر اوسیدونکی کولی شئ نظارت ترسره کړئ ترڅو په اساسي توګه چارې پر مخ لاړې شې.

یاد سړک ۱۴۰ مټره اوږدوالي لري، چې ویاله او نور اړین ملحقات هم پکې شامل دي.
په دغه سړک باندي ۱،۵ میلونه افغانۍ لګښت راځي، چې نږدي ورځو کې به یې چارې بشپړې شې.

18/09/2022

په ختيځه سیمه کې د ګوزڼ د تازه مثبتې پېښې په ثبتیدو سره دغلته ټول تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي.
په دې اړه اندېښنې ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق يا يونيسف ادارې له لورې دختيځي سیمي خبریالانو ته د پولیو په اړه د عامه پوهاوي په يو ورځنې ورکشپاپ کې شریکي شوي.
ټاکل شوې سبا ته د هيواد د نورو سیمو په څير په ختيځه سیمه کې هم د پولیو واکسين کمپیاین پیل شي چې د مسولینو په خبره په ننګرهار کې به د دې کمپاین په ترڅ کې څه دپاسه اته سوه زره د پنځو کلونو کم عمر ماشومان واکسين شي.
نور جزیات زموږ د همکار سباوون ساحل په دې رپوټ کې.

15/09/2022

په جلال آباد ښارکې ثاقب هنري مرکز هغه ماشومانو ته چې په ښارکې پلاستیکونه او کاغذونه ټولوي او د زدکړو توان نه لرې په خپل لګښت یې ورته د زدکړو زمینه برابرکړي ده
که تاسو هم داسې ماشومان درمعلوم وي کولای شئ د ثاقب هنري مرکز ته یې معرفي کړئ
ثاقب هنري مرکز
ادرس: ترافیکو مدیریت ته مخامخ شرق پلازه
ځمکتل
Saqib Kakar Art

15/09/2022

د ننګرهار ولایت په اوومه ناحیه کې د يوه پل د ویجاړېدو او زیاتې ګڼې ګوڼې له امله وخت ناوخت د کابل جلال- اباد لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړلي وي.
ياد پل، چې د نظراباد سیمه کې د سیلابونو له کبله ویجاړ شوی، پر موټر چلوونکو سربېره د سیمې اوسېدونکي هم له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د ننګرهارټولګټوریاست مسوولین د موټرچلوونکو او خلکو ستونزې مني او په نږدې راتلوونکې کې يې د جوړېدو لپاره د لازمو اقداماتو ډاډ ورکوي.

15/09/2022

د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ له غره څخه د څو لویو ډبرو د راغورځيدو له ګواښ سره مخامخ دي.
د يادې ولسوالۍ په ستن نومې سیمه کې ځای خلک وايي د زلزلې د وروستیو ټکانونو له کبله په غره کې څو ډبرې له خپل ځایه خوځيدلي او د راغورځيدو له ویرې يې دوې خپل کورونه پریښې او په بیدیا کې ژوند کوي.

‏ د جلال اباد ښار نهو ګونو نواحیوی دګذر وکیلانو، چې مشر یې د وکیلانو رئیس الحاج ملک محمد نظیر دولتزی کوله د ننګرهار والی...
11/09/2022

‏ د جلال اباد ښار نهو ګونو نواحیوی دګذر وکیلانو، چې مشر یې د وکیلانو رئیس الحاج ملک محمد نظیر دولتزی کوله د ننګرهار والی سره ولیدل او دولسونو په نماینده ګې د ننګرهار والي او د رهبرې څخه مننه وکړه چې د سیلابو د راوتلو پرمهال یې لازم اقدمات وکړل او دننګرهار ولسو نو ته یې د هوای ځواک په واسطه د سیلاب څخه نجات ورکړ او هم یې د جلال آباد ښاریانو یولړ ستونزې ورسره شریکې کړي
‏د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د جلال اباد ښار نهو ګونو نواحیو دگذر وکیلانو نه مننه وکړه چې د حکومت او ولسونو ترمنځ یې د پل رول ادا کړي او دلا همکاری غوښتنه یې وکړه او هم یې د مجاهدينو ناسم چلند او بغاوتګرو کړنو په اړه له ولسونو څخه د معلوماتو شريکولو غوښتنه وکړه.
نوموړي وويل، چې هيڅوک نه شي کولی د ااا اصولو خلاف کړنې تر سره کړي او سرغړونکو سره يې د قانوني چلند تر سره کولو ډاډ څرګند کړ.
‏هغه د ګذر وکیلانو ته د ستونزو دحل ډاډ ورکړ او د سرخ اب پل رغونې، ښوونکو تشکيل زياتوالي، بيا رغونو پروژو تطبيق او يو شمېر نورو برخو کې د لازمو اجراتو ډاډ ورکړ.

30/08/2022

ویډیو: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان وايي، افغان لوبډله هڅه کوي چې په اسیا جام سیالیو کې ښې لوبې وکړي او د افغانستان لپاره لوبې وګټي. له دې وړاندې افغان لوبډلې له سریلانکا خپله لومړۍ لوبه ګټلې وه او ټاکل شوې نن د بنګله‌دېش لوبډلې پر وړاندې دویمه سیالۍ وکړي.

26/08/2022

خبرتيا
د کونړ او پچير اګام له لارې سيند را وتلی او د خوږياڼو وزيرو کې هم اورښت دی او سيند راوتلی.
د لارې په اوږدو کې ټول سيندونه سره يوځای کيږي او ښايي اوبو د ډيرښت او چټکتيا له امله ځينو سيمو کې خپل مسير بدل کړي، هيله ده چې د سيند په اوږدو کې ټولې کورنۍ د خپل خونديتوب لپاره اقدام وکړي.
د ولايت مقام د رسنيو دفتر

26/08/2022

د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۱۳ کسان له یوې اندازې نشه‌يي او جرمي توکو سره یو ځای نیول شوي دي.
د کابل امنیې قومنداني وایي د دې قوماندانۍ د نشه ‎يي توکو پر ضد د مبارزې مسوولینو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې عملیات کړي چې په پایله کې یې یوه اندازه نشه ‎يي او جرمي توکي ترلاسه شوي او په تړاو یې ۱۳ تورن کسان نیول شوي دي.
سرچینه وايي، د نیول شوو کسانو دوسیې بشپړې شوې او اړوندو ارګانونو ته استول شوې دي.

17/07/2022

ننګرهار کې موټرچلوونکي وایي د تېلو، ټرانسپورټي پارچو او د اډو د نرخونو لوړوالي دې ته اړ کړي، چې کرايه يو څه لوړه کړي.

17/07/2022

لغمان کې د نورو کلونو په پرتله د شولو کرکیله زیاته شوې او کروندګر یې هیلې ډېرې لري چې کرلي فصلونه به یې د پخوا په پرتله څو چنده زیات حاصل ورکړي.

17/07/2022

د لغمان د والي ویاند صلاح الدین ذاهد وایي هڅه کې یو چې ددې ولایت کروندګرو ستونزې ژر حل کړو .

17/07/2022

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي افغانستان د نړۍ هیڅ هېواد ته ګواښ ندی او د مثبتو دوه اړخیزو اړیکو د جوړولو وړتیاوې لري.

16/07/2022

په ننګرهار کې د غږیزو رسنیو ترمنځ د کرکټ ټورنمېنټ پای ته ورسېد.
دغه تورنمنټ چې د رسنیو ترمنځ په لاره اچول شوی وو د جمعې په ورځ یې پای لوبه د جلال اباد ښار ختیځ روح الله اکیډمي کې د دوست او شرق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې اتلولي یې دوست راډیو په خپل نوم کړه .
ننګرهار کې د غږیزو رسنیو د اتحادیې مسؤل وایي له یادو سیالیو څخه یې موخه د خبریالانو او د رسنیو همکارانو ترمنځ د ښې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول وو.

16/07/2022

د نړۍ د هوايي شرکتونو په اړه د یوې تازه درجه بندۍ پر اساس، د قطر، اماراتو او ترکیې هوايي شرکتونه د نړۍ په لسو غوره هوايي شرکتونو کې شمېرل شوي دي.
د ایرلاین رېټینګ د کالني راپور له مخې، چې پرون خپور شو، د قطر ایروېز هوايي شرکت په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ تر ټولو ښه هوايي شرکت غوره شوی دی.
له قطر ایروېز وروسته د نیوزیلنډ هوايي شرکت دوهم او د متحده عربي اماراتو الاتحاد درېیم مقام خپل کړی دی.
د متحده عربي اماراتو بل هوايي شرکت یعني امارات هوايي شرکت شپاړسم غوره هوايي شرکت ګڼل شوی دی.
تُرکش ایرلاین د نړۍ نهم غوره هوايي شرکت بلل شوی دی.

16/07/2022

له افغانستانه به چین ته د جلغوزو، بادامو او مرخېړیو صادرات زیات شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره دا او دې ته ورته مسایلو باندې خبرې کړي.
وزارت وړاندې لیکلي، چې دواړو خواو د سوداګرۍ په پیاوړتیا، ټرانزیټ او همداراز د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د نویو فرصتونو په رامنځته کېدو بحث کړی دی.

16/07/2022

د افغانستان بانک وایي، یکشنبه شاوخوا ۱۲ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
یاد بانک د خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو اړوند پر شرایطو برابرو شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، د لیلام ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

16/07/2022

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، له نړیوال بانک سره یې په افغانستان کې د بشري، اقتصادي او ټولنیزې پراختیا له نوښتونو د ملاتړ په موخه د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی.

16/07/2022

د بریټانیا د وسله والو ځواکونو مشر وايي، په افغانستان کې به د بریټانوي هوايي ځواک د چلن په هکله نوې پلټنه و نه شي.
د راپورونو له مخې برېټانوي پوځیانو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ ۵۴ ملکي افغانان په هلمند ولایت کې وژلي دي.
ټوني راداکین وايي، دوو خپلواکو نظامي پلټنو ته معلومه شوې چې داسې څه نه دي شوي.

16/07/2022

د افغانستان د استخباراتو لوی ریاست وایي کابل کې یې د اخطتاف ګرو له بند څخه یو ډاکټر ژغورلی دی .
دا ریاست وایي ژغورل شوی ډاکټر محمد افضل نومیږي او ۲۷ ورځې وړاندې د کابل ښار اړوند پینځمې ناحیې اړوند له افشارو له سیمې څخه تښتول شوی وو .
استخباراتو ریاست زیاتوي ددې قضیې په تور یې یو تن هم نیولی دی .

16/07/2022

د کاناډا د کډوالو چارو وزرات وایي، د ۴۰ زره افغان پناه ‌غوښتونکو د منلو پروګرام له لارې یې تر اوسه د ۱۸ زرو افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي، خو د نورو د منلو او کاناډا ته د استولو توان نه لري.
دا پروګرام د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو څو اونۍ وړاندې اعلان شوی وو او د کاناډا لومړي وزیر جستین ټروډو ویلي وو چې د دې پروګرام له لارې به ۴۰ زره افغانان کاناډا ته لېږدول کېږي.
د کډوالو د حقونو ملاتړو ویلي، دې پرېکړې، افغان کډوال چې غواړي نورو هېوادونو ته لاړ شي، ناهیلي کړي دي.
اسلامي امارت بیا پدې بار بار ټینګار کړی چې افغانان دې په خپل هیواد کې پاتې شي د سر اومال ساتنه یې کوي او د افغانستان په ودانولو کې دې ونډه واخلي .

عمر مېډيکل کمپلکس ستاسو روغتيا زمونږ يواځينۍ هيلههغه پاملرنه چه تاسو پري باور کولاي شيعمر ميډيکل کمپلکس هيوادوالو دګڼو ا...
30/06/2022

عمر مېډيکل کمپلکس
ستاسو روغتيا زمونږ يواځينۍ هيله
هغه پاملرنه چه تاسو پري باور کولاي شي
عمر ميډيکل کمپلکس هيوادوالو دګڼو اقتصادي مشکلاتوله امله په تداوي کي لاندي اسانتیاوي برابري کړي
هيله ده چې سالمه استفاده تري وشي
هره دوشنبه ډاکټرانو فيس، تلويزوني معاینات اودزړه برقي ګراف وړيا
ټول طبی خدمات په 50%تخفیف
غاښونو مربوط ټول پروسيجرونه 50%تخفیف
ټول لابراتواري معاينات په 50%تخفیف اجراء کيږې
آدرس: جلال آباد ښار٫ څلورمه ناحیه ٫چهل متره عمومي سرک
اړيکې شمېره:0775540777

30/06/2022

-----------کارموندنې خبرتيا ------------
عمر میډیکل کمپلکس لاندې پرسونل ته اړتیا لري
1- قابله ۔۔۔ سهار ٧ بجو تر ماښام 7 بجو - دوه کسانۍ
2- فارميسست دوه کس د دورځی او دشپې شفټ لپاره ۔۔۔
3-نرس واردونو او عاجل اطاق لپاره ۔ دوه کسه دورځی او دشپې شفټ لپاره ۔

لږ تر لږه 3 کاله کاری تجربه باید ولری۔
او د یادې څانګې فراغت سند ولري
مناسب معاش ورکول کیږی د روغتون داصولو مطابق ۔
وړ او په شرايطو برابر کسان کولای شی چی لاندی شمیرې سره اړیکه ونیسی یا روغتون ادارې ته خپل اسنادونه دسرطان مياشت 10نيټي پوري راولیږی.
ادرس : څلورمه ناحیه ۔۔چهل مترې سرک جلال اباد ښار ننګرهار
تلفون : 0777742203 /0777184816
واتسپ : 0783000829
Email: [email protected]

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ننګرهار تازه خبرونه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share