VOP Pashto

VOP Pashto د سولې غږ تلوېزيون يو خپلواک رسنيز مرکز دی
(1)

ډنمارک په زابل کې د اوبو بند جوړويد اوبو دا بند چې اتيا زره ډالره لګښت پرې راځي د ډنمارک د کډوالۍ شورا په مالي لګښت د زا...
03/09/2022

ډنمارک په زابل کې د اوبو بند جوړوي
د اوبو دا بند چې اتيا زره ډالره لګښت پرې راځي د ډنمارک د کډوالۍ شورا په مالي لګښت د زابل د سپينې غبرګي اړوند د تنه څاه سيمه کې د درېيو مياشتو په موده کې جوړېږي.
https://www.voptv.cc/news/9352

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټېلیفوني خبرې کړيhttps://www.voptv.cc/news/9342
03/09/2022

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټېلیفوني خبرې کړي
https://www.voptv.cc/news/9342

ایران د امریکایي له لرې کنټرول کېدونکو کښتیو د پټولو هڅه کړېhttps://www.voptv.cc/news/9326
03/09/2022

ایران د امریکایي له لرې کنټرول کېدونکو کښتیو د پټولو هڅه کړې
https://www.voptv.cc/news/9326

زابل کې د شپږو ولایتونو لوبغاړو ترمنځ رزمي سیالۍ پیل شوېدا سیالۍ د زابل د رزمي فدراسیون له خوا د کلات ښار په بادام ګل ما...
03/09/2022

زابل کې د شپږو ولایتونو لوبغاړو ترمنځ رزمي سیالۍ پیل شوې
دا سیالۍ د زابل د رزمي فدراسیون له خوا د کلات ښار په بادام ګل ماڼۍ کې د هرات، ارزګان، خوست، کندهار، کابل او کوربه زابل ولایتونو د لوبغاړو په ګډون پیل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
https://www.voptv.cc/news/9320

د کندهار د معروف ولسوالۍ د ښادي خاک لاره له ماینونو پاکه شوهhttps://www.voptv.cc/news/9318
03/09/2022

د کندهار د معروف ولسوالۍ د ښادي خاک لاره له ماینونو پاکه شوه
https://www.voptv.cc/news/9318

د بوم سوپر سونیک کمپنۍ نوې الوتکهبوم سوپر سونیک امریکایي کمپنۍ د اورچر(Overture) په نوم داسې الوتکه جوړه کړې، چې د عادي ...
03/09/2022

د بوم سوپر سونیک کمپنۍ نوې الوتکه
بوم سوپر سونیک امریکایي کمپنۍ د اورچر(Overture) په نوم داسې الوتکه جوړه کړې، چې د عادي مسافر وړونکو الوتکو په نسبت دوه چنده سرعت لري.
https://www.voptv.cc/news/9313

مجیب الرحمان انصاري ته له وړاندې د ګواښ خبرداری ورکول شوی ود ا.ا.ا د ویاند له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د...
03/09/2022

مجیب الرحمان انصاري ته له وړاندې د ګواښ خبرداری ورکول شوی و
د ا.ا.ا د ویاند له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د استخباراتو لوی ریاست یو پلاوي درې اونۍ وړاندې هرات ته د دې ولایت د علماوو د امنیت خوندیتوب لپاره سفر کړی و او د دې سفر په ترڅ کې مولوي مجیب الرحمان انصاري ته هم هغه ته د ټولو متوجه ګواښونو په اړه خبرداری ورکول شوی و.
https://www.voptv.cc/news/9303

تازه فارغ شوي سرحدي پولیس په یونیفورم سمبال شوله کورنیو چارو وزارت څخه په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي، د اشغالګرو ځواکونو...
03/09/2022

تازه فارغ شوي سرحدي پولیس په یونیفورم سمبال شو
له کورنیو چارو وزارت څخه په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي، د اشغالګرو ځواکونو د وتلو ورځې په مناسبت جوړې شوې ناسته کې يې په لومړي ځل ۱۵۰ سرحدي پولیس په یونیفورم ملبس کړل.
https://www.voptv.cc/news/9286

لغمان کې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو يوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوهhttps://www.voptv.cc/news/9282
01/09/2022

لغمان کې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو يوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
https://www.voptv.cc/news/9282

افغانستان کې د وګړو شمېر ۳۴.۲ میلیونه اټکل شوینن (د سپټمبر ۱) د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې چارواکو د یو کال لاسته راو...
01/09/2022

افغانستان کې د وګړو شمېر ۳۴.۲ میلیونه اټکل شوی
نن (د سپټمبر ۱) د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې چارواکو د یو کال لاسته راوړنو راپور د حکومت رسنیو مرکز کې له خبریالانو سره شریک کړ.

د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې مسلکي مرستیال عصمت الله حکیمي وویل، په ۱۴۰۱ ه ل کال کې د ټول هېواد نفوس يا د وګړو شمېر ۳۴.۲ میلیونه اټکل شوی.
https://www.voptv.cc/news/9280

کندهار کې د اوبو يو بند ګټې اخيستنې ته وسپارل شونن (د سپټمبر ۱) د کندهار په شمالي څنډه کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ...
01/09/2022

کندهار کې د اوبو يو بند ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
نن (د سپټمبر ۱) د کندهار په شمالي څنډه کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د میانکو اوبو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کليو او پراختيا وزارت چارواکي وايي، دغه بند به کندهار ښار کې د سېلابونو راوتلو مخه ونيسي او زیاتې باراني اوبه به ذخیره کړي.
https://www.voptv.cc/news/9272

د ننګرهار پچیر اګام ولسوالۍ کې د سړک جوړولو پر شخړه کې یو تن وژل شوید پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکي ضیأ الدین د سولې غږ شبک...
01/09/2022

د ننګرهار پچیر اګام ولسوالۍ کې د سړک جوړولو پر شخړه کې یو تن وژل شوی
د پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکي ضیأ الدین د سولې غږ شبکې ته ویلي، سهار لس بجې د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د اوبو خیلو کلي کې د سړک د جوړولو پر سر د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ نښته کې یو تن وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان دي.
https://www.voptv.cc/news/9268

خوست کې ځنګلونه وهل کېږيد خوست هغه خلک، چې د ځنګلونو پر وهلو یې لاس پورې کړی وایي، له ناچارې ورځې او بې کارۍ دا کار کوي....
01/09/2022

خوست کې ځنګلونه وهل کېږي
د خوست هغه خلک، چې د ځنګلونو پر وهلو یې لاس پورې کړی وایي، له ناچارې ورځې او بې کارۍ دا کار کوي.

سید وزیر وایي: ((کار روزګار نه وي، موږ مجبور یو چې ځنګلونه ووهو، که حکومت موږ ته کار پیدا کړي، نو موږ به هېڅکله هم ځنګل ته ګوتي ورنېږدې نه کړو، اوس خو ناچاره یو.))
https://www.voptv.cc/news/9267

پلار چې لور ونه لري، له ژونده خوند نه شي اخیستی
01/09/2022

پلار چې لور ونه لري، له ژونده خوند نه شي اخیستی

د امریکا شل کلن حضور پایله بیکاري، میلیونونه معتادین، وران کلي او هدیرې دي

نېږدې ورځو کې به د ایران اټومي هوکړې را ژوندۍ کېدو خبرې نهايي شيhttps://www.voptv.cc/news/9254
01/09/2022

نېږدې ورځو کې به د ایران اټومي هوکړې را ژوندۍ کېدو خبرې نهايي شي
https://www.voptv.cc/news/9254

د نړۍ ځینې قدرتونه غواړي له ایران دفاعي او پوځي تجهیزات وپېريhttps://www.voptv.cc/news/9250
01/09/2022

د نړۍ ځینې قدرتونه غواړي له ایران دفاعي او پوځي تجهیزات وپېري
https://www.voptv.cc/news/9250

د کابل هوايي ډګر مخې ته چوک د آزادۍ څلور لارې په نامه ونومول شوباختر اطلاعاتي اژانس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تېره ورځ...
01/09/2022

د کابل هوايي ډګر مخې ته چوک د آزادۍ څلور لارې په نامه ونومول شو
باختر اطلاعاتي اژانس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د ( اګست ۳۱ ) د اسلامي امارت د کابینې په وړاندیز او د ریاست الوزرا د حکم پر اساس د کابل هوايي ډګر مخې ته چوک د آزادۍ څلور لارې په نامه ونومول شو.
د باختر اژانس په حواله د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دې چوک کې د آزادۍ په نامه د څلي بنسټ ډبره هم کېښوده.
https://www.voptv.cc/news/9217

ایفون ۱۴ کې نوې اضافه شوې ځانګړنهپرون (د اګست ۳۱مه) ایپل کمپنۍ اعلان وکړ، چې خپل راتلونکي نوي مبایل ایفون ۱۴ کې يې د Sat...
01/09/2022

ایفون ۱۴ کې نوې اضافه شوې ځانګړنه
پرون (د اګست ۳۱مه) ایپل کمپنۍ اعلان وکړ، چې خپل راتلونکي نوي مبایل ایفون ۱۴ کې يې د Satellite Mode ځانګړنه اضافه کړې ده.

د دغه اپشن په فعالولو سره به؛ پرته له شبکې یا سیم کارت هم خلک کولای شي، چې نورو ته زنګ ووهي او یا هم پیغام واستوي.
https://www.voptv.cc/news/9232

بلخ کې لسګونه روغتیايي مرکزونه جوړ شويد بلخ عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، تېر کال یې په دغه ولایت کې شل نوي روغتیایي م...
01/09/2022

بلخ کې لسګونه روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
د بلخ عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، تېر کال یې په دغه ولایت کې شل نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي او اته بابه هغه کلینیکونه یې بېرته فعاله کړي، چې د جګړو له امله تړل شوي وو.
https://www.voptv.cc/news/9230

پروان کې له۹۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوهپروان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د ۹۰۰ زیانمنو کورنیو سره د...
01/09/2022

پروان کې له۹۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
پروان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د ۹۰۰ زیانمنو کورنیو سره د افغان سرې میاشتې له لوري د نغدو پیسو مرسته وشوه.
https://www.voptv.cc/news/9229

پاکستان کې سېلابونو نېږدې ۱۲۰۰ کسان وژلي د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د سيند ايالت کې ۴۲۲، خېبر پښتونخوا کې ۲۶۴، بلو...
01/09/2022

پاکستان کې سېلابونو نېږدې ۱۲۰۰ کسان وژلي
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د سيند ايالت کې ۴۲۲، خېبر پښتونخوا کې ۲۶۴، بلوچستان کې ۲۵۳ او پنجاب کې ۱۸۸ کسان مړه شوي.
https://www.voptv.cc/news/9223

روسیې اروپا ته د ګازو د لېږد نل لیکه بنده کړېروسيې بیاځلې اروپا ته د ګازو د لېږد نل لیکه بنده کړې او ویلي یې دي، چې بیا ...
01/09/2022

روسیې اروپا ته د ګازو د لېږد نل لیکه بنده کړې
روسيې بیاځلې اروپا ته د ګازو د لېږد نل لیکه بنده کړې او ویلي یې دي، چې بیا رغونې ته اړتیا لري او ښایي درې ورځې وخت ونیسي.
https://www.voptv.cc/news/9225

ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو کورنۍ له امریکا د جګړې غرامت غوښتنه کويجلال اباد ښار کې پرون (د اګسټ ۳۱مه) د شهیدانو او...
01/09/2022

ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو کورنۍ له امریکا د جګړې غرامت غوښتنه کوي
جلال اباد ښار کې پرون (د اګسټ ۳۱مه) د شهیدانو او معلولینو ځینو کورنیو په افغانستان کې د امریکا او ناټو د جګړو، ورانیو او وروستیو ظلمونو پر ضد لاریون وکړ.
د لاریون ګډونوال ګل احمد وايي: ((امریکا، ناټو، او ځینې نور هېوادونه باید افغانستان کې د جګړو له امله معلولینو او شهیدانو کورنیو ته توان ورکړي او هم د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړو، چې تېر شل کاله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لوري جنګي جنایتونه وڅېړي.))
https://www.voptv.cc/news/9198

Address

4th Street
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when VOP Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to VOP Pashto:

Videos

Share

Category



You may also like