hamisha bahar news

hamisha bahar news د سیمی ، هیواد ، تازه خبرونه دقیق پر وخت

نن (دوشنبه) ماسپښين مهال يوه بجه د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني لوري ترمنځ د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې پر ډيو...
09/09/2024

نن (دوشنبه) ماسپښين مهال يوه بجه د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني لوري ترمنځ د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې پر ډيورنډ فرضي کرښه يو ځل بيا نښته پيل شوه.

دغه نښتې د تېرې اونۍ د چهارشنبې ورځې راهيسې په وقفه يي ډول روانې دي چې د سيمې د خلکو په وينا له پاکستاني لوري راغلو توغندیو د يوې ښځې په ګډون د دوو تنو ژوند اخیستی او يوولس ملکي وګړي ټپيان دي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمیسیون غړی فدا حسین مالکي وايي، د هلمند په اوبو کې ایران ته د حق ورکولو...
09/09/2024

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمیسیون غړی فدا حسین مالکي وايي، د هلمند په اوبو کې ایران ته د حق ورکولو په اړه د افغانستان سرپرست حکومت ادعاوې حقیقت نه لري.

د هغه په ​​وينا، د افغانستان سرپرست حکومت سېلاب د اوبو د حق ورکولو په معنا ګڼلى دى.

29/08/2024

درود شریف پـه
حضرت םבםב🌷(ﷺ)
د جمعې مبارکه شپه ده

کورنیو چارو وزارت: نیږدې ۲۵۰۰ عرادې وسایط چې د تیرې ادارې په بیلابیلو بهانو د ولس څخه په کابل ښار کې، راټول کړي وو، او پ...
27/08/2024

کورنیو چارو وزارت:
نیږدې ۲۵۰۰ عرادې وسایط چې د تیرې ادارې په بیلابیلو بهانو د ولس څخه په کابل ښار کې، راټول کړي وو،
او په یوه نامناسب حالت کې د واورې او باران لاندې وو، تصمیم ونیولو چې د یوې شفافې پروسې له لارې د اسنادو د ارزیابۍ وروسته یاد وسایط خپلو اصلي څیښتنانو ته وسپاري.

24/08/2024

ننګرهار
عمومي وارداتي لین بېرته وصل شوی.
سمدستي د څارنوالۍ او زاړه عبدالحق مېنې فیډرونه چالان شوي. پاتې فیډرونه به هم تر تخنیکي تنظیماتو وروسته په تدریجي شکل چالان شي.

17/08/2024

د کار او ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا!
سبا يکشنبه له انګرېزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۵ مې کاليزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

‏بلخ کې د باختر پنبې غؤړیو دؤلتي فابریکې بیا ځل فعالیت پیل کړ.‏ ۲۴ ساعتونو کې ۳۷۰۰ کیلوګرامه لابراتوار شؤي معیاري غؤړي ت...
07/08/2024

‏بلخ کې د باختر پنبې غؤړیو دؤلتي فابریکې بیا ځل فعالیت پیل کړ.
‏ ۲۴ ساعتونو کې ۳۷۰۰ کیلوګرامه لابراتوار شؤي معیاري غؤړي تؤلیدؤي.
‏ؤایي که نور ماشینونه هم فعاله شي، دا کچه به تر ۶۰۰۰ زره کیلوګرامه غؤړیو ؤرسېږي.

نورستان ــ افغانستان
26/07/2024

نورستان ــ افغانستان

  ــ
21/07/2024

ــ

د خدای رضا لپاره عاجل یی خپور کړی،په کابل لغمان او ننګرهار قوی طوفان باد او باران را روان دی،د سیندونو او خووړنو غاړو او...
17/07/2024

د خدای رضا لپاره عاجل یی خپور کړی،
په کابل لغمان او ننګرهار قوی طوفان باد او باران را روان دی،
د سیندونو او خووړنو غاړو اوسیدونکو ځانونه خوندی کړی، د هوا حالات ډیر استراری دی،
شیر کول یی مسلمانی فریضه وګڼی،

ننګرهار کې د زیاتې اورلګیدنې مخه ونیول شوه.د پنځمې امنیتي حوزې اړوند عبدالحق مېنې اول ګذر سیمه کې په یو کور کې د بې احتی...
15/07/2024

ننګرهار کې د زیاتې اورلګیدنې مخه ونیول شوه.

د پنځمې امنیتي حوزې اړوند عبدالحق مېنې اول ګذر سیمه کې په یو کور کې د بې احتیاطۍ له امله اورلګیدلی و، چې د اطفايي مدیریت منسوبینو پر وخت د پېښې ځای ته ځان رسولی او د زیاتې اورلګیدنې مخه يې نیولې ده.

یاده پېښه کوم ځانۍ زیان نه لري، خو د (۷۰۰۰) اووه زره افغانیو په ارزښت توکي په کې سوزیدلي دي او د (۴۸۰۰۰۰) څلور لکه او اتیا زره افغانیو په ارزښت توکي له سوزیدلو څخه ژغورل شوي دي.

د اطفايي مدیریت منسوبین تل دا ډول پېښو د مهارولو لپاره چمتوالی لري.

د ننګرهار امنيه قومندانۍ وياند حافظ مولوي عبدالبصيرزابلی

پاکستان چیمپیئنز  ویست اندیز چیمپیئنز ته په 20 منډو توپیر سره ماته ورکړه او فاینل ته لاړه .
12/07/2024

پاکستان چیمپیئنز ویست اندیز چیمپیئنز ته په 20 منډو توپیر سره ماته ورکړه او فاینل ته لاړه .

د خیبرپښتونخوا ایالت د مردان ښار په جلاله پل سیمه کې نن په یوې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او د دوو پولیسو په ګډون اته کس...
05/07/2024

د خیبرپښتونخوا ایالت د مردان ښار په جلاله پل سیمه کې نن په یوې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او د دوو پولیسو په ګډون اته کسان ژوبل شوي دي.

د مردان د پولیسو مشر ظهور افريدي ویلي چې له دغه پله سره له وړاندې چاودېدونکي مواد ځای پرځای شوي وو چې د پوليسو د یوه موټر د تېرېدو په وخت پرې چاودلي.

په ژوبل شویو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

ټپیان د درملنې لپاره د مردان روغتون ته انتقال شوي دي.

د مردان د پوليسو په وينا، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د دې پېښې مسولیت چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

04/07/2024

د افغانستان سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې ددغه وزارت د سرپرست او د اوزبیکستان د صدراعظم د مرستیال جمشید خواجه یف ترمنځ په کتنه کې د دواړو هیوادو د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د یوې ګډې خونې په جوړیدو موافقه شوې ده.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په تاشکند کې په دې کتنه کې دواړو چارواکو د سوداګرۍ ، ټرانزیټ، د افغانستان د اوسپنې د پټلۍ او د اوزبیکستان د سرخان څخه تر د افغانستان د پلخمري ښار پورې د بریښنا د لیږد په تړاو هم خبرې کړي دي.

همداشان دغه وزارت ویلي چې د دغه سفر په ترڅ کې دواړو لوریو د سوداګریزو او ټرانزیتي اړیکو پر پراختیا، د افغانستان په ګټه د یو اړخیز ترجیحي سوداګریز تړون په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ توازن، پانګونې او ټرانزیټي موافقو ته وروستۍ بڼه ورکولو په اړه هم خبرې شوې دي.

په پاکستان کې مقامات وايي چې د دغه هېواد یو پخوانی سناتور او ورسره څلور ملګري یې په یوې چاودنې کې وژل شوي دي.
04/07/2024

په پاکستان کې مقامات وايي چې د دغه هېواد یو پخوانی سناتور او ورسره څلور ملګري یې په یوې چاودنې کې وژل شوي دي.

16/06/2024

خبرتیا !
داچې سبا دوشنبه ۲۸ د جوزا په هېواد کې د لوی اختر لومړۍ ورځې سره برابره ده ، ټولو ننګرهار مېشتو ته خبر ورکول کیږي ، چې د لوی اختر مونځ به په سهار اوه بجو په ټولو عیدګاو کې ترسره کیږي .

13/06/2024

فارياب ولايت په مرکز ميمنه ښار کې له غرمې وروسته په يوه ترافيکي پېښه کې د شپږو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون يوولس تنه وژل شوي دي.

په فارياب کې د ترافيکو مدير وايي، دغه موټر له يوه واده څخه ١٥ تنه د خپل کور پر لور روان وو چې د ميمنې ښار په مربوطاتو کې له سړک څخه واوښت او له ديوال سره يې ټکر وکړ

ګلبدین نایب د سکاټلنډ پر وړاندې روانه تمریناتي لوبه کې په ۳۰ توپونو د ۵ څلوریزو او ۶ شپږیزو پر مټ ۶۹ منډې جوړې کړې او خپ...
31/05/2024

ګلبدین نایب د سکاټلنډ پر وړاندې روانه تمریناتي لوبه کې په ۳۰ توپونو د ۵ څلوریزو او ۶ شپږیزو پر مټ ۶۹ منډې جوړې کړې او خپله ویکټ یې له لاسه ورکړه.

افغان لوبډله اوسمهال له ۱۱ اورونو وروسته د ۳ لوبغاړو په زیان سره ۱۲۴ منډې لري. عظمت الله عمرزی په ۳۴ او محمد نبي په ۲ منډو خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.

امنيې قوماندانۍ منسوبينو له لوري په تېره يوه مياشت کې ۱۵۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي.د امنيې قوماندانۍ امنيتي...
30/05/2024

امنيې قوماندانۍ منسوبينو له لوري په تېره يوه مياشت کې ۱۵۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي.

د امنيې قوماندانۍ امنيتي چارو مرستيال مل پاسوال مولوي محمد طاهر مبارز د يو خبري کنفرانس له لارې خبريالانو ته وويل؛ د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مديريت په تېر ثور مياشت کې ۶۲ پېښې ثبت کړي، چې په تور يې ۹۵ کسان نيول شوي، چې له يادې جملې ۱۳ تنه د قتل، ۴۰ تنه د غلا، ۱۷ تنه د زنا، لواطت او نامشروع اړيکو، ۹ تنه د فرېبکارۍ او کيسه بورۍ، ۴ تنه له کور څخه د تېښتې، ۲ تنه د قاچاق، ۳ تنه د وهلو او ټکولو، ۲ تنه د والدينو د شکايت او ۵ تنه د فصلونو د پرې کولو په تور نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

همداشان د ترورېزم پروړاندې د مبارزې مديريت هم په تېره يوه مياشت کې ۸ پېښې ثبت کړي، پکې ۱۶ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي، چې ياد مديريت د يادو نيول شويو کسانو سره ۲۳ ميله مختلف النوع وسلې هم نيولي.

مولوي مبارز وويل؛ د مخدره توکيو سره د مبارزې مديريت په تېره يوه مياشت کې ۴۱ پېښې ثبت کړي، چې په تور يې ۴۶ تنه له ډول ډول نشه يي توکو سره نيول شوي او همدارنګه ياد مديريت په تېره يوه مياشت کې ۲۵۰ جريبه ځمکه د کوکنار له کښته پاکه کړې ده او همدارنګه يې له مخدره توکو سره ۲ عرادې وسايط، ۲ ميله اسلحه او ۳۰۹ فيره مرمۍ هم نيولي دي.

د امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال دا هم وويل؛ تېره يوه مياشت کې د ترافيکو مديريت منسوبينو ۱۲ ترافيکي پېښې ثبت کړي، چې پکې د ماشومانو او ښځينه وو په ګډون ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ تنه ټپيان دي.

هغه ننګرهاريانو ته ډاډ ورکړ، چې ټول امنيتي ارګانونه ۲۴ ساعته ستاسې په چوپړ کې دي او د اړتيا پرمهال ورسره مستقيماً اړيکې نيولای شئ.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د ایران ولسمشر رئيسي او د هغه د همکارانو د مړینی درناوي پخاطر يوه ورځ پاکستان کې ماتم اع...
20/05/2024

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د ایران ولسمشر رئيسي او د هغه د همکارانو د مړینی درناوي پخاطر يوه ورځ پاکستان کې ماتم اعلان وکړ .
او بیرغ به يې نیمه ځوړند وي

د پاکستان او د افغانستان سرحدي چاوراکي وايي، چې د تورخم له لارې پاکستان او افغانستان ته تلونکي راتلونکې پلي مسافر او نار...
18/05/2024

د پاکستان او د افغانستان سرحدي چاوراکي وايي، چې د تورخم له لارې پاکستان او افغانستان ته تلونکي راتلونکې پلي مسافر او ناروغان دې تر درو ورځو پورې پر دغه لار له سفره ډډه وکړي.

په ننګرهار ولايت کې يو ماشوم اوبو ته لويدلی او خپل ژوند يي له لاسه ورکړی دی.د ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ امنيه قومندانۍ م...
14/05/2024

په ننګرهار ولايت کې يو ماشوم اوبو ته لويدلی او خپل ژوند يي له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ امنيه قومندانۍ منسوبينو د يادې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ناکامورا بند کې د هغه يو ماشوم جسد پيدا کړی ، چي تېره ورځ مازيګر مهال اوبو ته لويدلی وو.

د يادې پېښې سره سم د کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ امنيتي منسوبينو د ماشوم په پيدا کولو پسې هلې ځلې شروع کړې، چې تېره شپه ناوخته يي د ماشوم جسد د ناکامورا پروژې بند کې پيدا کړ او وروسته يې خپلې کورنۍ ته وسپارلی.

د ننګرهار ولايت امنيه قومندانۍ ویاند حافظ مولوي عبدالبصير زابلی

د بغلان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان او بورکې ولسوالیو کې د تېرې ورځې سېلابونو ۱۳۰ کسان مړه کړي او شا...
11/05/2024

د بغلان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان او بورکې ولسوالیو کې د تېرې ورځې سېلابونو ۱۳۰ کسان مړه کړي او شاوخوا سل نور ټپیان دي.

د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځیانو باندی بمي چاودنه شوې چې پینځه پوځیان پکې وژل شوي او څلور...
11/05/2024

د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځیانو باندی بمي چاودنه شوې چې پینځه پوځیان پکې وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

یاد سیمه کې په یو بل وسله وال برید کې هم د دوؤ پوځيانو د وژل کیدو خبر ور کړل شوې دی .

Address

Chaprahar Hada 4 Zone
Jalalabad

Telephone

+93788755766

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when hamisha bahar news posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to hamisha bahar news:

Share