Sabawoon Storey

Sabawoon Storey let's publish your dreems
(7)

نیټه:  د سرطان  ۲۰ /۱۳۹۸د سباوون ستوري تعليمي بنسټ رهبري هئیت او اداري غړو د عدالت ګوند د ملاتړ په پار د یاد ګوند مشر او...
13/07/2019

نیټه: د سرطان ۲۰ /۱۳۹۸

د سباوون ستوري تعليمي بنسټ رهبري هئیت او اداري غړو د عدالت ګوند د ملاتړ په پار د یاد ګوند مشر او د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار وزیر، له ښاغلي عبدالرشید ایوبي سره ناسته ترسره کړه.

ناسته د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو پیل او ورپسې د سباوون ستوري تعليمي بنسټ اداري کارمندان ور وپېژندل شول، چې له پېژندنې څخه وروسته د بنسټ بنسټګر، مرجان حبيبي وویل: (( د عدالت ګوند یو له هغه ګوندونو څخه دی، چې په هېواد کې يې د شته ناورين او بې عدالتۍ پر وړاندې تل د عدالت غږ پورته کړی... ))
له ده وروسته د عدالت ګوند مشر، ښاغلي ایوبي وویل: (( لوستي ځوانان کولای شي، چې په ټولنه کې د شته بې عدالتیو پر وړاندې تر نورو وګړو ژر او په سمه توګه د خپلو حقونو دفاع وکړي... د عدالت ګوند ستاسې په شان لوستي وګړو ته اړتیا لري، چې دغه ګوند لا پیاوړی او ځواکمن کړي... زه د سباوون ستوري تعليمي بنسټ له غړو څخه د راتګ او ملاتړ ځانګړې مننه کوم... ))
یاده ناسته تېره پنج شنبه د یاد ګوند په مرکزي دفتر کې تر سره شوه، چې په پای کې یې د عدالت ګوند د کړنو د ستاینو په موخه عبدالرشید ایوبي ته د اعزاز پګړۍ او شهاب صیب د نوی داندی مبارکی په پار ګلانو ګډی او مدیر خان اریوبی صیب ته ستاینلیک د بنسټ رایس مرجان حبیبي له خوا نه ورکړل شوی ۔

په درنښت سباوون ستوری تعلیمی بنسټ اداره

د سباوون ستوري خصوصي ښوونځي د کلنۍ ازموينې د نتايجو غونډه ترسره شوه نن سه شنبه / ۲۸/ ۳/ ۱۳۹۸/ د سباوون ستوري خصوصي ښوونځ...
18/06/2019

د سباوون ستوري خصوصي ښوونځي د کلنۍ ازموينې د نتايجو غونډه ترسره شوه
نن سه شنبه / ۲۸/ ۳/ ۱۳۹۸/ د سباوون ستوري خصوصي ښوونځي د کلنۍازموینې پایلې په يوه شانداره غونډه کې د قرانکريم په څو مبارکو ایاتونو پيل شوه په غونډه کې د ښوونځي رئیس ښاغلي رحيم جان(حبيبي)، عمومي مديرعارف الله(فضلي) او اجرایه مدیر استاد نصيحت الله سیدي(باچا)
د نتایجو عمومي غونډې ته هر اړخېزې او د موضوع اړوند ویناوې وکړي
رئیس صاحب د ښوونځي د اووم ټولګي عمومي اول نمره د (%96.76) په جوړولوښاغلی (زیارمل) ته د دوی کورنۍ ته د مبارکۍترڅنګ د میاشتني فيس(30) سلنه تخفیف اعلان کړ د هر ټولګي اول، دویم او درېیم نمره زده کوونکو ته مډالونه، کپونه او نورې معنوي ډالۍ هم ورکړل شوې؛ ددوی ښوونکو صاحبانو او کورنیو ته دې ډېر ډېر مبارک وي.
د نن ورځې ګلان د سباورځې شاهان

#زمونږ لومړي توب په مسلکېتوب کې دی!

18/06/2019

دسباوون ستوري خصوصي ښوونځي د۱۳۹۷/۱۳۹۸ کال نتایج غونډه فعلا دسباوون ستوري په تالار غونډه کې روانه ده!

11/06/2019

دسباوون ستوري تعلیمي ادارې خبرتیا!

داچې دسباوون ستوري تعلیمي ادارې په خپله اډانه( چوکاټ)کې بېلابېلو تعلیمي او ښوونېزو څانګو او برنامو ته ځای ورکړی اوتل يې دهېوالو دتعلیمي او تربیوي خدمت چوپړ کړی اما پدې وروستیو کې دخپلو زیاتو بوختیاوو او یو لړ نورو برنامو دایجاد او نه ازګارتیا په اساس خپل یو مستقل ډیپارټمنټ ( کانکور اماده ګي او ساینسي علومو) څانګه ديوې ځانګړې فیصدۍ،هوکړه لیک،شرایطو او قرار داد له مخې تاسې ټولو( تعليمي او غیري تعليمي ادارو،موسسو،حکمي اوغیري حکمي اشخاصو...) ته ورکوي.

دخبرتیا دپیل نېټه: جوزا/۲۲/ ۱۳۹۸
دخبرتیا دپای نېټه: جوزا/۱۳۹۸/۳۰

په درنښت دسباوون ستوري تعلیمي اداره
۰۷۸۷۸۷۱۸۸۸ / ۰۷۷۵۰۶۰۸۰۵

داځل ژورنالیزم او ویناوالی برنامې د دولتي مکاتبو شاګردانو لپاره دخپلو ټولګیوالو او همزولو تر مځې اغیزناکې خبرې کول غواړئ...
08/06/2019

داځل ژورنالیزم او ویناوالی برنامې د دولتي مکاتبو شاګردانو لپاره

دخپلو ټولګیوالو او همزولو تر مځې اغیزناکې خبرې کول غواړئ!

نو سباوون ستوری انتخاب دیو غوره ویناوال او رهبریت نښه(سمبول)

نوم لیکنه روانه ده
0788272677

0787871888

0775060805

دوی ته دی مبارک وی
06/05/2019

دوی ته دی مبارک وی

استاد شمس الحق( دوست) په یوه مشورتي بڼه دسباوون ستوري تعليمي بنسټ څخه لیدنه وکړه!   دالتقوا پوهنتون د حقوقو او سياسي علو...
04/05/2019

استاد شمس الحق( دوست) په یوه مشورتي بڼه دسباوون ستوري تعليمي بنسټ څخه لیدنه وکړه!

دالتقوا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئیس استاد( دوست) تېره ورځ د سباوون ستوري دمشرتابه په بلنه دیاد بنسټ او ښونځي له اداري کارمندانو سره په یوه علمي او مشورتي ناسته کې لېدنه وکړه.
استا په لومړي قدم کې داداري سټف(کارمندانو) څخه ډېر خوشاله شول، چې دهېواد دبچیانو سالمې ښوونې اوروزنې له پاره يې وخت خاص کړی دی،تر څنګ یې ټولو استادانواو اداري هئیت سره په يو شمېر داسې کليدي موضوعاتو هم وغږېد، چې ديوې سالمې او معیاري ادارې دبهبود او اکاډ ميک کېدو لپاره یې عملي کول اړین او لازمي وو.
استاد دبنسټ دټولو شبعو، تالارونو ،دسباوون ستوري تعلیمي راډیو دسټډيو او دتفريحي ډګر دلیدنې پرمهال د وړ اومناسبو امکاناتو او وسایلو شتون مثبت او پرځای وګڼل او ترڅنګ یې هغه امکانات او اړین توکي چې د پور ته شبعو دتکمیلېدا،تاثېر اچونې او معیاري کېدلو لپاره مهم وو دځای پرځاي کولواو تطبیق کولو مشوره ورکړه.

اداري هئيت داستاد د دنیکو او لازمو مشورو څخه دمنندوی تر څنګ استاد ته د ياد بنسټ څخه دبیا بیا لېدو هیله وکړه.

ویاړنه او مبارکئ!   سباوون ستوری تعلیمي بنسټ دژورنالېزم څانګې دمعمول مطابق دویناوالۍ فن ځانګړې برنا مې څخه نن چهارشنبه/ ...
01/05/2019

ویاړنه او مبارکئ!
سباوون ستوری تعلیمي بنسټ دژورنالېزم څانګې دمعمول مطابق دویناوالۍ فن ځانګړې برنا مې څخه نن چهارشنبه/ ثور/۱۳۹۸/ ۱۰نېټه ۲۰ تنه ځوانان فارغ کړل.
یاد فارغ ځوانان اوس کولاې شي، چې بیلابیلو غونډو ، ته اجنډاوې برابرې کړي، عمومې انانسري وکړی ، ښې او پر مفهوم پراخې وینا وې وکړي،
دوینا پر مهال اغېزناک او د مخاطبانو په خوښه او دهغوی په ژبه وغږيږي.
دوینا پر مهال تر تاثېر لاندې رانشي او همدارنګه فی البدیهه وینا وې وکړي.

یادو فارغانو او دهغوی کورنیو ته دې ډېر ډېر مبارک وي!

مننه ،چې خپل قیمتي وخت مو سباوون ستوري تغلیمي بنسټ علمي ډګرته ورکړی وو !

15/04/2019
اوس نو ستاسو لپاره د سهار ۶ نه تر ۸ بجو پوري او د ماسپښین ۱ نه تر ماښام ۶ بجو پورينوم لیکنه روانه ده۰۰۰۰
01/04/2019

اوس نو ستاسو لپاره د سهار ۶ نه تر ۸ بجو پوري

او د ماسپښین ۱ نه تر ماښام ۶ بجو پوري

نوم لیکنه روانه ده۰۰۰۰

نوم لیکنه  روانه ده....
27/03/2019

نوم لیکنه روانه ده....

ستاسو لپاره ستاسو په ښار کی
18/03/2019

ستاسو لپاره ستاسو په ښار کی

سباوون ستوري تعليمي بنسټ د ژورنالېزم څانګې (۳۰) تنه مسلکي ژورنالستان او ويناوالان ټولنې ته دخدمت له پاره وړاندې کړه!    ...
17/03/2019

سباوون ستوري تعليمي بنسټ د ژورنالېزم څانګې (۳۰) تنه مسلکي ژورنالستان او ويناوالان ټولنې ته دخدمت له پاره وړاندې کړه!
نن يکشنبه(۱۳۹۷/حوت/۲۶ )د سباوون ستوري تعليمي بنسټ د ژورنالېزم څانګې په دريوبېلا بېلو برنامو لکه: ( ژورنالېزم درې مياشتۍ ،شپږمياشتنۍ او يوه مياشتنۍ ويناوالۍ ) کې (۳۰)تنه د ژورنالېزم په لنډ مهاله عملي او نظري زده کړو سمبال ځوانان ټولنې ته دکار او خدمت په خاطر وړاندې کړل.
سباوون ستوري تردې مهاله د ژورنالېزم په لنډ مهاله برنامو کې( ۱۳) دورې فارغين ټولنې ته دخدمت مصدر ګرځولي .
ياد فارغ ځوانان اوس کولای شې چې بېلا بېل رسنېز فعالیتونه لکه :خبر جوړونه٬ راپور،مرکه ،رسنېز ايډيټونه او ښې ويناوې هر وخت او په هر ځای کې ترسره کړي .
سباوون ستوری تعليمي بنسټ د(۱۳۹۸) لمريز( نوي) کال له پاره په سپرلنېزوټولګيو کې زدکوونکي قبلوي ؛مينه وال دې خبر وي!
تاسې ټولو ته ډېر ښه فرصت دپرمختګ له پاره!
نوم ليکنه روانه ده....

دې دنیـــا تـــه دي راغلي ټول بې نومه  نر هغه دی چې خپل نوم پکې پیدا کړيدسباوون ستوري تعليمي بنسټ کې د ژورنالېزم څانګې ف...
20/02/2019

دې دنیـــا تـــه دي راغلي ټول بې نومه
نر هغه دی چې خپل نوم پکې پیدا کړي

دسباوون ستوري تعليمي بنسټ کې د ژورنالېزم څانګې فراغت غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه چې د ستوري په انګړ کې ترتيب شوې وه، پکې د ژورنالېزم د څانګې د زده کړندویانو والدینو، مدني فعالانو او یو شمېر استادانو ګډون کړی وو.

یادونه: په یاد بنسټ کې د ژورنالېزم او ویناوالۍ برنامې نوم لیکنه روانه ده.

ژورنالېزم څانګه!

ستاسو په ښار کي ستاسو لپاره د نوښتونو له کوره په لاندې څانګو کې نوي صنفونه
19/02/2019

ستاسو په ښار کي ستاسو لپاره د نوښتونو له کوره

په لاندې څانګو کې نوي صنفونه

ټولو ته دی راډیو نړیواله ورځ مبارک وي
13/02/2019

ټولو ته دی راډیو نړیواله ورځ مبارک وي

دسباوون ستوري خصوصي ښوونځي دچهارنيمه ازموينې نتايجو غونډه ترسره شوه.نن دوشنبه / دلوه/ ۱۵ /۱۳۹۷/ دسباوون ستوري خصوصي ښوون...
04/02/2019

دسباوون ستوري خصوصي ښوونځي دچهارنيمه ازموينې نتايجو غونډه ترسره شوه.

نن دوشنبه / دلوه/ ۱۵ /۱۳۹۷/ دسباوون ستوري خصوصي ښوونځي دڅلورنیم میاشتنۍ ازموینې پایلې په يوه شانداره غونډه کې دقرانکريم په مبارکو ایاتونو پيل شوه.
په غونډه کې دښوونځي رئیس ښاغلي رحيم جان( حبيبي)، عمومي مدير محمد عبدالله( روف)، اجرایه مدیر استاد نصيحت الله( باچا) او دوالدینو دجملې په نماينده ګۍ ډاکتر صاحب محمد ظاهر ( عادل) دنتایجو عمومي غونډې ته هر اړخېزې او دموضوع اړوند خبرې وکړي.
رئیس صاحب دښوونځي دلومړي ټولګي عمومي اول نمره د(%۳۹.۳۸) په جوړولو اغلې ( نورینه) ته ددوی کورنۍ ته دمبارکۍترڅنګ دمیاشتني فيس (% ۵۰) سلنه تخفیف اعلان کړه، دهر ټولګي اول ،دویم اودریم نمره زده کوونکو ته مډالونه، کپونه اومعنوي ډالۍ ورکړل شوي؛ ددوی ښوونکو صاحبانو او کورنیو ته دې ډېر ډېر مبا رکـــــــــــــــــــــ وي.
چې غوټې پسې وهي په لاس به درشي
چا ویل چې په درياب کې ګوهر نشته
په درنښت

دننګرهار عالي دارالمعلمين پياوړي استاد ثناءالله صالحي له لورې دسباوون ستوري خصوصي ښوونځي درنو ښوونکو ته دنویو ميتودونو م...
24/01/2019

دننګرهار عالي دارالمعلمين پياوړي استاد ثناءالله صالحي له لورې دسباوون ستوري خصوصي ښوونځي درنو ښوونکو ته دنویو ميتودونو ميتودولوژی درې ورځنی ورکشاپ نن په برياليتوب سره پای ته ورسيد، دسباوون ستوري خصوصي ښوونځي اداره له ښاغلو او اغلو درنو ښوونکو څخه هيله لري چې له يادو ميتودونو څخه په تدريس کې ګټه واخلي، ترڅو د هیواد د ګلاليو ماشومانو په زده کړه کې مثبت بدلون راشي.
په درناوي

سباوون ستوری تعلیمي بنسټ  نوې ادارې خپلو هیوادوالو ته نوي صینفونه اعلان کړی۱ شپږ میاشتنۍ بر نامه!۲ دری میاشتنۍ بر نامه!۳...
22/01/2019

سباوون ستوری تعلیمي بنسټ

نوې ادارې خپلو هیوادوالو ته نوي صینفونه اعلان کړی

۱ شپږ میاشتنۍ بر نامه!
۲ دری میاشتنۍ بر نامه!
۳ ویناوالۍ یوه میاشتنۍ څانګړې برنامه !

ادرس : چهل میتره سرک دوهم کوڅه د نوی درمسال تر څنګ جلال اباد ښار

0775060805 / 0784848482

دالفلاح پوهنتون استادانو اومحصلينو دسباوون ستوري تعليمي بنسنټ څخه لېدنه وکړه.يادو استادانو دسباوون ستوري تعليمي بنسټ دژو...
16/01/2019

دالفلاح پوهنتون استادانو اومحصلينو دسباوون ستوري تعليمي بنسنټ څخه لېدنه وکړه.

يادو استادانو دسباوون ستوري تعليمي بنسټ دژورنالېزم څانګې،انګليسي څانګې،تعلیمي نصاب اومحصلينو څخه ديوې مثبتې ارزيابۍ په نتيجه کې دسباوون ستوري تعليمي بنسټ د ادارې پلانونه،مېتودونه، اداري سټف،فعاليتونه، دژورنالېزم او انګليسي برنامو دزده کوونکو وړتياوې په ډېرو ښو او اکاډميکو الفاظو وستايلې.
دالفلاح پوهنتون د استادانو دجملې څخه اکرام الله (درانی )اوتسبيح الله په خپلو ويناووکې داستادانو،اداري هيئت څخه مننه وکړه ،چې ورته کاميابې برنامي يې په لاره اچولي ،اداري څخه يې غوښتنه وکړه ،چې دنظرياتو دتبادلې، او عملي غونډو کې دوی ته بار بار دعوت ورکړي،
سباوون ستوري ادارې ددوی راتګ دخپلې ادارې لپاره يو مثبت ګام وباله اود مننې تر څنګ یې د بیا بيا ځلې دراتګ او همکا ريو غوښتنه ورځني وکړه.

تیره ورځ په ننګرهار ولایت کی د پوهنی وزیر محمد میرویس بلخی او دپوهنی ریاست علمی او اګډمیګ شحصیاتونه او دولایت مقام مرستی...
16/01/2019

تیره ورځ په ننګرهار ولایت کی د پوهنی وزیر محمد میرویس بلخی او دپوهنی ریاست علمی او اګډمیګ شحصیاتونه او دولایت مقام مرستیاله او د سباوون ستوری خصوصي ښوونځی ګلالیو زده کوونکو او خصوصی مکاتبو په مشکلاتو یوه غونډه ترسره کړه

د نوی کال شروع او نوی نوښتونه سباوون ستوری راډیو سټډیو جوړاولو چاری یو ځل بیا پیل شوی ټولو محصیلونو ورورنو ته دي مبارک و...
01/01/2019

د نوی کال شروع او نوی نوښتونه

سباوون ستوری راډیو سټډیو جوړاولو چاری یو ځل بیا پیل شوی
ټولو محصیلونو ورورنو ته دي مبارک وي

اوس کولی شی چی له مونږ سره عملی زده کړو کی ګډون وکړی

نوم لیکنه روانه ده

د ژورنالیزم اوویناوالۍ د برنامی ټولو مینه والو ته خبر ورکول کیږي، چی سباوون ستوری تعلیمي بنسټ خپلو هیوادوالو لپاره نوي ب...
31/12/2018

د ژورنالیزم اوویناوالۍ د برنامی ټولو مینه والو ته خبر ورکول کیږي،
چی سباوون ستوری تعلیمي بنسټ خپلو هیوادوالو لپاره نوي برنامی اعلان کړی دی

نوم لیکنه روانه ده

 #نوي اداره   #نوي نوښتونه   #نوي کدرونه دا ځل ژورنالیزم څانګه د نویو نوښتونو سره سباوون ستوری تعلیمی بنسټ په پام کی لری...
26/12/2018

#نوي اداره #نوي نوښتونه #نوي کدرونه

دا ځل ژورنالیزم څانګه د نویو نوښتونو سره

سباوون ستوری تعلیمی بنسټ په پام کی لری چی دجدی میاشتی په 10 نیټه نوی صنفونه په لاندې څانګو کی پيلوی

ﻗﺎﺗﻠﻪ ! ﺩﺍﺩﯼ ﺯﻩ ښﻮﻭﻧﮑﯥ ﺷﻮﻣﻪ !!!ﻟﮑﻪ ﻏﻮټۍ ﺩ ﻣﺮګ ﭘﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﮐﯥ ﺧﺎﻧﺪﻡﺩ ﺧﺰﺍﻥ ﺑﺎﺩ ﺗﻪ ﻫﻢ ﺍﻭﺗﺮﻩ ﻧﻪ ﺷﻮﻡﺯﻩ ﺩ ﺑﺎﺭﻭﺗﻮ ﺩ ﻟﻮګﻮ ﭘﻪ ښﺎﺭ ﮐﯥﻫ...
24/12/2018

ﻗﺎﺗﻠﻪ ! ﺩﺍﺩﯼ ﺯﻩ ښﻮﻭﻧﮑﯥ ﺷﻮﻣﻪ !!!

ﻟﮑﻪ ﻏﻮټۍ ﺩ ﻣﺮګ ﭘﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﮐﯥ ﺧﺎﻧﺪﻡ
ﺩ ﺧﺰﺍﻥ ﺑﺎﺩ ﺗﻪ ﻫﻢ ﺍﻭﺗﺮﻩ ﻧﻪ ﺷﻮﻡ
ﺯﻩ ﺩ ﺑﺎﺭﻭﺗﻮ ﺩ ﻟﻮګﻮ ﭘﻪ ښﺎﺭ ﮐﯥ
ﻫﻢ ﻭﺭﮐﻪ ﻧﻪ ﺷﻮﻡ ﺩﺭ ﭘﻪ ﺩﺭﻩ ﻧﻪ ﺷﻮﻡ
ـ ـــ ــ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
ﻣﻞ ﻣﯥ ﺭڼﺎ ﺭڼﺎ ﺍﺭﻣﺎﻥ ﺩﯼ، ﺗﯿﺎﺭﯤ !
ﺯﻩ ﻭﯦﺮﯦﺪﻟﯥ ﺳﺘﺎ ﻟﻪ ﺟﻨګﻪ ﻧﻪ ﯾﻢ
ﻣﺎ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﯿﻠﻪ ﺗﻞ ﮊﻭﻧﺪۍ ﺳﺎﺗﻠﯥ
ﻗﺎﺗﻠﻪ ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﺷﺎﻥ ﺑﺪﺭﻧګﻪ ﻧﻪ ﯾﻢ
ـــــــــــــــــــ
ﺯﻣﺎ ﺩ ﺳﻮﻱ ﺳﮑﻮﻝ ﺩ ﺍﻭﺭ ﺭڼﺎﯾۍ
ﺯﻣﺎ ﺗﯿﺎﺭﻩ ﺯړﻩ ﮐﯥ ﺍﺣﺴﺎﺱ ﭘﯿﺪﺍ ﮐړ
ﺯﺩﻩ ﮐړﻩ ﻣﯥ ﺷﻮﻕ ﻭﻩ ﺧﻮﺑﯿﺎﺿﺪﻏﻮﻧﺪﯤ ﺷﻮ
ښﻪ ﺷﻮﻩ ﭼﯥ ﻣﺎﺗﻪ ﺩﯤ ﻭﺳﻮﺍﺱ ﭘﯿﺪﺍ ﮐړ
ــــــــــــــــــ
ﻗﺎﺗﻠﻪ ! ﺗﻪ ډﯦﺮ ﺍﻣﮑﺎﻧﺎﺕ ﻟﺮﯤ ﺍﻭ؛
ﺯﻩ ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﻧﺰﺩ ﯾﻮﻩ ﮐﻤﺰﻭﺭﯤ ﺟﻨۍ
ﺳﺮﻩ ﻟﻪ ﺩﯤ ﺩﺭﺗﻪ ﺗﺴﻠﯿﻤﻪ ﻧﻪ ﺷﻮﻡ
ﺍﻭﺱ ﺧﻮ ﻣﯥ ﻭګڼﻪ ﺳﺮﺯﻭﺭﯤ ﺟﻨۍ
ـــــــــــــــــــ
ﻗﺎﺗﻠﻪ ! ﺩﺍﺩﯼ ﺯﻩ ښﻮﻭﻧﮑﯥ ﺷﻮﻣﻪ !
ګﻮﺭﻩ ﺩ ﺟﻬﻞ ﺗﯿﺎﺭﻭ ﻭﻧﻪ ﺧﻮړﻡ
ﺯﻩ ﻣﯥ ﺧﭙﻞ ﺣﻖ ﺗﻪ ﺩ ﻭﺭﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻻﺭﻩ
ﺳﺘﺎ ﺩﯤ ﺑﯥ ﺩﯾﻨﻪ ﭼړﻭ ﻭﻧﻪ ﺧﻮړﻡ
ــــــــــــــــــ
ﺗﻪ ﭘﻪ ټﻮﭘﮏ ډﺍډﻩ، ﺯﻩ ﺳﺘﻮﺭﻱ ﺭﻭﺯﻡ
ﺷﭙﻮ ﺳﺮﻩ ﺟﻨګ ﺍﻭ ﺩ ﺭڼﺎ ﻟﭙﺎﺭﻩ
ﺑﯿﺎ ګﻮﺭﻩ ﺯﻩ ﯾﻤﻪ ﮐﻪ ﺗﻪ ﺯﻭﺭﻭﺭ
ﺻﺮﻑ ﺍﻧﺘﻈﺎﺭ ﮐﻮﻩ ﺳﺒﺎ ﻟﭙﺎﺭﻩ
ــــــــــــــــــــ
ﻗﺎﺗﻠﻪ ! ﺗﺎ ﺯﻣﺎ ﺧﻮﺑﻮﻧﻪ ﻭړﻝ ﺧﻮ؛
ﺍﻭﺱ ﺩﯤ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺘﺮګﻮ ﺧﻮﺏ ﺗښﺘﻲ
ﺯﻩ ﺑﻪ ﺳﭙﺮﻟﻲ ﺳﭙﺮﻟﻲ ګﻠﻮﻧﻪ ﭘﺎﻟﻢ
ﻧﻮﺭ ﺑﻪ ﺗﺮﯤ ﺳﺘﺎ ﺩ ﺧﺰﺍﻥ ﺭﻋﺐ ﺗښﺘﻲ
ـــــــــــــــــــ
ﺑﺎﺑﺎ ﻣﯥ ﭼﻢ ﮐﯥ ﻫﺴﮑﻪ ﻏﺎړﻩ ګﺮځﻲ
ﮐﻤﺰﻭﺭﻱ ﻻﺱ ﮐﯥ ﯾﯥ ﺍﻣﺴﺎ ﺯﻩ ﯾﻤﻪ
ﺯﻩ ﺩ ﺭﻧځﻮﺭﯤ ﻣﻮﺭ ﺩ ﺳﺘﺮګﻮ ﻧﻈﺮ
ﻫﺮ ﯾﻮﻩ ﺩﺭﺩ ﺗﻪ ﯾﯥ ﺩﻭﺍ ﺯﻩ ﯾﻤﻪ
ــــــــــــــــــــ
ﻗﺎﺗﻠﻪ ! ﺳﺘﺎ ﺩ ﺫﺍﺕ ﮐﺜﯿﻔﻪ ﻧړۍ،
ﭘﻪ ﻭﯾﻨﻪ، ﮐﺮﮐﻪ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺟﻨګ ﺭﺍټﻮﻟﻪ
ﺗﻪ ﺩ ( ﮊﻭﻧﺪ ) ﻓﺼﻞ ﭘﺴﯥ ﻟﻮﺭ ګﺮځﻮﻩ
ﺯﻣﺎ ﺳﺮﻻﺭﻱ ﻣﯿﻨﻪ، ﮊﻭﻧﺪ ﺍﻭ ﺳﻮﻟﻪ

ستاسو په ښار، کی  د سبا ستوری که غواړئ خپل راتلونکی مو د لمر په شان ځلانده وګورئ!‏که غواړئ چې بچیان مو په رښتینې پوهه سن...
14/12/2018

ستاسو په ښار، کی د سبا ستوری

که غواړئ خپل راتلونکی مو د لمر په شان ځلانده وګورئ!‏
که غواړئ چې بچیان مو په رښتینې پوهه سنبال شې!‏
که غواړئ په صفا چاپیریال کې زده کړه ترلاسه کړئ!‏
که غواړئ د قوی او فعال مديریت تر چتر لاندی خپل نسل وروزئ!‏

نو سباوون ستوری خصوصی ښونځی ستاسو په چوپړ کی دی

زمونږ معیار ستاسو راتلونکی‎ ‎

الهې ښکلی   ستر  نعمت  دی علمدلوی پالونکې لوی صفت دی علمپه چاچې فضل وشي برخه ئې شېزیب  د  دنیــا د اخــرت دی   علمزموږدر...
12/12/2018

الهې ښکلی ستر نعمت دی علم
دلوی پالونکې لوی صفت دی علم

په چاچې فضل وشي برخه ئې شې
زیب د دنیــا د اخــرت دی علم

زموږدرب چې چاته خوښ څومره
د هر چا هومره په قسمت دی علم

د خوش نصبو په نصب کې به وي
تاج د عــزت د شــرافت دی علم

دا لور دي سکول ته بوځه ښه په لور دي سبق ووایه .پـه دې کـې غـیـرت مــه ګـوره غـیـرت تـه بـلا لارې دي .دا چی ښوونه او روزن...
27/11/2018

دا لور دي سکول ته بوځه ښه په لور دي سبق ووایه .
پـه دې کـې غـیـرت مــه ګـوره غـیـرت تـه بـلا لارې دي .

دا چی ښوونه او روزنه د هر انسان حق او د دنیا او آخرت د کامیابۍ وسیله ده،
نو لازمه ده چی هر ماشوم ته د یادی کامیابئ د لاسته راوړلو لپارہ زمینه برابرہ شی.
سباوون ستوری خصوصی ښوونځی د ښوونی او روزنی په برخه کی تر ټولو مخکښ نوم دی.
که عواړی خپل ماشومان مو په سمه توګه د تعلیم په گاڼه سمبال شی نو سباوون ستوری خصوصی ښوونځی ته مراجعه وکړی.

زموږ خوږ پيغمبر حضرت محمد(ص)په وياړ الله تعاله دي موږ ټولو ته د حضرت محمد ص شفاعت رانصيب کړې  امين
20/11/2018

زموږ خوږ پيغمبر حضرت محمد(ص)په وياړ
الله تعاله دي موږ ټولو ته د حضرت محمد ص شفاعت رانصيب کړې امين

ډير ژر ....یو بل نوښت له سباوون ستوری څخه
18/11/2018

ډير ژر ....
یو بل نوښت له سباوون ستوری څخه

د سباوون ستوري خصوصي ښوونځي محترم مدیرصاحب، قدرمندو استادانو اود تقویتي دوري شاګردانو ترمنځ تفریحي علمي پرګرام جوړ شوی و...
23/07/2018

د سباوون ستوري خصوصي ښوونځي محترم مدیرصاحب، قدرمندو استادانو اود تقویتي دوري شاګردانو ترمنځ تفریحي علمي پرګرام جوړ شوی و چې په ياده غونډه کې د تفریح ترڅنګ په مختلفو برخو لارښونې وشوي او ددې برسیره په یاد پروګران کې د خوراک انتظام هم نیول شوی وو.
د بنسټ د اوسني مسوول په لارښونه شاګردانو ته په بېلابېلو برخو کې لازمي لارښونې وشوي، چې له جملي یې،
د مور، پلار او مشرانو قدر کول.
د ډوډۍ خوړلو اداب.
د ښوونځي او صنف پاک ساتل.
د ښوونکو او مشرانو زده کوونکو عزت کول...او نور ترسره شول چې د غونډې لړۍ تر یو ساعت پورې دوام وکړلو.

کارموندنهسباوون ستوری تعلیمي بنسټ د ښوونځي او انسټیټیوټ لپاره په لاندې څانګو کې ښوونکو او کارکوونکو ته اړتیا لري، هغه عل...
19/07/2018

کارموندنه

سباوون ستوری تعلیمي بنسټ د ښوونځي او انسټیټیوټ لپاره په لاندې څانګو کې ښوونکو او کارکوونکو ته اړتیا لري، هغه علاقه مندان چې غواړي په نوموړي بنسټ کې دنده تر سره کړي خپل خلص سوانح (Resume) دې سباوون ستوري تعلیمي بنسټ د بشري سرچینو مدیریت ته وسپاري.

نوټ : په معارف برخه کې تجربه لرونکو کاندیدانو ته ترجیح ورکول کیږي.

ښوونځي
۱: ریاضي او فزیک لپاره (یو تن)
۲: انګلیسي او کمپیوټر لپاره (یو تن)
۳: Math , Science لپاره (یو تن)
۴: کیمیا،بیولوژي او ساینس لپاره (یو تن)
۵: اجتماعیاتو لپاره (یو تن)
۶: پښتو او دري لپاره (یو تن)
۷:سرمعلیمیت لپاره یو تن (یو تن)

انسټیټیوټ
د انګلیسي څانګې مدیر (یو تن)
انګلیسي څانګې لپاره ښوونکي (څوتنه)



درک: جلال اباد ښار، ۴ ناحیه ، چهل متره سړک نوي در مسال کوڅه 0777877446

Address

In Front Of Traffic Department
Jalalabad
26000

Telephone

+93787871888

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sabawoon Storey posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Sabawoon Storey:

Videos

Share


Other Broadcasting & media production in Jalalabad

Show All