کابل غږ - Kabul Voice

کابل غږ - Kabul Voice ملي ګټې مو سرې کرښې دي. This news website is founded by the SAAR Research and Media Center. Visit SAAR News Website too: www.saarnews.org

02/24/2024

❤️

❤️
02/24/2024

❤️

01/20/2024
01/19/2024

د افغانستان ویاړمن تاریخي دور || ۱۹۷۰ - ۱۹۸۰ لسیزې تاریخ

شئیر یې کړئ ❤️🇦🇫

په ‏لومړي ځل د افغانستان ساخت د ګازو ذخیرې د حیرتان بندر له لارې ازبکستان ته صادرې شوې.
05/16/2023

په ‏لومړي ځل د افغانستان ساخت د ګازو ذخیرې د حیرتان بندر له لارې ازبکستان ته صادرې شوې.

پر خوست ولایت د پاکستاني بې پیلوټه الوتکې برید.
05/16/2023

پر خوست ولایت د پاکستاني بې پیلوټه الوتکې برید.

د سعودي د تېلو کمپنۍ ارامکو د ۲،۱۱ تریلیونه ډالر شتمنۍ په لرلو د نړۍ دویمه لویه کمپنۍ شوه.ارامکو د مایکروسافټ کمپنۍ دریم...
05/16/2023

د سعودي د تېلو کمپنۍ ارامکو د ۲،۱۱ تریلیونه ډالر شتمنۍ په لرلو د نړۍ دویمه لویه کمپنۍ شوه.
ارامکو د مایکروسافټ کمپنۍ دریمې درجې ته وغورځوله.

د افغانستان سوک وهنې ملي ټیم غړې آغلې سادیه برومند د سوک وهنې په نړیوالو لوبو کې د وطن او ۳ رنګه ملي بیرغ استازیتوب کوي....
03/15/2023

د افغانستان سوک وهنې ملي ټیم غړې آغلې سادیه برومند د سوک وهنې په نړیوالو لوبو کې د وطن او ۳ رنګه ملي بیرغ استازیتوب کوي.
ټاکل شوې دا لوبې د هند په پلازمېنه ډهلي کې ترسره شي او آغلې سادیه په دغو لوبو کې یوازینۍ افغان ګډون کوونکې ده.

۳۱۳ مرکزي قول اردو کې بیا رغول شوي ټانګونه وازمایل شول د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ټانګونو کنډک په پولیګون کې بیا رغول شوي ټا...
02/20/2023

۳۱۳ مرکزي قول اردو کې بیا رغول شوي ټانګونه وازمایل شول

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ټانګونو کنډک په پولیګون کې بیا رغول شوي ټانګونه و ازمایل شول او ازمایښتي انداختونه یې ترسره کړل.

ماشاء اللهپه زړه پورې مسجد.❤️
08/24/2021

ماشاء الله
په زړه پورې مسجد.❤️

د ولسي جرګې پخواني مرستیال ظاهر قدیر له طالب مشرانو سره لیدلي. کابل غږ ته رسیدلو انځورونو کې د ښاغلي قدیر تر  شا د افغان...
08/23/2021

د ولسي جرګې پخواني مرستیال ظاهر قدیر له طالب مشرانو سره لیدلي. کابل غږ ته رسیدلو انځورونو کې د ښاغلي قدیر تر شا د افغانستان اسلامي جمهوریت ملي بیرغ ښکاري.

شیرزادو ولسوالۍ کې د ٦٠وسله والو طالبانو د وژلو ادعا ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یو خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې، په تيرو ۲...
08/12/2021

شیرزادو ولسوالۍ کې د ٦٠وسله والو طالبانو د وژلو ادعا
۲۰۱ سیلاب قول اردو په یو خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې، په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ اړونده بيلابيلو سيمو کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ځمکنيو ، هوايې او توپچي بريدونو په پايله کې ۶۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي ؛ ۱۳ نور ټپیان دي ، ګڼ شمير وسلې او مهمات يې هم لمنځه وړل شويدي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړي.
خبریال: هدایت شاه هدایت

جو بایډن: له افغانستان د ځواکونو پر اېستلو پښېمان نه یمبایډن وايي، افغانان باید د خپل ځان لپاره پخپله وجنګېږي. د امریکا ...
08/11/2021

جو بایډن: له افغانستان د ځواکونو پر اېستلو پښېمان نه یم

بایډن وايي، افغانان باید د خپل ځان لپاره پخپله وجنګېږي. د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو پر پرېکړه پښېمان نه دی، ځکه باوري دی چې افغانان باید د خپل هېواد ساتلو ته یو موټی شي.

جو بایډن وايي، افغان مشران باید د طالبانو مقابل کې سره یو موټی او د خپل هېواد لپاره وجنګېږي.
تر نږدې شل کلن پوځي ماموریت وروسته د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو وتلو سره طالبان د افغانستان مختلفو سیمو کې پرمختګ کوي او تر اوسه یې د ۳۴ ولایتونو له مرکزونو اته نیولي دي.
ښاغلي بایډن سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا هم وویل، امریکا هوايي برخه او د پوځیانو تنخوا ورکولو او وسلو برابرولو په ګډون له افغانستان سره د خپل ملاتړ پر ژمنو ولاړه ده، خو دوی باید د خپل ځان لپاره پخپله وجنګېږي.

د بایډن د سې شنبې ورځې دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو په خبره، افغانستان کې د حکومت او طالبانو د جګړې زیاتېدو سره تېره میاشت تر زرو ولسي وګړي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو اړوند اداره یونیسف خبرداری ورکوي چې د افغان ماشومانو پرضد جنایت دا اونۍ ورځ تر بلې زیاتېږي.
د افغانستان وروستیو بدلونونو کې د سې شنبې په ورځ طالبانو د فراه مرکز او د بغلان مرکز پل خمري هم ونیول.
چارواکي هم وايي، طالبانو پل خمري ښار کې په اصلي چوک او د والي پر دفتر خپل بیرغ لګولی دی.
دا ښار له کابل نږدې دوه سوه کیلومتره واټن لري.

08/11/2021

ننګرهار کې ځانمرګی بريدګر نیول شوی

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي د خالد په نوم یو تن چې ځانمرګي برید ته چمتو شوی و، موخې ته تر رسیدو وړاندې نیول شوی.
چارواکي زیاتوي خالد د پچیر اګام ولسوالۍ اوسېدونکی دی
او د وسله والو طالبانو قومندان زرقاوي له لوري په افغان امنيتي ځواکونو ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و.
طالبانو تر اوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار کې نيول شوي نږدې ۱۳ نيم ټنه نشه يي توکي او کيمياوي مواد وسوځول شولد ننګرهار امنیې قوماندانۍ مسؤلین وایي یادو نشه...
08/11/2021

ننګرهار کې نيول شوي نږدې ۱۳ نيم ټنه نشه يي توکي او کيمياوي مواد وسوځول شول
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مسؤلین وایي یادو نشه یي توکو کې هیروین، تاریاک، چرس، الکولي مشروبات او نور کیمیاوي توکي شامل و چې، په ١٣٩٨،٩٩ او ١٤٠٠ کلونو کې نیول شوي و.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو سره مبارزې مدیریت آمر سمونوال فريدون حيدري وويل، چې دې نشه يي توکو سره يې ۲۲۰ تنه، ۴۵ عرادې موټرو او ۱۸ ميله وسلو سره نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
د امنیې قوماندانۍ مسولین زیاتوي چې ننګر هار کې د نشه یې توکو کرکیله صفر ته راښکته شوې.
خبریال: هدایت شاه هدایت

08/11/2021

ننګرهار کې نږدې ۱۳ نيم ټنه نشه يي توکي او کيمياوي مواد وسوځول شول.

لومړي ځل لپاره د پاکستان خلاف د   کمپاین چا شروع کړ؟پر پاکستان د بندیزونو لګېدو دا غوښتونکی هشټګ د کوم افغان یا هندي وګړ...
08/10/2021

لومړي ځل لپاره د پاکستان خلاف د کمپاین چا شروع کړ؟

پر پاکستان د بندیزونو لګېدو دا غوښتونکی هشټګ د کوم افغان یا هندي وګړي لخوا نه، بلکې د یوه پخواني کاناډايي دیپلومات او د دغه هېواد د کابینې د مخکني وزیر 'کرېس الکسندر' له خوا پیل شوی.
هغه له تېرو دوو میاشتو راهیسې په پرله پسې ډول پر خپل ټویټر د پاکستان خلاف داسې څه لیکي چې ګڼ شمېر افغانان یې واقعیت ګني او ستايي یې.

کرېس الکسندر څوک دی؟
د کرېس الکسندر د خپلې ویبپاڼې له مخې هغه په ۱۹۹۱ کال د کاناډا بهرنیو چارو وزارت کې د بهرنیو خدماتو د افسر په توګه کار پیل او لومړی یې شپږ کاله مسکو کې دنده ترسره کړې ده.
هغه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له پېښې او افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف تر راتګ وروسته له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ کال پورې کابل کې د کاناډا سفیر پاتې شوی.

ښاغلی الکسندر له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ کال پورې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال و.
هغه دې موده کې په سیاسي او امنیتي چارو سربېره له افغانستان سره نړیوالو مرستو کې هم مهم رول درلود.

د نوموړي مېرمن "هېډوګ کرسټین" د ډنمارک پوځ کې دنده درلوده او د افغانستان ماموریت کې یې هم برخه اخیستې ده.
کرېس الکسندر افغانستان کې د خپلې کاري مودې په اړه د (The Long way back) په نوم یو کتاب هم لیکلی دی.

هغه د کاناډا لپاره د بهرنیو خدماتو برخه کې د ۱۸ کلونو کار وروسته سیاست ته مخه کړې او د دغه هېواد د محافظه کار ګوند غړیتوب یې اخیستی دی.

هغه له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ کال پورې د کاناډا د کډوالۍ وزیر و.

شیرزادو ولسوالۍ کې لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتېختیځ کې د 201سیلاب قول اردو اعلامیه کاږي چې، نن ماښام د یادې ...
08/10/2021

شیرزادو ولسوالۍ کې لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ختیځ کې د 201سیلاب قول اردو اعلامیه کاږي چې، نن ماښام د یادې ولسوالۍ په ظابت کلا سیمه کې د هوایی بریدونو پرمهال اته وسله وال طالبات وژل شوي او دوه نو ټپیان دي٠

خبر پاڼه زیاتوي د یادو بریدونو پر مهال د وسله والو طالبانو یو اندازه وسلې هم له منځه وړل شوي٠
خبریال: هدایت شاه هدایت

یو شمېر افغانانو پر ټولنیزو رسنیو د   تر عنوان لاندې کمپاین پیل کړی.افغانان د دې هشټاګ سره له نړیوالو غواړي چې پر پاکستا...
08/09/2021

یو شمېر افغانانو پر ټولنیزو رسنیو د تر عنوان لاندې کمپاین پیل کړی.
افغانان د دې هشټاګ سره له نړیوالو غواړي چې پر پاکستان بندیزونه ولګوي.

جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې چاودنې درې تنه ټپیان کړيپیښه نن سهار شاخوا پنځه بجې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته ...
08/09/2021

جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي
پیښه نن سهار شاخوا پنځه بجې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې چې، د امنیه قوماندانۍ د ویاند فرید خان په خبره دوه تنه پکې ټپیان شوي٠
د ننګرهار سیمه ایز روغتون چارواکي بیا وایي د پیښې له ځایه ورته درې ټپیات وروړل شوي٠
د یو بل خبر له مخې
جلال اباد ښار اومې حوزې اړوند دوسرکې سیمه کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو تادیاتو مدیر ډګرمن نعمت الله خان ناڅرګنده وسلوالو په یو برید کې وژلی٠
د یادودواړو پیښو مسولیت چا ندی منلی.

خبریال: هدایت شاه هدایت

د ننګرهار نازیان ولسوالۍ څخه په لومړي ځل دولس نجونې له دولسم ټولګي فارغې شوې.د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو له...
08/08/2021

د ننګرهار نازیان ولسوالۍ څخه په لومړي ځل دولس نجونې له دولسم ټولګي فارغې شوې.
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې دغه دولس جونې د یادې ولسوالۍ له سروبي لیسې څخه فارغې شوې چې تر دې مخکې پکې تر دولسم ټولګي پورې نجونو زده کړې نه وې کړې.
د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په نازیان ولسوالۍ کې پر کلتوري محدودیتونو سربېره جګړه یز وضعیت جونو ته د ښوونځي ویلو اجازه نه ورکوله خو اوس تر بل هر وخت پدې ولسوالۍ کې د جونو تدریسي بهیر ته پام اوښتی دی.

-هدایت شاه هدابت

زما وینه دې زما اتل ته ډالۍ ويتر همدې عنوان لاندې ننګرهار کې د ختیځ زون درېو ولایتونو (ننګرهار، کونړ او لغمان) سلګونه دی...
08/07/2021

زما وینه دې زما اتل ته ډالۍ وي
تر همدې عنوان لاندې ننګرهار کې د ختیځ زون درېو ولایتونو (ننګرهار، کونړ او لغمان) سلګونه دیني عالمانو او ځوانانو د امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او هېواد کې د روانې وینې توییدنې د غندنې ترڅنګ یې امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړه.

د وینې ورکړې پر مهال د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل وویل اوس مهال افغانان د دین په نامه وژل کیږي او د دې چارې په مخنیوي کې علماء رغنده رول لوبولای شي.

په ورته مهال یو شمیر دیني عالمانو پر وسله والو طالبانو د سولې او اوربند غږ وکړ او هېواد کې روانه وینه توییدنه حرامه وبلله.
د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې په لغمان او کونړ ولایتونو کې هم د امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډې شوې وې او هلته هم د روانې جګړې د غندنې ترڅنګ د جګړې پر ښکیلو اړخونو د سولې او اوربند غږ شوی و.

خبریال: هدایت شاه هدایت

Address

110 Chapel Street
Lowell, MA
01852

Telephone

+19782371599

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کابل غږ - Kabul Voice posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to کابل غږ - Kabul Voice:

Videos

Share

Kabul Voice.COM

Kabul Voice.COM