Family کورنی

Family کورنی کورنی ژوند

د اختر لمونځ نيت اوطريقه!د اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا  لمونځ واجب دى٠لومړى:  نيت به وکړينيت مې کړى د زړه د اخلاصه د ک...
08/04/2024

د اختر لمونځ نيت اوطريقه!
د اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا لمونځ واجب دى٠
لومړى: نيت به وکړي
نيت مې کړى د زړه د اخلاصه د کوچني اختر دوه رکعته لمونځ سره د شپږو تکبيرونو په دې امام پسې ادا کوم خاص خداى لره مخ مې د کعبې شريفې پر لور٠
الله اکبر
٢: ثناء به (سبحنك اللهم ...) تر اخره پورې ووايٸ.

٣: درې واره تكبيرونه ووايٸ امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو(کرار) سره درې تکبيرونه ووايٸ، په هر تكبير كي به لاسونه غوږو ته پورته كوي او ايله كوٸ به يې;د هرو دوو تكبيرو تر منځ به دومره سكوت كوٸ چي درې تسبيحات په کې ويل كېدلاى شي.
٤: امام به سورة فاتحه او قرائت وايٸ او ركوع ته به ځي دا ركعت به پوره كړي كله چي دوهم ركعت ته راپورته شي.
٥: بیا به امام سورة فاتحه او قرائت وايٸ او بيا درې واره تكبير وايٸ پر هغه طريقه چي پورته ليكل شوې ده، په څلورم تكبير سره به ركوع ته ولاړ شٸ
او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي.
ــــــــــــ
د اختر لمونځ :
پر چا چې د جمعې لمونځ فرض وي په هغه باندې د اختر لمونځ هم واجب دی، د اختر د لمانځه وخت د لمر ختلو څخه د لمر تر زوال پورې دی.
د اخترونو د لمانځه مسائل:
۱- د اخترونو دلمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .
۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه نه مخکی ويل کيږي د اختر په لمانځه کې د لمانځه څخه ورسته.

د اخترونود ورځې سنت او مستحب کارونه :
۱- د اختر شپه په عبادت لکه: ذکر ، لمونځ ، تلاوت ، تکبير او تحليل ، دعا او استغفار تيرول لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من أحيا ليلة الفطر وليلة الأضحى محتسباً، لم يمت قلبه يوم تموت القلوب» (ابن ماجه) .
يعنې : څوک چې د کوچني او لوی اختر شپه د ثواب په نيت په عبادت سبا کړي، د ده زړه به نه مري په هغه ورځ چې د خلکو زړونه مري.

۲- تر سهار وروسته او د عيد لمانځه ته له تللو مخکې غسل کول، د نارينه لپاره خوشبويي وهل، پاکې او ښې جامې اغوستل او د الله تعالی د نعمت ښکاره کول او شکر ايستل.
یادښت: د اخترونو په ورځ په ټولنیز ډول هدیرې ته تلل کتاب کې نشته.
د هغو خلکو کورونو ته چې تازه مړی ورکره شوی د فاتحې په نیت دې څوک نه ورځي غم دي نه تازه کوي خوشالي دې وروړٸ٠
والسلام مع الاکرام
مولوی عطاالله فیضانی

د عقل برخه په ژوندانه كې پاك خداى چې ژوند پيدا كړ غرايز يې هم ورسره پيدا كړه، چې ژوند وساتي او د حيات شمع مړه كېدو ته پر...
02/04/2024

د عقل برخه په ژوندانه كې

پاك خداى چې ژوند پيدا كړ غرايز يې هم ورسره پيدا كړه، چې ژوند وساتي او د حيات شمع مړه كېدو ته پرې نږدي.
همدغه غرايز دي، چې د هوا مرغان او د ځمكې ځناور يې د زيږولو او نسل سالتو كار ته داسې متوجه كړي، چې هېڅ غفلت پكې نه ځاييږي. د همدې لامله د هوا مرغان هر كال نوي كورونه جوړوي او نوې هګۍ پكې ږدي. له هګيو نه بچي را ايستل او بچو ته دانه په خوله كې راوړل د غريزې كار دى.
يو كوچنى ماشوم، چې په لومړۍ ورځ د مور په تي باندې خوله ږدي او وري يې بې له غريزې بل لارښونكې نه لري، هغه پاملرنه چې يوه چرګه يې د خپلو بچيو په نسبت لري كوم تعليمي كار نه دى، بلكې د غريزې او فطرت په تقاضا اجرا كېږي. كومه شهواني قوه، چې نر او ښځه يې يو د بل په نسبت لري د غريزې غوښتنه ده، چې د ژوند ساتلو او د نسل د بقاء دپاره په انسان او حيوان كې وجود لري، يعنې د ژوندانه ساتنه او د نوع پايښت د غرايزو وظيفه ده. هر كله چې غرايز په حيوان كې ډېر قوي وي او په انسان كې ضعيف غوندې دي، نو انسان ته عقل هم وركړ شو، چې د ژوند په كار كې له غرايزو سره مرسه وكړي او د غريزې په خوښه استعمال شي، يعنې عقل يوه آله ده چې غريزه يې استعمالوي، نو عقل بايد د ژوندانه د وسايلو برابرولو په كار كې صرف شي او د ژوند اسباب برابر كړي، نه دا چې د حقايقو او پټو اسرارو د كشفولو په كار كې صرف شي او د ژوند اسباب برابر كړي، نه دا چې د حقايقو او پټو اسرارو د كشفولو كار ترېنه واخلو او بېځايه يې استعمال كړو. د عقل اصلي كار همدغه دى، چې له مادې سره تعلق پيدا كړي او په موادو كې تصرف وكړي. طبيعي علوم او رياضي علوم دا مدعا ډېره ښه ثابتوي، چې د عقل كار له جسم او مادې سره دى چې بايد ابعاد وپيژني او كميت ته متوجه شي، ځكه چې د كيفيت پېژندنه د عقل كارنه دى او عقل د دغه مقصد دپاره نه دى پيدا شوى همدغه سبب دى، چې انسان يا له كيفيت نه بېخي غافل دى يا كيفيت ته هم د كميت په نظر ګوري، مثلاً: زمانه په اصل كې كيفيت دى او د كيف له مقولې لاندې راځي، مګر انسان د خپلې ساعت تيرۍ دپاره، چې د ژوندانه يكنواختي وركه كړي دغه كيفيت له مقولې لاندې راووست او د ځمكې حركت د ستورو حركت او نور حركتونه يې زمانه وبلله، هئيت نجوم رياضيات په همدغه مفيده اشتباه بناه شوه او د دغې لويې غلطۍ په وسيله لوى لوى مقصدونه حاصل شول.
كه انسان ښه غوروكړي پوهېږي، چې عقل انسان ته د دې دپاره وركړشوى دى، چې د الاتو او مصنوعاتو په جوړولو كې ترېنه كار واخيستل شي او يو څه جوړ كړي، نه دا چې په څه پوه شي او د كميت ادراك وكړي.
د عرب پوهان په دغه راز ښه پوهېدلي دي، ځكه يې د ژوند ښه كولو په كار كې له عقل او پوهې نه ډېر كار اخيستى دى او زمونږ پوهان په نورو تصوراتو كې غرق دي.
مونږ بايد د جوړولو او پوهېدلو په فرق قايل شو.
جوړول اسانه كار دى، مګر پوهېدل ګران كار دى.
د شاتو مچۍ عسل جوړوي، مګر په حقيقت يې نه پوهېږي.
مونږ ژوند كوو او د ژوند وسايل برابر وو، مګر د ژوندانه په حقيقت نه يو پوه شوي.
ډاكټران او طبيبان د ژوند په خدمت تر ډېره حده موفق شوي دي او د زړه حال، د سږو حال ورته معلوم دى، مګر ژوند نه پېژني او له روح نه ناخبره دي.
د انسان ډېره لويه او مهمه وظيفه د ژوندانه ساتنه او روزنه ده.
عقل او فكر، علم و فن د همدغه مقصد دپاره دي، چې د ژوندانه اسباب او وسايل برابر كړي او په همدغه لاره كې ترېنه كار واخيستل شي.
(الفت)

29/01/2024

د تهجد لمونځ طریقه او فضیلت!
د تهجد معنا (خوب ماتول او پاڅېدل).
د فرضي لمانځه وروسته تر ټولو غوره لمونځ، د شپې د [تهجد] لمونځ دی.
په حديث شريف کې راغلي دي:
رسول اللهﷺ فرمایلي:
د شپې په ورستۍ برخه کې اللهﷻ د ځمکې آسمان ته راځي او وايي:
-شته څوک ما ته فرياد او آواز کونکی چې، ما ته آواز وکړي او زه يې فرياد واورم، له ما څخه څه وغواړي چې، زه يې ورکړم، له ما څخه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړي چې، زه ورته بخښنه وکړم.
(رواه بخاری)
حضرت ابو امامه"رض" روايت كوي چې، رسول اللهﷺ وفرمايل:
-تاسې ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ؛ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو نيكو وګړو هم عادت همدا وو، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي، ګناهونه مو له منځه وړي او ترې مو ساتي.
(رواه ترمذى)
د تهجد د لمانځه وخت د ماسختن له لمانځه څخه وروسته تر ریښتيني سبا پورې کيږي؛ خو غوره وخت يې د شپې آخره برخه ده.
د تهجد د لمونځ تر ټولو كم مقدار دوه۲ متوسط يې څلور۴ او زيات يې اته۸ يا دولس۱۲ ركعتونه دي.
یا اللهﷻ!
هر هغه څوک چې مونږ سره ددې معلوماتو په شریکولو کې مرسته کوي، ته یې د دوزخ له سختو عذابونو څخه وساتې!
امـــين
شیر کول صدقه جاریه ده

13/11/2022
05/11/2022
9 شيان د ماشومانو شخصيت وژني1 ښکنځل:(خر، سپی، حيوان او یا بل خراب نوم ورته اخیستل)2 اهانت:(بد بخت، دروغجن، بد مخی، پنډوس...
29/10/2022

9 شيان د ماشومانو شخصيت وژني

1 ښکنځل:

(خر، سپی، حيوان او یا بل خراب نوم ورته اخیستل)

2 اهانت:
(بد بخت، دروغجن، بد مخی، پنډوس، کوږ، حرامي ورته ویل)

3 له نورو سره پرتله:
ماشوم ته داسي احساس ورکول چي ته تر فلاني او فلاني ولي کم يې. دا خبري يې پر خپل ځان باور وژني.

4 د ناکامه کولو الفاظ:
(ته نه پوهېږې!، چپ ئې کړه شيطانه!، بې خيره!، مه غرېږه)

5 غلط تهديد:
(سپي ته دې وراچوم، سر دي در ماتوم، وينه دې څيښم، حلالوم دي، وژنم دي)

6 بې قناعته منع کول:
همېشه د يا – يا – يا کلمه ورته کارول او همېشه يې غوښتني ردول، بې له دې چي په سبب يې پوه کړل شي

7 ښراوي کول:
(خدای دې واخله، ميراث سې، سرطان سې…)

8 شرمول:
(د هغه د پټو اسرارو او خصوصياتو لوڅول)

9 مشروطه مينه:
(هغه داسي، چي خپله مينه تر يو محدود کار پوري مشروطه کړو، لکه: ته پر ما نه يې ګران! ځکه تا فلانی کار نه دی کړی.. که دي فلانی شی وخوړی؛ باره راباندي ګران يې.. که کاميابه شوې؛ بیا راباندي ګران يې.

14/10/2022

♧ خصوصیات انسان‌ها:

۱- انسان‌های دروغ‌گو، تقریباً حرف هیچ‌کس را باور ندارند و معتقدند که همه دروغ میگویند.

۲- انسان‌های ناامید، همیشه آیهٔ یأس می‌خوانند.
۳- انسان‌های حیله گر ، معتقدند که همه مشغول توطئه هستند.

۴- انسانهای تنگ نظر، هرکاری برای هرکس انجام دهند، آنرا چندین برابر می بینند.
۵- انسانهای پرتوقع، انتظار دارند همه در مقابل حرف هایشان بگویند چشم.

۶- انسانهای حسود، فکر می کنند که همه به آنها حسادت می کنند.
۷- انسانهای نادان، تقریباً در مورد هر چیزی می گویند: من میدانم.

۸- انسانهای بزرگوار، بیشترین کلامشان تشکّر از دیگران است.
۹- انسانهای بزرگ، هرکاری برای هرکسی میکنند، بازهم با شرمندگی می گویند: ببخشید که بیشتر از این از دستم بر نیامد.

۱۰- انسانهای بامحبّت، در نهایتٍ مهربانی، همه را با "جانم"، "عمرم"، "عزیزم"، خطاب می کنند.
۱۱- انسانهای متواضع، تقریباً در مقابل خواستهٔ همهٔ دوستان می گویند: چشم، سعی میکنم.

۱۲- انسانهای دانا، در جواب بیشتر سوالات، می گویند:
نمی دانم.

11/10/2022

ښکلې اسلامې معلومات!

پوښتنه : په سفر کې دسهار لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : ۲ رکعته .
پوښتنه : په سفرکي دماپښین لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : ۲ رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دمازدېګر لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب : دوه رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دماښام لمونځ څو رکعته دی؟.
ځواب :درې رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دماخوستن لمونځ څورکعته دی؟.
ځواب: دوه رکعته فرض سره له دری رکعتو وتر خــــو دا باید په یاد ولرئ چي سنت لمونځ ترخپل ټاکلي مقدار نه کمیـــــــږي که په سفرکي دسړي ډېرتلوار نه وي نوسنت بایدهرو مرو پوره اداء کړي .
پوښتنه : دبدن هغه اووه ګوني غړي ، چي دسجدې په وخت کي بایدپر ځمکه کښېښودل شي کوم دي؟
ځواب :
تندی او پوزه
دلاسونو ورغوي .
دواړه زنګونونه .
ددواړوپښوقدمونه .
پوښتنه : دجماعت پروخت که مقتدي یو سړی وي نوباید کومي خوا ته ودريږي ؟
ځواب : دامام راسته لاس ته .
پوښتنه : د جنازې دلمانځه حکم څه دی؟
ځواب : فرض کفایه .
پوښتنه : که په هېره دروژې په حالت کي یوشی وخوري نودهغه روژه څنګه ده ؟
ځواب : روژه یې نه فاسدیږي .
پوښتنه : په جماعت کي ترټولوغوره صف کوم صف دی؟
ځواب : لومړی صف .
پوښتنه : کورته دننوتلودعاء کومه ده ؟
ځواب : بِسْمِ اللهِ وَلَجْنَاوَبِسْمِ اللهِ خَرَجْنَاوَعَلی رِبِّنَا تَوَکَّلْنَا .
پوښتنه : له کورڅخه دوتلودعاء کومه ده ؟
ځوا ب : بِسْمِ اللهِ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللهِ وَلَاحَوْلَ وَلَاقُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ .
پوښتنه : د ‌آذان په اورېدو سره بایدڅه وویل سي؟
ځواب : هغه څه چي مؤذن وايي،خوکله چي هغه (حی علی الصلاه ) او (حی علی الفلاح) وايي،نواورېدونکي باید ( لاحول ولاقوه الابالله ) ووايي .
پوښتنه : په قرآن کریم کي ترټولولوی آیت کوم دی؟.
ځواب : په سورت بقره کي دالدین په نوم ۲۸۲ آیت .
پوښتنه : جنت څودروازې لري؟.
ځواب : اته (۸) دروازې .
پوښتنه : هغه څلور(۴) پوښتني چي دقیامت په ورځ له انسان څخه کيږي کومي دي؟.
ځواب :
۱:- عمر (وخت ) : چي خپل عمر یې څنګه تېرکړی دی؟
۲:- علم (پوهه ) : دعلم پوښتنه ده چي څومره عمل یې پرې کړی؟
۳:- مال (شتمني) : دانسان دمال په هکله پوښتنه کيږي،چي څنګه یې لاس ته راوړي او په څه ډول یې مصرف کړي دي؟
۴:- د انسا ن دجسم او ځان په هکله پوښتنه کيږي .
پوښتنه : په نبوي مسجدکي لمونځ کول څومره ثواب لري؟.
ځواب : په نبوي مسجدکي دلمانځه کول ترنورومجسدونو ۱۰۰۰ برابره ثواب لري .
پوښتنه : هغه سورت چي دتلاوت کوونکي شفاعت کوي کوم دی؟
ځواب : الملک .
پوښتنـــــه: درسول اکـــــرم صلی الله عليه وسلم دنیکـــــه ( عبدالمطلب ) تروفات وروسته چادهغه سرپرستي پرغاړه واخیسته؟
ځواب : دهغه اکاابوطالب .
پوښتنه : جبرائیل عليه االسلام و رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته کوم ا لفاظ وویل ؟
ځواب : اِقْرَاْ (ووایه ) .
پوښتنه : پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ځواب کي څه ورته وویل؟.
ځواب : ویې ویل : مَااَنَابِقَارِءٍ ( یاني زه لوستونکی نه یم .)
پوښتنه : دفیل په کال ترټولومهمه پېښه کومه وه؟.
ځواب : دمحمدصلی الله علیه وسلم زوکړه .
پوښتنه : مسلمانانولومړی کوم هیوادته مهاجِرسول؟
ځواب : حبشې اوسنۍ اتوپیاته .
پوښتنه : محمدصلی الله علیه وسلم ترهجرت وروسته څوځلــــه حــــــــج وکړ؟
ځواب : یوځل .
پوښتنه : له مکې څخه مدینې ته دهجرت پرمهال رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په کوم غارکي پناه اخیتسې وه؟
ځواب : دثور په غارکي .
پوښتنه : جبرئیل (ع) په کال کي څوځله پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته قرآن کریم تکرارراوی؟
ځواب : په کال کي یو ځل اوهغه هم دروژې په میاشت کـــــي خودرسول الله صلی الله علیه وسلم دوفات په کال یې دوه ځله تکرارکړ.
پوښتنه : حجة الوداع په کوم کال کي و؟
ځواب : دهجرت په لسم کال کي .
پوښتنه : د ابو هریره رضی الله عنه نوم څه دی؟
ځواب : عبدالرحمن بن صخرالدوسي .
پوښتنه : صدیق دچالقب دی؟
ځواب : دلومړي خلیفه ابوبکررضی الله عنه .
پوښتنه : ترجمان القرآن دکوم صحابي رضی الله عنه لقب وو؟.
ځواب : دعبدالله بن عباس رضی الله عنهما.
پوښتنه : امین الامة دکوم صحابي رضی الله عنه لقب وو؟
ځواب : دابوعبیده عامربن الجراح رضی الله عنه .
پوښتنه: موذن رسول الله دچالقب دی؟
ځواب : دبلال بن رباح رضی الله عنه .
پوښتنه : (حواری الرسول) دچالقب دی؟
ځواب : دزبیربن العوام رضی الله عنه .
پوښتنه : ذی الجناحین دچا لقب دی؟
ځوا ب : دجعفر بن ابي طالب رضی الله – جعفرطیار .
پوښتنه : ذی النورین دچا لقب دی؟
ځواب :ددرېیم خلیفه عثمان بن عفان رضی الله عنه .
پوښتنه : سیف الله المسلول دچالقب دی؟
ځواب : دخالدبن ولیدرضی الله عنه .
پوښتنه : فاروق دچالقب دی؟
ځواب : ددویم خلیفه عمربن الخطاب رضی الله عنه .
پوښتنه : له کوم صحابه څخه ملائکو شرم اوحیادرلوده؟
ځواب :له عثمان بن عفان رضی الله عنه .
پوښتنه : داحزاب په غزاکي خندق دکوم صحابي په مشوره وکيندل سو؟.
ځواب : دسلمان فارسي رضی الله عنه په مشوره .
پوښتنه : په سړوکي لومړی څوک مسلمان سو؟.
ځواب : ابوبکر صدیق رضی الله عنه .
پوښتنه : لومړی کومه ښځه مسلمانه سوه؟
ځواب : ام المؤمنین خدیجه بنت خویلدرضی الله عنها.
پوښتنه : درسول اکرم صلی الله علیه وسلم لومړۍ مېرمن څوک وه؟
ځواب : خدیجه بنت خویلدرضی الله عنها.
پوښتنه : حمزه رضی الله عنه په کومه غزاکي شهیدسو؟
ځواب : داحد په غزاکي .
پوښتنه : دبدن زکات څه شی دی؟
ځواب : روژه .
پوښتنه : د فجر په سورت کي د(لیال عشر) هدف څه دی؟.
ځواب : دذی الحجې لومړۍ لس شپې .
پوښتنه : په قرآن کریم کوم درې نفسونه ذکرسوي دي؟.
ځواب :
۱:- نفس اماره
۲:- نفس لوامه
۳:- نفس مطمئنه
پوښتنه : د (الله ) لفظ په قران شریف کي څوځله راغلی دی؟.
ځواب : ۹۸۰ ځله .

پوښتنه : په قرآن کریم کي دکومومرغانويادونه سوې ده؟.
ځواب : دچوغکي، ببوکي ، ځیږکي اوشاهین .
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموغلويادونه سوې ده؟.
ځواب : دغنم اودال .
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموموسمونويادونه سوې ده؟.
ځواب : دژمي او دوبي .
پوښتنه : په قرآن کريم داونۍ دکوموورځويادونه سوې ده؟.
ځواب : دشنبې اوجمعې .
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکومومعادنواوفلزاتويادونه سوې ده؟.
ځواب : دسروزرو، سپینوزرو، اوسپيني اوفولادو.
پوښتنه : په قرآن کريم دکومووسيلويادونه سوې ده؟.
ځواب : دپيمانې ، ترازو، ښیښې ، بوټي ، چاکواودروازې .
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموطرفونويادونه سوې ده .
ځواب : دختیځ اولویدیځ .
پوښتنـــــه : په قرآن کريــم کي دکومورنګونويادونه سوې دځينونومونه واخلئ! .
ځواب : دسپين ، توراوزرغون .
پوښتنه : محمـدصلی الله عليه وسلم په پرکوم وخت دې نړۍ ته سترګي پرانیستې؟.
ځواب : ددوشنبــې په ورځ ، دربیع الاول پر۱۲ دعام الفیل په کال . (۵۷۰ میلادي .)
پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوم صحابي نوم په څرګندوټکويادسوی دی؟.
ځواب : دزید بن حارثه رضی الله عنه .
پوښتنه : دمدینې منورې لقبونه کوم دي؟.
ځواب :
طیبه .
مدینة الرسول .
المدینة المنوره .
پوښتنه : رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړی کوم مسجدجوړکړ؟.
ځوا ب : مسجدقباء .
پوښتنه : په مسجدقباء کي دلمانځه کولوثواب څومره دی؟.
ځواب : ديوې عمرې په اندازه .
پوښتنه : کوم ځای ته حرمین شریفین ويل کيږي؟.
ځواب : مسجد النبي (درسول الله جوما ت) ، مسجد الحرام ته .
پوښتنه : په مسجدالنبي کي ديوه لمانځه ثواب څومره دی؟.
ځواب : دزرولمنځونو.
پوښتنه : په مسجدالحرام کي يولمونځ څومره ثواب لري؟.
ځواب : دسلولمنځو .
پوښتنه : په مسجداقصی کي يولمونځ څومره ثواب لري؟.
ځواب : د۵۰۰ لمنځو.
پوښتنه : دمکې مکرمې نومونه کوم دي؟.
ځواب :
ام القری
مکه
بلدالامن
پوښتنه : کلیم الله دچا لقب دی؟.
ځواب : دموسی عليه السلام .
پوښتنه : محمدصلی الله عليه څو عمرې ترسره کړي دي؟.
ځواب : ۴ عمرې .
کاپی

دا چې (X) ولي په الجبر کې د نامعلوم قیمت لپاره کاریږي تر شا یې یوه جالبه فلسفه پرته ده.اندلس یا اوسنۍ هسپانیه د اسلامي ت...
11/10/2022

دا چې (X) ولي په الجبر کې د نامعلوم قیمت لپاره کاریږي تر شا یې یوه جالبه فلسفه پرته ده.

اندلس یا اوسنۍ هسپانیه د اسلامي تمدن او اروپا ترمینځ د فرهنګونو د تبادلې او اتصال نقطه وه.
مخکي به؛ د اوسني حالت په خلاف، ټول علوم او هنرونه له ټولې اسلامي نړۍ خصوصاً منځني ختیځ څخه مسلمان اندلس او له هغه ځایه اروپا او نوري نړۍ ته صادرېدل.
د هغه وخت د لویو پوهانو څخه یو “محمد بن موسی الخوارزمي” وو چې اوسني ریاضیانو پلار او بنسټګر بلل کیږي، ده د “الجبر والمقابلة” په نوم کتاب ولیکه چې وروسته یوازي د الجبر په نوم مشهور شو او د علم په حیث یې د اوسني الجبر اساس کښېښود.

ددې لپاره چې اروپا له دې علومو ګټه پورته کړې وي، هسپانوي پوهانو د نورو علومو تر څنګ له عربي ژبي څخه هسپانوي ژبي ته د ریاضیاتو ژباړل هم پیل کړل.

هغه وخت په عربي ژبه کې د مجهول قیمت لپاره د (شیء) کلمه استفاده کېده، مثلا ویل کېده به:
“ که د درې شيء (شیانو) مجموعه ۱۵ وي نو دا شیء به پنځه وي.”

خو دا چې په هسپانوي ژبه کې د (ش) آواز نه وو، د ژباړي پر مهال یې هسپانوي پوهانو ته ستونزه رامنځته کړه، ددې ستونزي د حل لپاره د هغه وخت پوهانو د (ش) د اواز پر ځای د یوناني ژبي د (χ) حرف چې د (ک) اواز لري استعمال کړ او نور به یې د (شیء) پر ځای (کی، xei) تلفظاوه، وروسته همدا ( xei؛ کی ) په لنډ ډول یوازي په (χ) چې شکل یې د انلګیسي X ته ورته دی ولیکل شو.

خو د افسوس خبره بله ده،

هغه علوم چې اساس یې زموږ پلرونو ایښی وو موږ ونه شوای پاللی، ځکه خو یې ګټه نورو یووړه.

کاپی

06/10/2022

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
اللهم انك وهبت لي اولادي من غير حول لي ولا قوة فاحفظهم بحفظك🤲🤲
اللهم احفظهم من اي مكروه يصيبهم ومن كل شر وضرر
اللهم احفظهم من الأسقام والأمراض 🤲
اللهم اني أسألك الشفاء والعافيه ل اولادي 🤲
اللهم آجرهم من الفتن ما ظهر منها وما بطن 🤲
اللهم اجعلهم من صالح عبادك وحفظة كتابك ومن احسن الناس ديناً وعبادةً وأخلاقاً ومن اسعدهم حياةً وارغدهم عيشةً🤲
اللهم أغنهم بحلالك عن حرامك وبفضلك عمن سواك 🤲
رب ارزقهم صحبة الأخيار وخصال الأطهار والتوكل عليك يا قادر يا جبار🤲
رب ابعدعنهم أمراض القلوب والابدان 🤲
وبلغني منهم غاية املي بحولك وقوتك يا كريم يا منان🤲
رب متعني ببرهم في حياتي واسعدني بدعائهم بعدمماتي 🤲
وصل اللهم وسلم وبارك على سيدنا محمد واله وصحبه وسلم .

Address

Kabul

Telephone

+93731960559

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Family کورنی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category

وخت

وخت



You may also like