13/10/2024
🛑🔴🛑 ليکنه پوره ولولئ!
ليکنه: قاري عبدالستار سعيد
د استعمار په وړاندې مبارزه عموما د دوو روایتونو په اساس کيږي. د دين ساتنې لپاره او د ملي استقلال یا وطن د آزادۍ لپاره.
استعمارګر چې له زور او ټوپک پرته له بل هیڅ شي هم وېره نه لري، په دې دواړو برخو کې یې د مبارزو د بې اغیزې کولو لپاره د (عدم تشدد او فکري مبارزې) غوندې خنثی فعاليتونو ته زمينه برابره او تر دې حده تشهير کړل چې په يو شمېر خلکو يې همدا طريقه د نجات د لارې په حیث ومنله.
هغوی چې د ملتپالنې په اساس یې د استعمار ځنځیرونه ماتول غوښتل، غرب په کې عدم تشدد ترويج کړ او اوس سره له دې چې له لسيزو د غرب تر سیاسي او فرهنګي اشغال لاندې او د غرب نانځکې پرې واک چلوي، دوی يې په وړاندې هيڅ هم نه شي کولای. لوی کار يې دا وي چې راووځي، لاريون وکړي، چيغې ګډې کړي، زړونه تش کړي او نتيجه بیا هم هماغه زړه په زړه وي.
د امت هغه برخه چې د ديني روایت په اساس د اشغال د طلسم ماتول او تېر برم ته ستنېدل غواړي، د هغوی تر منځ یې عدم تشدد ته ورته د محض فکري مبارزې فرهنګ دود کړ. بس لویه داعیه راواخله، په تیورۍ کې له ټولې نړۍ لاسونه راتاو کړه، خو په عمل کې خلی هم پر خلي مه ږده. په همدې خوب او خیال خپل ضمير هم تېر باسه او خلکو ته هم ځان مبارز مبارز کوه. بيا دې که د هالنډ په کوڅو کې هم تور او سپین کليمه دار بیرغونه رپول، سر ته به دې خیر وي.
الغرض:
ځيني حقائق دومره روښانه او منل شوي وي، چې هیڅ وضاحت او دليل ته اړتیا نه لري. له هغه جملې يو دا دی چې په د دنیا کې یوازې زور او قوت چليږي. د اشغال طلسم په چيغو او لاريون نه بلکې د سرونو په قربانیو ماتيږي.
دوهمه دا چې دا دنیا د عمل دنيا ده، دلته خیالونه، چورتونه او فیکشن یوازې په ادبياتو کې ارزښت لري. نور د سیاست او سیالۍ په ډګر کې عمل، عرض وجود او فزيکي تحرک دی چې اغیز لري. و بس