په زړه پورې خبرې

په زړه پورې خبرې په زره پوری معلومات له نورو دوستانو سره هم شریک کړئ.

17/04/2024

یو ماشوم چې د درسونو په زده کولو کې یې استعداد کم یا لږ وو، د خپلې مور قبر ته ورغی او ویل:
مورې! زما سره مکتب ته ولاړه شه ځکه چې معلم مې هره ورځ د نورو ماشومانو په مخکې وهي او وایي چې ستا مور ستا په درسونو کې مرسته نه درسره کوي.😓
(نو د خپلو خبرو سره پام کوئ ځکه ځينې خبرې وژونکې وي)

17/04/2024

په یاد ولره:
ته به یې په اوریدلو ستړی شې مګر په تا پسې به د خلکو خبرې خلاصي نه سي، نو څه ډول چي غواړي هم هغسې ژوند وکړه نه د نورو په خوښه…

15/04/2024

د شتمنېدو تادي مه کوئ، ځکه په تادۍ کې له انسانه ډېرې داسې خطاګانې کېږي چې وروسته یې اصلاح سخته وي. هر قدم چې اخلئ، په پټو سترګو یې مه اخلئ، حساب ورته وکړئ او وګورئ چې ستاسې په حالاتو او ستاسې چاپېریال کې هغه اقدام څومره ګټور دی. مزل دې په قراره وي، خو اوږد دې وي، د باور وړ دې وي او قدمونه دې پاخه وي.

15/04/2024

‏ولې د دعا، ژړا، ښکلولو یا خوب کولو په وخت کې سترګې پټې کړو؟
"ځکه چې په ژوند کې تر ټولو ښکلي شیان د لید نه بلکې د زړه له لارې احساس کیږي...!
#ژباړه

14/04/2024

جالبه مهمه!

فکر وکړه، چې ته د دنیا تر ټولو غوره انار یې؛ مګر یو کس دی، چې انار یې هېڅ نه خوښېږي. اوس ته کولای شې، چې له ځانه ام جوړ کړې!؟ ځکه چې د هغه/هغې ام خوښېږي!
نو انار جانه/جانې! همدا ساده مثال تل په ذهن کې وساته. د هېڅ کس/څیز لپاره خپل اصلیت مه بدلوه، هغوئ چې تاسو غواړي او مینه درسره لري، ستاسو واقعي څېره/شخصیت غواړي.

12/04/2024

د ځینو تر څنګ ڪه ګونګ هم ڪینې، وخت دې ښهٔ تېرېږي.
خبره د ځای نه، د انسانانو ده...!

11/04/2024

هیڅکله هیله مه بایله!
سبا ورځ شاید همغه ورځ وي چې ته یې په تمه وې.

11/04/2024

کله چې خدای د ښځې په جوړولو بوخت و...

يوه ملايکه راغله او و يې پوښتل: په دې مخلوق دومره وخت ولې؟

خدای ځواب ورکړ: آیا ته پر هغو ټولو ځانګړتياوو پوهېږې چې زه يې په دې کې ايښودل غواړم؟
دا به په هر ډول حالاتو کې کار کوي.
دا به د دې وړتيا ولري چې په يو وخت څو بچي په غېږ کې ونيسي.
داسې په غېږ کې نيول چې د زنګون له درده نيولې د مات شوي زړه تر درده پورې هر څه ښه کوي.
دا به دا هر څه يواځې په دوو لاسونو ترسره کوي. له ناروغۍ څخه ځان خپله جوړولی شي، او په ورځ کې ۱۸ ساعته کار کولی شي.

ملايکه اغېزمنه شوه: بس دوه لاسونه.. ناممکنه ده
آيا دا معياري بېلګه ده؟
ملايکه نږدې شوه، پر ښځه يې لاس کېښود او و يې ويل: يا ربه! خو دا دې ډېره نرمه جوړه کړې.

رب وويل: نرمه ده خو ما دا ډېره پياوړې پيدا کړې ده، ته يې فکر هم نشې کولی، چې څه او څه زغملی او کابو کولی شي.

فرشتې وپوښتل: آیا فکر کولی شي؟

رب ځواب ورکړ: هغه نه يواځې دا چې فکر کولی شي، بلکې هغه خپله نظريه بيانولی شي او خبرې اترې کولی شي.

ملايکې د ښځې پر مخ لاس کېښود او و يې ويل:
ای ربه! داسې ښکاري دا تخليق ويلي کيږي! تاسو پرې ډېر بوج اچولی دی.

رب د فرشتې خبره اصلاح کړه: دا اوښکې دي.

ملايکې وپوښتل: دا د څه لپاره دي؟

رب وويل: اوښکې د دې د غم، د دې د شکونو، د دې د مينې، د دې د يواځيتوب، د دې د تکلف او د دې د وياړ د اظهار طريقه ده.

دې خبرې پر ملايکې ډېر اغېز وکړ:
لويه ربه تاسو د هر څه مالک ياست. تاسو هر څه ارزولي، يوه ښځه رښتيا هم عالي ده.

رب وويل: واقعاً ده.
دې سره داسې ځواک دی چې انسان حيرانوي. مصيبت کنترولولی شي او ډېر بوج وړلی شي. خوشحالي، مينه او نظر ورکولی شي. کله چې د چيغو وهلو وضعيت احساس کړي مسکۍ شي.
په خندا خندا کې ژاړي او په ژړا ژړا کې په خندا شي، چې پر څه باور ولري د هغې لپاره جګړه کوي. کله چې د يو څه کولو عزم وکړي خامخا يې ترسره کوي. مينه يې بې شرطه ده.
کله چې يې کوم نږدې خپل مړ شي زړه يې ماتيږي خو له ژوند سره د پل اخستلو ځواک لري.

فرشتې وويل: ښه نو دا يو بشپړ وجود دی؟

رب ځواب ورکړ: نه. دا يواځې يوه ستونزه لري... او هغه دا چې ډېر کله هيروي چې اهميت يې څه دی.

(د ډونا اشورت نظم، له اردو ژباړه)

نصرت الهام له وال څخه

دې عکس سره یې ډېر جالب او واقعي متن لیکلی و. وایي یو غریب او ناچاره کس ویل: مونږ ټول عمر په لوږې، غربت، ژړا او بې وزلۍ ک...
11/04/2024

دې عکس سره یې ډېر جالب او واقعي متن لیکلی و. وایي یو غریب او ناچاره کس ویل: مونږ ټول عمر په لوږې، غربت، ژړا او بې وزلۍ کې تېر کړ؛ خو کله مو چې د خوراک لپاره یوه ډوډۍ وموندله. ومو خندل. دوی مو عکس واخېست او ورسره یې ولیکل:«خوشالي په پبسو نه اخیستل کېږي».😔

که زموږ له هېواد څخه ناپوهي ورکه نشي، سبا ته به سیلانیان د لرغونو اثارو پر ځای له موږ لیدنه کوي...! #ژباړه
10/04/2024

که زموږ له هېواد څخه ناپوهي ورکه نشي، سبا ته به سیلانیان د لرغونو اثارو پر ځای له موږ لیدنه کوي...!

#ژباړه

د نړۍ تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې احمقان او متعصبان تل خپل فکر رښتیا ګڼي، په داسې حال کې چې هوښیار خلک تل په خپلو فکرون...
10/04/2024

د نړۍ تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې احمقان او متعصبان تل خپل فکر رښتیا ګڼي، په داسې حال کې چې هوښیار خلک تل په خپلو فکرونو شک کوي.

برترېنډ رسل

که په نړۍ کې کتابونه او ملگري نه وای، د مرگ تر تولو لوی لامل به ځان وژنه وه...!📚🫀🥀 #ژباړه
10/04/2024

که په نړۍ کې کتابونه او ملگري نه وای، د مرگ تر تولو لوی لامل به ځان وژنه وه...!
📚🫀🥀
#ژباړه

10/04/2024

‏1- تر څو چې ناکام نشې، کامیابې دې ناشونې ده.
‏2- تر څو چې خطاء قبوله نکړي، پوهيدل دې ناشونی دي.
‏3- تر څو چې درد تحمل نکړي، پرمختګ دې ناشونی دي.

سړی څه پوهیږي، شاید دا نړۍ، دې یو بلې نړۍ جهنم وي...! #ژباړه
09/04/2024

سړی څه پوهیږي،
شاید دا نړۍ، دې یو بلې نړۍ جهنم وي...!
#ژباړه

09/04/2024

یو کس هغه وخت سخت زړی او د خلکو پر وړاندې بې تفاوته شي، کله یې چې څوک له ښه سړیتوب، صداقت او ژمنتیا ناوړه ګټه پورته کړي.

09/04/2024

‏ښځه طبعاً کمزورې ده خو د سختیو په مُقابل کې یې زغم له یو نارینه څخه هم زیات دی ، یواځینی څه چې یوه ښځه له پښو غورځوي ، د نارینه بې اِحساسي او خیانت دی.

08/04/2024

که په ژوند کې یوازې خوښۍ وي،نو موږ به نه پوهیدلای چې زړورتیا او صبر څه ته وایی...!
〰️ هیلن کیلر

08/04/2024

نړۍ له ویده خلکو ډکه ده او ویده خلک
ویښ خلک نشې زغملي،🥀

ارواپوهنه او فلسفه

❞ کتاب په ماشومتوب کې لارښود، په زړښت کې تفریح ​​او په یوازیتوب کې ملګری دی...! #ژباړه
08/04/2024

❞ کتاب په ماشومتوب کې لارښود، په زړښت کې تفریح ​​او په یوازیتوب کې ملګری دی...!
#ژباړه

07/04/2024

ممکن انتقادونه ډیر وي،مګر تاسو ارزښت مه ورکوئ.
او همدا خاموشي،او ارزښت نه ور کول، د دوئ لپاره تر ټولو بهترین جواب ده.

07/04/2024

يوه ورځ حتمي بريالی کيږې او ټول به ویاړ درباندی کوي؛ دا هيڅ وخت مه هېروه.

بارک اوباما

07/04/2024

په هرو سلو کسانو کې یو د دې ارزښت لري چې بحث ورسره وکړئ. نور پرېږدئ، چې هر څه وایي، وایې دې؛ ځکه هر څوک آزاد دی چې احمق واوسي.

هیڅوک مجبور ندي چې غټ انسان دې شي یوازې “انسان” کېدل بسنه کوي.البرکامو
06/04/2024

هیڅوک مجبور ندي چې غټ انسان دې شي یوازې “انسان” کېدل بسنه کوي.

البرکامو

06/04/2024

هر سړی د ښځی په وینو لمبیږی دنیا ته راځی چی وږی وی ژاړی شیدی غواړی او چی ځوان شی ښځه نیمه ایمان بولی .
مګر بیا یی هیڅ حق نه ورکوی...!
#دخویندوتعلیم
#ژباړه

06/04/2024

د ټولو ناخوالو سره بیا هم د زړه اخلاصه تعلیم او تحصیل وکړئ. ځکه تعلیم په راتلونکي کې د عاید سرچینې او فرصتونه درته ډېروي.

‏✍📖 أَلْعِلْمُ نُورٌ )

05/04/2024

*ساده او اسانه لارې خسته کوونکې وي، خو سختې او پیچلې لارې له تا څخه یو ماهر ډریور جوړوي؛*
*هو ژوند کې هم ځینې وخت لوړې ژورې راځي، چې تاسو ته خپل پردي درپیژني؛ درته ښایي چې څوک دې ترڅنګ پاتې کیږي، او څوک دې پریږدي.*

ځان ځوروئ او که ځان ته ډاډ ورکوئ.دا تا پورې اړه لري چې د موجود حالت په اړه څه ډول تصور جوړوې. سم تصور سمې پایلې او ناسم ...
04/04/2024

ځان ځوروئ او که ځان ته ډاډ ورکوئ.
دا تا پورې اړه لري چې د موجود حالت په اړه څه ډول تصور جوړوې. سم تصور سمې پایلې او ناسم تصور ناسمې پایلې لري.

02/04/2024

*وایي، ژوند اسانه نه دی، ژوند اسانه کول غواړي. په کوم څه صبر کول،کوم څه زغمل او ډېر څه " له پامه غورځول.

وایي لیونی پۀ خپل کار کی هوښیار دی!هرڅوک په خپل ښه او بدو ښه پوهیری، د ځان نه د شړومبو مچ مه جوړوئ او د هر چا پۀ کار کی ...
02/04/2024

وایي لیونی پۀ خپل کار کی هوښیار دی!
هرڅوک په خپل ښه او بدو ښه پوهیری،
د ځان نه د شړومبو مچ مه جوړوئ او د هر چا پۀ کار کی کار مه لرئ!
ګِنی د هغوئ یوه جمله(په تا یی څۀ؟) ستاسو عزت په صفر کې ضربوي.

01/04/2024

خپل مخالفین وبخښئ؛ خو هغه خلک هېڅکله مه بخښئ چې ستاسې د مخالفینو تر شاه ولاړ ول او هغوی یې ستاسې پر ضد هڅول.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when په زړه پورې خبرې posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category