KTN Pashto

KTN Pashto Khost,Afghanistan

درنو هیوادوالو،کوچنی اختر مو مبارک او بختور شهعید سعید فطر مبارکHappy Eid
10/04/2024

درنو هیوادوالو،
کوچنی اختر مو مبارک او بختور شه
عید سعید فطر مبارک
Happy Eid

د ملګرو په دعوت کولو سره پیسې وګټئ 👥تاسو به د هر هغه چا لپاره 1000 افغاني  ترلاسه کړئ چې تاسو یې د خپل راجع کولو لینک له...
29/01/2024

د ملګرو په دعوت کولو سره پیسې وګټئ 👥

تاسو به د هر هغه چا لپاره 1000 افغاني ترلاسه کړئ چې تاسو یې د خپل راجع کولو لینک له لارې بوټ ته بلنه ورکوئ.

🔗 ستاسو د بلنې لینک:

06/01/2024

درنو ملګرو!
دغه پاڼه درسره لایک او فالو کړئ.

Journalist

01/01/2024

یا الله "ج"

06/12/2023

(((لس غوره نصېحتونه)))

۱:- که چیرې يو چا درته د ګډ کاروبار وړاندیز وکړ،له هغه سره په يوه قاب کې ډوډۍ وخوره،ويې ګوره چې ښه شيان پخپله ډیر خوري یا تا ته يې ډیر در پریږدي،که خپله يې زیاته وخوړه نو شراکت ورسره مکوه،ځکه هغه به کاروبار کې هم لالچي وي.

۲:- که یو چا درسره انډیوالي پيلوله نو په عامه ټرانسپورت یانې ملی بس،ریکشه او نورو کې سفر وکړه که د کرايې ورکولو وخت کې ځان تیر ویستلو نو ملګرتيا ورسره مکوه،ځکه دا به ستا د ملګرتيا خپله استفاده کوي او بس.

۳:- که يو چا غوښتل درسره خپلوي وکړي،نو د هغه کوم قیمتي او باارزښته جنس ته معمولي نقصان ورسوه،مثلاً:پر بوټانو يې لږه ترکاري یا اوبه واچوه،یا د هغه قیمتي موبایل د میز څنډې ته کېږده،یا د هغه له عینکو سره کار ولره،که چیرته هغه د خپلو شیانو د قیمتي بودن غوغا جوړه کړه،یا يې لږ تر لږه دا احساس درکړ چې زما شیان ډير قیمتي دي،داسې دي...
نو دغه ډول خلکو ته اړيکې نه بلکه پیسې ډيرې مهمې وي،باید چې ورسره خپلوي او یا هيڅ ډول اړیکه ونه پالل شي.

۴:- که چیرته ته کاروباري يې او کوم ملګري درنه په قرضو شیان غواړي،ته ورته نرخ لوړ ووایه،که چیرته يې په نرخ کې درسره بحث ونکړ،او د نرخ د ټيټولو غوښتنه ونکړه،نو پوه شه چې،دا سړی د قرض د بیرته ورکولو نیت نه لري.

۵:- که چیرته یو چا په هرې دوهمې او دریمې خبرې قسمونه کول،نو پوه شه چې دده په خبرو کې حتما دروغ شته،او غواړي خپل دروغ رښتيا ثابت کړي.

۶:- که چیرته کوم ملګري دې خپله کوم بد عمل درنه پټ ساتل غوښتل،ته ورته مه وایه چې ما ته ستا ټول کارونه معلوم دي،بیا هغه بد عمل ستا مخې ته هم ترسره کوي.

۷:- ماشومان د خپلو بدو کارونو څخه منع کولو لپاره د بلاګانو،ديوانو او یا ځناورو څخه مه ډاروئ،کله چې هغوی پدې پوه شي چې دا شيان فرضي دي،هغوی بیا بیرته خپل بد اعمال پيلوي،هغوی باید د الله تعالی له قهر،جهنم او نورو واقعي سزاګانو نه وویرول شي.

۸:- ماشومانو ته په هرې لويې او کوچنۍ غلطۍ په مقابل کې سزا مه ورکوئ،ځکه د هغه ذهنیت بیا داسې جوړيږي،چې کله ستر شي هر کس چې معمولي غلطي هم وکړي ،دی به ورسره جنګیږي،او ټول عمر به يې په جنګ کې تیر شي.

۹:- د خپلو اولادونو مخکې له مور او پلار سره په رویه کې بیخې محتاط اوسئ،ځکه ستاسې اولادونه تاسې څاري او له تاسې زده کړه کوي.

۱۰:- په ټولنه کې مو چې د چا کوم عمل بد وو،او خوښ مو نشو،نو خپله ترې ځان وساته.

مننه اتله ژڼکيه!سره له دې چې تا د خير دا کار په پټه کاوۂ، خو زړۂ کې شته اخلاص دې له نوم سره ټولو ته څرګند شو.تا د کوربه ...
13/11/2023

مننه اتله ژڼکيه!
سره له دې چې تا د خير دا کار په پټه کاوۂ، خو زړۂ کې شته اخلاص دې له نوم سره ټولو ته څرګند شو.
تا د کوربه هېواد د پريمانې مينې، ميلمه پالنې او درنښت په بدل کې د خيرخواهۍ او مهربانۍ داسې ښکلې ډالۍ وړاندې کړه، چې د ټولو افغانانو سرونه درسره هسک شول.
ستا دا ډالۍ له مادي پلوه دومره نه، خو له معنوي پلوه ډېره ارزښتمنه ده؛ د ملتونو زړونه په همداسې اخلاصمنو کړنو سره نېږدې کېږي او تا دې برخه کې د وطن ښهٔ استازيتوب وکړ.
وطن او د وطن وړ او اخلاصمن ژڼي دې تل سرلوړي وي!

يادونه: ګربز د شپې ناوخته، د هند يوه کوڅه کې په پټه پر بېوزلو پيسې ويشي؛ د کوم ځايي کس پرې پام شوی، ويډيو يې ترې کړې او هغه ويډيو اوس د هندي رسنيو سرټکی دی؛ ستاينې يې کېږي.
Rahmanullah Gurbaz

مننه او کور ودانی!د عزیزي ګروپ مشر ډېر درانه دوست ښاغلي میرویس عزیزي له پاکستانه راستنو شویو هېوادوالو سره ۳۰۰ میلیونه ا...
12/11/2023

مننه او کور ودانی!

د عزیزي ګروپ مشر ډېر درانه دوست ښاغلي میرویس عزیزي له پاکستانه راستنو شویو هېوادوالو سره ۳۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه
ښاغلي عزیزي ته ډېر کور ودانی وایم، چې کډوالو سره یې د خپل افغاني، ملي او انساني احساس له مخې مرسته وکړه؛ الله تعالی دې ډېر اجر ورکړي.
تر دې مخه یې د هرات له زلزله ځپلو سره هم کافي مرسته وکړه، له خپل ولس سره یې په هر سخت حالت کې فوق العاده مرسته کړې، تل یې د مظلومانو او بې وسو لاسنیوی کړی.

پر فکر، عمر او شتمنۍ یې برکتونه

10/11/2023
د پاکستان نارمل او عاجلې وېزې خدامات په ډېر مناسب قېمت سره تر سره کوو! Amin Travel Agency / امین سیاحتي او زیارتي شرکت  ...
08/11/2023

د پاکستان نارمل او عاجلې وېزې خدامات په ډېر مناسب قېمت سره تر سره کوو!
Amin Travel Agency / امین سیاحتي او زیارتي شرکت
شرکت مو په خدمت کې دی.
وټساف:
+923351671087

23/10/2023

💪🇦🇫
Congratulation Afghanistan

پاو پاو روان یم من من غږېږممبارک شه محروم وطنه!🥰
15/10/2023

پاو پاو روان یم
من من غږېږم

مبارک شه محروم وطنه!🥰

Lovely nights in Kabul🏙Afghanistan 🇦🇫🤩
08/10/2023

Lovely nights in Kabul🏙Afghanistan 🇦🇫🤩

08/10/2023

#سندره #سندره😊😍❤️🇦🇫❤️😍😊 #سندره👌🏽🥰🥰 #پښتوشاعری 🇦🇫🇦🇫

Address

Khost
KHOST

Telephone

+93706003207

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when KTN Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share



You may also like