19/04/2024
خدای(ج) ته ليک
یوه ورځ د پوست د ادارې کارکوونکي یو ليک تر لاسه کوي چې پرې ليکلي وو (خدای(ج) ته
ليک) مامورینو ته اندېښنه پيدا کېږي، ټول په ګډه ليک پرانيزي، ليکل شوي وي .
(پاکه ربه، زه یوه زړه کونډه یم، سخت ژوند لرم، یوه اوونۍ وروسته نوی کال دی، ما ورته لس
ډالره په خورا سختۍ راټول کړي دي چې هغه هم رانه غلو یووړل. اوس حيرانه یم چې څه وکړم؟
پرته له تا بل څوک نه لرم چې مرسته ترې وغواړم)
د پوست کارکوونکي چې د ليک تر اغيز لاندي راغلي وي، خپل جيبونه لټوي، راټولې شوې
پيسې ۹۶ ډالره کېږي .
دوی هم پيسې په ليک کې ور ليږي .
له نوي کال وروسته د هماغې مېرمنې بل ليک راځي چې پکې ليکل شوي وي .
( پاکه خدایه! له تانه ډېره مننه کوم چې له ماسره دې مرسته وکړه، ستاسو له برکته مې خوښ او
خوشاله اختر تېر کړ. خو هغو پيسو کې څلور ډالره کم وو، ډاډه یم چې دا پيسې به د پوست
کارکوونکو وهلي وي.😊