Khost-خوست

Khost-خوست د خوست ولایت مقام اړوند رياستونو لاسته راوړنې او پرمختګونه نشریږي.
د خپلې سیمې حالاتو ځانونه خبر کړئ

دخوست ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست اداري ناسته ترسره شوه.په پېل کې د یاد ریاست اړوند کارمندانو د خپلو فعالیتونو په ت...
10/01/2024

دخوست ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست اداري ناسته ترسره شوه.

په پېل کې د یاد ریاست اړوند کارمندانو د خپلو فعالیتونو په تړاو معلومات وړاندې او په ښه توګه یې د دندې ترسره کولو ژمنه وکړه.

د احصایې او معلوماتو رئیس مولوي سیف الله حقاني د کارمندانو له هڅو او ستړیاو د مننې تر څنګ دوی ته لارښوونه وکړه، چې د مراجعینو ستونزو او غوښتنې ته پر وخت رسیدګي وکړی.

مولوي سیف الله همدا شان کارمندانو ته وویل، چې دندې ته پر وخت حاضري وکړی او د مراجعینو سره د ښه چلند سربېره خپل منځي همغږي پیاوړي کړی.

په خوست کې د لمړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شبکې دفتر پرانیستل شو.په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې خوست امنیه قوماندان حا...
10/01/2024

په خوست کې د لمړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شبکې دفتر پرانیستل شو.

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې خوست امنیه قوماندان حافظ عبدالرشید عمري، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رئیس مولوي اسحاق نظامي، اقتصاد رئیس مولوي اختر محمد عکرمه ، په نظامي برخه کې د حکمونو او فرامینو د تطبیق او څارنې رئیس مولوي لطف الرحمن نظامي، د سلام مخابراتي شبکې ولایتي مسؤل انجینر وطن یار ملنګ او نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رئیس مولوي اسحاق نظامي وویل، چې د ولسونو د غوښتنې او د یاد ریاست په هڅو یې پدې ولایت کې د لمړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شبکې دفتر پرانیسته وکړه.

مولوي نظامي وویل، چې د سلام مخابراتي شبکې دفتر په پرانیستو سره به پدې ولایت کې مخابراتي شبکو ته لاسرسۍ اسانه شي.

د سلام مخابراتي شبکې ولایتي مسؤل انجینر وطن یار ملنګ وویل، چې هڅه مو دا ده، څو د سلام مخابراتي شبکې له لورې خوست مېشتو ولسونو ته غږیزه او انټرنیټي برخه کې د پام وړ تحفیف رامنځته کړو او خپلې دستګاوې لرو پرتو سیمو ته ورسوو.

ده وویل، چې اوس ولسونه کولی شي، چې د یادې شبکې ټول محصولات له همدې دفتر څخه ترلاسه کړي.

وروسته د مسؤلینو له لورې د پټۍ په پریکولو سره دفتر پرانیستل شو.

د خوست برښنا ریاست ورځنئ کاری راپور:نیټه: دوشنبه1402-10-18تجارتي څانګه! د پیریدونکو حدمتونو څانګه1: 9 پایې یو فازمیترونه...
10/01/2024

د خوست برښنا ریاست ورځنئ کاری راپور:
نیټه: دوشنبه1402-10-18
تجارتي څانګه!

د پیریدونکو حدمتونو څانګه
1: 9 پایې یو فازمیترونه د پالیسۍ مطابق نوي توزیع شول.
2: 19 مشتریانو ته د نوی امتیاز اخیستلو فورمې واچول شوې.
3: یو مشتری ته د نوم تغیر فورم واچول شو.
4: دوه مشتریانو ته د تعرفې تغیر فورم وویشل شو.
5: نهه اصلاحاتی میترونو اسناد او پنځه دیرش د جدیدو میترونو اسناد د حدماتو سیستم ته ورسیدل.
6: څلور مشتریانو میترونو د راخلاصولو اصلاحاتی فورمې وویشل شوی.
7: د مهال ویش سره سم دولس پایې میترونه نصب او سرغچ شول.
8: درې پایې ميترونه د چک کولو په پار راخلاص شول.
9: اته لس جدید مشتریان د S Breshna په سیستم کې ثبت او رجستر شول.
10: اوه ویشت مشتریانو میترونه د S Breshna په سیستم کې تعویض شول.
11: څلور مشتریانو ته د نوی میتر اخیستو پروسې د ښودنې ترڅنګ په محتلفو برخو کې د مشتریانو ستونزی ته د حل په مورد رسیده ګی وشوه.

د چک او لابراتوار مدیریت
1: درې پایه یو فاز میترونه د صرفیه په خاطر چک شول.
٢: ۱۳ پایې یوفاز نوی میترونه چک شول.

د تفتش مدیریت
1. د ماڼۍ کلــی 28 برج څحه نظرت وشـو.
2. د کلوپ په ساحه کی 23 برج څحه نظرت وشو.
3. 40 هــغــه مشتریان چی زیات باقیداره وه برق یی قطـع شو.
8 .4 سرعچ نوی توزیع شول.

د وارداتو مدیریت
1: اوه مشتریانو ته قسطونه تر سره شول.
2: نولسو مشتریانو ته د نوی حق الشمول تعرفې او شپږو مشتریانو ته اصلاحاتي میترو تعرفې ورکړل شوې.
3: ورځینی عوایدو راپور ولیږل شو.
4: اوو ادارو ته د بقایاتو مکتوبونه ولیکل شول.
5: دریو مشتریانو ته د قسط عریضې پکتیا حوزی ته ایمیل شوې.

بیلینګ مدیریت
1: نهه پنځوس نوی مشتریانو ته د بلینګ په سیستم کې د تحویل شویو پیسو مجرائی ورکړل شوه.
2: دوه مشتریانو پاتې شوی درجې سیستم ته ورسیدې.
3- اوه مشتریانو ته مثنی بیلونه چاپ شول.
4- دولتی اداراتو مرکزی اداری ته راپور ترتیب شو.

تعین محصول مدیریت
1: د معمول سره سم پاتې ساخو ته باقی بیلونه وویشل شول.
2: دوه مشتریانو ته په ساخه کی درجې وکتل شوی او مشتریانو ته اطمنان ورکړل شو.
3: څلورو مشتریانو ته د درجې اصلاح په خاطر اجراات تر سره شول.

عملياتي څانګه! 1:- د شبکې په مختلفو ساحو کې جمله 50 مشتريانو تخنيکي مشکلاتو ته رسيدګي وشوه. 2:- د للمۍ ، کلوب او ورزی په ساحو کې جمله 3 پايه میتر بکسونه اصلاح شول. 3:- د تجارتي معاونیت سره په قطع لین او هغه میترونه چې د باقداری په اساس قطع شوي وو، د بل تحویلی وروسته ګڼ شمېر مشتریانو ته برښنا وصل شوه. 4:- د دوهم فیدر شارتي اصلاح شوه.
5:- 13 تنو مشتریانو ته د يو فاز میټرونو براورد ورکړل شوو.

خوست والي: د خوست ښار تر دوه سرکه پورې د دوهم لېن چارې په وړاندې شته خنډونه دي ختم او چارې د یې پلان مطابق ترسره شي.په ه...
10/01/2024

خوست والي: د خوست ښار تر دوه سرکه پورې د دوهم لېن چارې په وړاندې شته خنډونه دي ختم او چارې د یې پلان مطابق ترسره شي.

په همدې موخه نن ورځ خوست والي ښاغلي الحاج ملا بسم الله عبدالله، د ښاروالۍ، ټولګټو چارو، برېښنا ،مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، ښار او کور جوړونې، زراعت، چاپیریال ساتنې او پاکو رسونې اداراتو مسؤلینو سره ناسته وکړه.

په پېل کې د ښاروالۍ مسؤلینو د یاد سرک په وړاندې د شته خنډونو او روانو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې د سرک د اساسي جوړونې چارې به زر پېل شي.

د ولایت والي ښاغلي الحاج ملا بسم الله عبدالله وویل، چې د خوست منار څخه تر دوه سرکه پورې د دوهم لېن سرک په وړاندې شته خنډونه د له منځه یوړل شي او چارې دې د پلان مطابق ترسره شي.

ښاغلي عبد الله وویل، ټول هغه ادارات چې په راتلونکي کې د یاد سرک په مسیر پروژې او پلان لري د ښاروالۍ له مسؤلینو سره دې په ګډه مشترک پلان جوړ او تطبیق کړي.

د ولایت والي زیاته کړه، ولایتي اداره هڅه کوي، څو خوست مېشتو ولسونو ته د ژوند په ټولو برخو کې لازم سهولتونه برابر او وړ خدمات وړاندې کړي.

ناسته کې د برېښنا، زراعت، ښار او کورجوړونې، مخابراتو او ټولګټو چارو ریاستونو مسؤلینو د یاد سرک په مسیر د خپلو پروژو او راتلونکي پلانونو په باب معلومات شریک کړل.

په خوست ولایت کې (۱۷۵) اړمنو کورنیو ته د روغتیا ساتنې کیټونه وویشل شول.د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې ا...
10/01/2024

په خوست ولایت کې (۱۷۵) اړمنو کورنیو ته د روغتیا ساتنې کیټونه وویشل شول.

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې او د ډاکار مؤسسې له لوري د خوست ولایت اسمعیل خیلو مندوزیو ولسوالۍ کې په (۱۷۵) اړمنو کورنیو باندې د روغتیا ساتنې کیټونه وویشل شول.

چې په یادو کیټونو کې (۱۹) قلمه روغتیايي توکي شامل دي.

اړمنې کورنۍ د یادو کیټونو په ترلاسه کولو سره د مسؤلینو څخه مننې ترڅنګ د نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

خوست ښاروالي:له خوست ښار تر دوه سړکه د دوهم سړک چارې پیل شوې.د خوست ښاروالۍ له لوري د ښار څخه تر دوه سړک پورې د دوهم سړک...
10/01/2024

خوست ښاروالي:له خوست ښار تر دوه سړکه د دوهم سړک چارې پیل شوې.
د خوست ښاروالۍ له لوري د ښار څخه تر دوه سړک پورې د دوهم سړک د مسیر مالومولو لومړني پاړو چارې پیل شوې.
د یاد سړک په مسیر دواړو خوا مېشتو کورنیو، هټیوالو او د بارګېنونو مسؤلینو ته له دې وړاندې خبر ورکړل شوی ؤ، خو شنبه د ورستي ځل لپاره خبرداری ورکړل شو، چې ژر تر ژره د بریښنا پایو دواړو خوا ته ۲۱ متره ساحه تحلیه کړئ، ترڅو د یاد سړک د مسیر مالومالو چارې بشپړې شي.
یاد سړک چې په اوس کې یې د کم پراخوالي له امله ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، د دوهم سړک په جوړیدو سره به یې ستونزې کمې او بې له کوم ځنډه به ښار ته داخلیږي او خپلې ورځنۍ چارې به پر وخت سر ته رسوي.
د دوهم سړک په جوړیدو عام خلک خوښي ښایي د ښاروالۍ یاد کار ستاینه کوي او په دغه برخه کې د جدي اجرااتو غوښتوونکي دي.
د یادوني ده، چې ښاروالۍ اداره خپلو ښاریانو ته د لازمو اسنتیاؤ په موخه ماسټر پلان او تفصیلي پلانونو تطبیق ته ژمنه ده او په یاده برخه کې له ښاریانو غواړي چې د پروژو په تطبیق کې دې ورسره همکار پاتې شي،ترڅو په خوست ښار کې ماسټرپلان او تفصیلي پلانونه پر وخت پلي شي.
د مرغومي ۱۶مه ـ۱۴۰۲

خوست: د فانکرېشن 15 ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه وروتړل شول20/10/1402 د خوست ولایت ورزشي امریت مربوط د فانکرېشن فدرا...
10/01/2024

خوست: د فانکرېشن 15 ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه وروتړل شول
20/10/1402

د خوست ولایت ورزشي امریت مربوط د فانکرېشن فدراسیون اړوند د همدې رشتې په مرکزي کلب کې 15 لوبغاړو ته د ارتقاء کمربندونه وروتړل شول.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د ورزشي امریت د ولسوالیو مدیر رحمت الله زاهد، د ملي عنعنوي ورزش مدیر محمد عارف، د خوست ولایت پخواني ورزشي امر استاد عمرګل عمري، د همدې رشتې مسؤول استاد لعل ګل رزمي او ګڼو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د یو شمېر ګډونوالو له خوا په ورزشي برخه کې د کمربند په تړلو او د ارتقاء په مورد ګټورې خبرې وشوې.

ورپسې یو شمېر ورزشکارانو نمایشات ترسره کړل او له نمایشاتو وروسته هغه ورزشکارانو ته کمربندونه وروتړل شول ، چې د زېړ، نارنجي ، شين او ابي کمربند په برخه کې یې له امتحان اخیستنې وروسته ارتقاء کړې وه.

مراسم لوبغاړو ته د کمربند ارتقاء د سندونو ورکړې او کمربندونو په تړلو سره پای ته ورسېدل.

د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د مخدره موادو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو سره ناسته ترسره شوه.په دې ناسته کې د خوست امنیه ...
10/01/2024

د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د مخدره موادو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو سره ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د خوست امنیه قوماندان حافظ عبدالرشید عمري د امنیت امر مولوي عبدالحلیم "حیدر" د مخده موادو ضد مدیریت مدیر مولوي ولي شخان شبیر په ګډون د مرکز سربېره د ولسوالیو امرینو ګډون درلود.

ښاغلي عمري د مخدره توکو سره د مبارزې مدیریت وروستی لاسته راوړنې مهمې یادې کړې او زیاته یې کړه چې د مخدره موادو سره د مبارزې لړۍ باید نوره هم چټکه شي.

د ناستې په جریان کې د امنیه قوماندان لخوا د یاد مدیریت یو شمېر امرینو ته د هغوی د ښو کړنو له امله ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

*خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر*

تیره ورځ د شمل خرم فرعي سیندیزې حوزې ریاست په هدایت د همدې ریاست د انجنیري خدمتونو او کنترول کیفیت د انجنیرانو لخوا د صب...
10/01/2024

تیره ورځ د شمل خرم فرعي سیندیزې حوزې ریاست په هدایت د همدې ریاست د انجنیري خدمتونو او کنترول کیفیت د انجنیرانو لخوا د صبریو ولسوالۍ اړوند د څپري درې کندې چکډیم پروژې څخه لیدنه ترسره شوه.

په ساحه کې د کندنکاری کار ترسره شوی وو د کندنکاری ابعاد چیک شول کوم کمبودات یې چې لرل ساحوي انجنیر ته په ګوته شول همدارنګه د ساختماني موادو کومې نمونې چې ساحې ته راوړل شوي وې، غیرمعیاري او د انجنیري نورمونو خلاف وي چې ساحوي انجنیر ته هدایت وشو ترڅو باکیفیته او معیاري مواد باید راوړل شي.

همدارنګه په پورته نیټه د ځاځي میدان ولسوالۍ د الګاډې چکډیم د پروژې څخه لیدنه ترسره شوه په ساحه کې د کندنکاری کار ترسره شوی وو او د ساختماني موادو نمونې راوړل شوي وې کومې نیمګړتیاوې او کمبودات چې په کندنکاري کې موجود وو د ساحې انجنیر ته په ګوته شول همدارنګه کوم ساختماني مواد چې د پروژې لپاره ساحې ته راوړل شوي وو غیر معیاري وو او ساحوي انجنیر ته هدایت وشو چې د پروژې لپاره باید د لوړ کیفیت مواد راوړل شي.

همدارنګه په پورته یاده شوي نیټه د تڼیو ولسوالۍ اړوند د دره ګي چکډیم د پروژې ساحه ساختماني شرکت ته په ګوته او ورته تسلیم شوه.

د خوست ولايت د تخنيکي هيئت د یکشنبې ورځې ګزارش:نن ورځ یکشنبه چې د ۱۴۴۵/۶/۲۴ نيټې سره برابره ده د خوست ولايت د غصب د مخني...
10/01/2024

د خوست ولايت د تخنيکي هيئت د یکشنبې ورځې ګزارش:
نن ورځ یکشنبه چې د ۱۴۴۵/۶/۲۴ نيټې سره برابره ده د خوست ولايت د غصب د مخنيوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنيکي هيئت خپله یوسلو اتمه نوبتي غونډه د زراعت محترم ریئس مولوي محمد زمان (عمري) په مشرۍ پداسې حال کې چې د تخنيکي هيئت نور غړي هر يو:
(۱) ــ مولوي محمد افسر د قضایاو امارت آمر،
(۲)- شیخ صاحب کلیم الرحمن د قبایلو چارو ریئس
(۳)- قاري فیض محمد د امر امنیت نماینده،
(۴)- ا ینجنر سخی الله د کدستر مسؤل،
(۵)- مولوي محمد عُزیر د استخباراتو نمایده،
(۶)- مولوي حضرت جمال د کور او ښارجوړولو ریئس،
(۷)- مفتي نور الله د مستوفیت نماینده
هم موجود وو ترسره کړه :
تخنيکي هيئت لومړى د خوست ولايت په زراعت رياست کې سره راټول شول او د قران کريم د څو مبارکو ایاتونو د تلاوت څخه وروسته د ترتيب شوي پلان مطابق تخنيکي هيئت لاندې اجرات تر سره کړل :
لومړۍ د تخنیکي هیئت مشرانو ترمنځ د یو شمیر اړینو موضوعاتو په ارتباط اوږد هر اړخیز جر بحث وشو، د یادو موضوعاتو په ارتباط د کمیټې غړو لخوا خپل نظریات وړاندې کړل شول چې په اړه به یې په راتلونکي کې لازم تصامیم ونیول شي.
له دې وروسته د
د تخنیکي هیئت کمیټه په زراعت ریاست کې د راغلو اشخاصو سره د لیدنې او همدارنګه د دوسیو د ترتیب په موخه پاتې شوه،
چې لاندې اجراات یې ترسره کړل:
(۱)- د کاروان سرای ساحې راغلو مشرانو سره د دوی د موضوع په مورد اوږد جر وبحث وشو چې په اړه به یې لازم تصامیم ونیول شي.
(۲)- سید یونس په نوم شخص سره اوږد جر وبحث وشو چې د موضوع په اړه ګزارش ترتیب په اړه یې نوموړي شخص ته اطمینان ورکړل شو چې په اړه به یې لازم اجرااتترسره شي.
(۳)- د صبریو ولسوالۍ اړوند د چینې کلي سید اله جان او هم دده مقابل جانب محمد ایوب سره اوږد جر وبحث وشو چې وروسته د مقابل جانب شخص څخه د معلوماتو د لاسته راوړلو په موخه د دوی اعتباروړ اسناد مطالبه کړای شول چې په اړه به یې لازم تصامیم ونیول شي.
(۴)- د صبریو ښاونه کنډؤ موضوع په رابطه راغلو مشرانو سره اوږد جر وبحث وشو چې په اړه به یې لازم تصامیم ونیول شي.
(۵)- همدارنګه د نورو ډیرو راغلو اشخاصو سره چې دوسیې یې دې ادارې ته د براسۍ او څیړنې په موخه رارسیدلي وې په جلا ډول اوږده جر وبحثونه وشول او ترڅنګ یې ددوی اعتبار وړ اسناد تر غور لاندې ونیول شول چې په اړه به یې لازم تصامیم ونیول شي.
(۶)- همدارنګه د (۵) دوسیو په مورد اړونده اداروته د معلوماتو د لاسته راوړلو په موخه استعلامونه ترتیب شول چې په اړه به یې لازم تصامیم ونیول شي.
ماذدیګر غونډه پای ته ورسیده.

د کار د له ښه تطبیق په موخه د څښاک پاکو اوبو د دریو شبکو څخه لیدنه او نظارت.د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست تر مستقیم ...
08/01/2024

د کار د له ښه تطبیق په موخه د څښاک پاکو اوبو د دریو شبکو څخه لیدنه او نظارت.

د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست تر مستقیم نظارت لاندې د (NCA) موسسې په مالي ملاتړ او د(COAR)موسسې په تخنیکي همکارۍ د خوست ولایت اړوند متون کوټکي، پاس پیرانو او د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند کوچاخیلو کلي کې د څښاک پاکو اوبو د شبکې د جوړیدو او د کار له ښه تطبیق په موخه د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست د انجینري ټیم او د یادو مؤسسو د اړونده برخو انجینرانو سره په ګډه لیدنه او نظارت ترسره کړ.
یادې شبکې چې د ساختماني کارونه يې تکمیل شوي او په نږدې وخت کې به ګټې اخیستنې وسپارل شي.

د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمين راشد د طب پوهنځي استادانو سره غونډه ترسره کړه.نن دوشنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د مرغو...
08/01/2024

د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمين راشد د طب پوهنځي استادانو سره غونډه ترسره کړه.

نن دوشنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۱۸ مه نيټه، د شيخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحديث مسلمین راشد د طب پوهنځي له استادانو سره ناسته ترسره کړه، چې یو شمېر موضوعات پکې تر بحث لاندې ونيول شول.
په خپله وینا کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد استاذان خپلو مسؤلیتونو په ښه شان ادا کولو، په خپل منځ کې مینې، محبت او هماهنګۍ ته را وبلل او زياته یې کړه په کارونو کې همغږي مو د پوهنتون پرمختګ او کارونو په ښه ډول ترسره کيدو کې مرسته کوي.
نشراتو او عامه اړيکو آمريت

په خوست ولایت کې (۱۹۲۲)اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو ویش.د کلیو دبیاغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګ...
08/01/2024

په خوست ولایت کې (۱۹۲۲)اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو ویش.

د کلیو دبیاغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته، د (AWCPO) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د خوست ولایت په صبریو، باک، او قلندر ولسوالیو کې (۱۹۲۲) اړمنو کورنیو سره شپږ قلمه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

به یادو خوراکي توکو کې (۵۰) کیلو ګرام اوړه (۴.۵۵) کیلو ګرام غوړي (۶.۳۰۰) کیلو ګرام دال (۰.۵۰) کیلو ګرام مالګه (۳) کیلو ګرام سوپر سریال (۱.۵) کیلو ګرام د ماشومانو د خوار ځواکۍ توکي شامل دي.

دخوست ولایت دتخنیکي او مسلکي زړه کړو آمریت اړوند د۱۴ لیسو او انستیتیوتونو تدریسي مدیرانو ته یوه ورځنۍ سمینار دایر شو.سمی...
08/01/2024

دخوست ولایت دتخنیکي او مسلکي زړه کړو آمریت اړوند د۱۴ لیسو او انستیتیوتونو تدریسي مدیرانو ته یوه ورځنۍ سمینار دایر شو.

سمینار دقرآنکریم په مبارکو ایتونو
سره پیل شو ورپسې دخوست ولایت دتخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي نجي الله احمد پرانیستونکي وینا وکړه.

احمد وویل چې دخوست ولایت دتخنیکي او مسلکي زده کړو امریت او همدا ډول دانستیتیوتونو وروستي پرمختګونه دستایلو وړ دي تاسو ټولو ته زما له اړخه دا پیغام دی چې خپلو کې په اتفاق او اتحاد ژوند وکړئ دیو او بل دپښو څخه تیږې مۀ وباسئ یو پربل پسې منفي خبرې مۀ کوئ.

نوموړي وویل، دا هېواد او هېوادوال په موږ او تاسو حق لري باید حق یی اداء کړو، دبیارغونې ، مسلکي زده کړو او ښوونې روزنې ته وده ورکول زموږ او ستاسو مسؤلیت دی او دا مسؤلیت باید په سمه توګه سره سرته ورسوو.
دده دخبرو وروسته دیاد آمریت دنظارت غړو لخوا سمینار چې مختلفې موضوع ګانې پکې شاملې دي رسماً پیل شو.

ترمازدیګر څلورو بجو پورې به دوام لري.

08/01/2024

*د اور لګیدو څخه د مخنیوي لارې چارې*

قدرمنو هېوادوالو اور لګیدنه یو غیر طبعی پېښه ده ،چې د زیاتو ځانی او مالی تلفاتو سبب ګرځی.

د یوې څیړنیزې ادارې د څیړنو په اساس ۹۵ سلنه د اور لګیدو پېښې د انسانانو د بې اختیاطۍ له امله رامنځ ته کیږی ، د اور لګیدو څیړنیز راپورنه ښایی، چې په تیرو شلو کلونو کې شاوخوا ۷۰۶۰۰ د اورلګیدنې پېښې رامنځ ته شوی، چې په نړیواله کچه یې ۷ میلونه ځنګل خیزه ځمکې تخریب کیدو، دسلګونو انسانانو وژل کیدو ، زرګونه انسانانو او خیواناتو د بې ځایه کیدو سبب شوي دي.

که د مخنیوی په اړه یې پر لازمو لارو چارو پوه شو، نو د اور لګیدنې له پېښو به خوندی او د پېښو په شمېر کې به مو د پام وړ کموالی راوستی وي.

ددې لپاره چې له دغه ناوړه انساني او چاپیريالي ناورین څخه په امن کې ؤ، نو یو شمېر لارښونې او سپارښتنې په نظر کې نیسو تر څو د اور رامنځ ته کیدو مخکې او تر اور لګیدو ورسته عاجلو او بیړنیو حالاتو کې د کور غړیو، خیواناتو او د کور د شیانو خوندیتوب په اړه پوه او اګاهي مو درلودلي وي.

۱— په پټرول پمپ، ګازی فابریکو، موټر چلولو او ځنګل کې د سیګرټ څکولو او اورلګید څخه ډاډه وکړئ.

۲— د اوسیدو په خونه کې سیګرټ مه څکوۍ او که نه کیده، نو دسګرټ تر څکولو وروسته ډاډ تر لاسه کړۍ چې سګرټ مو په بشپړه توګه مړ کړ.

۳— هڅه وکړۍ، چې د برښنا سوېچ او کنترول مرکز په اشپازخانه کې جوړ نشي، ځکه چې په دې صورت کې د اور لګیدو خطر زیاتیږی.

۴— په لوړ پوړیزو ودانیو کې ختماً د اور ضد ډابې ولګوئ.

۵— کوښښ وکړئ ، چې د اور د استفادې څخه وروسته پاتې ایرې تر هغې په ډیران کې و نه غورځوئ تر څو، چې په ایرو کې شته سکروټې د اوبو په واسطه مړې شوي نه وي.

۶— په پخلنځي کې اضافی کاغذونه، لباسونه او پلاستیکونه میخونو ته مه ځوړندوئ.

۷— په غرونو او ځنګلونو کې وچو واښو او بوټو ته اور مه ورچوئ.

۸— په سوزنده دښنتو کې د اور رامنځ ته کیدو چانس زیات وي، هڅه وکړئ چې خپل چاپیریال او د کور شاوخوا مو د اوبو په واسطه اب پاشي او لمده کړئ.

۹— کله چې هوا زیاته ګرمه وي او شدید بادونه ورسره مله وی نو د اور لګولو څخه ډډه وکړئ.

۱۰— خپل ماشومان پوهه کړئ، چې ونو او بوټو ته اور ورته نکړي.

۱۱— د اور ضد ملهم ، دوا او لمړني روغتیایی توکی په کورونو کې وساتۍ ، تر څو د اورلګیدو پر مهال ترې ګټه پورته کړئ.

۱۲— د اورلګیدو پر مهال په کوټه کې پاکه او هوا کش سیستمونه غیر فعال کړئ،ځکه چې دا ډول شیان د اور په زیاتیدو کې مرسته کوی.

۱۳— د اطفایې شمیرې له ځان سره ثبت کړی او د اورګیدو په صورت کې ترې مرسته وغواړی.

د خوست ولایت د اطفایې شمېرې ۰۷۶۶۶۵۵۲۳۳/۰۷۶۶۶۸۸۹۹۷/۰۷۷۵۵۳۳۵۲۸

شیخ زايد پوهنتون کې د(OBE-SCL) لس ورځنی ورکشاپ پیل شو.نن شنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د...
06/01/2024

شیخ زايد پوهنتون کې د(OBE-SCL) لس ورځنی ورکشاپ پیل شو.

نن شنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادي الثاني مياشتې له ۲۴مې نيتې سره سمون لري، د شیخ زايد پوهنتون مسلکي پراختا مرکز کې (۳۰) تنو استادانو لپاره د محصل محورۍ او پر پایلو باندې ولاړ زده کړه ييز سيستم لس ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ د پیل مراسمو ته د شیخ زايد پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمين راشد په خپلو خبرو کې ياد سیمينار ډېر ګټور ياد کړ او له ګډونوالو څخه یې غوښتنه وکړه چې په پوره اخلاص سره پکې ګډون وکړي.
د يادولو وړ ده چې ياد ورکشاپ به لس ورځې دوام وکړي او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي کادر غړي او د ( او، بي اِي ـ اِس سي اِل) ماستر ټرېنر پوهنوال صدیق الله بارکزي او د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړي او د (او، بي اِي ـ اِس سي اِل) ماسټر ټرېنر محترم پوهندوی علي جان عادل له خوا وړاندې کیږي.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

د خوست برښنا ریاست ورځني فعاليتونه:نیټه: چارشنبه 1402-10-13تجارتي څانګه! د پیریدونکو حدمتونو څانګه1: 11 پایې یو فازمیترو...
04/01/2024

د خوست برښنا ریاست ورځني فعاليتونه:
نیټه: چارشنبه 1402-10-13
تجارتي څانګه!

د پیریدونکو حدمتونو څانګه
1: 11 پایې یو فازمیترونه د پالیسۍ مطابق نوي توزیع شول.
2: 22 مشتریانو ته د نوی امتیاز اخیستلو فورمې واچول شوې.
3: یو مشتری ته د نوم تغیر فورم واچول شو.
4:دوه مشتریانو ته د تعرفې تغیر فورم وویشل شول.
5: نهه اصلاحاتي میترونو اسناد او دوه ویشت د جدیدو میترونو اسناد د حدماتو سیستم ته ورسیدل.
6: څلورو مشتریانو ته د میتر راخلاصولو په پار اصلاحاتي فورمې وویشل شوی.
7: د مهال ویش سره سم دیارلس میترونه نصب او سرغچ شول.
8: دوه پایې میترونه د چک کولو په پار راخلاص شول.
9: اوه مشتریانو ته د نوی میتر اخیستو پروسې د ښودنې ترڅنګ په محتلفو برخو کې د مشتریانو ستونزی حل شوی.

د چک او لابراتوار مدیریت
1: ٣پایه یو فاز میترونه د صرفیه په خاطر چک شول.
٢۔ ٧ پایې یوفاز نوی میترونه چک شول.

تفتیش مدیریت
1: د تپې برج څخه څارنه وشوه.
2- د تعرفې د تغیر په خاطر دریو مشتریانو سره له ساخې لیدنه وشوه.
3- اوه لس میترونو ته سرغچ ورکړل شول.

د وارداتو مدیریت
1:پنځو مشتریانو ته قسطونه تر سره شول.
2: نولس مشتریانو ته د نوی حق الشمول تعرفې او څلورو مشتریانو ته د اصلاحاتي میترو تعرفې ورکړل شوې.
3: ورځینی عوایدو راپور ولیږل شو.
4: دوه ادارو ته د بقایاتو مکتوبونه ولیکل شول.
5: درې مشتریانو ته د قسط عریضې پکتیا حوزی ته ایمیل شوې.

بیلینګ مدیریت
1: پنځه پنځوس نوی مشتریانو ته د بلینګ په سیستم کې د تحویل شویو پیسو مجرائی ورکړل شوه.
2: دوه مشتریانو درجې اصلاح او سیستم ته ورسیدی.
3- لسو مشتریانو ته مثنی بیلونه چاپ شول.
4- دولتي اداراتو مرکزی اداری ته راپور ترتیب شو( وزارت دفاع ' داخله ' محبس)

تعین محصول مدیریت
1: د معمول سره سم پاتې ساخو ته باقي بیلونه وویشل شول.
2: دوه مشتریانو ته په ساخه کی درجې وکتل شوی او مشتریانو ته اطمنان ورکړل شو.
3: څلورو مشتریانو ته د درجې اصلاح په خاطر اجراات تر سره شول.

عملياتي څانګه! 1:- د شبکې په مختلفو ساحو کې جمله 38 مشتريانو تخنيکي مشکلاتو ته رسيدګي وشوه. 2:- د تجارتي معاونیت سره په قطع لین او هغه میترونه چې د باقداری په اساس قطع شوي وو، د بل تحویلی وروسته ګڼ شمېر مشتریانو ته برښنا وصل شوه.
3:- 8 تنو مشتریانو ته د يو فاز میټرونو براورد ورکړل شوو.
4:- د دوسرکه څخه تر ورزې ساحې پورې د پايو پول مارکېنګ ترسره شو.

خوست ښاروالي: په ښار کې له پانګوالو ملاتړې ده.پنج شنبه په خوست کې د ښاري اصنافو له ډلې یې د نجارۍ صنف په برخه کې د خوست ...
04/01/2024

خوست ښاروالي: په ښار کې له پانګوالو ملاتړې ده.
پنج شنبه په خوست کې د ښاري اصنافو له ډلې یې د نجارۍ صنف په برخه کې د خوست عصري لیزري نجارۍ په نوم یوه کارخونه پرانیستل شوه.
خوست ښاروالۍ د پانګونې په برخه کې له تجارانو مننه کوي، چې په خپل هیواد کې پانګونه کوي او ځوانانو ته د کاري مصروفیت تر څنګ ښاریانو ته لازم خدامات وړاندې کوي.
ښاروالۍ اداره همداشان له نورو پانګوالو غواړي، چې خپله سرمایه د هیوادوالو لپاره په کار واچوي، تر څو مو ښاریان په خپل وطن کې مصروف او په ورځني ژوند کې له خپلو تولیداتو استفاده وکړي.
همداشان ښاروالۍ مشرتابه او اداره ټولو پانګوالو ته په ښار کې د لازمو اسنتیاوو رامنځته کولو او له دوی څخه د ملاتړ ډاډ ور کوي، او له دوی غواړي چې ښاریانو لپاره په ښه کیفیت او کمې ګټې سره خدامات وړاندې کړئ.
د یادونې ده، چې یاده کارخونه په پرمختللو ماشینونو سمبال ده، چې له دې وروسته به ښاریانو ته د پرمختللي لیزري ټکنالوژۍ په واسطه نجارۍ برخه کې کار کوي.
د مرغومې ۱۴مه ۱۴۰۲

غصب مخنیوي کمیسون غړو د مدعي بها ځمکې څخه د لېدنې تر څنګ د شخړې دواړو اړخونو سره وکتل.څو ورځې وړاندې د خوست ولایت ځاځیمی...
04/01/2024

غصب مخنیوي کمیسون غړو د مدعي بها ځمکې څخه د لېدنې تر څنګ د شخړې دواړو اړخونو سره وکتل.

څو ورځې وړاندې د خوست ولایت ځاځیمیدان ولسوالۍ اړوند سانخېلو او اکا کلیو تر منځ د ځمکې په سر شخړه رامنځته شوي وه، چې پر مهال یې د دواړو اړخونو څخه پنځلس نفره ټپیان او یو نفر وژل شوی وو.

یادې شخړې ته امنیتي ځواکونو پر وخت رسیدګي وکړه او د پېښې زیاتیدو او د نورو تلفاتو مخنیوای یې وکړ.

د ولایت مقام له لورې د یادې ستونزې د هواري او شخړې مخنیوي په موخه د غصب مخنیوي کمیسون ته مسؤلیت وسپارل شو، څو د یادې ساحې څخه له نېږدې لېدنه وکړي او موضوع ته د اسنادو پر بنیاد رسیدګي وکړي.

د ولایت مقام د هدایت په اساس نن ورځ د غصب مخنیوي کمیسون غړو ځاځیمیدان ولسوالۍ ته سفر وکړ، د مدعي بها ځمکې څخه د لیدنې تر څنګ دواړو جانبینو سره وکتل او د موضوع په تړاو یې تر بحث وروسته د اسنادو طلب وکړ.

ولایتي اداره هڅه کوي، څو پدې ولایت کې ټولو لویو او کوچنیو شخړو او ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

په خوست ولایت کې د الګاډې کلي دوه چکډیمونو د جوړیدو چارې د (۴۹۳۳۰۰۰) افغانیو په ارزښت پیل شوې.د خوست ولایت د ځاځي میدان ...
04/01/2024

په خوست ولایت کې د الګاډې کلي دوه چکډیمونو د جوړیدو چارې د (۴۹۳۳۰۰۰) افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د الګاډې کلي دوه چکډیمونو د جوړیدو چارې د څلورمیلونه نهه سوه درې دیرش زره (۴۹۳۳۰۰۰) افغانیو په ارزښت پېل شوې.

پدې اړه جوړه شوي راټولیدنه کې د شمل خرم فرعي دریایي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د یاد ریاست تخنیکي سلاکار انجنیر مجاهدالله مشفق د ځاځي میدان ولسوالۍ قومي مشـرانو، ځوانانو او د میډیا مسؤلینو په شتون درلود.

نوموړي دوه چکډیمونه د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت د ابو ریحان رضوان ساختماني شرکت له لوري جوړیږي چې د دواړو چکډیمونو ترمنځ (۹۵) متره فاصله موجوده ده چې لومړۍ چکډیم (۴۰) متره اوږدوالۍ د تهداب په شمول (۵) متره جګوالی، په تهداب کې (۳،۵۰) متره او په سر کې (۸۰) سانتي متره سور لري.

دوهم چکډیم (۳۳) متره اوږدوالۍ د تهداب په شمول (۳،۵۰) متره جګوالی، په تهداب کې (۳) متره او په سر کې (۶۰) سانتي متره سور لري د یادې پروژې په جریان کې به لسګونه کاریګرو ته د کار زمینه چمتو شي د دې سربیره به لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له زیانونو خوندي شي او هم به په ساحه کې موجود (۲۷۰) متره استنادي دیوال چې پخوا رغوول شوی، د سیلابونو له ګواښ څخه به خوندي شي.

د خوست کانونو ریاست جیالوجستانو له لوري د تڼیو ولسوالۍ اړوند ګوښې او بنداخیلو په غرونو کې د مسو لوی زېرمې وموندل شوې.نن ...
04/01/2024

د خوست کانونو ریاست جیالوجستانو له لوري د تڼیو ولسوالۍ اړوند ګوښې او بنداخیلو په غرونو کې د مسو لوی زېرمې وموندل شوې.

نن پنج شنبه چې د ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ نېټې سره سمون خوري خوست کانونو ریاست د کان پېژندنې ډيپارټمټ جیوساینس عمومي مدیر انجنیر برلاس او د جیولوجۍ عمومي مدیر محمد نعیم لخوا د پلان مطابق تڼیو ولسوالۍ یو شمېر سیمو ته د معادن موندلو په موخه لاړ او د ګوښې او بنداخیلو ( پنداخیلو) غرونو لړیو په اوږدو کې د مسو زیرمې پیدا او شناخت پخاطر یې ځینې نمونې او سیمپلې معادن ریاست ته له ځان سره راوړې ترڅو نوموړي سمپل کانونو او پټرولیم وزارت ته په راتلونکو ورځو کې د فیصدۍ مالومولو او لابراتواري معایناتو په موخه ولیږدوي.

مس، چې په لاتیني ژبه کې ورته کاپر (Cupper ) ویل کیږي او سمبول یې Cu ښودل کیږي ، شاوخوا ۸۷۰۰ کاله وړاندې د روم په قبرس او عراق هېوادونو کې د پخوانیو خلکو لخوا کارول شوي ؤ .

مس په صنعت،طبابت،تاریخي اثارو،زارعت او د ژوند په بیلا بیلو چارو تر ګټه پورته کیږي.

په لنډ ډول یې درپیژنو:
په صنعت کې د مسو استعمال:خالصو مسو ته په اقتصادي اصطلاح کې د صنعتي فابریکو د ملاتیر یا ستون فقرات ویل کیږي،او په نړۍ کې د مسو الياژو یا مخلوطاتو څخه ۳۰ % په اقتصادي او صنعتي تولیداتو کې ګټه اخیستل کیږي،چې له جملې څخه یې زیات استعمال په برقي سیمونو کې ده،ځکه چې مس د برق یا بریښنا لپاره ښه هادي ده یانې د مسو په تارونو کې برق ژر،قوي او په اسانۍ سره تیریږي. همدارنګه هغه کولرونه،چې د تصفیه اوبه لپاره کارول کیږي له مسو جوړیږي.

په طب کې د مسو استعمال: مس د عصري طابت لپاره غوره سرچېنه بلل کیږي،وروستیو طبي څېړنو ښودلي،چې هغه باکتریاوې یا مایکرو اورګانیزمونه،چې د انټي بیوټیک درملو په مقابل کې مقاومت ښایي او د نړۍ ملیونونو کسانو د مرګ سبب ګرځي د مسي دوا او درملو پر وړاندې وژل کیږي او له منځه ځي،همدرانګه د بدن وینې په کموالي،د بندونو دردونو،اعصابو او زخمونو رغښت لپاره ګټور بلل شوې ، ددې ترڅنګ مس د ویروسي او ساري ناروغیو مخنیوي په برخه کې موثر تمام شوې،اوسمهال د نړۍ په مجهزو روغتونونو کې د ناروغانو،بسترکټونه،میزونه،د دروازې لاستي او نور فلزي شیان له مسو جوړوي تر څو له ساري ناروغیو څخه ډاکټران او ناروغ لرونکي کسان خوندي ساتل شوي وي.

په تاریخي اثارو کې د مسو کارونه: لرغونپېژندې ښایي،چې پخوانیو خلکو د ژوند پر مخ بیولو لپاره له یو شمېر مسي شیانو، لکه مسي کوزې، سکې، مسي تورې، امساوې، ګلاسونو، مجسمې او د ښځینه ؤ ښلا توکي ترې جوړې کړي ؤ، چې ځینې نمونې یې اوسمهال د برتانیه په برېېټش نړیوال موزیم او همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت په ملي موزیم کې ساتل کیږي.

په زراعت او کرنه کې د مسو کارونه: د حشراتو وژلو په برخه کې د مس سلفايټي مالګو څخه ترې کار اخستل کیږي. او هغه موسمي حشرات،چې د کرنیزو ځمکو او فصلونو د تباهۍ سبب ګرځي د مسي مالګو څخه په استفادې وژل کیږي او همدارنګه یو شمیر نباتاتو تغذیې او ښې ودې پخاطر مسي او مخلوطي خاوره پټیو او ځمکو ته ور کول کیږي.

04/01/2024

د خوست برښنا ریاست ورځنئ کاری راپور:
نیټه: پنجشنبه 1402-10-14
تجارتي څانګه!

د پیریدونکو حدمتونو څانګه
1: 9 پایې یو فازمیترونه د پالیسۍ مطابق نوي توزیع شول.
2: 16 مشتریانو ته د نوی امتیاز اخیستلو فورمې واچول شوې.
3: یو مشتری ته د نوم تغیر فورم واچول شو.
4:یو مشتری ته د تعرفی تغیر فورم وویشل شو
5:اوه اصلاحاتی میترونو اسناد او پنځه دیرش د جدیدو میترونو اسناد د حدماتو سیستم ته ورسیدل.
6: دوه مشتریانو ته د میتر راخلاصولو په پار اصلاحاتی فورمې وویشل شوی.
7: د مهال ویش سره سم لس پایی میترونه نصب او سرغچ شول.
8: یو پایه میتر د چک کولو په پار راخلاص شو.
9: دریو مشتریانو ته د نوی میتر اخیستو پروسې د ښودنې ترڅنګ په محتلفو برخو کې د مشتریانو ستونزی حل شوی.

د چک او لابراتوار مدیریت
1: ۲پایه یو فاز میترونه د صرفیه په خاطر چک شول.
٢۔ ۱۰ پایې یوفاز نوی میترونه چک شول.

تفتیش مدیریت
1: د حفظ عواید د تفتش مدیریت نن ورځ دی متون مندوخيلو 73برج په ساحه کې نظارت وشوه.
او هعه 18مشتریان چی زیات باقیدار وه برق یی قطع شو.
25 هعه بکسی چی کلف یی نه لرل کلفونه وروچول شول.

د وارداتو مدیریت
1:دوه مشتریانو ته قسطونه تر سره شول.
2: یوولس مشتریانو ته د نوی حق الشمول تعرفې او دریو مشتریانو ته د اصلاحاتی میترو تعرفې ورکړل شوې.
3: ورځینی عوایدو راپور ولیږل شو.
4: څلورو ادارو ته د بقایاتو مکتوبونه ولیکل شول.
5: یو مشتری ته د قسط عریضې پکتیا حوزی ته ایمیل شوې.

بیلینګ مدیریت
1: پنځه څلویښت نوی مشتریانو ته د بلینګ په سیستم کې د تحویل شویو پیسو مجرائی ورکړل شوه.
2: دوه مشتریانو پاتې شوی درجې سیستم ته ورسیدی.
3- نهه مشتریانو ته مثنی بیلونه چاپ شول.
4-دولتی اداراتو مرکزی اداری ته راپور ترتیب شو.

تعین محصول مدیریت
1: د معمول سره سم پاتې ساخو ته باقی بیلونه وویشل شول.
2: څلورو مشتریانو ته په ساخه کی درجې وکتل شوی او مشتریانو ته اطمنان ورکړل شو.
3: یو مشتری ته د درجی اصلاح په خاطر اجراات تر سره شول.

عملياتي څانګه! 1:- د شبکې په مختلفو ساحو کې جمله 51 مشتريانو تخنيکي مشکلاتو ته رسيدګي وشوه ، او د فامليو په 4 برج دریم سرکت کې يوه پايه مېتر بکس اصلاح شو. 2:- د تجارتي معاونیت سره په قطع لین او هغه میترونه چې د باقداری په اساس قطع شوي وو، د بل تحویلی وروسته ګڼ شمېر مشتریانو ته برښنا وصل شوه.
3:- 2 تنو مشتریانو ته د یو فاز میترونو براورد ورکړل شو.
4:- د شخصی ترانسفارمرو ملکینو ته د کیوبیکل په اړه خبر ورکړل شو.

خوست کې د ځوانانو له لورې راټول شوي درسي کتابونه پوهنې ریاست ته تسلیم شول.نن ورځ د یو شمېر ویښو ځوانانو له لورې د خوست ل...
04/01/2024

خوست کې د ځوانانو له لورې راټول شوي درسي کتابونه پوهنې ریاست ته تسلیم شول.

نن ورځ د یو شمېر ویښو ځوانانو له لورې د خوست له بېله بېلو سیمو څخه راټول شوي دوه نیم زره ټوکه د ښوونځي مختلفو ټولګیو درسي کتابونه د پوهنې ریاست رئیس او نورو مسؤلینو په حضور کې تسلیم شول.

پوهنې رئیس مولوي محمد انور دین پرور د یادو ځوانانو دغه نوښت وستایه او مننه یې وکړه.

مرستیال والي: پدې ولایت کې معلول وګړو ته به ځانګړي پاملرنه وشي.نن ورځ د خوست ولایت مقام مرستیال مولوي محبوب شاه قانت د م...
04/01/2024

مرستیال والي: پدې ولایت کې معلول وګړو ته به ځانګړي پاملرنه وشي.

نن ورځ د خوست ولایت مقام مرستیال مولوي محبوب شاه قانت د مراجعینو سره د لېدنې پر مهال هغه درې تنه معلولینو سره وکتل، چې په ژبه یې خبرې او غوږونو څه نه اوریدل.

مرستیال والي د دوی عرض پاڼې د احکام کیدو پر مهال وویل، ولایتي اداره هڅه کوي، څو پدې ولایت کې د ټولو معلولیت لرونکو وګړو ته ځانګړي پاملرنه وکړي او د هغوی ستونزې ور حل کړي.

د یادونې وړ ده، خوست ولایت مقام ته هره ورځ د لسګونو مراجعینو تر څنګ معلول وګړي هم مراجعه کوي، چې بې له ځنډه او په ډیره صمیمانه توګه د هغوی ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي کیږي.

د خوست امنیه قوماندان په مشرۍ د امنيه قومندانۍ د اداري مجلس نوبتي غونډه ترسره شوه.د خوست امنیه قوماندانۍ د اداري مجلس نو...
04/01/2024

د خوست امنیه قوماندان په مشرۍ د امنيه قومندانۍ د اداري مجلس نوبتي غونډه ترسره شوه.

د خوست امنیه قوماندانۍ د اداري مجلس نوبتي غونډه د خوست امنیه قوماندان الحاج حافظ عبدالرشید "عمري په مشرۍ د امنیه قوماندانۍ د غونډو په تا لار کې په ټاکلي وخت په داسې حال کې ترسره شوه چې د خوست امنیه قوماندانۍ مرکز اړوند ګڼو امنیتي چارواکو پکې برخه درلوده.

په یاد مجلس کې چې د داخلي امنیت، تروریزم ، جنایي جرمونو، مخابرې ، مخدره موادو، جلب او جذب، پلان اوپراسیون مدیریتونو د شار اړوند امنيتي ټوليو مسٶلينو او د مرکز د درې ګونو حوزو آمرینو په شمول ګڼو چارواکو ګډون درلود.

غونډه د قران کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او ور پسې د خوست امنیه قوماندانۍ د دفتر امر قاری اشرف شاهین د یاد اداري مجلس اجنډا تشریح کړه.

امنیه قوماندان الحاج "حافظ" عبدالرشید "عمري" مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او له مسؤلینو څخه يې د خپلو اداراتو په اړوند د ګذارشاتو آورونې سپارښتنه وکړه٠

مسؤلینو هم په وار وار د تېرې اونۍ لاسته راوړنې او ځینې شته ستونزې شریکې کړې.

په پای کې آمنیه قوماندان الحاج حافظ عبدالرشید "عمري" يو وار بيا د شهیدانو د سپيڅلي روحونو یاد تازه کړ او ويې ویل: هر ګام او اقدام باید د شهیدانو هیلو ته په کتو واخیستل شي او یاده یې کړه چې د سپيڅلو شهيدانو په يادونو مو هره ګړۍ خپل نفسونه مهار وساتٸ.

امنیه قوماندان یو شمیر مدیریتونو او د مرکز د دریو حوزو آمرینو ته د امنیت او ځینو نورو مواردو اړوند لازمې لارښوونې وکړې.

امنیه زیاته کړه چې شپه او ورځ د ولسونو په چوپړ کې ځانونه مصروف وساتئ څو د خلکو روا او برحقو غوښتنو ته پرته له ځنډه رسیدنه وشي.

غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر

Address

Khost

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khost-خوست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Khost-خوست:

Videos

Share

Nearby media companies