25/09/2022
(سپرم)
خدای ﷻ په قرآن کې فرمایي:
86: 7_5 ((نو ودی ګوري انسان چې له څه شی څخه پیدا کړۍ شوئ دئ ، پیدا کړ شوئ دئ له اوبو ټوپ وهونکيو څخه په رحم کښې هسې اوبه (مني) چې راوځي له منځه د (شا) او له هډوکیو د سینو څخه ))
د جنین په پړاو کې د نارینه تولیدي اورګان (خصیه) او د ښځې تخمدان (اوري ) د بډوډۍ او د شاشمزی د یولسم بند او دولسمي پښتۍ تر منځ واقع وي چې بیا وروسته دا اورګانونه کښته کیږې د ښځیو اوري یا تخمدان ( پلویکس یا کونغرۍ ) ته رسیږی او د نارینو هغې لاندی تګ ته ادامه ورکوي او له زېږېدو د (اینجیل کانال ) له لاري (سکروتم) ته رسیږي ان په ځواني لا هم تولیدي اورګان کښته ځي د دې اورګان عصبي رشتې او د وینو زیرمه د ګېډې یا شریان (ابدومینل اروتا ) ته رسیږي چي دا ساحه د شا تیر یا ستون فقرات او پښتۍ تر منځ پرته ده .
په جنین کي لومړی حس چي وده کوي هغه د اوریدو حس دئ چې( 24 ) اونۍ وروسته کولای شي واروي او د لیدلو وروسته له (28) اونۍ کې (ریتینا) د روشنایي په مقابل کي غبرګون ښکاره کوي .
خدای ﷻ په قرآن شریف کې فرمایي :
9:32: (( او ویې ګرځول تاسې ته غوږونه او سترګې او زړونه..... ))
2:76: ((بیشکه پیدا کړي دې موږ انسانان له نطفې څخه چي ګډه وډه شوي ده )).
23 :78 ( او دغه الله ﷻ هغه ذات دئ چي پیدا کړي یې دي تاسې ته غوږنه ، سترګې او زړونه او ډیر لږ شکر باسئ تاسي )) سبحان الله
یو وخت به همدا رالوېګي او وایې به چي زه اللَّه ﷻ نه منم . أَسْتَغْفِرُ اللّٰه
ای انسانه !!
آخر ته څه شي دومره مغروره کړي یې?