Edrees Nazari Safi

Edrees Nazari Safi ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّی

د غـــاښ د کــانــال/کــانالونو درمـــلـنــه            Root Canal Treatment or Endodontic treatment. د غاښ د تداوی هغه ...
27/02/2024

د غـــاښ د کــانــال/کــانالونو درمـــلـنــه

Root Canal Treatment or Endodontic treatment.

د غاښ د تداوی هغه پروسیژر دی په کوم کې چې د د غاښ مرضی او خراب شوی عصب/پلپ لری کیږی او پرځای ئ نور د میکروب ضد مواد ځای پرځای کیږی ترڅو د نورو میکروبونو مخه، ونیسی موجوده میکروب له منځه یوسی او د غاښ ګیرچاپیره د جوړیدو وړ انساج ورغوی.

د غاښ د عصب التهابی حالت یا پلپائیټسټ (pulpitist) اکثره وخت د درد سبب کیږی، که چیرته دغه حالت غیری رجعی یا irreversible pulpitis حالت ته داخل شوی وی نو غاښ باید RCT شی یعنی عصب ئ لری او پرځای ئ نور مناسب مواد ځای پرځای شی.

د غاښ د کانالونو تداوی یوه عامه تداوی ده چې د امیریکن اسوسیشن اف اینډوډانټیکس د رپورټ له مخی تقریبا هر کال د امریکا په متحده ایالاتو کې څوارلس میلیونه (۱۴۰۰۰۰۰۰) غاښونه آر سی ټی (RCT) کیږی چې %۹۵ کامیابه پایلی لری.

احتیاط
هرکلن چې یو غاښ RCT شی، نو غاښ باید سم له واره کراون یا پوښ شی، ترڅو په مکمل ډول سره له انتاناتو محفوظ شی.
که څه هم د غاښ آر سی ټی او پوښ کول قیمته تمامیږی خو که چیری هم دغه ناروغ غاښ تداوی نه شی یعنی ار سی ټی نه شی او پوښ نه شی، نو بیا به ناروغ یا امپلانټ کوی او یا به د غاښونو برج یعنی ویستل شوی غاښ به داسی عیوض کوی چې دوه مجاویر غاښونو ته ه پوښونه ورکوی او په منځ کې به مصنوعی غاښ د پوښونو سره وصلوی کوم چې نسبت ارسی ټی او پوښ کولو ته څو چنده قیمته تمامیږی.

هرکلن چې د یو ناروغ RCT کو نو باید د ناروغ د طبی تاریخچی ترڅنګ د غاښونو تاریخچه هم وپښتو چې لاندی برخی لری.

۱: د یو ناروغ طبی او د غاښونو د مختلفو حالاتو تاریخچه واخیستل شی.
۲: دناروغ عمده شکایت یعنی chief complant په شمول د ناروغی مدت، قوت، او د درد نوعه وپښتو.
۳: راډیوګرافیک مطالعات باید په سمه توګه وکړی شی.
۴: د غاښ د عصب او د غاښ د ګیرچاپیره انساجو معائینه ترسره شی.
۵: کلینیکی ابجکټیب معائینات ترسره شی.
۶ تفریقی تشخیص او نتیجه باید لاس ته راوړو.
۷: د تداوی پلان نیول او پرګنوسیس په هکله فکر وکړی شی.
۸: د تداوی مدت یا ډیوریشن او د هغی په هکله یو لنډ قانع کونکی معلومات درلودل.

د رضایت خبر Inform Concent
هر کلن چې اینډوډانټیک تشخیص ترسره شی، ګټی، خطرونه، د تداوی پلان، مصارف، او د اینډوډانټیک تداوی عیوضی لاري چاری ټولی

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Edrees Nazari Safi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Nearby media companies