Sharq News

Sharq News شرق ګلوبل | 📺 یوه خپلواکه، بې پرې او باور وړ رسنیزه شبکه چې د حقیقت څرګندولو، شفافیت ټینګولو په موخه د خلکو ځواکمن غږ تمثیلوي.

 #عبدالله عبدالله د پاکستان هوايي بریدونه په  #پکتیکا کې وغندلعبدالله عبدالله، چې په پخواني حکومت کې د ملي  #مصالحې د عا...
25/12/2024

#عبدالله عبدالله د پاکستان هوايي بریدونه په #پکتیکا کې وغندل

عبدالله عبدالله، چې په پخواني حکومت کې د ملي #مصالحې د عالي شورا رئیس و، د پاکستان هوايي بریدونه په پکتیکا ولایت کې په کلکو الفاظو غندلي او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی دی.

ښاغلي عبدالله په خپل #ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه لیکلي دي: «د دواړو هېوادونو ترمنځ موجودې ستونزې باید د متقابل احترام په اساس د ډیپلوماسۍ او مذاکراتو له لارې حل شي، او له هغو کړنو باید ډډه وشي چې د دواړو هېوادونو اړیکې بحراني کوي.»

یاده دې وي چې د #پاکستان هوايي بریدونو په پایله کې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ۴۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

‎د  #خبري ټولګې ورځنۍ خبرونه – چهارشنبه، د جدی میاشتې پنځمه، ۱۴۰۳ لمریز کال‎۱. سیمه‌ییز خبرونه‎ • د افغانستان په کچه تاز...
25/12/2024

‎د #خبري ټولګې ورځنۍ خبرونه – چهارشنبه، د جدی میاشتې پنځمه، ۱۴۰۳ لمریز کال

‎۱. سیمه‌ییز خبرونه
‎ • د افغانستان په کچه تازه پېښې، د اقتصادي وضعیت او سیاسي پرمختګونو راپورونه.
‎ • د ولایتي او ملي کچې مهم او تازه راپورونه.

‎۲. نړیوال خبرونه
‎ • د سیمې او نړۍ په کچه د سیاسي او اقتصادي بدلونونو لنډیز.
‎ • د ګاونډیو هېوادونو اړیکې او وروستۍ مهمې پرېکړې.

‎۳. ځانګړي راپورونه
‎ • ټولنیزې، کلتوري، او د بشري حقونو اړوند ځانګړې څېړنې او راپورونه.
‎ • د خلکو د ستونزو په اړه راپورونه او د حل لپاره ممکنه لارې چارې.

‎موخه:
‎ • د عامو خلکو د معلوماتو زیاتوالی.
‎ • د سیمې او نړۍ په مهمو موضوعاتو د پوهې لوړول.
‎ • د ټولنې ستونزو ته د حل لارو موندل او د عامه پوهاوي هڅول.

Subscribe for exclusive Sharq Global is a Afghanistan Channel Where You Watch Live 24/7 Afghanistan's Exclusive Coverage, Headline, Bulletin, Latest News, ...

 #حامد کرزی، د افغانستان پخواني ولسمشر، د پاکستان د پوځ لخوا د پکتیکا ولایت په سیمو د هوايي بریدونو په کلکو الفاظو غندنه...
25/12/2024

#حامد کرزی، د افغانستان پخواني ولسمشر، د پاکستان د پوځ لخوا د پکتیکا ولایت په سیمو د هوايي بریدونو په کلکو الفاظو غندنه کړې او هغه یې ښکاره تېری او د افغانستان د حاکمیت نقض بللی دی.

حامد کرزي ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ د #پاکستان د ناسم سیاست پایله ده، چې په سیمه کې یې افراطیت ته وده ورکړې او د افغانستان د دوامداره کمزوري کولو هڅه کوي. نوموړي ټینګار کړی چې د دې کړکېچ حل د پاکستان لخوا د دې پالیسۍ په سمدستي او جدي بیاکتنه پورې تړلی دی.

پخواني _ #ولسمشر پر ځای د تمدن پر بنسټ د ښو ګاونډیتوب او دوستانه اړیکو د رامنځته کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

25/12/2024

د اذربایجان یوه الوتکه په قزاقستان کې راوغورځېده، چارواکي وایي چې ۳۸ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ژوندي پاتې دي

په قزاقستان کې د اذربایجان یوه مسافروړونکې الوتکه د بیړنۍ ناستې په مهال راوغورځېده چې په پایله کې یې ۳۸ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۹ نور ژوندي پاتې دي. د پېښې په اړه چارواکو د چهارشنبې په ورځ مالومات ورکړل.

پېښه څنګه رامنځته شوه؟

چارواکو ویلي چې الوتکه د اذربایجان له پلازمینې باکو څخه د چیچنیا پلازمینې ګروزني ته روانه وه، خو د تخنیکي ستونزو له امله اړ شوه چې د قزاقستان په اقتاو ښار ته نږدې بیړنۍ ناسته وکړي. د ناستې په مهال الوتکه وغورځېده، چې د ډېرو کسانو د مړینې او ژوبلېدو سبب شوه.

د قربانیانو شمېر:
• مړه شوي: ۳۸ کسان
• ژوندي پاتې شوي: ۲۹ کسان، چې ځینې یې په جدي ډول ټپیان دي او د روغتیايي خدماتو تر درملنې لاندې دي.

د پېښې ځای:

دغه الوتکه د قزاقستان په اقتاو ښار ته نږدې، شاوخوا درې کیلومتره لرې، راوغورځېده. سیمه‌ییزې ادارې او ژغورونکې ډلې په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ژغورنې عملیات یې ترسره کړي.

د #چارواکو څرګندونې:

د قزاقستان د روغتیا وزارت ویلي چې د ټپیانو له ډلې د ځینو وضعیت نازک دی، او هغوی په روغتون کې د جدي درملنې لاندې دي.
همدارنګه، د قزاقستان د پولیسو له خوا د پېښې د لامل په اړه څېړنې پیل شوې دي. تر دې مهاله، د الوتکې د راوغورځېدو اصلي لامل نه دی څرګند شوی.

د اذربایجان #هوايي شرکت څرګندونې:

د اذربایجان هوايي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امبریر ۱۹۰ ډوله الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله له اقتاو څخه د درې کیلومتره لرې بیړنۍ ناسته کړې وه. شرکت د پېښې له امله د ټولو قربانیانو کورنیو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

دغه پېښه د هوايي سفر په برخه کې یوه بله تراژیدي ده چې د #مسافرینو امنیت ته جدي پام اړوي. د قزاقستان چارواکي د پېښې د لامل د څرګندولو لپاره پلټنې کوي، تر څو د راتلونکو ورته پېښو مخه ونیول شي.

25/12/2024

د #بلوچستان په مرکز کوئټه کې د نامعلومو وسله‌والو لخوا د ګازو یوه پایپ لاین ته چاودنه ورکړل شوې ده.چارواکو ویلي چې دغه چاودنه د سیمې خلکو ته د ګازو د رسولو په بهیر کې خنډونه رامنځته کړي دي.

#امنیتي ځواکونو د پېښې ځای ته رسېدلي او د چاودنې د لامل په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.یاده دې وي چې تېره شپه هم نامعلومو کسانو په کوئټه کې د رېل ګاډي یوه لیکه په نښه کړې وه، چې له امله یې د رېل ګاډي د تګ راتګ په بهیر کې ګډوډي رامنځته شوې وه.

د دې پېښو #مسؤلیت تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو امنیتي چارواکي وايي چې د سیمې د امنیت لپاره به جدي اقدامات وکړي.

25/12/2024

دافغانستان او زمبابوی لوبیکوربه : نيازمحمد شينوارى میلمه : عبدالمنان ( احمدزی) دکریکټ دچاروشنوونکی

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په میاشت کې د زمبابوې په کوربتوب پیل شوې. دواړو لوبډلو درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ نړیوالې (ODI) او دوه ټېسټ لوبې پلان کړې دي.

شل اوریزې سیالۍ:
• لومړۍ لوبه: د ډسمبر ۹مه، ۲۰۲۴ - زمبابوې وګټله.
• دویمه لوبه: د ډسمبر ۱۱مه، ۲۰۲۴ - افغانستان د ۵۰ منډو په توپیر بریا ترلاسه کړه.
• درېیمه لوبه: د ډسمبر ۱۲مه، ۲۰۲۴ - افغانستان بریا خپله کړه او د شل اوریزو سیالیو لړۍ یې ۲-۱ وګټله.

یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ:
• لومړۍ لوبه: د ډسمبر ۱۵مه، ۲۰۲۴ - د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده.
• دویمه لوبه: د ډسمبر ۱۷مه، ۲۰۲۴ - افغانستان د ۲۳۲ منډو په لوی توپیر زمبابوې ته ماتې ورکړه.
• درېیمه لوبه: د ډسمبر ۱۹مه، ۲۰۲۴ - افغانستان بریا خپله کړه او د یو ورځنیو سیالیو لړۍ یې ۲-۰ وګټله.

ټېسټ سیالۍ:
• لومړۍ لوبه: ټاکل شوې ده چې د ډسمبر ۲۶مې څخه تر ۳۰مې، ۲۰۲۴ پورې ترسره شي.
• دویمه لوبه: ټاکل شوې ده چې د جنوري ۲مې څخه تر ۶مې، ۲۰۲۵ پورې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دې سیالیو کې غوره کارکردګي ښودلې، په ځانګړې توګه په شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو کې یې بریاوې ترلاسه کړې دي. د ټېسټ سیالیو لپاره چمتووالی روان دی، او مینوال هیله لري چې افغان لوبډله به په دې سیالیو کې هم ښه وځلېږي.

سرچینې:
• د افغانستان کرکټ بورډ رسمي ویب‌پاڼه: https://cricket.af/pashto/
• بي بي سي پښتو: https://www.bbc.com/pashto
• تاند: https://taand.net/
• کابل ټیلیګراف: https://kabultelegraph.com/
• آزادي راډیو: https://pa.azadiradio.com/

یادونه: د لوبو مهال‌وېش او پایلې د خپرېدو په وخت پورې اړوند دي او ممکن په راتلونکي کې بدلون ومومي. د وروستیو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د کرکټ رسمي ویب‌پاڼې او باوري رسنۍ وڅارئ.

د  #قزاقستان په لویدیځ کې، د اقتاو ښار ته نږدې، د یوې مسافروړونکې الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې لسګونه کسان مړه شوي دي.چ...
25/12/2024

د #قزاقستان په لویدیځ کې، د اقتاو ښار ته نږدې، د یوې مسافروړونکې الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې لسګونه کسان مړه شوي دي.

چارواکو د #چهارشنبې په ورځ ویلي چې په دې الوتکه کې، چې له آذربایجان پلازمینې باکو څخه روسیې ته په لاره وه، ۶۹ تنه سپاره و.

د #لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لسګونه کسان مړه شوي، خو له دېرشو زیات ژوندي پاتې دي.

د قزاقستان د #روغتیا وزارت په وینا، د دوو ماشومانو په ګډون ۲۷ تنه سیمه‌ییز روغتون ته وړل شوي. د دولسو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی او د جدي پاملرنې په څانګه کې تر درملنې لاندې دي.

د #آذربایجان هوايي شرکت ویلي چې د امبریر ۱۹۰ الوتکه، چې له باکو څخه د چیچنیا پلازمینې ګروزني ته په لاره وه، اړ شوه چې له اقتاو څخه شاوخوا درې کیلومتره لرې بیړنۍ ناسته وکړي.

د الوتکې د #غورځېدو لامل لا سمدستي څرګند نه دی، او د قزاقستان پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

25/12/2024

د #سپورت د اونيزه #ميلې پرانيسته

په #ننګرهار ولايت کې د بدنې روزنې او ورزش رياست د خراسان خصوصي پوهنتون سره په ګډه همکارۍ د سپورت ځانګړې اونۍ ميله پيل کړه.

مسولين د دغه #سياليو موخه د دوديزه لوبو رواجول او سپورت ته د ځوانانو هڅول بولي.
لوبغاړي بيا دغه ډول سيالۍ خورا اغيزمنې بولي او په دوام يې ټينګار کوي.

25/12/2024

د #کونړ ولایت د پاکو اوبو د نشت ستونزه

کونړ، افغانستان – د کونړ ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې خلک د څښاک لپاره پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له حکومته غواړي چې د اوبو رسولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د #ستونزې تفصیل

د کونړ ولایت د #ډیورنډ کرښې ته نږدې ولسوالیو کې مېشت خلک وايي چې دوی د څښاک لپاره پاکې اوبه نه لري. ماشومان او مېرمنې د اوږدو سفرونو وروسته له لرو چینو څخه اوبه راوړي.

#دانګام، چې د کونړ یوه پراخه ولسوالۍ ده او په زرګونو کورنۍ په کې مېشتې دي، د پاکو اوبو د نشت ستونزې یوه ښه بېلګه ده. د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د خوړونو، چینو او رودونو له اوبو ګټه اخلي، خو دغه اوبه ډېری وخت وچېږي، چې خلک بیا له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.

د #خلکو غوښتنې

ځایي اوسېدونکي وايي چې ماشومان او مېرمنې یې له دې کړاو سره مخ دي، ځکه دوی اړ دي چې له لرې سیمو څخه په سر یا شا اوبه راوړي. هغوی وايي چې تر اوسه پورې د حکومت له لوري په سیمه کې د اوبو رسولو لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی. اوس دوی په جدي توګه غوښتنه کوي چې حکومت دې د اوبو رسولو ستونزه حل کړي.

د #مسؤلینو څرګندونې

په ورته مهال کې، د کونړ ولایت مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني ډاډ ورکړی چې د خلکو ستونزې یې په هره سیمه کې په پام کې دي. هغه زیاته کړه چې د حکومت هڅې روانې دي، ترڅو خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

#پایله او غوښتنه

نه یوازې #دانګام، بلکې د کونړ په ډېرو لرو پرتو سیمو کې خلک له ورته ستونزو سره مخ دي. هغوی له حکومته غوښتنه کوي چې د پاکو اوبو د رسولو ترڅنګ، په نورو برخو کې هم ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

۱۴۰۳/۱۰/۵
خبریال: پرویز څرګند
شرق راډیو ټلویزیون – کونړ

25/12/2024

د #پاکستان د حکومت ځانګړي استازي سره د #بهرنیو چارو سرپرست وزیر لیدنه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي #امیرخان متقي د پاکستان ځانګړي استازي #محمد صادق خان او مل پلاوي سره لیدنه کې ویلي.

د #افغانستان حکومت پاکستان سره د مثبتو اړیکو هوډ لري او ښايي د دواړو ولسونو ترمنځ له شته مشترکاتو څخه په سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي برخو کې ښه ګټه پورته کړي.

#متقي وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او ټرانزیټي تبادله هغه مهال لا وده کولای شي چې د حکومتونو ترمنځ همغږي زیاته، د اتباعو ترمنځ تګ راتګ اسانه او د شته ستونزو د اواري هڅه وشي. #صادق خان بیا پدې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر مثبتو اړیکو ټینګار وکړ.

اسلامي امارت وایي چې د پاکستان د هوايي برید په پایله کې په  #پکتیکا ولایت کې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شو...
25/12/2024

اسلامي امارت وایي چې د پاکستان د هوايي برید په پایله کې په #پکتیکا ولایت کې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د #اسلامي امارت د ویاند مرستیال نن (چهارشنبه، د جدی ۵مه) ویلي چې د پاکستان پوځ د #پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ۴ سیمې بمبار کړې دي.

د هغه په وینا، په دې مرګوني برید کې ۴۶ کسان، چې ښځې او #ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د سرپرست حکومت د دفاع وزارت هم په یوه اعلامیه کې چې پرون (سې شنبه، د جدی ۴مه) خپره شوه، په پکتیکا کې د کلیو بمبار تأیید کړی او هغه یې په کلکه غندلی دی.

دغه #وزارت ادعا کړې چې د #پاکستان پوځ په دې برید کې هغه کلي بمبار کړي چې د “وزیرستاني مهاجرینو” د استوګنې ځایونه وو.

د #اسلامي امارت دفاع وزارت ویلي چې د پاکستان دا برید به بې ځوابه پرېنږدي.

25/12/2024

د نن ورځې #چهارشنبه د افغانستان اړوند #مهم، تازه، او اړین لنډ خبرونه او پېښې

25/12/2024

د نن ورځې مهم، تازه او اړین خبرونو سرتکي

25/12/2024

دننۍ #ورځې د کرکټ او #ورزش اړوند تازه او اړین خبرونه

25/12/2024

#عبدالحمید خراسانې:تېره شپه پاکستاني مزدورانو بیا هم زموږ پر بې‌چاره هېوادوالو #هوايي برید کړی دی.

زه پوهېږم چې #اسلامي امارت به دې بې‌غیرته برید ته بې‌ځوابه پاتې نشي، او دا زموږ حق دی.

که #مشران مو اجازه راکړي، بیا به له خپلو مجاهدینو سره د پاکستان پولې ته لاړ شو او د دې #بې‌غیرته برید ځواب به ورکړو.

دفاع وزارت: د پاکستان له خوا  #پکتیکا کې د تېر ماښام برید بې‌ځوابه نه پرېږدود ملي دفاع وزارت ویاند  #عنایت‌الله خوارزمي ...
25/12/2024

دفاع وزارت: د پاکستان له خوا #پکتیکا کې د تېر ماښام برید بې‌ځوابه نه پرېږدو

د ملي دفاع وزارت ویاند #عنایت‌الله خوارزمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر ماښام د پکتیکا برمل ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د پاکستاني ځواکونو له خوا برید شوی او په دغه برید کې ملکي وګړي چې ډېر یې وزیرستاني کډوال دي په نښه شوي.

دی وایي، په پېښه کې ځینو #ماشومانو او ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، #اسلامي امارت دغه برید غندي او د ټولو نړۍوالو اصولو پر خلاف او ښکاره تیری بولي.

خوارزمي زیاتوي، پاکستانی اړخ باید په دې پوه شي چې دا ډول #خپلسري اقدامات د ستونزو حللاره نه ده او اسلامي امارت دا برید بې‌ځوابه هم نه پرېږدي ځکه له خاورې او حریم دفاع خپل مسلم حق ګڼي.

خلیل زاد: امکان شته چې  #طالبان به د  #پاکستان بریدونو ته ځواب ورکړي۔په برمل ولسوالۍ،  #پکتیکا کې د پاکستان د درنو هوايي...
25/12/2024

خلیل زاد: امکان شته چې #طالبان به د #پاکستان بریدونو ته ځواب ورکړي۔

په برمل ولسوالۍ، #پکتیکا کې د پاکستان د درنو هوايي بریدونو د پیل لومړني راپورونه ورکړل شوي دي. که دا راپورونه ریښتیا وي، نو امکان شته چې طالبان به ځوابي اقدام وکړي.

د #جګړې پر ځای، دواړو هېوادونو ته اړتیا ده چې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې پکې دا روښانه شي چې د دواړو هېوادونو خاوره به د بل پر امنیت د ګواښ لپاره د افرادو یا ډلو لخوا نه کارول کېږي، او دواړه لوري دې ورته ژمنتیا ښکاره کړي.

په کابل کې د پاکستان استازی حاضر دی.
ایا جنرال منیر به هغه ته اجازه ورکړي چې دغه مذاکرات پیل کړي؟
#پاکستان #افغانستان

24/12/2024

د #سعودي سفارت بیا پرانېسته او د اسلامي امارت هیله‌مندۍ

د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفارت په کابل کې له اوږدې مودې وروسته بیا پرانیستل شو. دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا احیا او پیاوړتیا لپاره یو مثبت او د پام وړ پرمختګ ګڼل کېږي.

د #اسلامي امارت هرکلی

اسلامي #امارت د سعودي سفارت د بیا فعالېدو هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل پیل بللی دی. د اسلامي امارت چارواکي هیله لري چې د دې ګام په نتیجه کې به د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې لا زیاتې پیاوړې شي او په بېلابېلو برخو کې به همکاري پراخه شي.

د #سعودي عربستان رول

سعودي عربستان د اسلامي نړۍ یو مهم هېواد دی چې د #اقتصادي، سیاسي، او ټولنیزو همکاریو په برخه کې د پام وړ رول لوبولی دی. اسلامي امارت هیله څرګنده کړې چې د سعودي سفارت بیا فعالېدو سره به افغانستان ته د مرستې او ملاتړ نوي فرصتونه برابر شي.

د #اړیکو د پراختیا تمه

د سعودي سفارت بیا پرانیستل نه یوازې د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا احیا نښه ده، بلکې دا ښيي چې سعودي عربستان د افغانستان د ثبات، پرمختګ، او نړیوالو اړیکو په بیا جوړولو کې لیوالتیا لري.

پایله

د سعودي #سفارت بیا فعالیدو سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د یوې نوې مرحلې پیل ښيي. اسلامي امارت تمه لري چې دا اړیکې به د افغانستان په سیاسي ثبات، اقتصادي پرمختګ، او د ټولنیز ژوند په ښه کولو کې رغنده رول ولوبوي. دا ډول پرمختګونه د دې څرګندويي کوي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د بیا همکارۍ په لور پرمختګ کوي.

Address

Shaiq Network (Sharq Radio Television)
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00

Telephone

+15716994079

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sharq News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Sharq News:

Videos

Share