Shaour News

Shaour News د شعور نیوز فسبوک پاڼه کې د هېواد، سیمې او نړۍ تازه خبرونه ولولئ.

د افغانستان د برېښنا شرکت اجرایوي رییس، عبدالباري عمر وايي چې له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا د تولید درې ۱۳ نوې پروژې به ...
30/01/2025

د افغانستان د برېښنا شرکت اجرایوي رییس، عبدالباري عمر وايي چې له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا د تولید درې ۱۳ نوې پروژې به پرانیستل شي.

ښاغلي عمر نن (پنجشنبې د دلوې ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پروژې به په راتلونکو یوه یا دوو میاشتو کې پرانیستل شي.

Shaour News

ریاست‌الوزرا په یوه فرمان کې د افغانیو د حتمي کارونې، د اسعارو، سرو زرو او قیمتي ډبرو د قاچاق د مخنیوي په اړه ټولو سوداګ...
30/01/2025

ریاست‌الوزرا په یوه فرمان کې د افغانیو د حتمي کارونې، د اسعارو، سرو زرو او قیمتي ډبرو د قاچاق د مخنیوي په اړه ټولو سوداګرو، صرافانو، د قیمتي ډبرو لېږدوونکو او هېوادوالو ته سپارښتنه کړې چې په راکړه ورکړه کې دې یوازې له افغانیو کار واخلي.

د دغه فرمان له مخې هیڅوک نشي کولای چې له هوايي ډګرونو تر ۵۰۰۰ ډالرو زیات او له ځمکنيو پولو تر ۵۰۰ ډالرو زیات ولېږدوي.

Shaour News

د روغتیا د نړیوال سازمان یو چارواکي، حنان بلخي خبرداری ورکړی چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو مرستو بندېدل په افغانستان او پ...
30/01/2025

د روغتیا د نړیوال سازمان یو چارواکي، حنان بلخي خبرداری ورکړی چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو مرستو بندېدل په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پروګرام له ګواښ سره مخ کوي.

هغه ویلي چې د پولیو او نورو ټولو انتقالېدونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان د هڅو او نظارت لپاره د امریکا مرستې اړینې دي.

Shaour News

په فراه ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمیسیون مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې نږدې یو میلیون جر...
30/01/2025

په فراه ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمیسیون مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې نږدې یو میلیون جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه او د غصب مخنیوی یې شوی دی.

وايي، د غصب کمیسیون له رامنځته کېدو څخه تر دې مهاله د فراه په مرکز او ټولو ولسوالیو کې ۲۷۹ زره ۳۷۱ جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې او د ۶۸۹ زره ۶۷۴ جریبه ځمکې د غصب مخنیوی شوی دی.

Shaour News

د لغمان مسوولین وایي چې د دغه ولایت بادپښ ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه سړ...
30/01/2025

د لغمان مسوولین وایي چې د دغه ولایت بادپښ ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې دي.

د مسوولینو په خبره دغه سړک د ۱۷ کیلو متره په اوږدوالي د ۴میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت بیا رغول کېږي.

Shaour News

سپینې ماڼۍ ویلي، چې یوه داخلي مسافر وړونکې الوتکه د واشنګټن ډي سي د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته نژدې له یوې پوځي الوتکې سره...
30/01/2025

سپینې ماڼۍ ویلي، چې یوه داخلي مسافر وړونکې الوتکه د واشنګټن ډي سي د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته نژدې له یوې پوځي الوتکې سره جنګېدلې او د پوټامیک په سیند کې غورځېدلې ده.

سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړی، چې دغه الوتکه د ناستې په وخت کې له یو هلیکوپتر سره جنګېدلې ده.

Shaour News

د الاسکا «فربنکس» ښار ته نږدې په «ایلسون» هوايي اډه کې یوه امریکايي جنګي «اف – ۳۵» الوتکه غورځېدلې ده.  امریکایي چارواکي...
29/01/2025

د الاسکا «فربنکس» ښار ته نږدې په «ایلسون» هوايي اډه کې یوه امریکايي جنګي «اف – ۳۵» الوتکه غورځېدلې ده.

امریکایي چارواکي وایي، چې دا پېښه پرون (سې‌شنبې د دلوې ۹مه) شوې او الوتکې ته پراخ زیان اوښتی دی.

بلخوا په ټولنیزو پاڼو د دې الوتکې د سقوط په شېبې خپرې شوې او لیدل کېږي چې الوتکه تر غورځېدو وروسته په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

Shaour News

د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په مرکز کې د سمنټو نوې کارخونې جوړېدو چارو پیلیږي. د ې کارخونې د جوړولو تړون د کانونو...
29/01/2025

د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په مرکز کې د سمنټو نوې کارخونې جوړېدو چارو پیلیږي.

د ې کارخونې د جوړولو تړون د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري له یوه قطري شرکت سره لاسلیک شوی دی.

Shaour News

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په دوام، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان له زندانونو ۷ نور افغ...
29/01/2025

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په دوام، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان له زندانونو ۷ نور افغان کډوال راخوشې او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت نن (چهارشنبې، د دلوې لسمه) په ننګرهار کې د تورخم سرحدي امریت په حواله لیکلي چې دا کسان له قانوني اسنادو پرته پاکستان ته تللي وو او هلته د پولیسو لخوا نیول شوي وو.

Shaour News

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او دریو مخابراتي شرکتونو ترمنځ د هېواد د ۸ ولایتونو په محرومو سیمو کې د مخابراتي س...
29/01/2025

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او دریو مخابراتي شرکتونو ترمنځ د هېواد د ۸ ولایتونو په محرومو سیمو کې د مخابراتي سایټونو د جوړولو هوکړې لاسلیک شوې دي.

ویل کېږي چې د دې هوکړو له‌مخې به مخابراتي شرکتونه د کابل، کندهار، پکتیا، خوست، هلمند، فاریاب، او پروان ولایتونو په محرومو سیمو کې ۱۴مخابراتي سایټونه جوړ کړي.

Shaour News

ویل کېږي چې د همکارۍ دا هوکړه لیکونه د ۳ میلیونه ۹۴۶ زره او ۱۰۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د انګلستان وارچایلډ، د بشري مرست...
29/01/2025

ویل کېږي چې د همکارۍ دا هوکړه لیکونه د ۳ میلیونه ۹۴۶ زره او ۱۰۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د انګلستان وارچایلډ، د بشري مرستو ټولنې او د ناروې کلیسا مرستې موسسو سره لاسلیک شوي دي.

یادې موسسې دغه پیسې په هرات، بادغیس، فراه، خوست او کونړ ولایتونو کې د نغدي مرستو، ښوونیزوکڅوړو، خدمتونو او ناستو ترسره کولو، خوراکي توکو، ژمنیو کڅوړو او سرپناه جوړولو په برخو کې ولګوي.

Shaour News

د بیلاروس د ټاکنو کمېسیون «الکساندر لوکاشنکو» پرله‌پسې د اووم ځل لپاره د بیلاروس د ولسمشریزو ټاکنو ګټوونکی اعلان کړی دی....
28/01/2025

د بیلاروس د ټاکنو کمېسیون «الکساندر لوکاشنکو» پرله‌پسې د اووم ځل لپاره د بیلاروس د ولسمشریزو ټاکنو ګټوونکی اعلان کړی دی.

اسوشیتدپرس راپور ورکړی چې د بیلاروس د ټاکنو مرکزي کمېسیون پرون (دوشنبه، د جنوري ۲۷مه) ویلي چې الکساندر لوکاشنکو د نږدې ۸۷ سلنه رایو سره د هیواد د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلې دي.

Shaour News

افغانستان بانک وايي چې سبا چهارشنبه به ۲۷ میلیونه ډالر په ازاد بازار کې وپلوري.افغانستان بانک نن (سه‌شنبه، د سلواغې۹مه) ...
28/01/2025

افغانستان بانک وايي چې سبا چهارشنبه به ۲۷ میلیونه ډالر په ازاد بازار کې وپلوري.

افغانستان بانک نن (سه‌شنبه، د سلواغې۹مه) په ایکس پاڼه له ټولو صرافیو او د پیسو د تبادلې له مرکزونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د خبرپاڼې له مخې چې لیلام ګټوونکي باید د لیلام د ورځې ترپایه خپل حسابونه تصفیه کړي.

Shaour News

ایراني رسنیو 'د روسیې د جنګي جټ الوتکو د پېرودلو له وروستۍ هوکړې وروسته' راپور ورکړی چې د دوی اسلامي جمهوریت له روسیې څخ...
28/01/2025

ایراني رسنیو 'د روسیې د جنګي جټ الوتکو د پېرودلو له وروستۍ هوکړې وروسته' راپور ورکړی چې د دوی اسلامي جمهوریت له روسیې څخه «سوخو ۳۵» جنګي جټ الوتکې پېرودلې دي.

د سپاه.پاسدا.ران یو قوماندان، علي شادماني پرون (دوشنبې د دلوې ۸مه) له دانشجو خبري آژانس سره د دې جنګي الوتکو د پېرودلو خبره کړې ده.

د راپورونو له مخې، دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی ایراني چارواکی د «سوخو ۳۵» جنګي الوتکو د پېرودلو خبر تاییدوي، خو دوی دا نه دي ویلي چې دا الوتکې کوم وخت ایران ته سپارل شوې دي.

Shaour News

د خوړو او کرنې اداره (FAO) وايي چې د ځنګلونو وهنه په افغانستان کې لا هم یوه جدي ننګونه ده.دې ادارې ویلي چې د افغانستان پ...
28/01/2025

د خوړو او کرنې اداره (FAO) وايي چې د ځنګلونو وهنه په افغانستان کې لا هم یوه جدي ننګونه ده.

دې ادارې ویلي چې د افغانستان په ۱۷٫۸ میلیونه هکتاره ځمکه کې ځنګلونه شته، خو وهل یې تر اوسه یوه جدي ننګونه ده.

Shaour News

د جوزجان مسوولین وایي، د یاد ولایت په «خانقاه» ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اته نور ټپیان شوي دي.د ...
28/01/2025

د جوزجان مسوولین وایي، د یاد ولایت په «خانقاه» ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اته نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان امنیې قوماندنۍ ویلي، دا پېښه پرون (دوشنبې، د دلوې ۸مه) د دو موټرو موټرو د ټکر په پایله کې شوې چې نهه کسان پکې مړه او ټپيان شوي دي.

مسوولینو د دې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بلل شوې او په وینا یې ټپيان د جوزجان ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.

Shaour News

د خوست مسوولین وایي، د یاد ولایت په «نادرشاه کوټ» ولسوالۍ کې د ۱۴ کیلو متره سړک د جوړولو کارونه پیل شوي دي.  د مسوولینو ...
28/01/2025

د خوست مسوولین وایي، د یاد ولایت په «نادرشاه کوټ» ولسوالۍ کې د ۱۴ کیلو متره سړک د جوړولو کارونه پیل شوي دي.

د مسوولینو په وینا، دا سړک د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د «ځینې‌خیلو» له بازاره تر «قلندر» ولسوالۍ پورې جوړېږي.

د خوست مسوولینو دا هم ویلي چې یاد سړک په اساسي شکل جوړېږي او چارې یې پیل شوې دي.

Shaour News

دا شنې خونې د نورستان ولایت په کامدیش، برګمټال او دواب ولسوالیو کې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د کرنې وزارت ویل...
27/01/2025

دا شنې خونې د نورستان ولایت په کامدیش، برګمټال او دواب ولسوالیو کې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د کرنې وزارت ویلي دغه شنې خونې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.

Address

Ghazni
1001

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shaour News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share