29/09/2021
د شهید مفتی أعظم محمد نعمان فضلی رح په خپل لاس د لیکلي شعر بیتونه !
ع او ش او قاف زما په زړه کی کـــــــور جوړ کړی دی
پس لدی کبله می آهونو په زړه کی شور جوړ کړی دی
عشق که چاته جـــــــــــــرم او ګنا او چاته ننګ ښکاري
ما ورته په زړه کی ښـــــکلی باغ سمسور جوړ کړی دی
څنګه خوشحالیږی خلک دومــــــــــــــــــره غمازانو کي
مونږ ته خو دنیا کی دی غمونــــــــو سور جوړ کړی دی
راشه دل ربـــــــــــــــــاه قدم د ناز زمونږ په چم کیږده
ما درته د مینی محبت انځــــــــــــــــــور جوړ کړی دی
څو به می عالم کی هر ســــــــــــــــــړی له رنګه پیژني
زما په لمن داغ چی تا د مینی تـــــــــــور جوړ کړی دی
زه فضلی پری ویاړمه او د زړه لــــــــــه تله خوښ یمه
ستا مینی که ماته په دنیـــــــــــــا پیغور جوړ کړی دی
( څومره ژوره شاعری یی کړی دی )
الله دی درجات اوچت کړی د هر فن ماهر وو ځکه خو د مرشدنا و سندنا خواجه حضرت آخندزاده امام خراسانی پیرارچی مبارک صیب رحمةالله تعالی علیه لخوا ورته د نابغه ثانی لقب ورکول شوی ؤو