02/10/2023
يو ځل یې حتمي ولولئ!
جنتي تاجر
عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه يو له شتمنو صحابه کرامو څخه ؤ، له وفات وروسته یې چي کومه شتمني هغه شتمني پاته شوې وه د اوس په حساب له 850 میليونو امريکايي ډالرو سره برابره وه، نوموړ جلیل القدره صحابي يو له هغو اصحابو کرامو څخه ؤ چي د جنت زېری پرې شوی ؤ او د بدر په غزا کي یې ګډون کړی ؤ.
ایثار او قرباني یې؛
يوه ورځ یې يوه ټوټه ځمکه په ۴۰ زره دیناره وپېرل بیا یې د بنو زهرة پر خلکو، پر امهات المؤمنین او پر غریبو مسلمانانو وېشل.
بله ورځ یې اسلامي لښکر ته ۵۰ زره آسونه ورکړل، په بله ورځ یې یو زر او ۵۰۰ آسونه ورته برابر کړل. ټول ټال ۳۰ زره انسانان یې له غلامۍ څخه آزاد کړي دي.
کله چي وفات کېدی د ۵۰ زره دینارو د صدقې وصیت یې وکړ او وصیت وکړ چي له بدري صحابه کرامو څخه چي څوک ژوندي پاته دي هغوی هر يوه ته دي ۴۰ زره دیناره ورکړل شي.
او ویل کېږي چي د مدینې منورې خلک به د عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه په مال کي شريک وه(هغوی ته به حتماً د هغه له مال څخه یو څه ورکول کېدی)، د مدینې منورې دریمه برخه خلک یې پوروړي وه، د مدینې منورې د دریمي برخي خلکو پورونه یې آدا کړي وه او د دريمي برخي خلکو سره یې صله رحمي کول او خوراکه به یې ورکول.
[المستدرك، سير اعلام النبلاء، البداية والنهاية].
دا هرڅه یې په سوال، غنیمت او الله مه کړه په غیري مشروع لار نه وه ګټلي بلکه د پاک او حلال تجارت له لاري یې ترلاسه کړي وه. چي همداسي به يې د الله په لاره کي قرباني کول هم.