25/08/2024
د ګلونو يو دوران وي اخر تېر شي
که بهار وي که خزان وي اخر تېر شي
نن که ستا ښکلي ځواني ده مۀ نازېږه
داسې ډير ښکلي ځوانان وي اخر تېر شي
دا متل دی چې سختئ پسې راحت وي
که په چا باندې خفګان وي اخر تېر شي
په دې عمر مړيدل نشته عالمه
که ډېر عمر د انسان وي اخر تېر شي ،