پـښـتـو ادب رسنـۍ

پـښـتـو ادب رسنـۍ زمونږ پیچ خوښ ڪړئ.

د کرکټ تازه او باوری معلوماتو لپاره دا پیچ فالو کړئ امر نه دی هیله ده.❤👇👇👇Wahid Gul Wahaj tv وهاج تلویزون
28/09/2023

د کرکټ تازه او باوری معلوماتو لپاره دا پیچ فالو کړئ امر نه دی هیله ده.❤👇👇👇
Wahid Gul Wahaj tv وهاج تلویزون

راځـي د ځـــان سـره رڼـا راوليسپرلي قسم کړی چې تا راوليڅـوک به ستـا نـوم د چانـه څنـگ پټـويڅوک به سپوږمۍ کور ته په غلا ر...
18/07/2022

راځـي د ځـــان سـره رڼـا راولي
سپرلي قسم کړی چې تا راولي

څـوک به ستـا نـوم د چانـه څنـگ پټـوي
څوک به سپوږمۍ کور ته په غلا راولي

دا چې په کلي کې نفرت خوروي
دا خلک کلي ته بلا راولي

ما د ارمان په خوله باور کړی و
ما وې چې تا به په رېښتيا راولي

زما نه غم د محبت هېروي
زما خوږمن ما له خندا راولي

زما د زړه د پرهر څړيکه څړيکه
تا يادوي ما له ژړا راولي

موږ چې ډيوه د محبت بلوو
وخت مهربانه شي هوا راولي

سپرلی، ځوانې او ليوني خيالونه
ياد يې د ځان سره دنيا راولي

ستا د بڼو د بڼ الوتې مرغۍ
ما د بڼو سوري له بيا راولي

دومره څه يو بل خو به وپيژنو
سپرلی به دومره څه رڼا راولي

څنګ د واعيظ خبره ومنمه
دنيا به څنګه څوک په شا راولي

نور دې څوک نه ژاړي چې نه ژاړمه
دلته چې څوک ژاړي ژړا راولي

د چا خاطر وي د چا غم صابره
تا مېکدې ته خامخا راولي
#زماـصابر

د بلبلو بڼ        ادبي خپرونه                  ډير ژر...
13/03/2021

د بلبلو بڼ
ادبي خپرونه
ډير ژر...

السلام علیڪم ګرانو ملګرو!مونږ نوی ویډیو.د یوتیوب لینڪ👇https://youtu.be/XdINOpyvuok
08/03/2021

السلام علیڪم ګرانو ملګرو!
مونږ نوی ویډیو.
د یوتیوب لینڪ👇
https://youtu.be/XdINOpyvuok

د پښتو ادب رسنۍ څخه تاسو د شاعرانو د ژوند په اړه معلومات تر لاسه کولی شي ورسره د هغو د نظم او نثر په اړه ورڅخه پوښتي. زمونږ سره پاتی شیزمونږ هدف پښتو ژبې او ...

 #غزلله تا نه پس ڪه زه د ژوند بقا ته پاتې یمهپوه شه چې زه مې له ما تللې ساه ته پاتې یمهزه هغه ژوند یم چې له تانه شروع شو...
07/03/2021

#غزل
له تا نه پس ڪه زه د ژوند بقا ته پاتې یمه
پوه شه چې زه مې له ما تللې ساه ته پاتې یمه

زه هغه ژوند یم چې له تانه شروع شوی ومه
زه هغه ژوند یم چې له تانه تاته پاتې یمه

لڪه د ژمي دموسم اخرنۍ ورځې شپې
د پسرلي د ښایستونو شاته پاتې یمه

پام!ګوتې مه راوړه چې وینې وینې وینې به شم
ورغلی زخم یم سړې هواته پاتې یمه

وایه په ڪوم غرض دې راڪړه تنهایي د عمر؟
وایه په ڪوم غرض زه دې بلا ته پاتې یمه؟

الهامه زه هم لڪه ناوې د شهید سرتیري
د چا په تمه ومه ناسته،چاته پاتې یمه
نصرت الله الهام

د حـــــیرانــــــتیا وړ ده💥هګۍ ڪه چېرته د بهرني ځواڪ له لوري ماته شي نو ژوند یې پای ته رسي او ڪه چېرته له داخل څخه ماته...
15/02/2021

د حـــــیرانــــــتیا وړ ده💥

هګۍ ڪه چېرته د بهرني ځواڪ له لوري ماته شي نو ژوند یې پای ته رسي او ڪه چېرته له داخل څخه ماته شي نو بیا د نوي ژؤند د پیلامې لامل جوړېږي.
ستر بدلونونه تل له داخل څخه را منځته ڪېږي؛
فلهذا! د خپل ځان له داخل/باطن څخه یې پیل ڪړئ ترڅو سالم پاتې شئ!

له مونږ سره پاتي شئ......
15/01/2021

له مونږ سره پاتي شئ......

زمونږ پاڼه در سره خوښه او خپل د پښتو ادب مینوال ملګري مو ورته راوبله.
05/01/2021

زمونږ پاڼه در سره خوښه او خپل د پښتو ادب مینوال ملګري مو ورته راوبله.

زما د تخلص ډیـزین.څنګه دی ملګرو؟
05/01/2021

زما د تخلص ډیـزین.
څنګه دی ملګرو؟

مونږ هڅا ڪوو چې ستاسو لپاره د پښتنو شاعرانو او لیڪوالانو سره مرڪې وڪړو او په یوټیوب چینل ڪې یې نشر ڪړو.نوټ:مونږ له څو شا...
03/01/2021

مونږ هڅا ڪوو چې ستاسو لپاره د پښتنو شاعرانو او لیڪوالانو سره مرڪې وڪړو او په یوټیوب چینل ڪې یې نشر ڪړو.
نوټ:مونږ له څو شاعرانو او د ترنوم بلبلانو سره مو مرڪې ڪړي او هغو راته په خپل ښایسته آواز ښایسته،ښایسته ترنومي هم ڪړي دې چې ایډیټ یې ڪړو نو ضرور یې په یوټیوب چینل ڪې نشروو انشاءالله دا ڪار به جازی ساتو ستاسو د زوق او د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره.مننه چې له مونږ سره مل یاست.
او زمونږ یوټیوب چینل ضرور سبسڪرایب ڪړئ تر څو زمونږ د چینل ویډیوګاني تر تاسو در ورسیږي. لینڪ یې👇
https://youtu.be/6m5VUOIlWAQ

خپل،خپل نومونه مو پڪې وګورئ.نوټ:زمونږ پاڼه ضرور لایڪ او شیر ڪړئ.دوهم نوټ:ڪه د ڪومو ملګرو نومونه نه وي ډیزین شوی نو بخنې ...
03/01/2021

خپل،خپل نومونه مو پڪې وګورئ.
نوټ:زمونږ پاڼه ضرور لایڪ او شیر ڪړئ.
دوهم نوټ:ڪه د ڪومو ملګرو نومونه نه وي ډیزین شوی نو بخنې سره دلته یې راته ڪمینټ ڪړئ چې بل وارې یې درته ډیزین ڪړم.

د هغو ملګرو نومونه ډیزین شوو چې ڪمینت ڪې یې راته خپل،خپل نومونه رالیږلي وو.
01/01/2021

د هغو ملګرو نومونه ډیزین شوو چې ڪمینت ڪې یې راته خپل،خپل نومونه رالیږلي وو.

پښتو ڪوڅـه په ڪوڅـه ګرځــــي پښتانه لټوېپښتون په شا منډي وهې چې ما دی نه لټوېزما نوی ډیزینونه خپل خپل نومونه مو راته پری...
31/12/2020

پښتو ڪوڅـه په ڪوڅـه ګرځــــي پښتانه لټوې
پښتون په شا منډي وهې چې ما دی نه لټوې

زما نوی ډیزینونه خپل خپل نومونه مو راته پریږدئ.
نوټ:باید ضرور زمونږ پاڼه خوښه✔ڪړئ.

تاسو اوس له مونږ سره په یوټیوب ڪې هم ملګری شئ.د یوټیوب لینڪ👇https://youtu.be/6m5VUOIlWAQ
31/12/2020

تاسو اوس له مونږ سره په یوټیوب ڪې هم ملګری شئ.
د یوټیوب لینڪ👇
https://youtu.be/6m5VUOIlWAQ

زه د خــپـل وجود په تـاو ڪې لڪه ونــه ســوزيــدمهزما سيورى په بل چا ٶ ، مګر لمر مې په خپل ځان دىد مونږ  پاڼه تعقیب ڪړئ چ...
30/12/2020

زه د خــپـل وجود په تـاو ڪې لڪه ونــه ســوزيــدمه
زما سيورى په بل چا ٶ ، مګر لمر مې په خپل ځان دى

د مونږ پاڼه تعقیب ڪړئ چې د هر ډول معلوماتو،شعرونو او ډیزینونو وګورئ.
پښتو ادب رسنۍ ستاسو د زوق پالوونڪې رسنۍ.

په ګل ویشتل مې لوی ارمان وته چې راځې ګلان به تورې خاورې وینه
30/12/2020

په ګل ویشتل مې لوی ارمان و
ته چې راځې ګلان به تورې خاورې وینه

ډیـر ژر......‼په مڪمل ډول.‼په تمه شئ مینوالو.!تر هغه مو ملګري دې پاڼې ته راوبلئ.منننه
30/12/2020

ډیـر ژر......‼
په مڪمل ډول.‼
په تمه شئ مینوالو.!
تر هغه مو ملګري دې پاڼې ته راوبلئ.منننه

ژمنې سره سم...د ملګرو نومونه ډیزین شوو نور ملګري هم ڪولې شې چې ڪمینټ کې مونږ ته پریږدئ.نوت:هېله ڪوم ملګرو پاڼه خوښه او ن...
30/12/2020

ژمنې سره سم...
د ملګرو نومونه ډیزین شوو نور ملګري هم ڪولې شې چې ڪمینټ کې مونږ ته پریږدئ.
نوت:هېله ڪوم ملګرو پاڼه خوښه او نور ملګري ورته راوبلئ.

دا هم د ځینو نومونو ډیزینڪه تاسو غواړئ چې نومونه مو ډیزین شی نو ڪمینټ وڪړئ.
30/12/2020

دا هم د ځینو نومونو ډیزین
ڪه تاسو غواړئ چې نومونه مو ډیزین شی نو ڪمینټ وڪړئ.

ژمني سر سمګراونډ 👈 لوبغالی ✔پلېیر 👈 لوبغاړی ✔ایمپیر 👈 لوبڅار ✔ڪپټان 👈 لوبډلمشر ✔ڪوچ 👈 روزونڪی ✔فېلډېنګ 👈 ډګر ساتنه ✔فېلډ...
29/12/2020

ژمني سر سم
ګراونډ 👈 لوبغالی ✔
پلېیر 👈 لوبغاړی ✔
ایمپیر 👈 لوبڅار ✔
ڪپټان 👈 لوبډلمشر ✔
ڪوچ 👈 روزونڪی ✔
فېلډېنګ 👈 ډګر ساتنه ✔
فېلډر 👈 ډګر ساتونڪی ✔
مېس فېلډېدګ 👈 ورانه ډګر ساتنه ✔
پېچ 👈 ویشتنځای ✔
ټاس 👈 پچه ✔
بال 👈 توپ ✔
بال وهونڪی 👈 توپ وهونڪی ✔

میسجر ادبې ګروپزه غواړم چې د شاعرانو ورونو او د شعرونو مینوالو ورونو لپاره یو ادبې ګروپ جوړو ڪړم چې خپل زوق پڪې وپالې او...
28/12/2020

میسجر ادبې ګروپ
زه غواړم چې د شاعرانو ورونو او د شعرونو مینوالو ورونو لپاره یو ادبې ګروپ جوړو ڪړم چې خپل زوق پڪې وپالې او خپله تنده خړوبه ڪړې.
نو ڪه دغه ګروپ غواړئ نو ڪمینټ وڪړئ مینوالو.

هر رَڪم ښایسته،ښایسته د نومونو ډیزین له مونږ سرهڪه غواړئ چې پښتو په خوږه ژبه درته نوم ډیزین ڪړم نو خپل،خپل نومونه مو په ...
28/12/2020

هر رَڪم ښایسته،ښایسته د نومونو ډیزین له مونږ سره
ڪه غواړئ چې پښتو په خوږه ژبه درته نوم ډیزین ڪړم نو خپل،خپل نومونه مو په ڪمینټ ڪې پریږئ.

راتلونڪی پوسټ د ڪرڪټ ټول وییونه په ڪره پښتو ژبه!مثلا:ټاس ته څه وایې په ڪره پښتو ڪې او داسې نور...په تمه شئ!....هېله ڪوم ...
28/12/2020

راتلونڪی پوسټ د ڪرڪټ ټول وییونه په ڪره پښتو ژبه!
مثلا:ټاس ته څه وایې په ڪره پښتو ڪې او داسې نور...
په تمه شئ!....
هېله ڪوم پاڼه خوښه او له نورو ملګرو سره یې شریڪه ڪړئ چې تر څو هغوي هم د خپلې ڪره پښتو ژبې څخه برخمن شي.

زمونږ یوټیوب چینل سبسڪرایب ڪړئ.زمونږ د یوټیوب چینل لینڪ👇https://youtu.be/6m5VUOIlWAQ
28/12/2020

زمونږ یوټیوب چینل سبسڪرایب ڪړئ.
زمونږ د یوټیوب چینل لینڪ👇
https://youtu.be/6m5VUOIlWAQ

د پښتونو چاپېرچلدودهر يو قوم په خپل منځي ژوندد سوڪاله او خوش تيرولو لپاره څه ڪارونه په ګوته ڪړي دي چې د هغې  لاندې د خپل...
28/12/2020

د پښتونو چاپېرچل
دود
هر يو قوم په خپل منځي ژوندد سوڪاله او خوش تيرولو لپاره څه ڪارونه په ګوته ڪړي دي چې د هغې لاندې د خپل ژوند شپې سبا ڪوي ڪه هغه په خوښۍ ڪې وي او ڪه خفګان ڪې، دېته رواج ويل ڪېږي.

لڪه په ډول ډول خوښيو ڪې ډول ډول راوجونه و ي. واده، ڪوژدن، اختر، زېږيدنه هر څه په بيل بيل ډول لمانځي. هر يو قوم په دې ټولو خوښيو ڪې بيلابيل توپيرونه لري.

پښتون قوم په عزتمندۍ او نرتوب ڪې ډول ډول مېړاني لري همدغه څېز دودونه يې له نورو توکمو څخه جلا شمېرل ڪېږي. په دې ڪې داسې دودونه دي چې له قران او حديث سره سمون خوري او ځينې يې د شريعت له نګاه حرام شمېرل ڪېږي دلته يې ځينې په لاندې ډول ښيو.

د مشر عزت او پرڪشر رحم: د پښتو قوم دا يو ځانګړى دود دى چې د مشر عزت او په ڪشر رحم ڪوي نور قومونه هم ددې دود پلوي دي خو پښتو قوم پڪې له ځانګړو خصوصياتو څخه ګڼل ڪېږي. نبي عليه السلام وينا هم داسې ده ( ليس منا من لم يرحم صغيرنا ولم يؤقر ڪبيرنا) زموږ له ډلې څخه هغه څوڪ نه دى چې په ڪشرانو شفقت او د مشرانو عزت نه ڪوي.

مشوره ڪول: د پښتون قوم يو دود د يو بل سره مشوره ڪول هم دي د يو ڪار په اړه ڪينې او جرګه ڪوي څو دغه ڪار باندې پيلڪ وڪړي او اسان شي . شريعت هم په دې خبره تاڪيد کوي ( الله تعالى فرمايي و شاورهم فى الامر ) اى د الله پيغمبره له دوى سره مشوره ڪوه. د مشورې ځلانده نښه د خندق غزا وه چې له صحابه کرامو سره مشوره وشوه سلمان فارسي رضى الله عنه پڪې د خندق دڪنلو مشوره ورڪړه او عملي شو. په نتيجه ڪې صحابه ڪرام بريالي شول. پښتون هم مشوره لري د يو بل سره غونډېږي او د خبرې حل راوباسي.

مېړانه: د پښتون قوم تر ټولو لوړ دود مېړانه او غيرت دى. اسلام هم مسلمانانو ته دمېړانې او غېرت درس ورڪوي او همداسې مېړانه انسان د جنت جوګه ګرځوي. رسوال الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: زمادې په الله قسم وي ، الله جل جلاله له ماڅخه ډېر غيرتمند دى او زه له تاسې څخه ډېر غېرتمند يم ....

مېلمه پالنه: مېلمه پالنه د پښتون قوم له ځانګړتياوو څخه شمېرل ڪېږي. په اسلامي ارشاداتو ڪې هم د مېلمه پالنې تاڪيد شوى. نبي عليه السلام فرمايي: من کان يؤمن بالله واليوم الاخر فليڪرم ضيفه........ په تاسو ڪې چې څوڪ ايمان په الله او اخرت ورځ لري هغه دې د خپله مېلمه پالنه وڪړي . دا دود په اسلام ڪې له ابراهيم عليه السلام څخه په مېراث ڪې پاتې دى ابراهيم عليه السلام په مېلمه پالنه ڪې مخڪښ و.قران د ابراهيم عليه السلام په اړه وايي: راتګ يې وڪړ په خوسي وريت شوې سره. مېلمه پالنه پيغمبري صفت دى او په پښتون قوم ڪې دا دود ډېر مشهور دى. د پښتو ژبې متل دى [ له مېلمه سره سل برڪتونه دي ] او يا ويل ڪېږي چې مېلمه ته ښه خوراڪ او يا ښه نه ورڪړل شي څه باڪ نه لري ځڪه مېلمه ستا دسترخوان ته نه ګوري بلڪې ستا تندې ته ګوري ؛نومالومېږي چې پښتون قوم مېلمه پال دى. په احاديثو ڪې د مېلمه پالنې وخت هم ښودل شوى دى چې درې ورځې به ڪوربه د مېلمه مېلمستيا ڪوي .

ڪلڪ درېدل ( ثبات ): د پښتون قوم تر ټولو غوره صفت ڪلڪ درېدل دي که چېرې په يوه خبره ټېنګه کړې بيا په هغې ڪلڪ درېږي له خپلې خبرې څخه نه اوړي له تاريخ څخه دا خبره جوتېږي چې پښتون قوم له خبرې خبرې څخه نه دى اوښتى اګر که په هغه ڪار ڪې ورته تاوان وي.

راتلونڪي معلومات د پښتنو دودونه....په تمه شئ....
27/12/2020

راتلونڪي معلومات د پښتنو دودونه....
په تمه شئ....

 محمد هوتڪ (زوڪړه د ۱۰۸۴ لېږديز سپوږميز ڪال د رجب المرجب ۱۳، ڪندهار، ڪوڪران) يو افغان پښتو ژبی ليڪوال او شاعر وو، چې د ه...
27/12/2020


محمد هوتڪ (زوڪړه د ۱۰۸۴ لېږديز سپوږميز ڪال د رجب المرجب ۱۳، ڪندهار، ڪوڪران) يو افغان پښتو ژبی ليڪوال او شاعر وو، چې د هوتکیانو په پېر کې په ڪندهار ڪې اوسېده او د افغان واڪمن اعليحضرت په امر یې خپل تر ټولو نامتو نښير، چې نومېږي، وڪېښ.

مخينه
محمد هوتڪ د داود خان هوتڪ زوی، د قادر خان هوتڪ لمسی، (د ۱۰۸۴ لېږديز سپوږميز) ڪال د رجب المرجب پر ۱۳ د ڪندهار په ڪلي ڪې زېږېدلی دی. دی له آره له مرغې ڪلي څخه وو؛ د ده نيڪه قادر خان له هغه ځايه د زابل ولایت، سيوري ولسوالۍ ته راغی، څه موده په سيوري ولسوالۍ ڪې واوسېد، بیا له دغه ځايه ڪندهار ته راغی او هلته د ڪو ڪران په ڪلي کې مېشت شو چې بزگري به يې ڪوله.



محمد هوتڪ لا ڪوشنی وو چې پلار يې دی په ښوونه و روزنه او درس وگوماره او د عمر تر ۱۸ ڪلنۍ يې ديني احڪام، فقه، اصول فقه، تفسير، او د فصاحت پوهنې لکه قافيه او عروض، معانې و بيان او نور علوم ولوستل. ڪله چې يې پلار ومړ نو افغان واڪمن اعليحضرت شاه حسين هوڪ دی ڪندهار ته وروغوښت او په ڪندهار ڪې مېشت شو. محمد هوتڪ په ڪندهار کې د شاه حسین هوتک په امر او سپارښتنه د پټې خزانې نامتو نښير وليڪه. ده به هلته ڪتابونه لوستل او ڪتابونه به یې لیڪل. دی په خپله ليڪي چې زما عمر د ڪتابونو په ليڪلو او لوستلو تېريږي او د نړۍ له نورو نعمتونو دومره خوند نه اخلم لڪه د ڪتاب له لوست او ليڪنې نه. ده یو شمېر نور ڪتابونه هم ليڪلي او د شعرونو يو ديوان يې هم درلود چې نومونه يې لاندې راغلي دي.

د محمد هوتڪ ليڪلي نښيرونه
1» (په پښتو ژبه).
2» (په پښتو ژبه).
3» . دا ڪتاب يې هم په پښتو ليڪلی چې د طب او درملنې په اړه دی. دی لڪي چې ما ڪله دا ڪتاب پر ۱۱۳۹ سپوږميز ڪال پاچا ته ورښڪاره ڪړ نو ماته يې د سرو زرو ۱۰۰ روپۍ انعام راڪړ.
4» .

د محمد هوتک د شعر يوه بېلگه:
غزل

ساقي پاڅه د سرو ملو ډڪ يو جام را - ستا له غمه ناارامه يم، ارام را

بې له ميو د بهار نندارې څه ڪړم؟ - پسرلی سو د خوښۍ يو ښه پيغام را

دنيا پاته ده ښادي مو یو گړی دی
يو گړی مې خوښ ڪه می گړی انعام را

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»««««««««««««««««


-------------------------------
پټه خزانه د هوتڪي پاچا ا عليحضرت شاه حسين هوتک دواڪمنۍ د نامتو ليڪوال

Address

Jalalabad, University, Pashto Literature
Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پـښـتـو ادب رسنـۍ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share