Salgay Ghazal

Salgay Ghazal رامې شه په زړه لکه غزل غزل
زه سلګۍ سلګۍ درته ولاړه یم

شاعر"سلګۍ غزل

15/06/2024

پریږده چې ټول کلی خبر شي
اختر نېږدې دی په ټټر د نوم لیکمه

#ټپه

ملا صاحب راته ویله چې اوبال لري ډېرخو بیا هم ستا لپاره زه په زنه خال ایږدمهSalgai Ghazal
15/06/2024

ملا صاحب راته ویله چې اوبال لري ډېر
خو بیا هم ستا لپاره زه په زنه خال ایږدمه

Salgai Ghazal

غزل ستا په فرمایش مې جامې کړي دي اختر تهبل مې بیلوري بنګړي راوړي دي اختر تهنور د انتظار له دې عذابه مې بهر کړهګرانه!  نظ...
14/06/2024

غزل

ستا په فرمایش مې جامې کړي دي اختر ته
بل مې بیلوري بنګړي راوړي دي اختر ته

نور د انتظار له دې عذابه مې بهر کړه
ګرانه! نظرونه مې ډېر ستړي دي اختر ته

زه که په سرو زرو کې ځان ونغاړم نو څه پرې
بې له تا نه هرڅه مې نيمګړي دي اختر ته

هن! د وچو شونډو دغه عکس به دې خبر کړي
څومره ارمانونه پوروړي دي اختر ته

ډېر خلک د ډېرې خو شحالۍ نه په هوا دي
ډېر خلک نیمګړي دي نیمزړي دي اختر ته

ته خو د خوښۍ نه د مارغه غوندې الوزې
وګوره سلګۍ ته مات يې غړي دي اختر ته

2024/6/14
Salgai Ghazal

زما دا دری رنګونـــــــه ډېر خوښیـــــږيخېر دې سور شین نه وي تور پيداکــــړهSalgai Ghazal
10/06/2024

زما دا دری رنګونـــــــه ډېر خوښیـــــږي
خېر دې سور شین نه وي تور پيداکــــړه

Salgai Ghazal

09/06/2024

ذرۀ ذرۀ مې زړه کې شين دی
ذرۀ ذرۀ ځان ټولوي ويجاړ يې کړمۀ

#ټپه

تازه غزلزړه درته څنګ صبر کړم زه وخاندمځان باندې دا جبر کړم زه وخاندم زېر زېر راته مه ګوره خبره کومتا چې کله زبر کړم زه و...
08/06/2024

تازه غزل

زړه درته څنګ صبر کړم زه وخاندم
ځان باندې دا جبر کړم زه وخاندم

زېر زېر راته مه ګوره خبره کوم
تا چې کله زبر کړم زه وخاندم

راشم ستا په شونډو شونډې کېدمه
خور د زلفو ابر کړم زه وخاندم

عشق د فرښتو نه بره بوتلمه
وخت لویدلې قبر کړم زه وخاندم

وګوره ښکاره مخ درته راغلمه
چا وې چې زه کبر کړم زه وخاندم

زه سلګۍ غزل حوصله نه باٸیلم
ماته د ژوند تبر کړم زه وخاندم

Salgai Ghazal

07/06/2024

د بېوسۍ زوره اوبۀ شې
پۀ ډکو سترګو د خندا تمثیل کومه..

#ټپه

07/06/2024

هېڅکله مه ناهیلي کېږه، ځکه له سبا ورځې هېڅوک نه دي خبر.

لکه چې خاورې مې پهٔ خولهٔ شوېد يار د کـوره د سنــدرو غــږ راځينــه.فولکلور
06/06/2024

لکه چې خاورې مې پهٔ خولهٔ شوې
د يار د کـوره د سنــدرو غــږ راځينــه.

فولکلور

ستا د بنګړو په شان وعدې ديچې زور پې راشي دړې وړې شي مئينه #ټپه
05/06/2024

ستا د بنګړو په شان وعدې دي
چې زور پې راشي دړې وړې شي مئينه

#ټپه

05/06/2024

مودې دې وشوي چې رانغلي
ورکه لاليه انتظار دې وخوړمه

#ټپه

ددې غزل ځینو غوښتنه کړې ووستا له یارۍ نه مې توبه ده ځه په مخه دې ښهراسره کړې دې دوکه ده ځه په مخه دې ښهکه د سرو زرو شې ه...
04/06/2024

ددې غزل ځینو غوښتنه کړې وو

ستا له یارۍ نه مې توبه ده ځه په مخه دې ښه
راسره کړې دې دوکه ده ځه په مخه دې ښه

که د سرو زرو شې هم مخ ته به در ونه ګورم
دا مې له تاسره وعده ده ځه په مخه دې ښه

ورته نور را نشې او نه په زړه کی ځای درکوم
کړې مې کـــلکه اراده ده ځه په مخه دې ښه

رانه د میني خیرات مه غواړه کچکول دې واخله
ختمه زما او ستا رشته ده ځه په مخه دې ښه

ته دروغجن ته مکرجن ته فریبجن اوښتې
ما لګــولې اندازه ده ځه په مخه دې ښه

ګوره زما نامه په خوله باندې هیڅ وانخلې ته
بس ستا لپاره سلګۍ مړه ده زه په مخه دې ښه

Salgai Ghazal

04/06/2024

‏ښځه ناقص العقله نۀ ده؛ بلکې ډېر نازک روحيات لري، د همدې امله کولای شي ډېرې تېروتنې وکړي، ځکه زړونه یې ساده او پاک دي.

#خبره

04/06/2024

ژوند دې ميرې ادکې زوی دی
چا د ميرې له زويۀ ښۀ ليدلې دينه

#ټپه

03/06/2024

د وېرۍ غږ کولۍ نشم
د سوال يارۍ ده اوس به ګډه وډه شينه

#ټپه

03/06/2024

زما د سترګو شرم نشته
تۀ مې رټې زۀ درته شينه د خندا يمه

#ټپه

02/06/2024

په يارانه دې خاورې واوړه
زړګے مې راوړه په يارۍ پښمانه يمه.

#ټپه

د غریبۍ څادر راخور شو!😔لالی پلمې راجوړوي لار بېلوينه.😥 #ټپه
01/06/2024

د غریبۍ څادر راخور شو!😔
لالی پلمې راجوړوي لار بېلوينه.😥

#ټپه

31/05/2024

د تعویذونو غم دې وکه
له موره یو یې ګله نه مې درکوینه

#ټپه

چې ستا بېلتون مې رسوا نکړيد نیمې شپې سلګۍ مې نه کړي اوازونه #ټپه
29/05/2024

چې ستا بېلتون مې رسوا نکړي
د نیمې شپې سلګۍ مې نه کړي اوازونه

#ټپه

که غواړئ د ژوند لوړو برجو ته ځان ورسوي ،  نو د ځان څخه باز 🦅 جوړکه ، خو دهوکه باز نه
26/05/2024

که غواړئ د ژوند لوړو برجو ته ځان ورسوي ، نو د ځان څخه باز 🦅 جوړکه ،
خو دهوکه باز نه

17/05/2024

ستا د دوبۍ ګټه به څه کړم؟!
چې په ټیکري کې شل پیونده ګرځومه

#ټپه

13/05/2024

په بل وطــــــــــن ورڪه لالېه
د مخ تصوېر دې په لېمو ڪښې ګرځومه

10/05/2024

چا ليکلي:
موږ معتاد ته ښځه کوو چې له نېشو بچ شي .
لوفر او لنډغر ته ښځه ددې لپاره کوو چې اصلاح شي .
بې مسولیته زوی ته ددې لپاره واده کوو چې د کورنۍ مسولیت ته غاړه کېږدي .
لیوني ته ددې لپاره ښځه کوو چې ګوندې ښه شي.
سپین ږیري ته ځوانه انجلۍ ودوو چې مال یې میراث نه شي .
د خلکو لوڼه ددې لپاره زیږول شوي چې زموږ لیونیان، لوفران،بې مسولیته، او بوډاګان خوندي کړي .
ای د وطن ښځو ستاسو په تور بخت مې زړه درد کوي په خداى.

08/05/2024

خوږه لالیه هېر مي نه یې
خوږه لالیه غم دي تکه زېړه کړمه

#ټپه #لنډۍ

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Salgay Ghazal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Nearby media companies


Other Digital creator in Kabul

Show All